د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې پاکستان غواړي په افغانستان کې سوله او ثبات وویني او له افغانستان سره ښې او دوستانه اړیکې ولري، خو ايا افغانستان هم غواړي چې له پاکستان سره دوستي وکړي؟. هغه ويلي چې که طالبان د وسله والو مخه ونیسي، د همکارۍ فضا بېرته رامنځته کېدای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن، پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په اونیزه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې وويل: «خبره هغې موضوع ته راګرځي، چې طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې د فعالیت کوونکو «ترهګرو» مخه ونیسي».
هغه ادعا وکړه چې دغه وسلهوال نه یوازې په افغانستان کې مېشت دي، بلکې له افغانستان او هند څخه هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «موږ ډېر څه نه غواړو، ښه ګاونډيتوب غواړو، پاکستان د افغانانو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې، ځايونه او د بورسونو له لارې یې زرګونو افغان محصلانو ته په پاکستان کې د زدهکړو زمینه برابره کړې ده».
هغه زیاته کړه، چې پاکستان په افغانستان کې سړکونه، پلونه او روغتونونه هم جوړ کړي او د ده په وینا، که له افغان لوري هم متقابل ښه نیت موجود وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فضا بېرته رامنځته کېدای شي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو او بېرته ستنولو په اړه سجاد حيدر وويل، چې پاکستان له څلورو لسیزو ډېر وخت راهیسې د میلیونونه افغانانو کوربه توب کړي او يو وخت نږدې څلورنیم میلیونه افغانان په دغه هېواد کې اوسېدل.
خو د سند په متن کې د دغو رسنیو نوم راتلل دا نه ثابتوي چې هغوی د پلان له تطبیق سره موافقه کړې یا یې په عملي ډول پکې برخه اخیستې ده.
په ورته وخت کې، سند ایران او تاجکستان ته د منسوبو مخالفو ډلو د ملاتړ له امله د دغو هېوادونو پر ضد د انتقادي راپورونو، مقالو او مرکو د چمتو کولو او خپرولو یادونه کوي.
سند د «هندوکش»، «حجاز»، «فارسي»، «المرصاد»، «ندای بلوچ» او «نهضت میډیا» په نومونو د بېلابېلو رسنیزو مدیریتونو او فعالیتونو یادونه هم کوي.
ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۸مه له اسراییل سره په ګډه «د ستر قهر عملیات» پیل کړل. تمه وه چې دا عملیات به د ایران پوځي او اټومي وړتیاوې له منځه یوسي، اقتصاد به یې کمزوری کړي او ښايي د دغه هېواد خلک به د خپلو واکمنانو پر ضد راپاڅوي.
شپږ میاشتې وروسته ایران لا هم مقاومت کوي، حکومت یې پر ځای دی او اټومي پروګرام یې په بشپړ ډول نهدی بند شوی. جګړه د دواړو خواوو په یوه اوږده او ستومانوونکي تقابل بدله شوې چې وخت ناوخت پکې سخت بریدونه کېږي.
په واشنګټن کې د نړیوال سیاست د مرکز غړي سینا طوسي ویلي چې ټرمپ د افغانستان او عراق له جګړو وروسته هغه مهم محدودیت مات کړی چې په منځني ختیځ کې یې د یوې بلې پراخې او نامعلومې جګړې د پیل مخه نیوله.
د هغه په وینا که روان وضعیت دوام وکړي، د ټرمپ ځایناستی ښايي د امریکا او ایران یو اوږدمهاله تقابل په میراث یوسي.
طالبانو اړتیا نهلرله چې امریکا په مخامخ پوځي جګړه کې ماته کړي. هغوی جګړه اوږده کړه او تر هغه یې انتظار وایست چې په امریکا کې د جګړې لګښتونه لوړ او سیاسي او ولسي ملاتړ کمزوری شي.
رویټرز لیکلي چې ایران هم ښايي له دې تجربې ګټه واخلي. تهران ممکن د امریکا د پوځي ماتولو پر ځای پر وخت حساب وکړي، جګړه اوږده کړي، اقتصادي زیانونه زیات کړي او انتظار وباسي چې امریکايي ولس او سیاستوال له جګړې ستړي شي.
دا په دې معنا نهده چې ایران د طالبانو په څېر تګلاره تعقیبوي. ایران یو دولت او منظم پوځ لري او د هرمز تنګي له لارې د نړۍ د انرژۍ پر بازار د فشار راوستلو وس هم ورسره دی. خو د تهران حساب ښايي دا وي چې د جګړې اوږدېدل به د واشنګټن په پرتله د امریکا پر کورني سیاست ډېر فشار راوړي.
شنونکي وايي د ټرمپ اداره ښايي هغه تېروتنه تکراروي چې د جورج ډبلیو بوش ادارې په افغانستان او عراق کې کړې وه. هغه مهال واشنګټن د خپلو مخالفانو د مقاومت وړتیا کمه اټکل کړې وه. دا ځل هم ښکاري چې د ایران د نظام د مقاومت او د تېلو د نړیوال لېږد د ګډوډولو وړتیا سمه نهوه سنجول شوې.
