ددغه ادارو په وینا، ددغه پېښو له امله سوداګرو او ټرانسپورټرانو ته د کروړونو روپیو زیان اوښتی دی.
د امنیتي وضعیت خرابوالي نه یوازې د بلوچستان پر اقتصاد اغېز کړی، بلکې د کوچنیو او لویو سوداګرو او کروندګرو کاروبارونه یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
عزت الله، چې له ایران څخه سکریپ واردوي، وايي پخوا به د دوی مالونه په شاوخوا یوه اوونۍ کې خپل منزل ته رسېدل، خو اوس د ناامنۍ له امله د مالونو انتقال تر دوه میاشتې یا زیات وخت نیسي.
هغه وايي، د اوږدو سفرونو پر مهال تل دا وېره ورسره وي چې وسله وال کسان یې بار وړونکی موټر په لاره کې ونه سوځوي.
د عزت الله په وینا، پخوا د ایران او بلوچستان ترمنځ د بېلابېلو سرحدي سیمو له لارې دوه اړخیزه سوداګري کېده، خو اوس ډېری سرحدي لارې تړل شوې دي او یوازې د ګوادر د ریمدان۲۵۰ له لارې سوداګري روانه ده.
نوموړی وايي، تفتان له ایران سره د سوداګرۍ له مهمو سرحدي دروازو څخه و، خو اوس دا لار په عملي ډول بنده ده او پر دې مسیر د بار وړونکو موټرو د سوځول کېدو پېښې هم ډېرې شوې دي.
عزت الله زیاتوي چې د ناامنۍ اغېز یوازې پر سوداګرو نه، بلکې پر ټرانسپورټرانو هم پرېوتی او د دوی کاروبار یې سخت زیانمن کړی دی.
شنونکی عرفان بېګ افغانستان انټرنشنل پښتو ته په دې اړه وويل ، لکه څنګه چې د کرنې لپاره ښه موسم او بارانونه د حاصلاتو لپاره مهم دي، همداسې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره هم امن چاپېریال ضروري دی.
د نوموړي په وینا، په سیمه کې د خراب امنیتي وضعیت له امله د خلکو د روزګار ستونزې زیاتې شوې دي. هغه وايي، د بلوچستان په اړه د ایالتي او فدرالي حکومتونو تګلارې تر ډېره د امنيتي وضعیت له زاویې لیدل کېږي، خو د حکومت له دې ادعا سره سره چې د دوی د پالیسیو له امله به حالات ښه شي، ځینې کارپوهان باور لري چې په اوسنیو تګلارو د وضعیت د ژر ښه کېدو امکان کم دی.
عرفان بېګ ټینګار کوي چې د سرحدي سوداګرۍ د اغېزمنېدو له امله باید بدیلې لارې او د سوداګرۍ لپاره خوندي مسیرونه برابر شي، ځکه د سرحدي تجارت دوامداره بندښت د هېواد پر تولیدي فعالیتونو هم اغېز کولی شي او په پایله کې کارخانې هم له ستونزو سره مخ کېدای شي.
بل لوري ته د بلوچستان خبریال هزار خان بلوڅ وايي، په تېرو څو میاشتو کې خراب امنیتي وضعیت، د سرحدونو تړل کېدل او پر ملي لویو لارو د تګ راتګ ستونزې د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
هغه وايي، د ناامنۍ منفي اغېز پر عامو خلکو او کاروبارونو څرګند دی او له کوچني کاروبار سره تړلي ګڼ کسان اړ شوي چې خپل کاروبارونه پرېږدي.
د هزار خان بلوڅ په وینا، له کوټې څخه تر کراچۍ او د بلوچستان د نورو سیمو ترمنځ د خلکو تګ راتګ او د سوداګریزو توکو انتقال له جدي ستونزو سره مخ دی، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند هم اغېزمن شوی دی.
هغه زیاتوي چې د کوټې او کراچۍ ترمنځ په ډېرو سیمو کې د خلکو روزګار له کرنې او باغدارۍ سره تړلی دی، خو د ناامنۍ له امله د باغونو تیار محصولات بازارونو ته رسول ستونزمن شوي دي.
د هغه په خبره، اوس پر ونو مڼې، انار او نورې مېوې پخې شوې دي، خو د حاصلاتو راټولول، بسته بندي او تر بازارونو رسول ستونزمن دي، چې له امله یې مېوې خرابېږي او له دې سکتور سره تړلي کروندګر، مزدوران، سوداګر او ټرانسپورټر ټول له مالي زیانونو سره مخ دي.