خو اوس په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅو وسلوالو د فعالیتونو له زیاتېدو سره په دې ایالت کې د ناامنۍ د لا نوو سیمو ته د غځېدو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د بلوچستان په ۱۱ پښتونمېشتو ولسوالیو کې د ۱۴۰۴ کال له مرغومي څخه د ۱۴۰۵ کال تر غويي پورې د وسلوالو ډلو له خوا هېڅ برید نه و ثبت شوی. خو د ۱۴۰۵ کال له غبرګولي راهیسې په دغو سیمو کې لږ تر لږه ۱۳ بریدونه شوي دي.
د وږي په لسمه، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د پشین ولسوالۍ په زیارت کراس سیمه کې یې پر یوه ګمرکي مرکز د پاکستاني طالبانو تحریک پورې اړوندو کسانو برید شنډ کړی دی. په دې نښته کې څو بریدګر او شپږ امنیتي سرتېري او د ګمرک کارکوونکي وژل شوي دي.
د وږي په دولسمه، وسلوالو کسانو د زیارت ولسوالۍ څخه د نیمهپوځي ځواکونو د یوه کاروان د ستنېدو پر مهال کمین ورته نیولی و. یوه پولیس افسر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، الجزیرې ته وویل چې په دغه برید کې له ۱۲ څخه ډېر نیمهپوځي سرتېري وژل شوي دي.
یوه بلوڅه وسلواله ډله د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته، خو د پاکستان پوځ په رسمي توګه د وژل شویو کسانو دغه شمېر نه دی تایید کړی.
یوه ورځ وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د کوټې په لمنو کې د شبان په سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ۲۶ وسلوال وژلي دي.
په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو زیاتوالی
د پاکستاني طالبانو تحریک په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په شمالي سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. شنونکي وايي چې دغه ډله له ۱۳۹۸ کال راهیسې هڅه کوي چې په بلوچستان کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک مشر نور ولي محسود تر دې مخکې د بلوڅو له وسلوالو ډلو سره د ائتلاف د امکان په اړه هم خبرې کړې وې.
د «ان-۵۰» لویه لار دغه سیمې د کوټې له لارې د خیبر پښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي. جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو د تحریک له مهمو فعالیتي مرکزونو څخه دی او همدا سیمه د دې ډلې د رامنځته کېدو له سیمو څخه هم ګڼل کېږي.
اوس بلوچستان د ناامنۍ له پلوه تر خیبر پښتونخوا هم مخکې شوی دی. د پاکستان د جګړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په ډېرو میاشتو کې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې تر خیبر پښتونخوا ډېرې وې او دغه ایالت د پاکستان تر ټولو له تاوتریخوالي ډک ایالت ګرځېدلی دی.
د سرطان په میاشت کې په بلوچستان کې ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۰۲ کسان یې وژلي دي.
دغه بنسټ په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو زیاتوالی د امنیتي وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.
د پاکستان پوځ هم په بلوچستان کې خپل عملیات زیات کړي دي. دغه پوځ د وږي په دیارلسمه وویل چې د مستونګ، سیبي، کوټې او کلات په ولسوالیو کې یې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک او بلوڅو وسلوالو ډلو ۴۸ غړي وژلي دي.
په پښتونمېشتو سیمو کې د بریدونو زیاتېدو دا احتمال هم راپورته کړی چې ښايي د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د آزادۍ پوځ ترمنځ همغږي موجوده وي.
سیاسي شنونکي رفیعالله کاکړ الجزیرې ته ویلي چې د بلوچستان د آزادۍ پوځ له خپلو دودیزو سیمو څخه بهر د فعالیتونو پراخول ښيي چې د دغهې ډلې د فعالیت ساحه پراخېږي او له دې سره دا پوښتنې هم راپورته کېږي چې ایا د دواړو ډلو ترمنځ «همغږي یا لنډمهاله ګډه همکاري» شته که نه.
خو ځینې شنونکي د دواړو ډلو ترمنځ د مستقیمې همکارۍ په اړه شک لري.
په کوټه کې امنیتي شنونکي رحیم نصار ویلي چې د دواړو ډلو ترمنځ ژورې ایډیالوژیکې اختلافونه شته او ښايي هره ډله په بېلابېلو سیمو کې له شته فرصتونو څخه په خپلواکه توګه ګټه واخلي.
د ناامنۍ پایلې یوازې د امنیتي ځواکونو تر مرګژوبلې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د بلوچستان مهمې سوداګریزې او ترانسپورټي لارې یې هم ګډې وډې کړې دي.
د بلوچستان د باروړونکو موټرو د خاوندانو د ټولنې مسؤولانو ویلي چې «ان-۴۰» او «ان-۲۵» لویې لارې، چې تفتان له کوټې او کوټه له کراچۍ سره نښلوي، په تېرو څلورو میاشتو کې نږدې په بشپړه توګه د تګ راتګ لپاره له کاره لوېدلې دي.
د هغوی په وینا، له ۱۰۰ څخه ډېر باروړونکي موټر سوځول شوي او دوه موټرچلوونکي وژل شوي دي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر هم ویلي چې د دې خونې شاوخوا ۹۰ سلنه سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
د بلوچستان د پښتونمېشتو سیمو ارزښت
د بلوچستان پښتونمېشتې سیمې له افغانستان سره ګډه پوله لري او له همدې سیمو څخه د بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ایران او کراچۍ ترمنځ مهمې تګ راتګ لارې هم تېرېږي.
په دغو سیمو کې د ناامنۍ پراخېدل کولای شي پر پوله د خلکو پر تګ راتګ او د سیمې پر سوداګرۍ اغېز وکړي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر افغان طالبانو فشار زیات کړی او څو ځله یې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري.
افغان طالبان دا ادعا ردوي.
په همدې وخت کې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تړلې نښتې هم زیاتې شوې دي.
د پاکستان پوځ د وږي په دولسمه وویل چې د دغه تحریک ۱۵ غړي یې هغه مهال وژلي چې غوښتل یې له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته واوړي.
د بلوچستان د پښتونمېشتو سیمو په نوو وسلوالو ډلو د فعالیت پر یوه مرکز بدلېدل ښيي چې د ناامنۍ لمن له خیبر پښتونخوا څخه د بلوچستان نورو برخو ته هم د پراخېدو په حال کې ده.
دغه وضعیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو او سوداګریزو لارو امنیتي ارزښت هم لا زیات کړی دی.