د افغانستان او ایران د جګړو ترمنځ بل مهم توپیر د هغوی د پیل دلیل دی. پر افغانستان برید د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته وشو. په هغو بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول او د القاعدې مشران په افغانستان کې پټ وو.
خو د ایران جګړه د ورته پېښې په غبرګون کې نهده پیل شوې. له همدې امله منتقدان یې د ټرمپ په خوښه پیل شوې جګړه بولي او دا ادعا نه مني چې د ایران اټومي پروګرام امریکا ته سملاسي ګواښ و.
سپینه ماڼۍ بیا وايي د ایران جګړه له افغانستان او عراق سره د پرتله کولو وړ نهده. د سپینې ماڼۍ ویاندې انا کېلي ویلي چې ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام پر وړاندې د درېدو جرئت کړی، خپلې موخې یې ترلاسه کړې او د سختو بندیزونو او سمندري محاصرې له امله د ایران اقتصاد کمزوری شوی دی.
خو په میدان کې وضعیت دومره ساده نه ښکاري. ایران نهدی تسلیم شوی، د جګړې اغېزې نورو هېوادونو ته رسېدلې او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد ګډوډېدو په امریکا کې د پټرولو بیې لوړې کړې دي.
جګړې د ټرمپ محبوبیت هم زیانمن کړی دی. شنونکي وايي ښايي نښتې د نومبر تر منځمهاله ټاکنو هم دوام وکړي او له جګړې سره د خلکو مخالفت د کانګرس د کنټرول ساتلو لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅې اغېزمنې کړي.
د ایران جګړې له پیله په امریکا کې پراخ ولسي ملاتړ نهدرلود. ان د ټرمپ د «امریکا لومړی» خوځښت ځینو مخکښو څېرو هم پرې نیوکې کړې دي. دا د افغانستان او عراق له جګړو سره یو بل توپیر دی، هغه دواړه جګړې په لومړیو کې له پراخ کورني ملاتړ سره پیل شوې وې.
ټرمپ په ښکاره تمه درلوده چې په ایران کې به هم چټکه بریا ترلاسه کړي، خو جګړه اوس په داسې بنبست بدله شوې چې نه امریکا خپلې ټولې موخې ترلاسه کړې دي او نه ایران شاتګ کړی دی.
د افغانستان جګړې امریکا ته وښوده چې جګړه په څو اونیو کې پیل کېدای شي، خو پای ته رسول یې کلونه وخت اخیستلای شي. که ټرمپ د ایران لپاره روښانه سیاسي حل او د وتلو لار پیدا نهکړي، ښايي همغه تېروتنه بیا تکرار شي او هغه جګړه چې د چټکې بریا په تمه پیل شوې وه، راتلونکي ولسمشر ته په میراث پاتې شي.
د جرمني حکومت له ګواښ سره مخ افغانانو ته یو ځل بیا د پیسو وړاندیز کړی، څو د جرمني د منلو له پروګرامونو ووځي.
هغه کورنۍ چې دا وړاندیز ونه مني ښايي په څو ورځو کې په پاکستان کې د جرمني له ملاتړه بې برخې شي.
د جرمني د اې ار ډي د رپوټ له مخې، د تېر کال تر پایه د جرمني حکومت غوښتل چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره د منلو بېلابېل پروګرامونه بشپړ کړي خو اته میاشتې وروسته لا هم دا کار نه دی شوی.
د پاکستان له پنجاب ایالت وروسته په سند ایالت کې هم د طب په زدهکړو بوختو افغان محصلانو ته ویل شوي چې د پاکستان د طبي شورا (پي اېم ډي سي) د لارښوونې له مخې باید افغانستان ته ستانه شي.
پر سند او ډاو پوهنتونونو سربېره د ایالت په نورو پوهنتونونو او پوهنځیو کې هم شاوخوا ۲۰۰ افغان محصلان د طب په زدهکړو بوخت دي چې نږدې ۷۰ یې نجونې دي.
د افغان محصلانو په وینا، ټول محصلان ویزې لري او د بورسونو له لارې پاکستان ته راغلي دي.
یو تن مخصل وویل: «زياته اندېښنه مو دا ده چې زدهکړې مو په سمه توګه روانې وي، خو ناڅاپه راته له پوهنتون نه د وتلو وویل شي. نه پوهېږو چې څه وکړو او راتلونکی به مو څه وي؟».
د هغه په وینا، محصلان په دې سلا کوي چې د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته ولاړ شي، ځکه دوی بله لاره نه لري.
دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت په پنجاب ایالت کې د طبي موسساتو افغان محصلانو ته په یوه خبرتیا کې ویلي وو چې د نوې پالیسۍ له مخې باید پوهنتون یا پوهنځی پرېږدي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د پاکستان دې پرېکړې سختې نیوکې راوپارولې او ګڼو افغان او پاکستاني سیاستوالو پر دې پرېکړې نیوکه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان نن پنجشنبه (د وږي ۱۹مه)، په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل، چې حکومت د ټولو افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه نه ده کړې.
د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.