• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

پر لبنان له برید وروسته؛ عراقچي له عاصم منير او د سعودي له بهرنيو چارو وزير سره غږېدلی

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر سویلي لبنان د اسراییل د بریدونو او تهران پورې تړلو حوثیانو او سعودي ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو سره هم مهاله، د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره ټېليفوني خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ټېلګرام کانال د پنجشنبې ورځې ناوخته (د وږي ۱۹مه) د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د هغه د خبرو اترو په اړه لیکلي، چې دواړو لورو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او د ناامنیو پراختیا ته په اشارې سره د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي او سیمې ته د ثبات او امنیت د بېرته راګرځولو لپاره د همکاریو او ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.

دغه کانال د عراقچي او عاصم منیر د ټېلفوني خبرو په اړه هم لیکلي: «دواړو لورو په دې اړیکه کې د سیمې د وروستیو تحولاتو د ارزونې ترڅنګ، د کړکېچ د زیاتېدو او په سیمه کې د ناامنیو د پراختیا او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات لپاره د هغې د پایلو په اړه نظرونه تبادله کړل».

د عباس عراقچي ټېلګرام کانال زیاته کړه: «دواړو لورو د روانو تحولاتو پر وړاندې د سیمې د هېوادونو د هوښیارۍ او همغږۍ پر اړتیا په اشارې په سیمه کې د تلپاتې سولې او امنیت له ټینګښت سره د مرستې لپاره له ګډو ظرفیتونو څخه پر استفادې ټینګار وکړ».

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د پنجشنبې په روځ (د وږي ۱۹مه) اعلان وکړ، چې د دغه هېواد پوځ د لبنان په سویل کې نبطیې ته نږدې د علي الطاهر په غرونو کې د ایران او حزب‌الله اړوند تونلونه او تر ځمکې لاندې تاسیسات په ۱۱۰۰ ټُنه چاودېدونکو توکو سره له‌منځه وړي دي.

100%
د لبنان په سویل کې تر ځمکې لاندې د تونلونو او تاسیساتو د له‌منځه تللو شېبه

اسراییل ادعا لري، چې دغه تر ځمکې لاندې تاسیسات د دوو لسیزو په اوږدو کې د ایران په مالي تمویل او ډیزاین جوړ شوي وو او ټاکل شوې وه د الجلیل سیمې د نیولو په موخه د حزب‌الله د پلان د پلي کولو لپاره د یوې اډې په توګه وکارول شي.

اسراییل له دې سربېره د دغې پېښې په تړاو ایران او لبنان ته خبرداری ورکړی، چې د غبرګون په صورت کې به له سخت ځواب سره مخ‌ شي.

ډېر لیدل شوي

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي
۱

د بشري حقونو فعالان: طالبان له دُرې د وېرې د خپرولو لپاره کار اخلي

۲

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۳

څېړنه؛ د طالبانو د بندیزونو سربېره افغان نجونو لاهم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړی

۴

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۵

د اوبو کمښت او د کرنیزې سرې د بیو لوړوالی افغانستان ګواښي

•
•
•

نور خبرونه

له ۱۱ سپټمبر ۲۵ کاله وروسته؛ شنونکي وايي د القاعدې ګواښ باید کم ونه ګڼل شي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

د سپټمبر ۱۱مې له خونړیو بریدونو ۲۵ کاله وروسته، یو شمېر شنونکو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې خبرداری ورکړی چې القاعده شبکه که څه هم د پخوا په پرتله کمزورې شوې، خو دا ډله افغانستان کې یو ځل بیا د خپل ځواک رغولو په هڅه کې ده او ښايي راتلونکي کې یو ځل بیا لویدیځ غافلګیره کړي.

دوی ویلي چې طالبان په هېڅ حالت کې له القاعدې څخه خپل ملاتړ نه پرېکوي.

مایکل کوګلمن، د اتلانټیک شورا د جنوبي اسیا د څېړنو لوړپوړي څېړونکي، ولید فارس، څېړونکي او د ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پخواني سلاکار، او عمر شریفي، د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د انسان‌پوهنې استاد، په هغه «تالار» خپرونه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، د القاعدې د ګواښ د راتلونکي په اړه خبرې وکړې.

القاعده؛ کمزورې شوې، خو بیا د ځواک په راټولولو بوخته ده

مایکل کوګلمن وویل چې القاعده د تېر په پرتله کمزورې شوې، خو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې لا هم خوندي پناه ځای لري.

