تېره میاشت په کابل کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۰۰ ماشومانو درملنه شوې

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کابل په قلبي روغتون کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیات شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي چې په تېره یوه میاشت کې د کابل په قلبي روغتون کې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ۱۰۰ ماشومانو د زړه بریالي عملیات شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې افغانې سرې میاشتې د شنبې په ورځ، د وږي ۲۲مه وویل، چې د یادې ادارې اړوند قبليي روغتون له پرانیستل کېدو راهیسې په یاد روغتون کې هره ورځ د زړه سوري لرونکو درې تر ۶ ناروغان عملیات کیږي.
افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې تردې مهاله یې په یاد روغتون کې د کورنیو او بهرنیو متخصصو ډاکټرانو له لوري ۱۰۰ بریالي عملیات کړي دي.
طالبانو ویلي چې د کابل په قلبي روغتون کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې، عملیاتو او نورو روغتیايي خدمتونو ټول لګښتونه د افغاني سره میاشت ور کوي.

په کابل کې سرچینو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې د پلازمېنې په فضا کې د نامعلومو بېپیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوې دي. یو شمېر اوسېدونکو د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم د بېپیلوټه الوتکو د الوتنو راپور ورکړی دی. د طالبانو سرچینو هم د کابل په فضا کې د دغو الوتکو ګزمې تایید کړې دي.
تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي او په افغانستان کې یې د ګزمو هدف څه دی.
د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو په فضا کې د دغو الوتکو د ګزمو راپورونه وروسته له هغه ورکړل شوي چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن ویډیو خپره شوه.
تر دې وړاندې د القاعدې رسنیزې څانګې «السحاب» د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت د دې ډلې یوه تبلیغاتي ویډیو خپره کړې وه چې یوه برخه یې د حمزه بن لادن تصویري پیغام ته ځانګړې شوې ده.
په دې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن معرفي کوي، د افغانستان دودیزې جامې او پګړۍ اغوستې او شاته یې د خټو یو دېوال ښکاري. د ویډیو د ثبت دقیق ځای تر اوسه نه دی روښانه او په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
د ویډیو له خپرېدو وروسته د کابل او د هېواد د ځینو نورو سیمو اوسېدونکو د بېپیلوټه الوتکو د الوتنو او ګزمو د زیاتېدو خبر ورکړی دی. یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دغه الوتکې یې د خپلو سیمو په فضا کې لیدلې دي.
حمزه بن لادن د اسامه بن لادن زوی او د القاعدې د بنسټګر له کورنۍ څخه یو پېژندل شوی کس دی. امریکا په ۲۰۱۹ کال کې اعلان کړی و چې حمزه بن لادن وژل شوی، خو پنټاګون د هغه د وژل کېدو د وخت او څرنګوالي په اړه جزیات نه وو ورکړي.
په تازه خپره شوې ویډیو کې هغه کس چې القاعده یې حمزه بن لادن بولي، د امریکا پر ضد څرګندونې کوي او د القاعدې د فعالیتونو د دوام خبره کوي. د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو د کلیزې په درشل کې د دې ویډیو خپرېدو د القاعدې تبلیغاتي فعالیتونه یو ځل بیا د پام وړ ګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ګڼو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعدې د غړو او روزنیزو مرکزونو د شته والي په اړه معلومات ورکړل شوي دي. د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې په یوه پخواني راپور کې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د القاعدې موقعیت او وړتیا په بنسټیز ډول نه دي بدل شوي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې له افغانستان څخه راپورته کېدونکي ترهګریز ګواښونه لا هم پر ځای دي او په افغانستان کې د افراطي ډلو د فعالیت وړتیا د ګاونډیو هېوادونو او د منځنۍ اسیا لپاره دوامدار ګواښ ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، القاعدې د پاکستاني طالبانو «تحریک طالبان پاکستان» یا ټيټيپي په فعالیتونو کې ایډیالوژیکه، روزنیزه او لوژستیکي مرسته هم کړې ده. د القاعدې «السحاب» رسنیزې څانګې د اپرېل په ۲۸مه د طالبانو په ملاتړ او د ټيټيپي د عملیاتو په ملاتړ هم اعلامیه خپره کړې وه.
