د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي هېواد يې له لوېديځ سره په «رښتینې جګړه» کې دى

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یکشنبې په ورځ وویل، د جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر کې د بېپیلوټه الوتکې په پېښه کې د مسکو د لاس لرلو په اړه د لوېدیځ ادعاوې «په ټوله کې له لوېدیځ سره د یوې واقعي جګړې پیل» دی.
لاوروف د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) له روسي دولتي رسنۍ سره په خبرو کې د مسکو پر وړاندې د جرمني ادعاوې بېبنسټه وبللې او ویې ویل، چې هېچا د دغه بېپیلوټه الوتکې د سرچینې په اړه څېړنه نهده کړې.
هغه د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ هم پر دې تورن کړ، چې له روسیې سره د جګړې د اعلان پر لور روان دی. لاوروف وویل، د مېرڅ څرکندونې او موخه چې غواړي هېواد یې په اروپا کې پر مخکښ پوځي ځواک بدل شي اوس د عملي کېدو په حال کې دي.
لاوروف زیاته کړه: «د فریدریښ مېرڅ څرګندونې په عملي توګه د روسیې پر وړاندې د جګړې د اعلان معنا لري». د لاوروف دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د جرمني حکومت د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پولیسو څېړنې او استخباراتي موندنې ښيي چې روسیه د لایپزیګ پر هوايي ډګر د بېپیلوټه الوتکې د برید مسووله ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، معلومات ښيي چې د دغه برید عاملانو د روسیې د دولتي ادارو په استازیتوب فعالیت کاوه. د زمري په ۱۳مه د جرمني په ختیځ کې د لایپزیګ په هوايي ډګر او د اوکراین د بار وړونکو الوتکو ته څېرمه سیمه کې یوه له چاودېدونکو توکو ډکه بېپیلوټه الوتکه وموندل شوه.
پلټونکي په دې باور دي، چې دویمه بېپیلوټه الوتکه هم په همدې سیمه کې له یوې بار وړونکې الوتکې سره ټکر شوې وه. شاوخوا لس ورځې وروسته راپور ورکړل شو، چې درېیمه بېپیلوټه الوتکه هم د دغه هوايي ډګر په شاوخوا کې موندل شوې ده.
برلین د دغه پېښې په غبرګون د روسیې د بن کونسلګرۍ او په برلین کې د روسیې د یوه فرهنګي مرکز د تړلو په ګډون یوشمېر اقدامات هم ترسره کړل. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه تورونه رد کړي.
