ښاپېرۍ نغمه طالبانو ته؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزئ

افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې په ویرجینیا کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۷مې کلیزې په مناسبت جوړ شوي کنسرت کې پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
نغمې په دغه کنسرت کې ویلي، افغان نجونو ته باید د زده کړو د دوام اجازه ورکړل شي او هغوی باید د محرومیت او سپکاوي تر سیوري لاندې لویې نه شي.
هغې ویلي، نه غواړي افغان نجونې، چې د نوموړې په وینا د سبا ورځې میندې دي، له خپلو اساسي حقونو محرومې پاتې شي او له همدې امله باید د نورو انسانانو په څېر له خپلو بشري حقونو برخمنې وي.
نغمې له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو او ښځو پر مخ د زده کړو دروازې پرانیزي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په بېلابېلو ټولنو کې خپل استعدادونه وښيي او وځلېږي.
یاده دې وي چې، طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د نجونو د زدهکړو پر وړاندې پراخ محدودیتونه ولګول. د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یې پوهنتونونه هم د ښځینه محصلانو پر مخ وتړل. له دې سره افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد پاتې شوی چې نجونې او ښځې پکې له لومړنۍ کچې پورته له زدهکړو منع دي.
د یونسکو د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، شاوخوا ۱،۴ میلیونه نجونې لا هم له منځنۍ زدهکړې محرومې دي، او د هغو نجونو په ګډون چې له بندیزونو مخکې هم له ښوونځي بهر وې، نږدې ۲،۵ میلیونه افغان نجونې له زدهکړو بېبرخې دي.
دغه بندیزونه یوازې تر ښوونځیو او پوهنتونونو محدود نه شول. د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ښځې له طبي او روغتیايي روزنیزو مرکزونو هم منع کړې.
ملګري ملتونه او یونسکو وايي، د نجونو د زدهکړو دوامدار بندیز د افغانستان پر راتلونکي، روغتیايي نظام او اقتصاد هم پراخې منفي اغېزې لري. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق خبرداری ورکړی چې که بندیزونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له څلور میلیونو ډېرې نجونې به له لومړنۍ کچې پورته له زدهکړو محرومې شوې وي.