په افغانستان کې د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان نه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته ویلي وو، چې له «افقونو اخوا» عملیاتو له لارې د ترهګرو پر ضد د اقدام وړتیا ساتي.
امریکايي چارواکو تر وتلو وروسته ویلي وو چې واشنګټن کولای شي له فضا څخه په افغانستان کې ترهګریز ګواښونه وڅاري.
امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه د کابل په شیرپور سیمه کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې مشر ایمنالظواهري د هلفایر دوه توغندیو په وسیله وواژه.
خو تر اوسه داسې شواهد نه دي خپاره شوي چې وښيي د بېپیلوټه الوتکو د ګزمو زیاتوالی د حمزه بن لادن د ویډیو له خپرېدو سره مستقیم تړاو لري. همداراز لا معلومه نه ده چې دغه بېپیلوټه الوتکې د کوم هېواد دي.
په کندهار کې د طالبانو اړوندو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کندهار د دامان او میوند ولسوالیو په ګډون د ښار په ځینو حوزو کې د طالبانو د نظامیانو او د امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ لفظي شخړې شوې دي.
سرچینو د یکشنبې په ورځ وویل، چې د طالبانو نظامیانو د امربالمعروف له محتسبانو سره په چارو کې د هغوی د مداخلې له امله لفظي شخړې کړې دي.
لږ ترلږه دوو سرچینو، چې یوه یې د طالبانو د نظامیانو اړوند ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغو شخړو اصلي لامل د نظامیانو په چارو کې د امربالمعروف د محتسبانو مداخله او په رسمي کاري ساعتونو کې هغوی ته د «نصیحتونو» کول دي.
د سرچینو په وینا، د امربالمعروف محتسبان د نظامیانو د رسمي دندو پر مهال حوزو او نظامي مرکزونو ته ورځي او د لمانځه، ږیرې، لباس، د کار د څرنګوالي او نورو موضوعاتو په اړه ورته لارښوونې کوي.
دې سرچینې ویلي: «موږ حیران پاتې یو چې د دوی نصیحتونو ته کښینو که خپل مسوولیت ترسره کړو».
د طالبانو نظامیان وايي، چې د خپلو رسمي دندو ترڅنګ د امربالمعروف د محتسبانو نصیحتونو او پوښتنو د دوی کاري بهیر اغېزمن کړی دی.
د طالبانو یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د اختلافونو له زیاتېدو وروسته په کندهار کې د طالبانو د والي ملا شیرین په مشرۍ لږ تر لږه دوه غونډې هم شوې دي.
د سرچینې په وینا، په دغو غونډو کې نظامیانو د امربالمعروف له ریاست څخه د دوی په چارو کې د مداخلې په اړه شکایت کړی دی.
سرچینه وايي، د دغو غونډو پر جوړېدو سربېره، لا هم په ځینو سیمو کې د نظامیانو او محتسبانو ترمنځ د دندو د حدودو پر سر شخړې کیږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نظامیانو، ملکي کارکوونکو او عامو خلکو پر ټولنیز چلند د څار په برخه کې پراخ واکونه لري. د طالبانو په ادارو کې محتسبان د کارکوونکو د لباس، ږیرې، د لمانځه د ادا کولو او نورو دیني او ټولنیزو مسایلو په اړه څارنه او لارښوونه کوي.
په ولایتونو کې هم د امربالمعروف محتسبانو ته د طالبانو د امنیه قوماندانۍ، ولسوالیو، پولیسو حوزو، ښاروالیو او نورو ادارو د چارو د څار واک ورکړل شوی دی.
هممهاله، محتسبان په دولتي ادارو کې د نظامیانو په ګډون کارکوونکو ته د دیني لارښوونو درسونه ورکوي.
د دغو پراخو صلاحیتونو له امله په ځینو مواردو کې د امربالمعروف د محتسبانو د صلاحیتونو او د نورو ادارو د مسوولیتونو ترمنځ د تداخل موضوع هم مطرح شوې ده.
