په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددغه ولایت د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر رییس په امر له ۱۲ خبریالانو څخه وسایل اخیستل شوي دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو خبریالانو ته ویلي، چې پر ساکښو انځورونو له بندیز وروسته نور دوی انځور او ویډیو نه شي اخیستی.
په خوست کې ځايي سرچینو نن سې شنبه، د وږي پر ۱۷مه وویل، چې نن ورځ د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریاست په نوښت د کتاب درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
د سرچینو په وینا، دغه نندارتون ته د ټولو رسنیو خبریالان د رسنیز پوښښ لپاره غوښتل شوي ول، خو د طالبانو د امربالمعروف مامورینو په نندارتون کې لومړی ټول خبریالان راټول کړل او بیا یې له ځان سره ریاست ته په ډله ییزه توګه یووړل او هلته یې له ټولو کامرې او مایکونه واخیستل او دوی ته یې د تلو اجازه ور کړه.
ځینو خبریالانو د نومونو نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو د خوست امربالمعروف رییس ورته وویل، چې ددې ډلې د امربالمعروف قانون له مخې د ساکښو پر انځورونو بندیز لګېدلی دی او له دې وروسته دوی ویډیو او انځورونه نه شي اخیستی او نه هم وسایل له ځانونو سره ګرځولی شي.
دوی همدراز زیاتوي، چې د طالبانو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد صابر صابري ورته ویلي، چې د کتاب د نندارتون د پوښښ لپاره دوی انځوریز او ویډیويي راپورونه چمتو کولی شي خو د طالبانو د امربالمعروف مامورین نندارتون ته ورغلل او له ټولو خبریالانو یې وسایل واخېستل.
طالبانو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تېر ۱۴۰۴ کال په مرغومي میاشت کې په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ددغه ولایت د امربالمعروف ریاست ددې ډلې د ټولو ادارو له مطبوعاتي مسوولانو او ویاندویانو غوښتي، چې له دې وروسته دې له رسنیو سره تصویري مرکې نه کوي.
طالبانو دا بندیز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ۱۷مې مادې پر بنسټ پلی کړی.
هغه وویل: «نه پوهېږم چې ولې یې ټولګی بند کړ، نه د پوهنې ریاست او نه هم زموږ ښوونکي راته د بندېدو کوم روښانه لامل ښودلی دی». نوموړی وايي، د سواد دغه ټولګی د دوی لپاره اغېزناک و او که څه هم زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې؛ خو هغه څه چې یې زده کړي چې په ورځني ژوند کې ورته ګټه رسوي. هغه وایي: «دغه ټولګی زموږ لپاره ډېر ګټور و، کوم څه مې چې زده کړي، که څه هم نیمګړي دي خو راته ډېر ګټور دي تر پخوا په ډېر څه پوهېږم». هغه له اړوندو ادارو او موسسو غوښتنه کوي، چې د لویانو لپاره د سواد زدهکړې ټولګي بېرته پیل کړي.
الله نظر وايي، سواد یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا نهده بلکې د انسان د ژوند په ډېرو برخو کې ورسره مرسته کوي.
هغه زیاتوي، چې یو باسواد کس کولای شي معلومات په سمه توګه ولولي او درک یې کړي، خپل نظر ولیکي، حساب وکړي او د ورځني ژوند په بېلابېلو چارو کې له معلوماتو څخه ګټه واخلي.
د سواد نړۍواله ورځ هرکال د یوې ځانګړې موضوع له مخې هم نمانځل کېږي. په ۲۰۲۵کال کې د دغه ورځې موضوع «په ډیجیټلي عصر کې د سواد زدهکړې وده» وه او په دې موضوع کې پر دې هم ټینګار شوی، چې په اوسني عصر کې یوازې دودیز لوست او لیک بسنه نهکوي؛ بلکې خلک باید د ډیجیټلي وسایلو او معلوماتو د سمې، خوندي او مسوولانه کارونې وړتیا هم ولري.
طالبان په کندهار کې د جګړو او چاودنو له کبله د ویجاړو ښوونځیو د شمېر په اړه معلومات نه شریکوي. د سرچینو په خبره، په ښار او ولسوالیو کې تر ۴۰ زیات ښوونځي په جګړو، چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې زیانمن شوي او ان یو شمېر د سنګرونو په توګه هم استفاده کېدل.