د افغان وژنې تر سیوري لاندې؛ پاکستان په کابل کې د «دفاع ورځې» نمانځنه وکړه

په کابل کې د پاکستان سفارت د سپټمبر ۶مه، له هند سره ۶۱ کاله پخوا په جګړه د وژل شویو سرتېرو په یاد کې د «پاکستان دفاع» په نوم ورځ ونمانځله. په داسې حال کې چې له یوه کال راهیسې په کابل او د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې سلګونه بېګناه افغانان وژل شوي دي.
په کابل کې د پاکستان سفارت د سپټمبر ۶مه د پاکستان «دفاع او د وژل شویو سرتېرو» ورځ د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) په یو لړ مراسمو سره ونمانځله.
په دې مراسمو کې په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني وویل: «هغه یووالی، ایمان او هوډ چې د پاکستان وسلهوالو ځواکونو او ملت د ۱۹۶۵ کال د سپټمبر په ۶مه ښودلی وو، د بنیان المرصوص او معرکه حق د بریالیو عملیاتو پر مهال بیا تازه شو».
په کابل کې د پاکستان په سفارت کې داسې ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې له نږدې تېر یوه کال راهیسې پر پلازمېنې کابل او د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر یو شمېر پرتو ولایتونو د پاکستاني ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې سلګونه بېګناه افغان وژل شوي، زرګونه نور ټپيان او په لسګونه زره نور د خپلې مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر دوه ګوني چلند نیوکه کوي او وايي، که اسلاماباد له طالبانو سره دښمني لري نو ولې په تېرو شاخوا ۱۰ میاشتنیو جګړو کې یو جګپوړی طالب نهدی په نښه شوی.
د سپټمبر د ۶مې ورځ تاریخ له نن څخه ۶۱ کاله مخکې د هند او پاکستان تر منځ جګړې ته ورګرځي. د ۱۹۶۵ کال د سپټمبر په سهار هند په کشمیر کې د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې یو ناڅاپي د پاکستان پر لاهور ښار برید وکړ. دغې جګړې۱۷ ورځې دوام وکړ او د ښکېلو خواوو زرګونه سرتېري او عام ولس ووژل شول او همدومره نور ټپیان شول.
دغه جګړه یبا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په مداخلې سره ودرېده او بالاخره د هند او پاکستان تر منځ د ۱۹۶۶ کال په جنورۍ کې د ازبکستان په پلازمېنه کې د تاشکند معاهده لاسلیک شوه.
