د راپور په وینا، د افغانستان د یو ټریلیون ډالرو معدني زېرمو په اړه مشهور اټکل د احتمالي منابعو ارزونه ده، نه دا چې دغه شتمني دې په عملي ډول د افغانستان اقتصاد ته داخل شوې وي.
راپور استدلال کوي چې افغانستان لا هم یو جګړهځپلی او پر بهرنیو مرستو متکي هېواد دی او د طبیعي زېرمو له احتمالي عوایدو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ دی، خو لا یې د «طبیعي شتمنيو ناوړه اغېزه» عملي بڼه نه ده تجربه کړې.
راپور وایي د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۷۹ کال د شوروي اتحاد له یرغل وروسته شکل واخیست، کله چې واشنګټن، اسلاماباد او ریاض د شوروي پر ضد د مجاهدینو ملاتړ پیل کړ.
د راپور په وینا، پاکستان، امریکا او سعودي عربستان د مجاهدینو د ملاتړ لپاره مالي، استخباراتي او مذهبي شبکې جوړې کړې چې وروسته یې د وسلهوالو تندلارو ډلو د پیاوړتیا زمینه برابره کړه.
تحلیل ټینګار کوي چې طالبان د شوروي ضد جګړې پر مهال نه وو موجود، بلکې په ۱۹۹۴ کال کې د کورنیو جګړو، د پخوانیو مجاهدینو د اختلافاتو او په پاکستان کې د مذهبي او لوژستیکي شبکو له چاپېریاله راپیدا شول.
راپورادعا کوي چې د طالبانو د واک ته رسېدو کیسه له کانونو سره نه، بلکې د سیمهییزو او نړیوالو لوبو له پایلو سره تړاو لري.
په راپور کې د پاکستان رول هم تر بحث لاندې نیول شوی او ویل شوي چې اسلاماباد د «ستراتیژیک ژورتیا» په نوم د یوې تګلارې له مخې طالبان د افغانستان په سیاست کې د نفوذ وسیله ګڼل.
خو د راپور د لیکوال په باور، همدا تګلاره وروسته د پاکستان پر ضد وګرځېده او اوس اسلاماباد له تحریک طالبان پاکستان او د طالبانو له حکومت سره له ستونزو سره مخ دی.
راپور همداراز د سعودي عربستان او روسیې رول ته اشاره کوي او وایي چې دواړو هېوادونو په بېلابېلو دورو کې د خپلو امنیتي اهدافو لپاره ګاونډي هېوادونه د نفوذ او رقابت د ډګرونو په توګه کارولي دي.
د لیکوال په باور، د افغانستان کیسه د هغو هېوادونو لپاره هم یو درس دی چې ګاونډیان د امنیتي حایلو سیمو په توګه کاروي، ځکه دا ډول سیاستونه وروسته د ناامنۍ بڼه بېرته خپلو پولو ته راګرځوي.
په تحلیل کې ویل شوي چې طالبان د ښځو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه، سیاسي ځپنه او د وسلهوالو ډلو لپاره د فعالیت زمینه برابروي او د افغانستان د اوسني وضعیت مسولیت هم لري.
خو راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان ټولې ستونزې یوازې د افغانانو پر غاړه نه شي اچول کېدای، ځکه بهرنیو قدرتونو هم د هېواد په څلور لسیزو جګړو او بېثباتۍ کې مهم رول لوبولی دی.
راپور کې راغلي چې د افغانستان د وسني وضعیت لومړنۍ لامل د مس، لاجورد یا لیتیوم په هېواد کې شتون نه وو؛ بلکې دا باور و چې یو کوچنی هېواد د لویو قدرتونو د امنیتي اهدافو لپاره قرباني کېدای شي.
د راپور په وینا، همدغه فکر د طالبانو د راټوکېدو، د سیمې د بېثباتۍ او د دوامدارو جګړو لپاره زمینه برابره کړه.