هغه د هېوادونو د یووالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په خپله بهرنۍ تګلاره کې خپلو ملګرو او متحدو هېوادونو ته اړتیا لري.
برنز له سياېناېن ټلوېزیوني شبکې سره په خبرو کې وویل، د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تر ټولو مهم درس چې امریکا ترې واخیست، دا و چې دغه هېواد په نړۍ کې ملګرو او تړونیزو هېوادونو ته اړتیا لري.
هغه مهال چې بریدونه وشول، برنز یوازې ۱۲ ورځې مخکې په ناټو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده پیل کړې وه.
برنز وویل، له بریدونو وروسته دی ونه توانېد چې له سپینې ماڼۍ، د بهرنیو چارو له وزارت او یا پنټاګون سره اړیکه ونیسي، خو د کاناډا، ډنمارک، ناروې او ایسلنډ سفیرانو ورسره اړیکه ونیوله او له امریکا سره یې خپل ملاتړ څرګند کړ.
د برنز په وینا، دغو هېوادونو ویلي وو چې د امریکا ترڅنګ به ودرېږي او که اړتیا وي، په افغانستان کې به هم له امریکا سره ملګري شي.
د واشنګټن ملګرو هېوادونو هم د ناټو د تړون د پنځمې مادې د پلي کولو لپاره چمتووالی وښود. د دغه تړون له مخې، پر یوه غړي هېواد برید د ناټو پر ټولو غړو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړه چې تر بلې ورځې پورې د ناټو ټولو غړو هېوادونو له دې پرېکړې سره هوکړه کړې وه.
برنز دغه یووالی د امریکا لپاره، چې له یوې سترې غمیزې سره مخ شوې وه، «هڅوونکی» وباله.
په ناټو کې د امریکا پخواني سفیر وویل چې د ۱۳۸۰ کال د وږي په ۲۱مه یې د امریکا د هغه مهال له ملي امنیت سلاکارې کاندولیزا رایس سره خبرې وکړې او هغې ته یې وویل چې واشنګټن خپلو ملګرو ته اړتیا لري.
رایس په ځواب کې ورته ویلي وو: «دا ښه خبره ده چې په نړۍ کې ملګري ولرو.»
«موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به پاتې شو»
برنز وویل، کله چې په افغانستان کې د امریکا بریدونه په لومړیو کې پیل شول، د امریکا په حکومت کې هېچا فکر نه کاوه چې په دغه هېواد کې به د دوی حضور ۲۰ کاله دوام وکړي.
هغه وویل: «موږ ډېر وخت پاتې شو او په یوه ډول مو د خپل ماموریت د روښانه موخې درک له لاسه ورکړ.»
د برنز په وینا، د امریکا یو شمېر ملګرو هېوادونو هم په افغانستان کې ډېرې له خطره ډکې دندې ترسره کړې او درانه ځاني زیانونه یې ولیدل.
هغه وویل، امریکا باید خپلو ملګرو ته درناوی وکړي، له هغوی سره ګډ کار وکړي او د هغوی نظرونو ته غوږ ونیسي.
برنز زیاته کړه چې واشنګټن که څه هم ډېر ځواک لري، خو په نړۍ کې د خپلې تګلارې د پلي کولو لپاره د نورو هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.
د عراق د جګړې د ملاتړ له امله پښېماني
برنز د مرکې په بله برخه کې وویل چې په ۱۳۸۲ کال کې پر عراق د امریکا د برید له ملاتړ څخه اوس پښېمانه دی.
هغه هغه مهال په ناټو کې د امریکا سفیر و او په عراق کې یې له پوځي لاسوهنې ملاتړ کاوه، خو اوس دغه پرېکړه ناسمه بولي.
برنز وویل: «زما په اند، عراق ته ننوتل ناسمه پرېکړه وه».
هغه زیاته کړه چې په «عراقي ډنډ» کې د امریکا ښکېلتیا، په دغه هېواد کې د ۱۱ کلن حضور دوام او د ګڼ شمېر خلکو وژل کېدل هم تېروتنه وه.
هغه وویل، د نړۍ په کچه د تګلارې له تر ټولو سختو مسئلو څخه یوه دا ده چې وپېژندل شي، په کوم وخت کې پوځي لاسوهنه مناسبه ده.
برنز د دې ستونزې د روښانولو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې مادلین آلبرایت خبرو ته اشاره وکړه.
د هغه په وینا، آلبرایت ویلي وو چې د هغې تر ټولو ستره پښېماني دا وه چې امریکا په ۱۳۷۳ کال کې په روانډا کې د نسل وژنې پر مهال لاسوهنه ونه کړه.
په روانډا کې د دغه نسل وژنې پر مهال په څو میاشتو کې شاوخوا یو میلیون کسان ووژل شول.
برنز وویل، د دې پرېکړې کول چې کله باید لاسوهنه وشي او کله باید له لاسوهنې ډډه وشي، له هغو تر ټولو پېچلو مسئلو څخه ده چې سیاسي مشران ورسره مخامخ کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو تجربې وښودله چې امریکا، سره له دې چې پوځي او سیاسي ځواک لري، له خپلو ملګرو او تړونیزو هېوادونو پرته نه شي کولای خپله نړیواله تګلاره په بریالیتوب پر مخ یوسي.