هغه خبرداری ورکړ چې د القاعدې ګواښ باید کم ونه ګڼل شي.

د کوګلمن په وینا، دا ډله د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړې کولو په هڅه کې ده او په سیمه کې له ځینو نورو فعالو ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستان له طالبانو او د ازبکستان له اسلامي غورځنګ سره اړیکې لري.

کوګلمن زیاته کړه چې طالبان ان د پوځي ګواښونو پر وړاندې هم چمتو نه دي چې له خپلو ملېشه‌يي او ترهګرو ملګرو ډلو لاس واخلي.

د هغه په وینا، طالبان هڅه کوي له القاعدې سره خپلې اړیکې، که څه هم په پټه، وساتي.

خو هغه په عین حال کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې د القاعدې ګواښ د داعش خراسان او د پاکستان د طالبانو په پرتله لږ دی.

د کوګلمن په وینا، امریکا اوس مهال طالبان خپل مستقیم امنیتي ګواښ نه ګڼي، خو القاعده او داعش لا هم د امریکا د امنیتي ګواښونو په نوملړ کې شامل دي.

ولید فارس خبرداری ورکړ چې القاعده ښايي یو ځل بیا امریکا غافلګیره کړي.

هغه وویل چې د دې ډلې نوی نسل په افغانستان کې دننه د روزنې او پراختیا په حال کې دی.

طالبان؛ له یاغیتوبه تر حکومتولۍ

عمر شریفي، د انسان‌پوهنې استاد، وویل چې طالبان له یوې یاغي ډلې څخه د یوه ناکام دولت پر لور روان دي.

هغه وویل چې طالبان لا هم د ښوونځیو جوړولو او د هغه څه د دوام هڅه کوي چې ده یې د ځوانانو «مغز مینځل» وبلل.

د شریفي په وینا، طالبان هڅه کوي د اسلام په اړه خپله ایډیالوژیکه لیدلوري پر ټولنې وتپي.

شریفي د ۲۰۰۷ او ۲۰۲۱ کلونو د شمېرو پر بنسټ وویل چې په تر ټولو ښه حالت کې یوازې ۱۴ سلنه خلکو د طالبانو له ایډیالوژیک پیغام څخه ملاتړ کاوه.

د هغه په باور، طالبان د خلکو له پراخ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

ولید فارس بیا د طالبانو اوسنی ثبات په افغانستان کې د واک د بدلون لپاره د یوې څرګندې او ځانګړې تګلارې نشتوالي ته منسوب کړ.

هغه وویل چې امریکا له افغان ولس او پخواني افغان حکومت سره «خیانت» کړی او افغان ولس هم په هغه څه نه پوهېده چې روان وو.

فارس همداراز په منځني ختیځ کې له جهادي ډلو سره د امریکا د احتمالي همغږۍ په اړه خبرداری ورکړ او دا کار یې «ډېر خطرناک» وباله.

خو کوګلمن ټینګار وکړ چې د نن ورځې د افغانستان حالت له ۲۰۰۱ کال سره توپیر لري او داسې کوم شواهد نشته چې وښيي طالبان به په نږدې راتلونکي کې له واکه وغورځول شي.

د طالبانو پر ضد مقاومت؛ د نړۍ له ملاتړ پرته

مایکل کوګلمن وویل چې امریکا د طالبانو مخالفې ډلې خپل متحدان نه ګڼي او نړیواله ټولنه هم له دغو ډلو سره د مرستې لېوالتیا نه لري.

د هغه په وینا، تر هغه چې له بهر څخه ملاتړ نه وي، په لنډ مهال کې د وسله‌وال یا سیاسي مقاومت له لارې په افغانستان کې د واک د بدلون هیله کمه ده.

په دې خپرونه کې کارپوهانو په ټولیز ډول پر دې نظر ټینګار وکړ چې له افغانستانه د امریکا وتل او له طالبانو سره د مقابلې لپاره د یوې څرګندې تګلارې نشتوالی د دې لامل شوی چې ترهګرې ډلې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او طالبان خپل واک لا ټینګ کړي.

د دوی په وینا، که څه هم د نن ورځې وضعیت د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو مخکې د افغانستان له حالت سره بنسټیز توپیرونه لري، خو په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو شتون لا هم د سیمې او لویدیځ لپاره یوه امنیتي اندېښنه ده.

