د افغان طبي محصلینو مدافع وکیل جنید جبار خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، نږدې سل افغان محصلینو له نوموړي سره د خپلې ستونزې د حل لپاره اړیکه نیولې وه. د هغه په وینا، دغو محصلینو په قانوني ډول د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې د طب پنځه کلنې زدهکړې پیل کړې او ډېرو یې څو کاله زدهکړې بشپړې کړې دي.
جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.
هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.
د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زدهکړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زدهکړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.
جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»
نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.
د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زدهکړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زدهکړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.
هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.
جبار خان زیاتوي چې د محکمې له لنډمهاله حکم وروسته یو شمېر افغان محصلین بېرته خپلو تعلیمي ادارو ته ستانه شوي، خو هغه ادعا ردوي چې ګواکې یوازې د هغو افغان محصلینو د ایستلو موضوع مطرح ده چې ویزې یې پای ته رسېدلې دي.
د نوموړي په وینا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په عمومي ډول پر افغان طبي محصلینو اغېز کوي، «که ویزې یې معتبرې وي او که نه».
محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري
په لاهور کې افغان طبي محصل دلاور خان وايي، سره له دې چې محکمې د دوی په ګټه لنډمهاله حکم صادر کړی، خو محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري.
دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تر هغه به محصلین ډاډه نه شي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا رسمي لیک صادر نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، پوهنتونونه د زدهکړو د دوام لپاره رسمي مکتوب غواړي.
هغه وايي، افغان محصلین له لیلیو ایستل شوي او ځینې یې اوس په لاهور او ځینې نور په پېښور کې دي.
دلاور خان زیاتوي چې تر اوسه یو شمېر محصلینو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زدهکړو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او د دوی اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.
هغه وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي او د روان وضعیت له امله مو هیلې کمې شوې دي.»
د کراچۍ د طالبانو قونسلګري: د حل لپاره همکاري کوو
په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسلګرۍ ویلي چې سرپرست جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري د هغو افغان طبي محصلینو له یو شمېر سره لیدلي چې د عملي زدهکړو په پړاو کې د کراچۍ په دولتي روغتونونو کې بوخت دي.
د قونسلګرۍ په وینا، افغان محصلینو له تخاري سره په پاکستان کې د افغان محصلینو د ایستلو د وروستي ضربالاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.
افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زدهکړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.