• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د ناروې د کډوالو شورا: په کابل او کندهار کې له طالبانو سره د نجونو پر زده‌کړو غږېدلي یو

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اګېلنډ وايي په کابل او کندهار کې یې له طالب مشرانو سره کتلي او له لومړني ښوونځي پورته د نجونو د زده‌کړو پر بیا پیلېدو یې ټینګار کړی دی.

اګېلنډ ویلي چې هر کال زرګونه ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې د کار له بازاره وځي، خو د نجونو او ښځو د زده‌کړو د بندېدو له امله نوې فارغانې نشته چې د هغوی ځای ونیسي.

هغه دا د افغانستان لپاره جدي اندېښنه بللې او ویلي یې دي چې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو کمښت به د هېواد پر پوهنې او روغتیا ناوړه اغېز وکړي.

اګېلنډ زیاته کړې چې د ناروې د کډوالو شورا د افغان دودونو په چوکاټ کې په ټولو کچو د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بیا پیلېدو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

هغه له نړیوالو ډیپلوماتانو او د افغانستان لپاره له ځانګړو استازو هم غوښتي چې هېواد ته ورشي او د ښځو د حقونو په اړه له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

اګېلنډ ویلي: «هغه ډیپلوماتان او ځانګړي استازي چې باید په افغانستان کې وای او له موږ سره یې د ښځو د حقونو لپاره فشار راوړی وای، چېرې دي؟ دا کار له بهر څخه نه‌شي کېدای».

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او د ښځو پر مخ پوهنتونونه تړلي دي. د دغو بندیزونو له امله اندېښنې شته چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له سخت کمښت سره مخ شي.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

د طالبانو استخباراتو د مخالفو جبهو پر ضد د ۷۰ میلیونه افغانیو تبلیغاتي بودجه وړاندیز کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د استخباراتو لوی ریاست د یوه تبلیغاتي پلان اسناد ترلاسه کړي، چې ښيي دغه ډله غواړي د مخالفو ډلو خلاف د عامه افکارو د بدلولو، د هغوی ترمنځ د اختلافاتو زیاتولو او د طالبانو د امنیتي ځواکونو د پیاوړي انځور جوړولو لپاره یو پراخ تبلیغاتي کمپاین پیل کړي.

د «پلان» په نوم دغه سند، چې د ۹۰۲۴ شمېرې او د ۱۴۴۸هـ.ق کال د درېیمې میاشتې د ۱۰مې نېټې په سرلیک ثبت شوی، د استخباراتو د عمومي ریاست د ۰۱۵ریاست او د هغه د پلان مدیریت پورې منسوب شوی دی. سند وايي چې پلان د اوپراتیفي معاونیت د ۱۴۴۸/۰۲/۲۸ نېټې د ۲۳۲ ګڼې هدایت پر بنسټ جوړ شوی دی.

د پلان په متن کې د رسنیو، ټولنیزو شبکو، خبریالانو، بهرنیو سیاسي شنونکو او اغېزناکو شخصیتونو د کارولو له لارې د خلکو د نظرونو د بدلولو لپاره یو پراخ کمپاین تشریح شوی دی.

د مخالفینو پر ضد معلوماتي جګړه

د سند له مخې، د پلان لومړۍ موخه دا ده چې د مخالفو ډلو او د هغوی د ملاتړو پر وړاندې د خلکو بې‌باوري زیاته شي.

په دویم پړاو کې د مخالفو ډلو، په ځانګړې توګه د «ازادۍ جبهې» د غړو او ملاتړو ترمنځ د اختلافونو د رامنځته کولو هڅه مطرح شوې ده. سند همدارنګه غواړي چې خلک او ځوانان د دغو ډلو له لیکو سره له یوځای کېدو منع شي.

د سند له مخې، رسنۍ باید داسې تصویر وړاندې کړي چې طالبان په امنیتي او نظامي برخه کې له ماتې سره نه مخ کېږي، بلکې د هېواد پر ډېره برخه یې کنټرول ټینګ دی.

په همدې موخه، د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د خلکو مرکې، د طالبانو د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو راپورونه او د بیارغونې د پروژو پوښښ د پلان برخه ګرځول شوي دي.

د سند په وینا، په ځانګړې توګه په شمال، مرکز او لوېدیز کې باید له خلکو سره مرکې وشي او «د اسلامي امارت د سراسري امنیت او حاکمیت» تصویر وړاندې شي.