ولې د ۱۱ سپټمبر د بریدونو د یوه نوموتي طرحه کوونکي دوسیه لا هم نه تړل کېږي؟

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۱
100%

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو پنځه ویشت کاله وروسته لا هم د اصلي طرحه کوونکي خالد شیخ محمد دوسیه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

د امریکا یوه نظامي قاضي د ۱۴۰۷ لمریز کال د غبرګولي ۱۶مه د خالد شیخ محمد او درې نورو تورنو کسانو د محاکمې د پیل لپاره ټاکلې ده، خو د دې دوسیې تېر بهیر ښيي چې ښايي دا نېټه هم وروستۍ نه وي او محاکمه یو ځل بیا وځنډېږي.

خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې په پاکستان کې ونیول شو. هغه څو کاله د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) په پټو بندخونو کې وساتل شو او په ۲۰۰۶ کال کې د ګوانتانامو بندخونې ته ولېږدول شو.

نوموړی او څو نور تورن کسان په ۲۰۱۲ کال کې په رسمي ډول پر جرمونو تورن شول، خو له هغه وخت راهیسې د دوی دوسیه تر ډېره د محاکمې له پیل مخکې په پړاو کې پاتې ده.

هغه اعتراف چې له دوسیې لرې شو

امریکايي څېړنیز بنسټ «سوفان» د پنجشنبې په ورځ په یوه مطلب کې لیکلي چې د دې دوسیې د اوږدېدو یو له مهمو لاملونو څخه د هغو شواهدو پر سر شخړه ده چې د سي‌ای‌اې د سختو پوښتنو او پلټنو پر مهال تر لاسه شوي دي.

خالد شیخ محمد د سي‌ای‌اې په بند کې د سختو پلټنو له بېلابېلو لارو سره مخ شوی و. په دغو لارو کې ۱۸۳ ځله د اوبو په وسیله د ډوبېدو یا د ډوبېدو د احساس ورکولو عمل هم شامل و.

همدا چاره وروسته د هغه د دوسیې له مهمو حقوقي ستونزو څخه وګرځېده.

د امریکا د قوانینو له مخې، هغه اعترافونه او خبرې چې د شکنجې له لارې تر لاسه شوې وي، په محکمه کې د شواهدو په توګه نه شي کارېدلی.

د جورج ډبلیو بوش حکومت د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د سختو پلټنو ځینې لارې، چې د اوبو په وسیله د ډوبېدو د احساس ورکول هم پکې شامل وو، «پرمختللې پلټنیزې لارې» بللې وې او هڅه یې کوله وښيي چې دا کړنې له قانوني پلوه شکنجه نه بلل کېږي.

په دې وروستۍ مهمه بدلون کې، د دې دوسیې پوځي قاضي مایکل شراما د روان کال په اګست کې پرېکړه وکړه چې خالد شیخ محمد په ۲۰۰۷ کال کې د امریکا د فدرالي پلټنو ادارې، اف‌بي‌ای، مامورینو ته کړې څرګندونې په محکمه کې نه شي کارول کېدای.

قاضي ویلي چې دغه خبرې په خپله خوښه نه وې شوې، بلکې د سي‌ای‌اې د بند پر مهال د شکنجې او سخت فشار تر اغېز لاندې ترې اخیستل شوې وې.

قاضي همداراز ویلي چې خالد شیخ محمد ته د چوپ پاتې کېدو او د وکیل د لرلو د حق په اړه معلومات نه وو ورکړل شوي.

دغه پرېکړه د څارنوالانو کار لا ستونزمنوي، ځکه چې د ۲۰۰۷ کال اعترافونه او څرګندونې د دوی له مهمو شواهدو څخه وې.

خو فدرالي څارنوالان وایي چې دوی نور شواهد هم لري. په دغو شواهدو کې د ټیلیفوني اړیکو ریکارډونه او مالي معلومات شامل دي چې د دوی په وینا، له القاعدې سره د خالد شیخ محمد اړیکې او د الوتکو د تښتولو د پلان په تړاو د هغه ونډه څرګندوي.

د امریکا پوځي څارنوالانو پرېکړه کړې چې د دغو اعترافونو د له منځه وړلو پر پرېکړه اعتراض ونه کړي.

دوی اندېښنه لري چې که پر دې پرېکړه بیاکتنه وغواړي، نو د ۲۰۲۸ کال په جون کې د ټاکل شوې محاکمې نېټه به یو ځل بیا وځنډېږي.

