• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له رسنیو غوښتي چې د ملا هبت الله صادر کړي فرمانونو تر خلکو ورسوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله فرمانونه او د یادې ډلې لاسته راوړنې په تېرو څو لسیزو کې «بې‌بېلګې» بللې دي. هغه له رسنیو او قلموالو غوښتي، چې دغه فرمانونه او لاسته راوړنې افغانانو او نړیوالو ته ورسوي.

نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې د خبریالانو، لیکوالو او ځوانانو لپاره د «فکري، عقیدوي او مسلکي ظرفیت لوړولو» تر سرلیک لاندې یوه سیمینار ته د وینا پر مهال وکړې.

د طالبانو دغه مرستیال وزیر په خپله وینا کې روښانه نه کړه، چې د دغه ډلې د امیر کوم فرمانونه او لاسته راوړنې خورا بې‌سارې ګڼي چې رسنۍ او قلموال یې باید بهرنیانو ته ورسوي.

فراهي په ورته مهال، له طالب چارواکو او ویاندویانو وغوښتل چې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې له رسنیو سره پوره همکاري وکړي، څو د دغه خبريالانو له لارې د ناسمو خبرونو د خپرېدو مخنیوی وشي.

د دغه ډلې د مشر په اړه د فراهي دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې ملا هبت الله د ښځو او بشري حقونو ضد ځپونکو فرمانونو له امله د ملګرو ملتونو له سختو مالي او د سفر له بندیزونو لاندې دی او د بشریت پر ضد د جنایت او جنسیتي اپارتايد پر تورونو د جرمونو د نړیوالې محکمې او د عدالت نړیوالې محکمې له جدي حقوقي تعقیب او نیول کېدو له ګواښ سره مخ دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۳
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۴

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي

•
•
•

نور خبرونه

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سوېل ختیځ قزاقستان کې پوځي تمرینات پیل کړی چې اصلي تمرکز یې له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د احتمالي وسله‌والو ډلو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې پر تمرین دی.

د «منځنۍ اسیا ټایمز» د راپور له مخې، د دغه سازمان پوځي تمرین د وږي په ۲۱مه پیل شوی او د وږي تر ۲۸مې پورې به د قزاقستان د ژیتیسو ولایت په کوکتال سیمه کې دوام وکړي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د چټک غبرګون ځواکونه په غرنیو او دښتنو سیمو کې د سرحدي سیمو پر لور د وسله‌والو ډلو د احتمالي نفوذ د مخنیوي تمرینونه ترسره کوي.
دغه پوځي تمرین په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې او تاجکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د وږي په ۱۷مه ویلي وو چې هېواد یې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
تاجکستان تر دې وړاندې، د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان څخه د څو بریدونو وروسته، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له غړو غوښتي وو چې د دغه هېواد د پولې د خوندي کولو لپاره لا ډېرې مرستې وکړي. د ۱۴۰۴ کال د لړم او لیندۍ په بریدونو کې پنځه چینايي وګړي او دوه تاجک سرحدي ساتونکي وژل شوي وو.
په همدې تړاو، د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مصدقوف د وږي په ۶مه ویلي وو چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو او وسلو لومړۍ جوپه به د روان کال په مني کې دغه هېواد ته ولېږل شي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان له روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان څخه جوړ پوځي او امنیتي ایتلاف دی. تاجکستان د دغه سازمان یوازینی غړی دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو له دې ډلې سره خپلې اړیکې او خبرې زیاتې کړې دي، خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه، لا هم د دغه سازمان د غړو لپاره یوه ګډه امنیتي اندېښنه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ وسله‌والو ډلو اړوند له ۱۵ تر ۲۰ زرو پورې وسله‌وال فعالیت لري. روسیه بیا د دغو وسله‌والو شمېر تر ۲۳ زرو پورې اټکلوي.
د «منځنۍ اسیا ټایمز» په وینا، طالبانو د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېدل، خو اوس د ډله ییز امنیت تړون سازمان دغه پوځي تمرین په مستقیم ډول د طالبانو پر وړاندې نه دی متوجه. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او تاجکستان هم په تدریجي ډول له دې ډلې سره د اړیکو لارې جوړې کړې دي.
د دغه سازمان د غړو امنیتي تمرکز اوس تر ډېره پر داعش خراسان په څېر ډلو دی. داعش خراسان د ۱۴۰۳ کال د وري په ۳مه د مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس په تالار کې د برید مسوولیت ومانه؛ په دغه برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
د وسله‌والو ډلو احتمالي نفوذ، د نشه‌يي توکو قاچاق او د افغانستان پر پوله ناامني لا هم د ډله ییز امنیت تړون سازمان له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بلل کېږي.

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د سویلي ولایتونو اوسېدونکي‌ وايي، د روغتیايي خدمتونو، د درملو او طبي وسایلو د کمښت ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي چې د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي یې له کړاو سره مخ کړي دي.

