د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند: په هرمز تنګي کې کړکېچ باید په تدریجي ډول راکم شي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په هرمز تنګي کې د کړکېچ د تدریجي کمېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې باید د دې کړکېچ شدت راکم شي، نه دا چې په سمدستي ډول د پای ته رسولو هڅه وشي.
الانصاري له «سياېناېن» سره په خبرو کې ویلي، موخه باید دا نه وي چې له یوه شدید کړکېچ څخه د ټیټ شدت کړکېچ ته واوړي، بلکې باید د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.
هغه ویلي چې په اوسني وضعیت کې دوه لومړیتوبونه شته؛ لومړی، د هرمز تنګي پرانیستی پاتې کېدل او د سیمې پر خلکو، د ایران د خلکو په ګډون، د وارد شوي اقتصادي فشار کمول، او دویم، په سیمه کې د پوځي کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې باید د هر ډول پوځي تشدید مخه ونیول شي، په ځانګړي ډول د خلیجي هېوادونو پر استوګنیزو سیمو د توغندیزو بریدونو او پر ایران د بریدونو مخنیوی وشي.
الانصاري ویلي، وروسته له دې چې وضعیت تر یوه حده راکم شي، د سیمې هېوادونه باید په ګډه د یوه هر اړخیز ډیالوګ د پیل لپاره هڅې وکړي، چې ټول ښکېل لوري پکې شامل وي.
هغه زیاته کړې چې قطر هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د مذاکراتو پر مهال د دواړو لورو اندېښنو ته پام وشي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ویلي چې بندیزونه پر اقتصاد او خلکو اغېز کوي او یو اړخیز بندیزونه په ځانګړي ډول پر بانکي سکټور او د حکومت پر وړتیا د پام وړ اغېز لري، څو خپل فعالیتونه او اړتیاوې مخته یوسي.
الانصاري ټینګار کړی چې په جګړو کې باید هېوادونو ته اجازه ورنه کړل شي چې یوازې د اوبو د لارو په تړلو سره دا وضعیت په یوه عادي کړنلاره بدل کړي.