هغه هوکړه چې بېرته لغوه شوه

د دې دوسیې بهیر په ۲۰۲۴ کال کې د یوه وخت لپاره دې پړاو ته ورسېد چې داسې ښکارېده، ښايي قضیه پای ته نږدې شوې وي.

خالد شیخ محمد او دوو نورو تورنو کسانو د امریکا له دفاع وزارت سره یوې هوکړې ته رسېدلي وو.

د دې هوکړې له مخې، که دوی خپل جرمونه ومني، نو د مرګ پر سزا به د تل لپاره په بند محکومېدل.

خو د هغه وخت د امریکا دفاع وزیر لوید اسټن دغه هوکړه لغوه کړه.

له دې سره دوسیه بېرته د محاکمې پر لور ولاړه او د مرګ د سزا امکان هم یو ځل بیا مطرح شو.

د نوموړي پرېکړې د دې دوسیې حقوقي شخړې لا اوږدې کړې.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې محاکمه په ۲۰۲۱ کال کې ترسره شي، خو دا پلان عملي نه شو.

اوسني قاضي د څارنوالانو هغه غوښتنه هم رد کړې چې غوښتل یې محاکمه د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې پیل شي.

قاضي ویلي چې دا مهال‌وېش عملي او له واقیعت سره برابر نه دی.

ولې دا دوسیه دومره اوږده شوه؟

د «سوفان» څېړنیز بنسټ په وینا، د دې دوسیې د پېچلتیا یوه مهمه برخه دې حقوقي پوښتنې ته ورګرځي چې هغه شواهد چې د شکنجې یا سخت فشار له لارې تر لاسه شوي، ایا په محکمه کې د کارولو وړ دي که نه.

د امریکا حکومت خالد شیخ محمد د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو له اصلي طرحه کوونکو څخه ګڼي.

په دغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.

خو د لومړنیو پلټنو پر مهال د شکنجې کارولو د شواهدو د اعتبار او په محکمه کې د هغوی د کارولو په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.

همدا ستونزې دي چې د دې دوسیې د محاکمې بهیر یې له کلونو راهیسې اوږد کړی دی.

اوس د ۲۰۲۸ کال د جون پنځمه د محاکمې د پیل لپاره ټاکل شوې ده.

خو د محاکمې تر پیل مخکې باید ګڼ حقوقي پړاوونه بشپړ شي او له همدې امله لا هم د دې امکان شته چې محاکمه یو ځل بیا وځنډېږي.

د قربانیانو د کورنیو ۲۵ کلنه تمه

د دې دوسیې ځنډ د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د نږدې درې زره قربانیانو لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د دغو قربانیانو ډېری کورنۍ له پنځه ویشتو کلونو راهیسې د تورنو کسانو د محاکمې او وروستۍ پرېکړې په تمه دي.

د قربانیانو د کورنیو ځینې زاړه غړي اندېښنه لري چې ښايي د دې دوسیې تر بشپړېدو مخکې د هغې وروستۍ پایله ونه ویني.

د محاکمې لپاره د نوې نېټې ټاکل کېدل دغو کورنیو ته یو ځل بیا هیله ورکوي، خو د دې دوسیې تېر تاریخ ښيي چې لا هم په ډاډ سره نه شو ویلی چې محاکمه به په ۲۰۲۸ کال کې ترسره شي.

د خالد شیخ محمد دوسیه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم د شکنجې د کارولو له حقوقي پایلو څخه یوه څرګنده بېلګه ده.

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا یو شمېر شکمن کسان له خپل هېواده بهر ونیول او د سختو پلټنو لاندې یې ونیول.

خو څو کاله وروسته همدا کړنلارې د دغو بریدونو د تورنو کسانو د محاکمې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه وګرځېدې.

په دې توګه، د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو پنځه ویشت کاله وروسته، یوازې دا پوښتنه نه ده چې خالد شیخ محمد به کله محاکمه کېږي.

تر دې مهمه پوښتنه دا ده چې ایا هغه دوسیه چې له کلونو راهیسې له شکنجې، لانجمنو شواهدو، لغوه شویو هوکړو او اوږدو حقوقي شخړو سره مخ ده، بالاخره به یوې وروستۍ پرېکړې ته ورسېږي او که نه.