د پلان یوه مهمه برخه د مخالفو ډلو د مشرتابه د اعتبار کمول دي. په سند کې د مخالفو مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه د مقالو او راپورونو د برابرولو یادونه شوې ده. همدارنګه د دوی د نظامي وړتیاوو د کمزورۍ په اړه د مطالبو خپرول په پام کې نیول شوي دي.

د پلان یوه بله برخه د مخالفو مشرانو شخصي ژوند ته متوجه ده. په ټولنیزو شبکو کې د بهر مېشتو مخالفو مشرانو د «تجملي او هوسا ژوند» په اړه د مرکو او مطالبو خپرول د دې لپاره وړاندیز شوي چې د جګړې د بیې او د عادي خلکو د قربانیو ترمنځ توپیر خلکو ته څرګند شي.

په بل اړخ کې، سند د مخالفو مشرانو د کورنیو د ژوند او له طالبانو سره د هغوی د احتمالي اړیکو په اړه د راپورونو د خپرولو یادونه کوي، څو د مخالفو ډلو په منځ کې بې‌باوري رامنځته شي.

د سند له مخې، د مخالفو ډلو په لیکو کې د طالبانو د استخباراتي نفوذ په اړه هم باید راپورونه خپاره شي.

100%

د دې اقدام موخه د سند په خپله ژبه دا ده چې خلک د دغو ډلو له لیکو سره یوځای کېدو ته زړه ښه نه کړي.

پاکستان د تبلیغاتي کمپاین په مرکز کې

د پلان یوه جلا برخه پاکستان ته ځانګړې شوې ده. سند د خلکو ترمنځ د پاکستان پر وړاندې د کرکې د راپارولو او د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا څخه د طالبانو د دفاع د دریځ د پیاوړي کولو غوښتنه کوي.

په همدې اډانه کې د پاکستان او افغان مخالفو ډلو ترمنځ د اړیکو او د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په اړه د راپورونو د خپرولو یادونه شوې ده.

سند دغه راز د پاکستان د پوځ د مخالفو ډلو لپاره د مطبوعاتي ملاتړ او د پښتنو او بلوڅانو خلاف د پاکستان د پوځ د تېریو په اړه د رپوټونو د چمتو کولو خبره کوي.

دا برخه د پلان له کورنیو تبلیغاتو اخوا، د طالبانو د بهرني سیاست او سیمه‌ییزو اړیکو لپاره د وسیلې په توګه د رسنیو د کارولو یا رسنیزې ډیپلوماسۍ هوډ هم څرګندوي.

د پلان یوه بله مهمه برخه د افغانستان له پولو بهر د طالبانو لپاره د رسنیز ملاتړ برابرول دي.

د سند له مخې، په بهرنیو هېوادونو کې باید د رسنیز پوښښ شبکې رامنځته شي او په نړیوالو ژبو د طالبانو د لاسته راوړنو په اړه راپورونه خپاره شي.

پلان د بهرنیو سیاسي کارپوهانو، جنرالانو، اغیزناکو شخصیتونو او د ټولنیزو شبکو د مطرحو فعالانو د «جلب او جذب» او لابي یادونه هم کوي. ددې هدف دا ښودل شوی، چې دغه کسان د طالبانو له لیدلوري سره نږدې شي او له افغانستان څخه بهر د طالبانو په ګټه د تبلیغ لپاره وکارول شي.

په سند کې د یو شمېر تلویزیوني شبکو، راډیوګانو او ټولنیزو رسنیزو چینلونو نومونه هم راغلي دي.

په دې نوملړ کې د افغانستان یو شمېر خصوصي ټلویزیونونه، د طالبانو اړوند حریت راډیو، افاق چینل، یوه خصوصي راډیو، نقاب، مثلث، پرده نقره‌یي، صدای هندوکش، حجاز فارسی، المرصاد او ځینې نورې رسنۍ او یوټیوب چینلونه شامل دي.

خو د سند په متن کې د دغو رسنیو نوم راتلل دا نه ثابتوي چې هغوی د پلان له تطبیق سره موافقه کړې یا یې په عملي ډول پکې برخه اخیستې ده.

په ورته وخت کې، سند ایران او تاجکستان ته د منسوبو مخالفو ډلو د ملاتړ له امله د دغو هېوادونو پر ضد د انتقادي راپورونو، مقالو او مرکو د چمتو کولو او خپرولو یادونه کوي.

