امسو: د طالبانو عدلیې وزارت دې د تمدن ټلوېزیون پر کارکوونکو له بېدلیله فشارونو لاس واخلي
د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان د تمدن ټلوېزیون د خبریالانو او کارکوونکو د نه خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې. یاد سازمان د طالبانو له عدلیې وزارت غوښتنه کړې، چې د دغه رسنۍ پر کارکوونکو دې د پټو او ښکاره بېدلیله فشارونو او تعقیب څخه لاس واخلي.
تمدن ټلوېزیون د روان کال د چنګاښ میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د عدلیې وزارت په امر تړل شوی و. د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په یوه خبرپاڼه کې د خبریالانو نه خوندیتوب او د هغوی ځورونه نه یوازې د بیان ازادۍ پر وړاندې لوی ګواښ ګڼي؛ بلکې د رسنیزو فعالیتونو د فلج کولو یوه بېلګه هم یادوي.
امسو ټنیګار کړی: «د تمدن ټلوېزیون د خبریالانو او تخنیکي کارکوونکو قزیکي او رواني خوندیتوب باید تر هر څه لومړی تضمین شي. خبریالان یوازې حقیقت رسوونکي دي او د هغوی انفرادي تعقیب او ګواښ د نړۍوالو ژورنالیستیکو نورمونو او د بیان ازادۍ له اصولو سرغړونه ده».
امسو په ټینګار د طالبانو له عدلیې وزارت غوښتنه کړې، د تمدن ټلوېزیون د کارکوونکو له تعقیب او ځورونې لاس واخلي او هغوی پرېږدي چې خپلې چارې په مسلکي چاپېریال کې مخته یوسي.
یاد سازمان د رسنیو له ټولو ملي او نړۍوالو ملاتړو بسنټونو غوښتنه کړې، چې د افغان خبریالانو د کاري امنیت، خوندیتوب او د بیان ازادۍ د شته حقونو په ساتلو کې چوپ پاتې نهشي.
د طالبانو عدلیې وزارت هغه مهال په همدې تړاو ویلي و، چې د تمدن ټلوېزیون فعالیتونه د اسلامي حرکت له ګوند سره د تړاو او د دولتي «غصب شوې» ځمکې د کارولو له امله درول شوي دي. دغه وزارت ویلي و، چې په افغانستان کې سیاسي ګوندونو پورې اړوند رسنۍ د فعالیت حق نهلري. خو تمدن ټلوېزیون بیا دغه ادعاوې رد کړې دي.
یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې کیږي.
افغان محصلینو په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي.
په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.
هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».
د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.
د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.
د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.
خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.
ملبورن اسیا ریویو په یوه تازه څیړنه کې وايي، له سیمې وروستي راپورونه ښيي چې پاکستان د نیابتي جګړې د نوي پړاو لپاره د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو له ځینو غړو او جهادي قوماندانانو کار اخلي.
د مقالې لیکوالان وايي، دغه کسان پر طالبانو د فشار لپاره بیا وسله وال او تنظیمیږي.
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د امنیتي چارو شنونکي ثناءالله تسل په ګډه مقاله کې دا د پاکستان د تېرو «ناکامو سیاستونو» تکرار بللی دی.
خو د دغو کسانو د هویت، شمېر، د فعالیت د سیمو او د بیا سمبالولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
مقاله وايي، په سیمه کې پر یو بل د هېوادونو تورونه امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.
طالب چارواکو پاکستان د داعش خراسان په ملاتړ تورن کړی، خو اسلاماباد بیا طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي د فعالیتونو په ملاتړ تورنوي. پاکستان پر هند هم تور لګولی چې افغان طالبان او ټيټيپي حمایه کوي.
د مقالې لیکوالان وایي، د افغانستان، پاکستان او هند شخړې له یو بل سره تړلې دي او د یوه هېواد ناامني پر نورو هم اغېز کوي. دا اړیکه په ځانګړي ډول پر ډیورنډ کرښه ښکاره ده چې د وسلهوالو فعالیتونه، کمزورې حکومتولي او د هېوادونو متضادې ګټې پکې سره یوځای شوې دي.
لیکوالان د میداني معلوماتو پر بنسټ ادعا کوي چې وسلهوالې شبکې له ۲۰۲۱ کال وروسته لا منسجمې شوې دي. د دوی په وینا، ټيټيپي له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او د خپلمنځي اختلافونو له کمېدو ګټه اخیستې ده.
د مقالې د لیکوالو په وینا، ټيټيپي له افغان طالبانو سره فکري نږدېوالی لري، خو یو جلا سازمان دی چې خپل مشرتابه او د پاکستان د دولت پر ضد ځانګړې اجنډا لري.
په لیکنه کې له ټيټيپي سره د پاکستان د خبرو ناکام بهیر ته هم اشاره شوې ده. د پاکستان پخواني پوځي مشرتابه د قومي جرګو او د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دې ډلې سره د خبرو هڅه وکړه، خو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ شو.
لیکوالان وايي، پاکستان له ټيټيپي سره د یوه دودیز قومي پاڅون په توګه چلند وکړ، خو دا ډله تر هغه وخته پر یوه لا متمرکز او له فکري پلوه منسجم وسلهوال سازمان بدله شوې وه. له همدې امله د قومي جرګو دودیز منځګړیتوب د دې ډلې د مهارولو لپاره کافي نه و.
