اروپايي ټولنه: په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي

د اروپايي ټولنې د بشري مرستو د برخې چارواکې دوروتیا وايي، په افغانستان کې میلیونونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې دي او د ښوونځي د عمر شاوخوا نیمایي ماشومان اوس مهال ښوونځیو ته نه ځي.
د هغې په وینا، په دغو ماشومانو کې شاوخوا یو میلیون نجونې دي چې د نجونو پر زدهکړو د بندیز له امله له ښوونیز بهیر څخه پاتې دي.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکې وايي، د افغانستان د ډېرو ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ یوازې د بندیزونو له امله نه، بلکې د ښوونځیو د واټن، خرابو لارو او سختو هوايي شرایطو له امله هم ستونزمن دی.
د دوروتیا په وینا، په هغو سیمو کې چې ښوونځي له کلیو ډېر لرې دي، زدهکړې کولی شي تر کلیو پورې ورسېږي او اروپايي ټولنه د ټولنې پر بنسټ د زدهکړو د ټولګیو له لارې د نجونو او هلکانو لپاره د زدهکړو د برابر لاسرسي ملاتړ کوي.
هغې وویل، د اروپايي ټولنې په تمویل د دوی شریک بنسټونه د ښوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه برابروي، څو د تدریس معیارونه له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.
د هغې په وینا، ماشومانو ته ښوونیز او درسي مواد هم ورکول کېږي، څو وکولای شي په خوندي چاپېریال کې خپلې زدهکړې ترسره کړي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو چارواکې وايي، په افغانستان کې ښوونیز خدمات د ماشومانو لپاره د پیاوړي او باوري چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
هغې زیاته کړه چې کله د زدهکړو ټولګیو ته ورننوځي، د ماشومانو پر ژوند د دغو ښوونیزو خدمتونو اغېز په څرګنده توګه لیدل کېږي.
د اروپايي ټولنې دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو د بندیز له امله د میلیونونو نجونو د زدهکړو راتلونکی لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی.