سند د «هندوکش»، «حجاز»، «فارسي»، «المرصاد»، «ندای بلوچ» او «نهضت میډیا» په نومونو د بېلابېلو رسنیزو مدیریتونو او فعالیتونو یادونه هم کوي.

د پلان یوه مهمه برخه په ټولنیزو شبکو کې د نفوذ پراخول دي. په سند کې راغلي چې د رسنیزو موخو د پرمخ وړلو لپاره به ۳۰۰نوي حسابونه جوړېږي او د طالبانو د رسنیزو اهدافو په موخه به د شته ۱۵۰۰ ټولنیزو حسابونو ورځنی فعالیت زیاتېږي. سند زیاتوي چې دغه حسابونه به د خلکو د خوښې نومونو په کارولو جوړېږي.

د سند په پای کې د ټول پلان لپاره د ۷۰میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو بودجې یادونه شوې او لیکل شوي چې پلان د لارښوونې له مخې ترتیب او تایید شوی دی.

په سند کې ۲۰میلیونه افغانۍ د خبریالانو د لېږد په تړاو ذکر شوې، چې د اړتیا په صورت کې ټاکل شویو سیمو ته د طالبانو د هوايي ځواکونو له لارې د خبریالانو د انتقال لپاره له دفاع وزارت سره د همغږۍ خبره هم شوې ده. د ۲۰ میلیونه بودجې د تخصیص په برخه کې ډېری د طالبانو اړوندې رسنۍ په ګوته شوې دي.

د سند له مخې، د پلان د تطبیق موده «دوامداره» ښودل شوې ده.

طالبانو په رسمي ډول ددغه پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو د طالبانو ځینو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دغه پلان تایید کړی دی.

د ایران جګړه؛ ټرمپ د افغانستان د جګړې په څېر پر پخوانۍ لار روان دی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۲ GMT+۱
100%

ټرمپ د ولسمشرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې د امریکا بهرنۍ جګړې به پای ته رسوي، خو له ایران سره یې جګړه شپږ میاشتې اوږده شوې او د پای لار یې نه ښکاري. رویټرز لیکي چې دې جګړې د سپټمبر د یوولسمې د ۲۵مې کلیزې په درشل کې د افغانستان او عراق د اوږدو جګړو خاطرې راژوندۍ کړې.

البته د ایران جګړه د افغانستان له جګړې سره بشپړ ورته‌والی نه‌لري. امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ، زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړل او شل کاله یې د نوي نظام د ساتلو هڅه وکړه. په ایران کې بیا امریکا تر ډېره هوايي او سمندري بریدونه کوي او د دغه هېواد د خاورې د نیولو لپاره یې ځمکني ځواکونه نه‌دي استولي.

خو د دواړو جګړو ترمنځ یو مهم ورته‌والی شته، امریکا جګړه پیل کړې، خو د پای ته رسولو روښانه تګلاره یې نه لیدل کېږي.

ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسراییل سره په ګډه «د ستر قهر عملیات» پیل کړل. تمه وه چې دا عملیات به د ایران پوځي او اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، اقتصاد به یې کمزوری کړي او ښايي د دغه هېواد خلک به د خپلو واکمنانو پر ضد راپاڅوي.

شپږ میاشتې وروسته ایران لا هم مقاومت کوي، حکومت یې پر ځای دی او اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول نه‌دی بند شوی. جګړه د دواړو خواوو په یوه اوږده او ستومانوونکي تقابل بدله شوې چې وخت ناوخت پکې سخت بریدونه کېږي.

په واشنګټن کې د نړیوال سیاست د مرکز غړي سینا طوسي ویلي چې ټرمپ د افغانستان او عراق له جګړو وروسته هغه مهم محدودیت مات کړی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې بلې پراخې او نامعلومې جګړې د پیل مخه نیوله.

د هغه په وینا که روان وضعیت دوام وکړي، د ټرمپ ځایناستی ښايي د امریکا او ایران یو اوږدمهاله تقابل په میراث یوسي.

د افغانستان تجربه ښيي چې په جګړه کې پوځي برلاسی تل د سیاسي بري معنا نه‌لري. امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت په څو اونیو کې نسکور کړ، خو جګړه شل کاله اوږده شوه او طالبان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته بېرته واک ته ورسېدل.

طالبانو اړتیا نه‌لرله چې امریکا په مخامخ پوځي جګړه کې ماته کړي. هغوی جګړه اوږده کړه او تر هغه یې انتظار وایست چې په امریکا کې د جګړې لګښتونه لوړ او سیاسي او ولسي ملاتړ کمزوری شي.

