طالبانو د یونسکو او اغاخان بنسټ په همغږۍ د جام څلي د مرکزي ستنې د رغولو چارې پیل کړي

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د غور په شهرک ولسوالۍ کې د تاریخي څلي جام د مرکزي ستنې د پیاوړتیا او رغولو چارې د یونسکو او اغاخان فرهنګي بنسټ په همغږۍ پیل شوي دي.
یاد وزارت یکشنبه(د وږي۲۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې غور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریس عبدالحی زعیم د دغو چارو د څارنې لپاره د جام منار سیمې ته تللی او هلته یې د اغاخان فرهنګي بنسټ له متخصصانو او د ترمیم او بیارغونې له مسولو انجنیرانو سره لیدلي دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې، زعیم له مسولو انجنیرانو غوښتي چې د جام څلي د ترمیم او پیاوړتیا په چارو کې بشپړه پاملرنه وکړي او کارونه په لوړ کیفیت او چټکۍ ترسره کړي، څو د دغه تاریخي اثر د لا زیاتې ویجاړۍ مخه ونیول شي.
ورته مهال، وزارت زیاته کړې چې په غور کې د جام منار ترڅنګ د یوه هوايي پله د جوړولو چارې هم روانې دي. ټاکل شوې دغه پل د هریرود سیند له پاسه جوړ شي او د سیلانیانو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.
جام څلی د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې موقعیت لري او د افغانستان له مهمو تاریخي اثارو څخه ګڼل کېږي.
دغه څلی په ۲۰۰۲کال کې د یونسکو د تاریخي میراثونو په نوملړ کې ثبت شو.
تېر کال یونسکو د دغه منار د ویجاړېدو د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و.
د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی اندریکا راتواته د غور ولایت تاریخي منار جام ته په سفر کې ویلي و چې د ۲۰۲۴ کال سېلابونو دغې تاریخي څلي ته سخت زیان رسولی، او یونسکو د دغه منار د لا زیات تخریب د مخنیوي په موخه لومړني اقدامات او سروې کړې وه.