تر دې وړاندې د کندهار یو شمېر اوسېدونکو او د ښځینه سینګارتوکو پلورونکو هم د امربالمعروف د محتسبانو له کړنو شکایتونه کړي دي. هغوی ویلي وو، چې د خلکو په شخصي ژوند، لباس، ږیرې او ورځني چلند کې د محتسبانو مداخلې له ژوند او چارو ستومانه کړي دي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټینګار کوي، چې د دغه ریاست فعالیتونه د اسلامي شریعت د پلي کولو، د «منکراتو» د مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه دي.
د طالبانو چارواکو تر اوسه په کندهار کې د نظامیانو او امربالمعروف د محتسبانو ترمنځ د وروستیو لفظي شخړو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
نسرین متین د طالبانو له واکمنۍ وړاندې د کرنې وزارت د یوې برخې رییسه وه. د ښځو پر کار له بندیزونو وروسته یو کال په کور کښېناسته، خو وروسته یې د مرخیړیو کښت پیل کړ. اوس هغه د هغو ښځو لپاره د کار او زدهکړې زمینه برابروي چې د کورونو یوازینۍ نفقهګټونکې او له زدهکړو پاتې دي.
نسرین متین د افغانستان د کرنې انجنیره ده. د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې یې زدهکړې کړې او شاوخوا ۱۴ کاله یې د افغانستان په بېلابېلو، ان تر ټولو لرې پرتو سیمو او کلیو کې کار کړی دی.
خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د هغې مسلکي ژوند په ناڅاپي ډول پای ته ورسېد.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زما هیله داوه، چې په خپله خاوره کې د خپل وطن ښځو، ځان او خپلو اولادونو ته خدمت وکړم. له هېڅ سیاست سره مې کار نه درلود».
متین وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په بشپړه توګه بېکاره شوه. شاوخوا یو کال یې په کور کې تېر کړ او وروسته د سخت خپګان له حالت سره مخ شوه. همغه وخت یې پرېکړه وکړه چې د خپل مسلک له پاتې امکاناتو کار واخلي.
هغې په خپل کور کې د مرخیړیو کښت پیل کړ. څلور کاله وروسته، دا کوچنی کورنی کار په داسې فعالیت بدل شوی چې اوس ورسره شاوخوا ۱۵ ښځې کار کوي.
متین وايي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې د خوراکي توکو د تولید په بېلابېلو برخو کې کار کوي، په ځانګړي ډول د کښت او تولید په برخه کې، خو دا ټول فعالیت یې له کوره ترسره کړی او له کومې رسمي ادارې یا حکومت تر چتر لاندې کار نه کوي.
هغه وايي، « که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شوې وای، ښايي زما لپاره هم د کار زمینه برابره شوې وای. زه د کرنې انجنیره یم او د نباتاتو، سبزیجاتو او خاورې په برخه کې مې زدهکړې کړې دي».
خو متین اوس خپل مسلک په بل ډول تعقیبوي.
هغه وايي، ځان تر هغه حکومته ډېر ګټور ګڼي چې د افغانستان نجونو او ښځو ته یې د زدهکړې او کار حق نه دی ورکړی.
نوموړې زیاته کړه، « زه د خپل توان په کچه له ښځو سره کار کوم، له هغو نجونو سره چې زرګونه هیلې لري، خو اوس ورته یوازې یوه لاره پاتې ده او هغه واده او د اولادونو زېږول دي».
د ۱۵ ښځو لپاره یو کوچنی فارم
د متین په فارم کې هغه ښځې راټولې شوې دي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د ژوند مسیر بدل شوی دی.
په دې ډله کې هغه ښځې شته چې د تېر جمهوري نظام پر مهال یې مېړونه وژل شوي او اوس بېسرپرسته پاتې دي. ځینو یې پخوا دندې لرلې، خو اوس بېکاره شوې دي. ځینې نورې هغه نجونې دي چې زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې او نور ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه نه لري.