د افغان ایواک بنسټ مشر: امریکا دې افغانستان او نړیوال بحرانونه له پامه نه غورځوي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

امریکا ته د افغانانو د لېږد او بیامېشتېدنې د همکار بنسټ «افغان ایواک» مشر شان وانډیور وايي، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د ۲۵ کلونو تجربې ښيي چې دغه هېواد باید له پوځي مداخلې ډډه وکړي، خو افغانستان او نور نړیوال بحرانونه هم باید له پامه ونه غورځوي.

وانډیور، چې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری او د کورني امنیت په برخه کې د اوږدې تجربې خاوند دی، د سپټمبر ۱۱مې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه لیکنه کې ویلي چې د دغو بریدونو له امله د نږدې درې زره امریکایانو له وژل کېدو وروسته امریکا د ملي یووالي بې‌ساری حالت تجربه کړ، خو د هغه په وینا، هېواد دغه فرصت «ناسم ولګاوه».

هغه لیکي چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د تګ لپاره د دفاع وړ دلیل درلود، خو په ۲۰۰۳ کال کې عراق ته د پوځي مداخلې لپاره داسې دلیل نه و او دا پرېکړه «له یوه داسې هېواد سره وپلورل شوه چې د سختې وېرې له امله یې د مهمو پوښتنو کولو توان نه درلود».

وانډیور وايي: «وېره یو مشروع احساس دی؛ خو د یوه جمهوریت لپاره د حکومتولۍ وحشتناکه وسیله ده.»

د هغه په وینا، د سپټمبر ۱۱مې وروسته جګړو شاوخوا اته ټریلیونه ډالره پور، د مستقیم تاوتریخوالي له امله د څه باندې ۹۴۰ زرو کسانو وژل کېدل، د ۳۸ میلیونو خلکو بې‌ځایه کېدل او د امریکايي سرتېرو د رواني او ټولنیزو ستونزو دروند بار پر ځای پرېښی دی.

خو وانډیور ټینګار کوي چې د دې تجربې پایله باید د نړۍ له ستونزو څخه مخ اړول نه وي.

هغه لیکي: «د نړۍ له پولیس کېدو ډډه کول، د نړۍ پر وړاندې د سترګو پټول نه دي.»

د «افغان ایواک» مشر وايي، د یوه هېواد د اشغال بدیل دا نه دی چې هغه هېواد له پامه وغورځول شي، بلکې امریکا باید له پوځي ځواک پرته د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره هلته حضور ولري او تر هغه وخته پاتې شي چې خپلې ژمنې پوره کړي.

وانډیور د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل له سقوط وروسته د افغانانو د ایستلو هڅو ته هم اشاره کړې او وايي، هغه مهال یې له یوه افغان ملګري، چې «بختور» یې بللی، پیغام ترلاسه کړ او وروسته یې ولیدل چې ګڼ شمېر امریکایان د افغانانو د مرستې لپاره هڅې کوي، خو له یو بل سره همغږي نه لري.

د هغه په وینا، له همدې امله د خلکو د همغږۍ لپاره یوه شبکه جوړه شوه چې پکې جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان، پخواني سرتېري، د کډوالو مدافعان، د کډوالۍ حقوقپوهان، مذهبي بنسټونه، سوداګر، دولتي کارکوونکي او عادي امریکایان شامل وو.

وانډیور وايي: «خلکو په یوه خبره موافقه وکړه، هغه دا چې وفاداري باید دوه‌اړخیزه وي.»

هغه د افغانستان د تجربې په اړه وايي چې جګړې یوازې هغه مهال پای ته نه رسېږي چې ولسمشران یې د پای اعلان وکړي، بلکې اغېزې یې په پخوانیو سرتېرو، کډوالو، کونډو او ماشومانو او هغو هېوادونو کې دوام کوي چې بنسټونه یې ویجاړ شوي او بېرته نه دي رغول شوي.

وانډیور د سپټمبر ۱۱مې د ۲۵مې کلیزې په مناسبت له امریکایانو غوښتي چې د بریدونو قربانیان، اور وژونکي، د «فلایټ ۹۳» سپرلۍ، د جګړو قربانیان، هغه کسان چې له امریکایانو سره یې همکاري کړې او هغه افغانان چې د امریکایانو لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی، هېڅکله هېر نه کړي.

