ایران: پر هوايي شرکتونو بندیزونه د ملکي الوتنو پر خوندیتوب اغېز کولای شي

د ایران د هوايي شرکتونو ټولنې خبرداری ورکړی چې پر ایراني هوايي شرکتونو د بندیزونو دوام د ملکي هوايي چلند پر خدمتونو او د الوتنو پر خوندیتوب اغېز کولای شي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې، دې ټولنې ټینګار کړی چې هوايي ترانسپورټ باید د سیاسي او اقتصادي اقداماتو هدف ونهګرځي.
دې ټولنې ملکي هوايي چلند حیاتي بنسټ او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو مهمه وسیله بللې ده. د دې ټولنې په وینا، میلیونونه کسان د ګرځندوی، درملنې، زدهکړو، سوداګرۍ او له خپلو کورنیو سره د لیدنې لپاره هوايي سفرونه کوي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې پر هوايي شرکتونو او د هوايي چلند پر اکمالاتي ځنځیر محدودیتونه هوايي سفرونو ته د خلکو پر لاسرسي او د الوتنو پر خوندیتوب مستقیم اغېز کولای شي.
د ایران د هوايي شرکتونو ټولنې د شیکاګو کنوانسیون اصولو ته هم اشاره کړې چې له مخې یې باید نړیوال ملکي هوايي چلند په خوندي، منظم او اقتصادي ډول وده وکړي او هېوادونو ته د نړیوالو هوايي خدمتونو عادلانه فرصتونه برابر شي.
ټولنې د ملکي هوايي چلند له نړیوال سازمان «ایکاو»، د هوايي ترانسپورټ له نړیوالې ټولنې «ایاټا» او غړو هېوادونو غوښتي چې پر ایراني هوايي شرکتونو د بندیزونو بشري، تخنیکي او امنیتي پایلې په پام کې ونیسي.
دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې د امریکا د خزانې وزارت د ایران د هوايي چلند له سکټور سره پر تړلو ۳۶ هدفونو بندیزونه اعلان کړل. په دغو هدفونو کې ۲۷ ایراني هوايي شرکتونه هم شامل دي.
