داودزی: د پاکستان سیاسيون دې د طب او انجینیرۍ برخې افغان محصلانو د اېستلو مخه ونیسي
د پاکستان لپاره د پخواني ولسمشر ځانګړي استازي محمدعمر داودزي د پاکستان له سیاسي مشرانو، پوهنتونونو او مدني ټولنو غوښتي، چې د افغان محصلانو د اېستلو مخه دې ونیسي. نوموړي ټیګار کړی، چې یاد محصلان دې د کوم نظام د سیاستونو له امله نه مجازات کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان طبي شورا له هغه افغان محصلانو چې په دغه هېواد کې د طب په برخه کې پر زدهکړو بوخت دي غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
محمدعمر داودزي د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه نجونې او هلکان د افغانستان راتلونکی جوړوي او باید د کوم نظام د سیاستونو له امله مجازات نهشي. هغه زیاته کړې: «دوی پاکستان ته د زدهکړو، خپلو ټولنو ته د خدمت او د ښه راتلونکي جوړولو لپاره تللي دي، نه دا چې د کوم نظام د سیاستونو له امله مجازات شي».
نوموړي غوښتنه کړې: «د دغه محصلانو د زدهکړو د دوام، قانوني وضعیت او تعلیم ته د لاسرسي حق خوندي کړئ. د زدهکړو په برخه کې د پاکستان ونډه باید له سیاست څخه لوړه او جلا پاتې شي». داودزي هیله ښودلې، چې د دغه محصلانو خوندیتوب به د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ تلپاتې تاریخي اړیکې لا خوندي کړي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان، د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دُراني، د پاکستان د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ او ګڼو نورو افغان او پاکستاني سیاسیونو او فعالانو د پاکستان له پوهنتونونو د افغان طبي محصلانو اېستل «ځورونکې» پرېکړه ګڼلې او له اسلاماباد یې غوښتي، چې دغه پرېکړه بېرته واخلي.
یو ب تن محصل، چې په یاد پوهنتون کې زده کړې کوي، وویل چې دوی اوس هڅه کوي د پاکستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره وویني، څو خپله ستونزه هواره کړي، ځکه د محصلینو زدهکړې نیمګړې پاتې کیږي.
افغان محصلینو په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره هم لیدلي، خو هغوی هم په دې اړه کوم مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د یادو محصلانو د معلوماتو له مخې، دا مهال د پنجاب په بېلابيلو پوهنځيو اوپوهنتونونو کې شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي.
په لاهور کې د اقبال طب پوهنځي د پنځم او وروستي کال کې یو تن محصل له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې پوهنځي نن دوی ته هم ویلي چې د تصفيې ټولې چارې دې بشپړې کړي.
هغه وویل: «موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن یو، ځکه له یوې خوا د افغانستان حالاتو ته ګورو او له بلې خوا زموږ د راتلونکي هېڅ ضمانت نشته. معلومه نه ده چې په افغانستان کې به کوم پوهنتون موږ ومني که نه، حکومت به زموږ غم وخوري او که نه. زموږ برخلیک نامعلوم دی، نه مو پاکستان مني او نه په افغانستان کې زموږ د برخلیک په اړه څه معلوم دي».
د ملتان ښار نشتر طبي پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د لارښوونې له مخې دې پوهنتون او لیلیې پرېږدي او له پاکستان نه د وتلو لپاره لازم ترتیبات ونیسي.
د پوهنتون د رییس د دفتر د سپټمبر ۷مې خبرتیا کې ویل شوي چې په پاکستان کې په طبي او غاښونو پروګرامونو کې شامل افغان اتباع باید د باصلاحیته چارواکو د اوسنۍ پالیسۍ له مخې افغانستان ته ستانه شي.پوهنتون خپلو افغان محصلانو ته ویلي چې د محصلانو چارو څانګې یا د راجسټرار له دفتر سره اړیکه ونیسي، خپل اداري پړاوونه بشپړ کړي او د اړتیا په صورت کې د وتلو لپاره لازم اسناد ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې افغان محصلانو ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. همداراز، د نوي شمولیت، پوهنتون ته د انتقال، تبدیلۍ او نورو اکاډمیکو یا اداري اسانتیاوو غوښتنه هم نه شي کولی.
د پوهنتون په وینا، دغه پرېکړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو پر بنسټ شوې او پر ټولو اړوندو افغان محصلانو پلې کیږي.
خو افغان محصلين غوښتنه کوي چې پاکستان او طالبان بايد د دوی ستونزې ته وګوري او ښوونیزه او تحصیلي برخه د سیاستونو ښکار نه شي.
ملبورن اسیا ریویو په یوه تازه څیړنه کې وايي، له سیمې وروستي راپورونه ښيي چې پاکستان د نیابتي جګړې د نوي پړاو لپاره د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو له ځینو غړو او جهادي قوماندانانو کار اخلي.
د مقالې لیکوالان وايي، دغه کسان پر طالبانو د فشار لپاره بیا وسله وال او تنظیمیږي.