د دې ډلې یوه برخه بیا هغه ښځې دي چې په کور کې سرپرست نه لري او د کور ټول لګښتونه باید خپله برابر کړي.
کرنپوهه متین وايي، دغو ښځو ته په اونۍ کې یو ځل د سټرېس، خپګان او ځانبسیاینې په اړه هم زدهکړې ورکوي. نوموړې هغو نجونو ته چې زدهکړې یې نیمګړې پاتې شوې، په اونۍ کې درې ځله تدریس هم کوي.
د هغې لپاره دا فارم د مرخېړیو د تولید ترڅنګ، د هغو ښځو لپاره د ژوند د بیا جوړولو یوه کوچنۍ هڅه ده چې د کار، زدهکړې او اقتصادي خپلواکۍ فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.
له یوې کوچنۍ خونې حاصل
د متین په وینا، د مرخیړیو د تولید لپاره ډېر امکانات ضرور نه دي.
یوه مناسبه خونه، چې غوره ده ځمکتل ولري، د فارم لپاره بسنه کوي. د کښت لپاره د غنمو بوس، سبوس، د مرخیړیو تخم، پلاستیکي کڅوړې، دستکشې، خولۍ، ماسک، پښه پوښ، عفوني ضد مواد او د بوسو د تعقیم وسایل اړین دي.
د اوبو شیندلو وسیله او د پلاستیکي کڅوړو د تړلو لپاره رشتک هم کارول کېږي.
متین وايي، د مرخیړیو لومړی حاصل شاوخوا ۲۵ ورځې وروسته ترلاسه کېدای شي.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « تر شپږو میاشتو پورې، ان تر یوه کال پورې حاصل ورکوي. هره ورځ یا یوه ورځ وروسته حاصل ورکوي».
د هغې په وینا، د دې محصول یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د چمتووالي له لومړنۍ مرحلې وروسته د اوږدې مودې لپاره حاصل ورکوي او اضافي لګښتونه یې یوڅه کم وي.
متین خپل تولیدات د انلاین پلور له لارې بازار ته وړاندې کوي او له ځینو رستورانتونو سره هم قراردادونه لري.
مرخیړي د پیزا، سوپ او قورمې په څېر خوړو کې کارول کېږي. د هغې په وینا، دا محصول پروټین او ویټامینونه لري او د هغو کسانو لپاره هم مناسب دي، چې غواړي د حیواني غوښې مصرف کم کړي.
خو د مرخیړیو بازار یو ځانګړی شرط لري او هغه دا دی چې حاصل باید له راټولېدو وروسته ژر وپلورل شي.
د دې لپاره متین هڅه کوي چې د محصول یوه برخه په تازه ډول بازار ته وړاندې کړي او له بلې برخې څخه په کور کې ترشي او نور خوراکي محصولات جوړ کړي.
د ارزو او صبرینا لپاره د کار وړ ځای
ارزو د شپږو لوڼو مور ده.
هغه وايي، خاوند یې د جمهوري نظام پر مهال د کابل د صدارت څلورلارې ته نږدې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
ارزو هغه مهال د پوهنې وزارت په یوه برخه کې دنده لرله، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې خپله دنده هم له لاسه ورکړه.
ناڅاپه هغه ښځه چې د خپلې کورنۍ د ژوند یوه مهمه ستنه وه، د شپږو ماشومانو د پالنې له درانه بار سره یوازې پاتې شوه.اقتصادي وضعیت یې دومره خراب شو چې، د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره، اړه شوه خیرات ټول کړي.
اوس هغه د مېرمن متین په فارم کې کار کوي.
ارزو وايي، خوښه ده چې بیا یې د کار فرصت پیدا کړی او د خپلو لوڼو لپاره یې د زدهکړې زمینه هم برابره شوې ده.
د هغې راتلونکی هدف خپل شخصي فارم جوړول دي: « که زمینه برابره شي، غواړم خپل فارم جوړ کړم او نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړم».
صبرینا هم ، چې په دغه فارم کې کار کوي، د دوو ماشومانو مور ده.