رویټرز لیکلي چې ایران هم ښايي له دې تجربې ګټه واخلي. تهران ممکن د امریکا د پوځي ماتولو پر ځای پر وخت حساب وکړي، جګړه اوږده کړي، اقتصادي زیانونه زیات کړي او انتظار وباسي چې امریکايي ولس او سیاستوال له جګړې ستړي شي.

دا په دې معنا نه‌ده چې ایران د طالبانو په څېر تګلاره تعقیبوي. ایران یو دولت او منظم پوځ لري او د هرمز تنګي له لارې د نړۍ د انرژۍ پر بازار د فشار راوستلو وس هم ورسره دی. خو د تهران حساب ښايي دا وي چې د جګړې اوږدېدل به د واشنګټن په پرتله د امریکا پر کورني سیاست ډېر فشار راوړي.

شنونکي وايي د ټرمپ اداره ښايي هغه تېروتنه تکراروي چې د جورج ډبلیو بوش ادارې په افغانستان او عراق کې کړې وه. هغه مهال واشنګټن د خپلو مخالفانو د مقاومت وړتیا کمه اټکل کړې وه. دا ځل هم ښکاري چې د ایران د نظام د مقاومت او د تېلو د نړیوال لېږد د ګډوډولو وړتیا سمه نه‌وه سنجول شوې.

د افغانستان او ایران د جګړو ترمنځ بل مهم توپیر د هغوی د پیل دلیل دی. پر افغانستان برید د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته وشو. په هغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول او د القاعدې مشران په افغانستان کې پټ وو.

خو د ایران جګړه د ورته پېښې په غبرګون کې نه‌ده پیل شوې. له همدې امله منتقدان یې د ټرمپ په خوښه پیل شوې جګړه بولي او دا ادعا نه مني چې د ایران اټومي پروګرام امریکا ته سملاسي ګواښ و.

سپینه ماڼۍ بیا وايي د ایران جګړه له افغانستان او عراق سره د پرتله کولو وړ نه‌ده. د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي ویلي چې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د درېدو جرئت کړی، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او د سختو بندیزونو او سمندري محاصرې له امله د ایران اقتصاد کمزوری شوی دی.

خو په میدان کې وضعیت دومره ساده نه ښکاري. ایران نه‌دی تسلیم شوی، د جګړې اغېزې نورو هېوادونو ته رسېدلې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد ګډوډېدو په امریکا کې د پټرولو بیې لوړې کړې دي.

جګړې د ټرمپ محبوبیت هم زیانمن کړی دی. شنونکي وايي ښايي نښتې د نومبر تر منځمهاله ټاکنو هم دوام وکړي او له جګړې سره د خلکو مخالفت د کانګرس د کنټرول ساتلو لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅې اغېزمنې کړي.

د ایران جګړې له پیله په امریکا کې پراخ ولسي ملاتړ نه‌درلود. ان د ټرمپ د «امریکا لومړی» خوځښت ځینو مخکښو څېرو هم پرې نیوکې کړې دي. دا د افغانستان او عراق له جګړو سره یو بل توپیر دی، هغه دواړه جګړې په لومړیو کې له پراخ کورني ملاتړ سره پیل شوې وې.

ټرمپ په ښکاره تمه درلوده چې په ایران کې به هم چټکه بریا ترلاسه کړي، خو جګړه اوس په داسې بن‌بست بدله شوې چې نه امریکا خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي او نه ایران شاتګ کړی دی.

د افغانستان جګړې امریکا ته وښوده چې جګړه په څو اونیو کې پیل کېدای شي، خو پای ته رسول یې کلونه وخت اخیستلای شي. که ټرمپ د ایران لپاره روښانه سیاسي حل او د وتلو لار پیدا نه‌کړي، ښايي همغه تېروتنه بیا تکرار شي او هغه جګړه چې د چټکې بریا په تمه پیل شوې وه، راتلونکي ولسمشر ته په میراث پاتې شي.

جرمني یوځل بیا افغانانو ته د منلو له پروګرام نه د وتلو په بدل کې د مالي مرستو وړاندیز کړی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۵:۰۰ GMT+۱
100%

د جرمني حکومت له ګواښ سره مخ افغانانو ته یو ځل بیا د پیسو وړاندیز کړی، څو د جرمني د منلو له پروګرامونو ووځي. هغه کورنۍ چې دا وړاندیز ونه مني ښايي په څو ورځو کې په پاکستان کې د جرمني له ملاتړه بې برخې شي.

