د هرات اوسېدونکی: د روغتون په درېیو بېلابېلو څانګو کې مې ناروغ ته درې ډوله تشخیص وشو

د هرات اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالیږلي پیغام کې د هرات په یوه روغتون کې د درملنې له بهیر او د روغتون د کارکوونکو د نامسوولانه چلنده شکایت کړی. نوموړي ویلي، خپله ناروغه مېرمن یې په هرات کې یوه روغتون ته وړې وه؛ خو هغه مهال د بېړنۍ څانګې برخه کې یوازې یو ډاکټر حاضر و.
د نوموړي په وینا، مېرمن یې ان د تګ توان نه درلود؛ خو روغتیايي کارکوونکو لږترلږه لس ځله هغه له داخله څانګې انتاني، له انتاني څخه ټریاژ او بېرته داخله څانګې ته لېږلې ده. هغه وايي، هرې څانګې ورته ویل چې د ناروغې ستونزه د دوی د څانګې اړوند نهده او په درېیو بېلابېلو څانګو کې یې ناروغۍ ته درې بېلابېل تشخیصونه شوي.
د نوموړي په خبره، د داخله څانګې ډاکټرانو ورته ویلي چې د مېرمنې په ستوني کې د «یوې غوټي» په څېر څه دي او ښايي جراحي ته اړتیا ولري؛ خو په ټریاژ کې بیا ورته ویل شوي چې ناروغه اپنډېکس شوې ده او په انتاني څانګه کې هم بله خبره ورته شوې ده.
نوموړی وایي: «شاوخوا د شپې ۱۱ بجې وې کله مې چې د روان وضعیت په اړه اعتراض وکړ، د ټریاژ له څانګې یو کس راویښ شو او ورپسې بل کس هم راغی او دغه روغتیایي کارکوونکي ته یې وویل چې ناروغ ته څه ورکړه چې لاړ شي».
هغه زیاتوي، هغه مهال هېڅ یوې څانګې د ناروغې د درملنې مسوولیت نه اخیست. نوموړي ویلي، مېرمن یې اوس ښه ده خو لا هم اندېښمنه ده؛ ځکه ناروغي یې لاهم نهده تشخیص شوې.