هغه ټینګار کوي چې امریکا باید «بریاوې او تېروتنې دواړه هېڅکله هېرې نه کړي» او وايي، د تېرو پرېکړو رښتینې ارزونه له هېواد سره بې‌وفایي نه ده.

د «افغان ایواک» مشر په پای کې وايي، د هېواد د وطنپالنې مانا دا نه ده چې امریکا تل سمه وه، بلکې وطنپالنه په دې باور لرل دي چې هېواد کولای شي له خپلو تېروتنو تجربه واخلي.

هغه زیاتوي: «وطنپالنه دا نه غواړي چې داسې وښیو چې تل سم وو، بلکې دا غواړي چې باور ولرو، موږ د لا ښه کېدو وړتیا لرو.»

روسیه د اوکراین جګړې ته د مشهور روسي شهزاده د لاس د هډوکي په لېږلو د سرتېرو مورال لوړوي

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۰ GMT+۱
100%

روسیې د منځنیو پېړیو د مشهور روسي جګړه‌مار شهزاده دمیتري دونسکوی د ښي لاس د هډوکو یوه ټوټه د اوکراین جګړې لومړۍ کرښې ته لېږلې، څو د روسي ځواکونو مورال او جګړه‌ییزه روحیه پیاوړې کړي.

د روسیې ارتودوکس کلیسا ویلي، د دونسکوی د ښي لاس د هډوکي دغه ټوټه، چې هغه د خپل مشهور تاریخي جګړې پر مهال توره پرې کارولې وه، د دونیڅک سیمې ته استول شوې ده.

د مسکو د ارتودوکس کلیسا پاتریارکۍ په یوه بیان کې دونسکوی «مقدس قوماندان» بللی او ویلي یې دي چې د هغه د پاتې شونو یوه برخه د دې لپاره لومړۍ کرښې ته لېږل شوې چې «په نه لیدل کېدونکي ډول د روسي سرتېرو ترڅنګ ودرېږي».

په بیان کې راغلي: «د ستر شهزاده د ښي لاس یوه ټوټه، هماغه لاس چې د کولیکوفو په میدان کې یې پرې توره کارولې وه، د سرتېرو د روحیې د پیاوړتیا لپاره لومړۍ کرښې ته استول شوې ده.»

د روسیې د ارتودوکس کلیسا په وینا، دغه تاریخي پاتې شونی په یوه کوچنۍ ښکلې ښیښه‌یي صندوقچه کې ساتل کېږي او د اوکراین په جګړه کې د روسي ځواکونو د مورال د لوړولو لپاره به د زر کیلومترو څخه زیاتې جګړه‌ییزې کرښې په اوږدو کې بېلابېلو روسي پوځي واحدونو ته وروړل شي.

دمیتري دونسکوی، چې په ۱۳۸۹ کال کې مړ شوی، د روسي ملتپالو په منځ کې د ۱۳۸۰ کال د کولیکوفو په جګړه کې د مغولي «زرینې اوردو» د ځواکونو د ماتولو له امله یو مهم تاریخي شخصیت ګڼل کېږي. د هغه قبر د روان دوبي پر مهال د مسکو په کرملین کې د «ارخانګل» کلیسا د بیارغونې پر مهال پرانیستل شو.

ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست په میاشت کې د دونسکوی له پاتې شونو لیدنه وکړه او دا کشف یې «په بشپړه توګه بې‌ساری او په زړه پورې» وباله او ویې ویل چې دا د روسیې د تاریخ بنسټونه پیاوړي کوي.

دغه اقدام په داسې حال کې شوی چې روسیه د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک سیمې د بشپړ کنټرول لپاره خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو تر اوسه کوم مهم پرمختګ نه دی کړی.

د دونیڅک او ماریوپول د روسیې له لوري ټاکل شوي مذهبي مشر، متروپولیټ ولادیمیر، د سه‌شنبې په ورځ په دونیڅک کې په یوه مراسمو کې وویل: «زموږ پوځي پرسونل او هغه خلک چې په دونباس کې ژوند کوي، له پاسه پیاوړتیا ته اړتیا لري، د خدای مرستې او زموږ د مقدسو شخصیتونو برکت ته اړتیا لري.»

په ورته وخت کې، ځینو روسي پوځي قوماندانانو د دونسکوی د پاتې شونو لېږد د دې نښې په توګه وړاندې کړی چې د دوی په باور خدای د روسیې په ملاتړ دی.