د جرمني د اې ار ډي د رپوټ له مخې، د تېر کال تر پایه د جرمني حکومت غوښتل چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره د منلو بېلابېل پروګرامونه بشپړ کړي خو اته میاشتې وروسته لا هم دا کار نه دی شوی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اوس یو ځل بیا هغو کسانو ته د پیسو وړاندیز کوي چې د منلو له پروګرام څخه وځي. ورته وړاندیز تېر کال د نومبر په میاشت کې هم شوی و.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې یو ځل بیا د «عملي او مالي ملاتړ» وړاندیز شوی دی.

دا ملاتړ افغانستان ته د بېرته ستنېدو یا درېیم هېواد ته د تګ لپاره ورکول کېږي. د وزارت په وینا، په تېر کې ۳۲۶ کسانو دا وړاندیز منلی دی.

دا پروګرام د هغو کسانو په اړه دی، چې د بشري حقونو د نوملړ د پروګرام د لنډمهاله پروګرام او د سیمه‌ییزو همکارانو د پروسې له لارې یې جرمني ته د انتقال او د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې.

د کابل لوفت بروکه مرستندویه سازمان په وینا، د اګست له ۳۱مې راهیسې ۱۲ کورنیو ته د دې وړاندیز په اړه برېښنالیکونه استول شوي دي.

په دغه وړاندیز کې د دریو میاشتو لپاره د ملاتړ یوه کڅوړه شامله ده چې یو ځل ورکول کېدونکې پیسې، په افغانستان کې د دریو میاشتو لپاره استوګنځای، خواړه روغتیايي او رواني ـ ټولنیزې مرستې پکې شاملې دي.

د سازمان په وینا، د یو ځل ورکول کېدونکو پیسو اندازه د کورنۍ له شمېر سره تړاو لري. مجردو نارینه‌وو ته ۳۰۰۰ یورو او لویو کورنیو ته تر ۱۶ زرو یورو پورې ورکول کېږي.

د پیسو د ترلاسه کولو شرط دا دی چې شخص د منلو له پروسې څخه ووځي.

په هغه برېښنالیک کې چې داې ار ډي ټلویزیون د برلین سټوډیو ترلاسه کړی لیکل شوي چې وروسته بیا دې پروسې ته بېرته ورتلل ناشوني دي.

اړوندو کورنیو ته د ځواب ورکولو لپاره پنځه ورځې وخت ورکړل شوی دی. هغه کسان چې وړاندیز رد کړي یا په ټاکلي وخت کې ځواب ورنه کړي، په پاکستان کې به یې پخوانی ملاتړ د مهلت له پای ته رسېدو اووه ورځې وروسته بند شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی چې څومره کسانو دا وړاندیز منلی دی.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت نور نه غواړي په دقیقه توګه ووایي چې څومره کسان لا هم د خپلو غوښتنلیکونو د ارزونې په تمه دي. وزارت د دې لپاره د شمېر د «چټک بدلون» یادونه کوي.

د وزارت په وینا، اوس مهال په پاکستان کې څو سوه کسان د جرمني له ملاتړه برخمن دي چې د منلو ژمنې یې لغوه شوې دي. شاوخوا ۳۰ کسان چې د فدرالي منلو له پروګرام سره تړاو لري اوس د وتلو په پروسه کې دي.

د کابل لوفت بروکه په وینا، اوس هم د جرمني حکومت ۵۴۳ کسان تر خپل ملاتړ لاندې لري چې له ډلې یې ۳۴ کسان په کابل کې دي. له دې ډلې ۵۵ کسان د بشري حقونو په نوملړ ،۲۵۳ کسان په لنډمهاله پروګرام ، ۲۷ کسان د سیمه‌ییزو همکارانو په پروسه کې او ۲۰۸ کسان د فدرالي منلو په پروګرام کې شامل دي.

د جرمني د اساسي قانون محکمې د جولای په میاشت کې پرېکړه کړې وه چې د افغانانو د منلو ژمنې په ټولیز ډول نه شي لغوه کېدای. د محکمې په وینا، باید د هر کس انفرادي وضعیت په جلا توګه په پام کې ونیول شي.