مقاله وايي، چې د پاکستان چلند وروسته له خبرو څخه فشار ته واوښت. اسلاماباد له طالبانو غوښتل چې ټيټيپي مهار کړي، غړي یې پاکستان ته وسپاري یا د یوې دیني فتوا له لارې د پاکستان پر ضد د دې ډلې جګړه ناروا اعلان کړي خو د لیکوالانو په وینا، د طالبانو او نورو وسلهوالو ترمنځ پخوانیو اړیکو، د ګډو جګړو تاریخ او د طالبانو په لیکو کې د داخلي اختلاف وېرې د اسلاماباد د غوښتنو منل ستونزمن کړي دي.
دوی زیاتوي چې له وسلهوالو ډلو سره خبرې د سیاسي او جوړښتي ستونزو له حل پرته بریالۍ کېدای نه شي او یوازې پر لنډمهالو امنیتي معاملو بدلېږي.
په مقاله کې راغلي چې داعش خراسان هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د فعالیت ساحه بېرته پراخه کړه. د مقالې له مخې، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له زندانونو د داعش خراسان د زرګونو وسله والو خوشې کېدو، چې لوړپوړي مشران یې هم پکې وو، دغې ډلې ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړه.
لیکوالان وايي، داعش خراسان وروسته خپل تکتیکونه بدل کړل او ویې ښوده چې لوی بریدونه ترسره کولای او له پولو هاخوا کسان جذبولای شي.
په مقاله کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي نظام نشتوالی، د ښځو او لږکیو ځپل او نړیواله انزوا د کورنۍ بېثباتۍ د دوام له مهمو عواملو بلل شوي دي.
لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان سیالي، د وسلهوالو ډلو فعالیت او د سیمهییزو قدرتونو متضادې ګټې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو پر ډګر بدلولای شي.
دوی له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې داسې د تایید وړ ژمنې وکړي چې وسلهوالې ډلې د یوه هېواد خاوره د بل پر ضد ونه کاروي. لیکوالانو له هند او پاکستان څخه په ځانګړي ډول غوښتي چې افغانستان د خپلو نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه کړي او د کشمیر شخړه د افغانستان له کړکېچونو سره ونه تړي.
نن د سپټمبر ۸مه د سواد له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. دغه ورځ په افغانستان کې داسې مهال نمانځل کېږي، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې مېلیونونه افغان نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو محرومې دي. ۱۸۱۵ ورځې وړاندې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی و.
د نړۍوالو قوانینو له مخې، زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق دی. د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده کې د زدهکړې د حق په اړه ویل شوي: «هر څوک حق لري، چې له زدهکړو او روزنې برخمن شي».
بلخوا د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړۍوال میثاق په ۱۳مه ماده کې د لومړنیو زدهکړو پر جبري او وړیا کېدو ټینګار شوی دی. په همدې میثاق کې ټینګار شوی، د هغه کسانو لپاره چې لومړنۍ زدهکړې یې نهدي بشپړې کړې، باید د بنسټیزو زدهکړو او سواد زدهکړې زمینه برابره شي.
یونسکو هم د زدهکړې پر حق او له تبعیض پرته د زدهکړو پر برابر لاسرسي ټینګار کوي. د زدهکړو په برخه کې د تبعیض د لهمنځه وړلو د ۱۹۶۰کال کنوانسیون چې د یونسکو لهخوا تصویب شوی هغه نړۍوال حقوقي سند دی، چې د توکم، جنسیت، ژبې او مذهب پر بنسټ د زدهکړو په برخه کې هر ډول تبعیض منع کوي او د زدهکړو حق تضمینوي.
همداراز د ماشومانو د حقونو د ۱۹۸۹کال کنوانسیون له مخې، غړي هېوادونه مکلف دي چې د ټولو ماشومانو لپاره لومړنۍ زدهکړې جبري او وړیا کړي؛ څو هېڅ ماشوم د بنسټیزو زدهکړو او سواد پرته لوی نهشي.
په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۸۱۵ ورځې کېږي، چې یادې ډلې له شپږم ټولګي په پورته نجونو بندیز لګولی او ۱۳۵۵ ورځې کېږي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل شوې دي.
طالبانو په دې موده کې پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز فعالیت په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي او مېلیونونه نجونې او ښځې له عصري او لوړو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
بلخوا شنونکي وايي، چې د طالبانو سیاستونو د هلکانو د زدهکړو پر وضعیت هم اغېز کړی.
د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو پراخ نړۍوال غبرګونونه پارولي دي. د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار د حقونو بېرته ټینګښت د طالبانو د نړۍوال مشروعیت او رسمیت پېژندنې په اړه د مطرح شویو مهمو غوښتنو له ډلې بلل کېږي. د پکتیا ولایت د ګردېز ښار اوسېدونکې لیلما (مستعارنوم) سږکال له شپږم ټولګي فارغه شوې ده. هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي، چې د خپلو زدهکړو د دوام په اړه ډېره نهیلې ده ځکه تمه نهلري چې خپلې لوړې زدهکړې بشپړې کړای شي.
لیلما وايي، هغه مهال یې نهیلي لا ډېره شي چې له ځان نه دوه کاله مشر ورور ویني چې لاهم ښوونځي ته ځي؛ خو دا په کور ناسته ده. د هغې په وینا، کله ناکله له ځانه پوښتي چې ولې د جنسیت له امله د زدهکړو له دوام محرومه ده.
د یونسکو د شمېرو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ مېلیونه نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي. دغه بنسټ وايي، د نجونو د زدهکړو دوامداره بندیز په اوږدمهال کې افغانستان ته له اقتصادي او ټولنیز پلوه درانه زیانونه اړولی شي او د هېواد د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ کولای شي.