د اوکراین زاپوریژیا اټومي بټۍ بېرته د برېښنا له شبکې سره ونښلول شوه

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ نږدې درې اوونۍ وروسته بېرته د برېښنا له بهرنۍ شبکې سره ونښلول شوه، چې ورسره د اټومي پېښې د رامنځته کېدو ګواښ کم شوی دی.
د دغې ادارې عمومي رییس رافایل ګروسي ویلي، د برېښنا د لېږد د کرښې له ترمیم وروسته بټۍ یو ځل بیا بهرنۍ برېښنا ترلاسه کوي او کولی شي د رېکټورونو او د مصرف شوي اټومي سونګ د حوضونو د یخولو ترڅنګ خپلې نورې اړینې اټومي خوندیتوب او امنیتي چارې ترسره کړي.
د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په وینا، د بټۍ یوازینۍ پاتې برېښنايي کرښه «فېروسپلاونا-۱» د اګست په ۲۰مه د دنیپرو سیند په شمال کې د پوځي فعالیتونو له امله له کاره لوېدلې وه. له هغې وروسته د بټۍ د اړتیا وړ برېښنا د بېړنیو ډیزلي جنراتورونو له لارې تامینېده، خو د ډیزلي سونګ زیرمې مخ په کمېدو وې او د بټۍ د بشپړ برېښنا پرېکون خطر موجود و.
د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، اوکرایني تخنیکي کارکوونکو د دغې ادارې د عمومي رییس رافایل ګروسي په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د سیمهییز لنډمهاله اوربند له مخې درې ورځې د برېښنا پر کرښه د ترمیم چارې ترسره کړې او نن یې د بټۍ له شبکې سره د کرښې د بیا نښلولو زمینه برابره کړه.
ګروسي د روسیې او اوکراین له لوري د اوربند د هوکړې او د برېښنا د بېرته فعالولو لپاره له اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې سره د همکارۍ مننه کړې ده.
هغه ویلي، دغه اداره به د جګړې په دوام کې د اټومي خوندیتوب او امنیت د تضمین لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
