د افغانستان د تاریخي اثارو د لوټ په اړه «غارت» مستند فلم په امریکا کې نندارې ته وړاندې شو

د افغانستان د تاریخي اثارو او لرغونو توکو د لوټ او قاچاق په اړه «غارت» په نوم مستند فلم د امریکا د مریلند ایالت په راکویل سیمه کې د جنوبي اسیا د فلمونو د فېستیوال په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو.
د دغه فلم نندارې ته ګڼ شمېر افغانان ورغلي وو. فلم د افغانستان د لرغونو اثارو او تاریخي ابداتو د څو لسیزو لوټ، ویجاړۍ او قاچاق کیسه څېړي او ښيي چې یو شمېر تاریخي توکي له هېواده بهر انتقال او د نړۍ په بېلابېلو موزیمونو کې ساتل شوي دي.
د دغه فلم په جوړولو کې افغان ـ کاناډایۍ فلم جوړونکې عایشه جمال او ډاکټر جوانشیر راسخ هم ونډه اخیستې ده.
د فلم د نندارې په مراسمو کې افغان فعال کاوون کاکړ ویلي چې د افغانستان تاریخي اثار د ټولو افغانانو ګډ تاریخ، هویت او مالکیت دی.
کاکړ ټینګار کړی چې دغه تاریخي توکي «د کومې سیمې او قوم پورې اړه نه لري» او باید وساتل شي. هغه له افغانانو غوښتي چې د خپلو تاریخي اثارو د بېرته ترلاسه کولو او ساتنې په اړه پوهاوی ولري.
د افغانستان د جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل هم د فلم د نندارې په اړه په خپله ایکس پاڼه کې ویلي چې د فلم ټولې برخې «زړهدردوونکې» وې، ځکه د نوموړي په وینا، د افغانستان تاریخي اثار د کلونو په اوږدو کې لوټ او قاچاق شوي او د نړۍ بېلابېلو موزیمونو ته انتقال شوي دي.
میاخېل ادعا کړې چې له حقوقي پلوه دغه تاریخي اثار د افغانستان ملکیت دي او د جمهوریت پر مهال یو شمېر توکي بېرته هېواد ته ورکړل شوي، خو د نوموړي په وینا، لا هم سلګونه تاریخي اثار له افغانستان نه بهر په بېلابېلو موزیمونو کې ساتل کېږي.
