د یمن دفاع وزارت مرستیال: د صنعا د بېرته نیولو پرېکړه شوې

د یمن د دفاع وزارت مرستیال ویلي، د حوثیانو له ولکې څخه د دغه هېواد د پلازمېنې صنعا د بېرته نیولو پرېکړه شوې او حکومتي ځواکونه غواړي د پلازمېنې پر سر جګړه وروستۍ پایلې ته ورسوي.
د یمن دولتي ټلوېزیون د دفاع وزارت د مرستیال، سمیر الصبري، له قوله راپور ورکړی چې د صنعا د «ازادولو» پرېکړه شوې ده.
هغه ویلي: «دولت هوډ لري چې د پلازمېنې جګړه یو ځل او د تل لپاره پای ته ورسوي.»
حوثیان، چې د ایران په ملاتړ تورنېږي، د یمن د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د صنعا په ګډون د دغه هېواد پر ځینو سیمو ولکه ټینګه کړې ده.
په همدې حال کې د یمن د ولسمشرۍ د مشرتابه شورا غړي، طارق صالح، ویلي چې د یمن وسلهوالو ځواکونو د حوثیانو له لارې د بابالمندب پر تنګي د واکمنۍ لپاره د ایران پلان شنډ کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې د حوثیانو او ایران پر ضد د جګړې د جبهاتو پرانیستل به د یمن د حکومتي ځواکونو مقاومت پیاوړی کړي او عملیات به تر هغه دوام وکړي چې صنعا د حوثیانو له ولکې ووځي.
طارق صالح ویلي، د دوی وروستی هدف د یمن د ټولې خاورې بېرته نیول او په دغه هېواد کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتندوی ځواک او له هغه سره تړلو ډلو د نفوذ پای ته رسول دي.
په ورته وخت کې، د العربیه خبري شبکې راپور ورکړی چې د یمن پوځي الوتکو د تعز ولایت د مقبنې ولسوالۍ د حمیر په جبهه کې د حوثیانو پر سنګرونو هوايي بریدونه کړي دي.
د دغو ادعاوو او بریدونو په اړه تر اوسه د حوثیانو له لوري کوم غبرګون نه دی خپور شوی.