هغه وايي، خاوند یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په کابل هوايي ډګر کې امریکايي الوتکې ته د پورته کېدو پر مهال له الوتکې ولوېد. د پېښې له امله د هغه دواړې پښې فلج شوې دي.هغه ژوندی پاتې شو، خو د کار توان یې له لاسه ورکړی دی.
صبرینا وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې په تن روغ او ځوانان هم د کار موندنې په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د هغې معلول خاوند، چې د ذهني تمرکز له ستونزو هم رنځېږي، د کار موندلو چانس نه لري.
د کورنۍ د کفالت لپاره صبرینا اړه شوه چې د خلکو په کورونو کې لوښي ومینځي، جارو وکړي او د کورونو په پاکولو کې کار وکړي.
اوس هغه په فارم کې کار کوي.
په فارم کې بله کارکوونکې سنبل د نهم ټولګي زدهکوونکې ده.
هغه وايي، یوه ورځ ښوونځي ته ولاړه او د خپلو ټولو ټولګیوالو په لیدلو ډېره خوشحاله شوه، خو د هغوی د ژوند له بدلون سره مخامخ کېدل ورته دردناک وو.
د هغې په وینا، د ډېرو پخوانیو ټولګیوالو لپاره د زدهکړو او مسلک پر ځای واده د ژوند اصلي هدف ګرځېدلی و.ځینې نجونې له داسې نارینهوو سره واده شوې وې چې بېکسبه، بېکاره او جګړه مار وو.
سنبل وايي، تر ټولو ډېره هغه وخت خپه شوه چې ویې لیدل د هغې د ټولګیوالو پخوانۍ هیلې تروړل شوې دي.
هغه وايي، ځینو دغو نجونو له ماشومتوبه د خپل پلار په کور کې له سختیو سره مبارزه کړې وه، خو اوس داسې حالت ته رسېدلې دي چې خپلې پخوانۍ هیلې یې پرېښې دي.
سنبل خپله بیا د کار ترڅنګ زدهکړه کوي. هغه وايي، «اوس شکر دی چې کار کوم او درس وایم. لږ تر لږه راتلونکې ته هیله لرم چې نن نه، سبا به دا توره شپه پای ته ورسېږي او زموږ د هیلو باد به بیا ولګېږي».
د نسرین متین لپاره دا فارم د خپل مسلکي ژوند بشپړ بدیل نه دی.
هغه لا هم غواړي یوه ورځ بېرته د خپلې مسلکي پوهې په برخه کې کار وکړي، خو تر هغې ورځې یې د خپل کور له یوې محدودې فضا څخه د ښځو لپاره د کار، عاید او زدهکړې یوه کوچنۍ شبکه جوړه کړې ده.
متین وايي، کله چې ویني له محدودو امکاناتو سره یې د لږ تر لږه ۱۵ کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې، د زړه له کومې د راحت او خوښۍ احساس کوي.هغه هیله لري چې یوه ورځ به داسې سبا راشي چې په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او زدهکړې زمینه بېرته برابره شي.
په افغانستان کې، شاوخوا ۱،۵ میلیونه کسان پر سرطاني ناروغۍ اخته دي او هر کال نږدې ۵۰ زره نوې پېښې ثبتېږي. متخصصان ناسالم خواړه، د سګرټو او نسوارو استعمال، د هوا ککړتیا، د فزیکي فعالیت کموالی او ځینې انتاني ناروغۍ د سرطان له مهمو لاملونو څخه بولي.
د سرطان د مبارزې یو بنسټ، د طالبانو د روغتیا وزارت د معلوماتو او نړیوالو راپورونو پر بنسټ، ویلي چې په افغانستان کې د سرطان ناروغانو شمېر د پام وړ لوړ شوی دی. په ورته وخت کې، په هېواد کې د دې ناروغۍ د تشخیص او درملنې امکانات محدود دي او ګڼ ناروغان د تخصصي درملنې لپاره له هېواده بهر تګ ته اړ کېږي.
د اندوکراین او هورمونونو متخصص ډاکټر محمد یما شهاب وايي، سرطان یوه واحده ناروغي نه ده، بلکې د ناروغیو یوه ډله ده.
