د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، ترهګري یوازې د یوه ایالت ستونزه نه ده، بلکې د ده په وینا د دولتي تګلارو پایله ده چې بیه یې له څو لسیزو راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک پرې کوي.
ایمل ولي خان په یوه بیان کې ویلي، په پنجاب کې د امنیت پر شتون هېڅ نیوکه نه لري خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک هم باید په هغه اندازه خوندي وي څومره چې د پنجاب او اسلام اباد اوسېدونکي دي. هغه وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې د دولت او واکمنې طبقې په چلند کې د ده اعتراض د هغه څه پر وړاندې دی چې دی یې دوهګونی چلند بولي. د نوموړي په وینا، هغه تګلارې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ کړي د سیمو له خلکو سره له مشورې پرته جوړې شوې دي. د عوامي نېشنل ګوند مشر پوښتنه کړې چې د ترهګرو د روزنې مرکزونه د کومو تګلارو په پایله کې جوړ شول او ترهګرې ډلې چا رامنځته، پیاوړې او روزلې او د خپلو ګټو لپاره یې ترې کار اخیستی دی. هغه دا هم پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ ملاتړ چا او د کومو موخو لپاره یې کړی دی. ایمل ولي خان وویل کله چې په تېرو وختونو کې دغه ډول تګلارې جوړېدې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د دغو سیاستونو له احتمالي پایلو خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، باچا خان او ولي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې د روانې جګړې اور له پاکستان څخه تود وساتل شي نو یوه ورځ به یې لمبې د پاکستان تر کورونو هم ورسېږي. نوموړي وویل، د دغو خبرداریو پر ځای چې جدي پام ورته وشي د عوامي نېشنل ګوند مشران له بېلابېلو تورونو او نومونو سره مخ شول. ایمل ولي خان ادعا کړې چې کله عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پر وړاندې په میدان کې و او د ځانمرګو بریدونو له ګواښ سره مخ و هغه مهال اوسنی وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب وزیراعلی و او د نوموړي په وینا له ترهګرو غوښتل شوي وو چې په پنجاب کې بریدونه ونه کړي. هغه وویل، که نن پنجاب هم د ترهګرۍ له ګرمۍ سره مخ دی نو د خیبر پښتونخوا له خلکو دې وپوښتل شي چې دوی له څو نسلونو راهیسې له دې بحران سره مخ دي. د عوامي نېشنل ګوند مشر تور ولګاوه چې دولت له تېرو تجربو څخه زده کړه نه ده کړې او نن هم خیبر پښتونخوا د اسلام اباد د ګټو لپاره قرباني کېږي. هغه وویل، مخکې له دې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ملامت کړل شي باید د هغو تګلارو حساب ورکړل شي چې له امله یې ټوله سیمه له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخ شوې ده. ایمل ولي خان غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ او تېرو دولتي تګلارو په اړه د ټولو اړوندو کسانو بې له توپیره حساب واخیستل شي که هغوی له سیاست، عدلیې، پوځي ادارو یا رسنیو سره تړاو ولري. ټول اړوند کسان باید د تاریخ محکمې ته وړاندې شي او د دوی اصلي رول دې د خلکو مخې ته روښانه کړل شي.
د اسیا د بېځایه شویو د حللارو پلیټفارم په یوه تازه څېړنه کې ویلي، افغانستان ته د راستنېدونکو د شمېر له زیاتېدو سره سره، د هغوی د اوږدمهاله بیا ادغام لپاره لا هم یوه تازه، جامع او عملي تګلاره نشته.
د څېړنې له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې له ایران او پاکستان څخه نږدې شپږ میلیونه افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې د راستنېدونکو زیات شمېر په هغو سیمو کې پر کمزورو او له وړاندې تر فشار لاندې خدماتو بار زیات کړی، چې کډوال پکې مېشتېږي.
راپور زیاتوي چې طالبانو د راستنېدونکو د مدیریت لپاره بېلابېلې پالیسۍ، فرمانونه او ادارې جوړې کړې، خو دا اسناد د سرحدي استقبال او په اوږدمهال کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدو ترمنځ واضح او عملي چوکاټ نه جوړوي.
څېړنه وايي، په ځینو پخوانیو پالیسیو لا هم عمل کېږي، خو نوې پالیسۍ تر ډېره عمومي لارښوونې وړاندې کوي او د وړتیا، ادارو د مسوولیتونو، د مرستو د ترتیب او حساب ورکونې په اړه کافي جزیات نه لري.
د هرات د ښاري او ښارګوټو سیمو د یوې مطالعې پر بنسټ ویل شوي چې د اسنادو، کور، کار، اوبو او د ښځو لپاره د خوندیتوب محدودیتونه د راستنېدونکو د بیا ادغام پر وړاندې مهم خنډونه دي او د هغوی د حقونو او خوندیتوب لپاره هم ستونزې رامنځته کولی شي.
راپور سپارښتنه کوي چې د راستنېدونکو لپاره باید د سرحدي استقبال او اوږدمهاله بیا ادغام ترمنځ واضح عملیاتي لارښود جوړ شي، ښاروالۍ او سیمهییزې ادارې پیاوړې ونډه ولري او راستنېدونکو ته د مدني اسنادو، کار، کور او اساسي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي.
په څېړنه کې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو اغېز هم مهم بلل شوی. وچکالي، سېلابونه، د ځمکې تخریب، د اوبو کمښت او زلزلې د خلکو معیشت کمزوری کړی او د بېځایه کېدو د تکرار خطر یې زیات کړی دی.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې په بادغیس کې د باران کچه ۴۹ سلنه کمه شوې وه. څېړنه وايي، د افغانستان شاوخوا ۷۰ سلنه خلک د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي، نو د اقلیم اړوند ستونزې د راستنېدونکو او بېځایه شویو د بیا ادغام بهیر لا سختوي.
څېړنه خبرداری ورکوي چې د ښځو پر کار، زدهکړو او په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه، د ځمکې او اسنادو نشتوالی، د کار کم فرصتونه او د سرچینو پر سر سیالي د راستنېدونکو او کوربه ټولنو ستونزې زیاتوي.
د راپور په وینا، که د اقلیم له بدلون سره برابرې پالیسۍ، د اوبو مدیریت او د معیشت د پیاوړتیا پروګرامونه د بیا ادغام په تګلارو کې شامل نه شي، د خلکو بېځایه کېدل ښايي له دایمي حللارې پر ځای په یوه تکراري بهیر بدل شي.
څېړنه وړاندیز کوي چې د افغان راستنېدونکو لپاره باید داسې اوږدمهاله او د شواهدو پر بنسټ تګلاره جوړه شي چې د سرحدي استقبال، کور، کار، اسنادو، اساسي خدمتونو او د اقلیم له خطرونو سره د مقابلې چارې په یوه منظم چوکاټ کې سره ونښلوي.