د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي او د امنیتي چارو شنونکي ثناءالله تسل په ګډه مقاله کې دا د پاکستان د تېرو «ناکامو سیاستونو» تکرار بللی دی.
خو د دغو کسانو د هویت، شمېر، د فعالیت د سیمو او د بیا سمبالولو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
مقاله وايي، په سیمه کې پر یو بل د هېوادونو تورونه امنیتي وضعیت لا پېچلی کوي.
طالب چارواکو پاکستان د داعش خراسان په ملاتړ تورن کړی، خو اسلاماباد بیا طالبان د پاکستاني طالبانو د تحریک یا ټيټيپي د فعالیتونو په ملاتړ تورنوي. پاکستان پر هند هم تور لګولی چې افغان طالبان او ټيټيپي حمایه کوي.
د مقالې لیکوالان وایي، د افغانستان، پاکستان او هند شخړې له یو بل سره تړلې دي او د یوه هېواد ناامني پر نورو هم اغېز کوي. دا اړیکه په ځانګړي ډول پر ډیورنډ کرښه ښکاره ده چې د وسلهوالو فعالیتونه، کمزورې حکومتولي او د هېوادونو متضادې ګټې پکې سره یوځای شوې دي.
لیکوالان د میداني معلوماتو پر بنسټ ادعا کوي چې وسلهوالې شبکې له ۲۰۲۱ کال وروسته لا منسجمې شوې دي. د دوی په وینا، ټيټيپي له پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او د خپلمنځي اختلافونو له کمېدو ګټه اخیستې ده.
د مقالې د لیکوالو په وینا، ټيټيپي له افغان طالبانو سره فکري نږدېوالی لري، خو یو جلا سازمان دی چې خپل مشرتابه او د پاکستان د دولت پر ضد ځانګړې اجنډا لري.
په لیکنه کې له ټيټيپي سره د پاکستان د خبرو ناکام بهیر ته هم اشاره شوې ده. د پاکستان پخواني پوځي مشرتابه د قومي جرګو او د افغان طالبانو په منځګړیتوب له دې ډلې سره د خبرو هڅه وکړه، خو بهیر له پیله له ستونزو سره مخ شو.
لیکوالان وايي، پاکستان له ټيټيپي سره د یوه دودیز قومي پاڅون په توګه چلند وکړ، خو دا ډله تر هغه وخته پر یوه لا متمرکز او له فکري پلوه منسجم وسلهوال سازمان بدله شوې وه. له همدې امله د قومي جرګو دودیز منځګړیتوب د دې ډلې د مهارولو لپاره کافي نه و.
مقاله وايي، چې د پاکستان چلند وروسته له خبرو څخه فشار ته واوښت. اسلاماباد له طالبانو غوښتل چې ټيټيپي مهار کړي، غړي یې پاکستان ته وسپاري یا د یوې دیني فتوا له لارې د پاکستان پر ضد د دې ډلې جګړه ناروا اعلان کړي خو د لیکوالانو په وینا، د طالبانو او نورو وسلهوالو ترمنځ پخوانیو اړیکو، د ګډو جګړو تاریخ او د طالبانو په لیکو کې د داخلي اختلاف وېرې د اسلاماباد د غوښتنو منل ستونزمن کړي دي.
دوی زیاتوي چې له وسلهوالو ډلو سره خبرې د سیاسي او جوړښتي ستونزو له حل پرته بریالۍ کېدای نه شي او یوازې پر لنډمهالو امنیتي معاملو بدلېږي.
په مقاله کې راغلي چې داعش خراسان هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د فعالیت ساحه بېرته پراخه کړه. د مقالې له مخې، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته له زندانونو د داعش خراسان د زرګونو وسله والو خوشې کېدو، چې لوړپوړي مشران یې هم پکې وو، دغې ډلې ته د بیا منظمېدو زمینه برابره کړه.
لیکوالان وايي، داعش خراسان وروسته خپل تکتیکونه بدل کړل او ویې ښوده چې لوی بریدونه ترسره کولای او له پولو هاخوا کسان جذبولای شي.
په مقاله کې په افغانستان کې د ټولګډونه سیاسي نظام نشتوالی، د ښځو او لږکیو ځپل او نړیواله انزوا د کورنۍ بېثباتۍ د دوام له مهمو عواملو بلل شوي دي.
لیکوالانو خبرداری ورکړی چې د هند او پاکستان سیالي، د وسلهوالو ډلو فعالیت او د سیمهییزو قدرتونو متضادې ګټې افغانستان یو ځل بیا د نیابتي سیالیو پر ډګر بدلولای شي.
دوی له افغانستان، پاکستان او هند څخه غوښتي چې داسې د تایید وړ ژمنې وکړي چې وسلهوالې ډلې د یوه هېواد خاوره د بل پر ضد ونه کاروي. لیکوالانو له هند او پاکستان څخه په ځانګړي ډول غوښتي چې افغانستان د خپلو نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه کړي او د کشمیر شخړه د افغانستان له کړکېچونو سره ونه تړي.