خو منتقدانو د روسیې ارتودوکس کلیسا تورنه کړې چې د کرملین د خوشاله کولو لپاره یې له مذهبي اصولو سرغړونه کړې ده. هغوی پوښتنه کړې چې ولې د دونسکوی پاتې شوني، چې د موقعیت په اړه یې له لسیزو راهیسې معلومات موجود وو، اوس د جګړې په پنځم کال کې بېرته راایستل او په پراخه کچه مذهبي درناوی ورته کېږي.

له روسیې بهر مېشت ارتودوکس کشیش او تاریخپوه، الکساندر زانیمونېتس، لیکلي: «د جګړې په پنځم کال کې د مسکو د کلیسا مشرتابه فکر پیل کړ چې نور څه کولی شي، څو د هغه څه ملاتړ وښيي چې روسیه یې ‘ځانګړي پوځي عملیات’ بولي.»

هغه زیاته کړې: «هغوی لا مخکې کشیشان لومړۍ کرښو ته لېږلي وو، په هره کلیسا کې یې د روسیې د بریا لپاره لازمي دعاوې رامنځته کړې وې او د ښارونو پر سر یې مذهبي انځورونه الوځولولي وو. هغه دولت چې په جګړه کې ښکېل وي، هڅه کوي ټول بنسټونه، د مذهبي بنسټونو په ګډون، جګړې ته اړ کړي.»

د ټرمپ سلاکارانو تر ۲۰۲۹کال پورې له ایران سره د جګړې د دوام احتمال ارزولی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۲ GMT+۱
100%

وال‌سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړپوړو سلاکارانو په خصوصي غونډو کې د ۲۰۲۹کال تر جنورۍ پورې د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه د «ایران د جګړې» د دوام احتمال ارزولی دی. دغه ارزونه د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ له علني ژمنو سره په ټکر کې ده.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو د سپینې ماڼۍ په غونډو کې ټرمپ ته ویلي، چې د ایران حکومت ښايي د امریکا د سمندري محاصرې او نورو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

امریکايي چارواکو وال‌سټریټ ژورنال ته ویلي، چې دغه وضعیت ښايي جګړه د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه او ان د نوي ولسمشر تر لوړې وروسته هم وغځوي. دغه پټې ارزونې داسې مهال شوې، چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) ویلي و چې جګړه به د نومبر له منځنیو ټاکنو وروسته «سملاسي» پای ته ورسېږي؛ ځکه د ایران حکومت «نور د دوام توان نه‌لري».

ټرمپ په وار، وار ټینګار کړی، چې د ایران ځواکونه مات شوي او د دغه هېواد حکومت به ډېر ژر تسلیم شي؛ خو د امریکا ولسمشر ته نږدې کسان وايي چې ټرمپ په خصوصي خبرو کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتونکی دی، خو له بلې خوا د ایران د اوږدمهاله اقتصادي محاصرې ملاتړ کوي.

د ایران له حکومت سره جګړه اوس اوومې میاشتې ته غځېدلې او د دغه راپور له مخې تر دې دمه په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.

امریکا د اوږدمهالې محاصرې لپاره چمتووالی نیسي

د ټرمپ حکومت په خپله نوې ستراتیژۍ کې هڅه کوي، له سمندري محاصرې او سختو بندیزونو سره ایران دې ته اړ باسي چې خپل اټومي پروګرام له‌منځه یوسي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت دغه ستراتیژي پراخو پوځي عملیاتو ته د ورتګ بدیل بللی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز ویلي، چې ټرمپ د ایران د حکومت پوځي وړتیاوې له‌منځه وړې او د «نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پیاوړې سمندري محاصرې» او پراخو بندیزونو له لارې به د دغه هېواد پاتې اقتصاد هم فلج کړي.

د امریکايي ځواکونو حضور تر ۲۰۲۷کال پورې وغځول شو

وال‌سټریټ ژورنال تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسېت په منځني ختیځ کې د مېشتو یوشمېر امریکايي ځواکونو ماموریت تر ۲۰۲۷کال پورې غځولی دی.

پنتاګون هم پلان لري، چې د هوايي دفاعي ځواکونو د ځینو واحدونو ماموریت پرته له دې چې د پای لپاره یې مشخصه نېټه وټاکل شي وغځوي. دغه واحدونه د فارس خلیج په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.

په ټولییز ډول شاوخوا ۵۰زره امریکايي سرتېري په سیمه کې مېشت دي.