«نوموړی زیاتوي: «د خپلې تجربې له مخې، په ښځو کې د سینې او رحم سرطان ډېر لیدل کېږي، په نارینهوو کې د معدې، ځیګر، مرۍ او کولمو سرطانونه ډېر دي او په ماشومانو کې د وینې سرطان هم زیات لیدل کېږي.»
شهاب د سرطان د زیاتېدو په اړه وايي: «ارثي عوامل، ناسالم خواړه، د ژوند ناسالمه طریقه، د هوا ککړتیا، د ځینو انتاني ناروغیو دوام، د فزیکي فعالیت کموالی، د سګرټو او نسوارو استعمال او نشهيي توکي د سرطان له مهمو عواملو څخه دي.»
د هغه په وینا، د سګرټو او نسوارو استعمال په ځانګړي ډول د سږو، خولې او مرۍ د سرطان له مهمو لاملونو څخه دی. نوموړي همداراز ویلي چې ځینې ویروسونه د سرطان په رامنځته کېدو کې رول لري او د «اېچپيوي» ویروس د رحم له سرطان سره تړاو لري.
په افغانستان کې د «اېچپيوي» واکسین ته د خلکو محدود لاسرسی هم یوه ستونزه بلل کېږي. د روغتیايي متخصصانو په وینا، د واکسین لوړه بیه او د عامه پوهاوي کموالی د دې لامل شوی چې ډېری خلک له دې وقایوي خدمت څخه برخمن نه شي.
د معدې د «اېچ پایلوري» په څېر انتاني ناروغۍ هم د سرطان له خطر سره تړاو لري. متخصصان وايي، دغه ډول ناروغۍ په افغانستان کې په کافي اندازه نه تشخیصېږي او د درملنې په برخه کې یې هم ستونزې شته.
د خوړو ډول هم د سرطان له خطر سره تړاو لري. د یوې نړیوالې څېړنې له مخې، چې د ۴۵۰ زرو څخه د زیاتو کسانو معلومات پکې ارزول شوي، د غوښې، په ځانګړي ډول د پروسس شوې سره غوښې، زیات استعمال د معدې او مرۍ د سرطان له لوړ خطر سره تړاو لري.
په افغانستان کې د سرطان د درملنې په برخه کې د پرمختللو وسایلو او درملو کمښت، د متخصصو ډاکټرانو نشتوالی، د تخصصي روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د خلکو کمزوری اقتصادي وضعیت د ناروغانو ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترګ راتګ لارو تړل کېدو هم هغه افغان سرطان ناروغان اغېزمن کړي چې د درملنې لپاره پاکستان ته تلل. د «ډان» روغتیايي خبریال اشفاق یوسفزي وايي، تر دې مخکې به هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ افغان ناروغان پاکستان ته د درملنې لپاره تلل چې نږدې ۳۵ سلنه یې د سرطان ناروغان وو.
یوسفزي وايي: «ډېری افغان سرطان ناروغان د درملنې لپاره شوکت خانم او رحمان روغتونونو ته تلل او ډېری یې په شوکت خانم کې درملنه کېدل؛ خو د لارو تړل کېدو د دغو ناروغانو د درملنې بهیر سخت اغېزمن کړی دی.»
روغتیايي متخصصان ټینګار کوي چې سرطان په ټولو مواردو کې د مرګ معنا نه لري او د ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت درملنه د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي. دوی سپارښتنه کوي چې د سالمې تغذیې، فزیکي فعالیت، د تنباکو د استعمال د کمولو او د سرطان د نښو د ژر پېژندلو له لارې د دې ناروغۍ د خطر کچه راکمه شي.
اروپايي ټولنې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د کرنې د اقلیمي او اقتصادي ستونزو پر وړاندې د بزګرانو د مقاومت پیاوړتیا، بازارونو ته د هغوی د لاسرسي او د کلیوالو د کارموندنې لپاره د ۵ میلیونه یورو په ارزښت نوی نوښت پیل کړی دی.
