بقایي: د ایران پر وړاندې د واشنګټن اقتصادي جګړې په ملاتړ د کاناډا دریځ «قانونماتونه» ده

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د تهران پر وړاندې د واشنګټن اقتصادي جګړې په ملاتړ د کاناډا دریځ «په قانونماتونه کې ښکېلتیا» بللې ده.
بقایي ویلي: «په هغه ورځ چې د امریکا ولسمشر د کاناډا ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته په سپکاوي د دغه هېواد ټوله خاوره د امریکا یوه برخه وبلله، د کاناډا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو بیا هم پرېکړه کړې چې خپل زورور ګاونډي ته باج ورکړي».
بقایي زیاته کړې، کاناډا باید پوه شي چې نهشي کولی له یوې خوا ځان د سولې او امنیت، د کښتیو د تګراتګ ازادۍ او نړۍوال قانون ملاتړې وبولي او له بلې خوا د هغه څه ملاتړ وکړي چې نوموړي «د امریکا پوځي تېری او په سیمه کې د دغه هېواد ناقانونه اقدامات» بللي دي.
هغه ویلي: «دا نه ډیپلوماسي ده او نه د مسوولانه حکومتولۍ نښه؛ بلکې د ستراتېژیکې ګډوډۍ او د زور زیاتي پر وړاندې د تسلیمېدو نښه ده». تر دې وړاندې د کاناډا د بهرنیو چارو او مالیې وزیرانو د سپټمبر پر ۶مه په يوه ګډه اعلامیه کې د ایران پر وړاندې د فشارونو او بندیزونو د دوام ملاتړ کړی و.
کاناډا په دغه اعلامیه کې ویلي و، چې له خپلو نړۍوالو شریکانو په ځانګړي ډول د جي۷ له هېوادونو سره به پر ایران «د پام وړ فشار» ته دوام ورکړي. کاناډا همداراز د امریکا، فرانسې او برېتانیا په مشرۍ د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو له هڅو او پر ایران د بندیزونو له دوام څخه هم ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي، چې له خپلو شریکانو سره به د ایران پر وړاندې د نورو اقداماتو په اړه همغږي وکړي.