د پاکستان د سند ایالت چارواکو هم په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه کړې

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان له پنجاب ایالت وروسته په سند ایالت کې هم د طب په زده‌کړو بوختو افغان محصلانو ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي) د لارښوونې له مخې باید افغانستان ته ستانه شي.

په کراچۍ کې د جناح سند طبي پوهنتون افغان محصلانو ته ویلي: «محصلان مکلف دي چې د سپټمبر تر ۹مې پورې د پوهنتون اړوندې څانګې ته مراجعه وکړي، اړین اسناد وسپاري او ټولې اداري چارې بشپړې کړي».

د دغه پوهنتون یوه محصل د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دی د طب پوهنځي د وروستي کال محصل دی او په دغه پوهنتون کې له ده سره ټول ۱۶ افغان محصلان دي چې شپږ یې نجونې دي.

هغه زیاته کړه،چې ټول دغه محصلان د «اقبال بورس» له لارې پاکستان ته د زده‌کړو لپاره راغلي، ویزې او ټول قانوني اسناد لري، خو بیا هم ورته د بېرته ستنېدو ویل شوي دي.

نوموړي وویل، چې د پاکستان د طبي شورا او پوهنتون له اعلامیې وروسته یې په کراچۍ کې د طالبانو له کونسلګرۍ سره هم لیدلي دي. د هغه په وینا، د طالبانو کونسلګرۍ ورته ویلي چې په دې اړه به له طبي شورا او پوهنتون سره خبرې وکړي، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

100%

په کراچۍ کې د ډاو طبي پوهنتون یوه افغان محصل هم افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دی د طب د وروستي کال محصل دی او دغه پوهنتون هم د افغان محصلانو په تړاو د جناح سند طبي پوهنتون په څېر مکتوب صادر کړی دی.

په دغه پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلان دي چې اته یې نجونې دي.

پر سند او ډاو پوهنتونونو سربېره د ایالت په نورو پوهنتونونو او پوهنځیو کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زده‌کړو بوخت دي چې نږدې ۷۰ یې نجونې دي.

د افغان محصلانو په وینا، ټول محصلان ویزې لري او د بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي دي.

یو تن مخصل وویل: «زياته اندېښنه مو دا ده چې زده‌کړې مو په سمه توګه روانې وي، خو ناڅاپه راته له پوهنتون نه د وتلو وویل شي. نه پوهېږو چې څه وکړو او راتلونکی به مو څه وي؟».

د هغه په وینا، محصلان په دې سلا کوي چې د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته ولاړ شي، ځکه دوی بله لاره نه لري.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طبي موسساتو افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په وینا، هغه افغان محصلان چې د پاکستان ویزې لري، خپلو زده کړو ته دوام ورکولی شي، خو افغان محصلان وايي، دوی د ویزو او قانوني اسنادو له درلودو سره سره، اخراجیږي.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه هم نیول کیږي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه وايي، په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د یادو ایالتونو پښتانه هم نیول کېږي. په دوی کې د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ده.

په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي.

د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي.

100%

د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمه‌پوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده».

هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده.

هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي.

هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون یم، د دې هېواد اوسېدونکی یم. زه، زما پلار، مور او زما نیکه د دې هېواد دي».

عبدالغفور وویل، چې ټول اسناد لري، خو له دې سره سره نیول کېږي او اوس نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.

100%

هغه زیاته کړه، چې اوس یې د خپلې مور لپاره محکمې ته عریضه کړې او وکیل یې نیولی، څو د عدالت له لارې یې مور له کمپ څخه خوشې شي.

د نیول شویو پاکستانیانو خپلوان وايي، دوی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره له یوه اوده بهیر څخه تېرېږي، په دفترونو کې ګرځي، وکیلان نیسي او تر محکمو پورې رسېږي.

د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.

نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.

هغه زیاته کړه، په کراچۍ کې ډېری د بلوچستان پښتانه نیول کېږي ځکه دده په وینا، د دوی جامې او لهجه د کندهار خلکو ته ورته دي.

100%

افغانستان انټرنشنل پښتو ته د افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ او اړوندو ادارو یو تن مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډېرو کسانو جعلي پېژندپاڼې جوړې کړې دي او هر څوک چې د شک پر بنسټ ونیول شي، د پاکستان د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا) او اړوندو سیمه‌ییزو چارواکو له لارې یې اسناد تاییدېږي او بیا خوشې کېدای شي.