د خوړو او کرنې سازمان د یکشنبې ورځې، د سپټمبر ۱۳مې، په اعلامیه کې ویلي چې د دغه نوښت له لارې به له زیان منونکو کورنیو، راستنېدونکو، بېځایه شویو او د هغوی له کوربه ټولنو سره په هغو سیمو کې مرسته وشي چې د خوړو او تغذیې له ناامنۍ، اقلیمي ګواښونو او د اقتصادي فرصتونو له کمښت سره مخ دي.
د دې پروګرام یوه مهمه برخه د څلورو ځانګړو خدمتونو د مرکزونو جوړول دي. دغه مرکزونه به بزګران او کلیوالي متشبثین له کرنیزو مشورو، تخصصي خدمتونو، کرنیزو سوداګریزو شرکتونو او بازارونو سره ونښلوي.
د خوړو او کرنې سازمان وايي، په دغو مرکزونو کې به بزګرانو ته د کرنې د نوو طریقو او ټکنالوژۍ ترڅنګ د اقلیم د وضعیت د شننې او د وختي خبرداري معلومات هم وړاندې کېږي، څو د هوا او اقلیمي شرایطو له بدلون سره سم د تولید او بازارموندنې پر مهال پر وخت پرېکړې وکړي.
د دې نوښت له لارې به دوه زره هکتاره زیانمن شوي ځنګلونه او څړځایونه هم بېرته ورغول شي او د ښځو او ټولنو په مشرۍ به د ۲۵۰ نیالګیو روزنځایونو ملاتړ وشي. د ایف ای او په وینا، دا اقدامات به د طبیعي سرچینو په ساتنه کې مرسته وکړي او د خلکو لپاره به د عاید او معیشت نوي فرصتونه هم رامنځته کړي.
د پروژې په بله برخه کې به له هغو کرنیزو او چاپېریالساتونکو سوداګریزو شرکتونو سره د برابرې ونډې مرستې وشي چې د پراختیا وړتیا لري. دغو شرکتونو ته به تخنیکي او سوداګریزې مشورې هم ورکول کېږي، څو د تولید او پروسس ظرفیت لوړ، له لا ډېرو سیمهییزو بزګرانو څخه محصولات واخیستل او په کلیوالو سیمو کې نوي کاري فرصتونه رامنځته کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې نوي سرپرست شارژدافېر، نیکولا بلومو، ویلي چې د دې اتحادیې مرسته د افغانستان د خلکو د خوړو خوندیتوب او اقتصادي پیاوړتیا ته د دوی د دوامدارې ژمنې څرګندونه کوي.
بلومو ویلي: «د افغانستان کرنیز ظرفیت لا هم په کافي اندازه نه دی کارول شوی او د هېواد د اقلیمي زیان له امله له محدودیتونو سره مخ دی.»
هغه زیاته کړې چې اروپايي ټولنه به له د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان سره په ګډه د کرنیزو مشورتي خدمتونو پیاوړتیا، د کرنیزو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا، د طبیعت پر بنسټ د نوښتونو د هڅونې او د شواهدو پر بنسټ د معلوماتو او شننې د ښه کولو لپاره کار وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرېنچارډ، ویلي چې دغه سازمان په داسې حال کې چې له ډېرو بشري مرستو څخه د دوامدارو پروګرامونو پر لور د تګ هڅه کوي، په افغانستان کې کرنیزو سوداګریزو شرکتونو د ودې، د کارموندنې او بزګرانو له بازارونو سره د نښلولو وړتیا ښودلې ده.
ټرېنچارډ ویلي: «موږ به له اروپايي ټولنې سره په ګډه بزګران له هغو معلوماتو، خدمتونو او بازارونو سره ونښلوو چې ورته اړتیا لري او له کرنیزو سوداګریزو شرکتونو سره به د پانګونې او پراختیا په برخه کې مرسته وکړو.»
د هغه په وینا، کله چې بزګران په ډاډه زړه تولید وکړي، سوداګریز فعالیتونه وده وکړي او محصولات بازارونو ته ورسېږي، نو کرنه د اقتصادي بیا رغونې او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.