کندهار کې د درملو ټولنې پخواني مسوولان وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده.
د کندهار، روزګان او زابل ولسوالیو یوشمېر ناروغان وايي، روغتیايي مرکز ته له رسېدو وروسته یې هم د درملنې ستونزه نه ختمېږي؛ ځکه ډېری وخت د عادي درملو په ګډون «کینول، سرنج او نور طبي توکي» په روغتیايي مرکزونو کې نه پیدا کېږي او ناروغان اړ کېږي چې له بازاره یې په خپل شخصي لګښت وپېري.

د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته ځو؛ خو هلته چې درمل نه وي، بیا مو بازار ته پسې استوي، د یوې کینول او عادي درملو لپاره هم باید له خپل جېب څخه پیسې ورکړو؛ که څوک پیسې ونه لري، ناروغ یې همداسې پاتې کېږي، په دولتي مرکزونو کې یې هم د درملو د نشتوالي له امله درملنه نه‌کېږي».

کندهار کې د درملو د ټولنې پخواني مسوولین وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده او په ګڼو دولتي روغتیايي مرکزونو کې درمل هیڅ ناروغ ته نه ورکول کېږي.

روغتیايي سرچینې وایي، د موسسو د ملاتړ او تمویل له کمښت سره په ګڼو سیمو کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي او د ولسوالیو ناروغان تر ډېره د کندهار ښار او نورو لویو مرکزونو ته مراجعه کوي.

په روزګان کې بیا د لرو پرتو سیمو خلک وايي، د درملو له کمښت سره د خرابو لارو او د ټرانسپورټ لوړ لګښت ستونزه لا جدي شوې ده. د دوی په وینا، له یوې خوا ناوړه اقتصادي وضعیت او بل خوا پر خرابو لارو تر کندهار یا بل ځایه پورې تګ ناروغان نور هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.

د روزګان د چورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی امیر محمد وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې اکثره وخت درمل نه وي، پخوا به یې ناروغ ته یو دوې ګولۍ ورکولې؛ خو اوس هغه لا نه‌شته. ناروغ باید ترینکوټ ته یا کندهار ته یوسو. لاره خرابه ده، موټر په سختۍ پیدا کېږي او کرایه یې هم لوړه ده، په شخصي روغتون کې د درملنې توان نه‌لرو، په هغه جنګونو کې لا داسې حالت نه‌و راباندې راغلی».

د کندهار ترڅنګ هلمند او زابل هم د پراخو غرنیو سیمو، خرابو لارو او لرو پرتو ولسوالیو له امله له ورته ستونزې سره مخ دي. په دې سیمو کې د درملو کمښت یوازې د یوه ناروغ د درملنې ستونزه نه‌ده؛ بلکې د ماشومانو، امېندواره ښځو او بېړنیو ناروغانو ژوند هم اغېزمنوي.

د دغه سیمو اوسېدونکي وایي، کله چې په ولسوالۍ یا لرو پرتو سیمو کې درمل نه‌وي، ناروغ لومړی د موټر کرایه برابروي، بیا ښار ته سفر کوي او وروسته د شخصي روغتون، درملو او لابراتوار لګښتونه ورکوي چې دغه لګښت دوه سلنه خلک هم نه‌شي برابرولای.

په سویلي ولایتونو کې د درملو او روغتیايي خدمتونو کمښت هغه مهال لا جدي شو، چې د روغتیا په برخه کې د یوشمېر نړۍوالو او مرستندویه موسسو فعالیتونه کم یا محدود شول.

د تمویل کمښت د طالبانو له‌خوا پر بشري او روغتیايي فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کاري‌ چاپېریال تنګول او نور اداري او عملیاتي خنډونه هغه لاملونه بلل کېږي چې د روغتیايي پروګرامونو پر دوام یې اغېز کړی دی.

له دې سره په ځینو ولسوالیو کې د درملو، طبي وسایلو او نورو لومړنیو روغتیايي خدمتونو کمښت زیات شوی او هغه کورنۍ چې د شخصي درملنې توان نه‌لري، له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۸ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان طبي محصلانو د پاکستان له حکومته غوښتي، د هغه افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه دې بېرته واخلي چې لا دمخه په طبي پوهنځیو کې شامل شوي او اجازه ورکړي چې دوی خپلې زده‌کړې بشپړې کړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۳مه) په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا زر افغان محصلان چې نږدې ۳۵۰ یې نجونې دي؛ دامهال په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي.

د خیبر میډیکل کالج د وروستي کال محصل او د افغان طبي محصلانو د ټولنې ویاند عنایت‌الله مومند ویلي، افغانستان ته د افغان محصلانو د ستنېدو په اړه د پاکستان د طبي شورا پرېکړې د محصلانو اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړي ویلي، شاوخوا ۲۰۰ نور افغان محصلان چې د تخصصي پروګرامونو د پیل په تمه دي له یادې پرېکړې اغېزمن شوي دي. مومند ټینګار کړی، چې پاکستان دې د تازه شاملېدو مخه ونیسي؛ خو هغه محصلان چې لا دمخه په طبي پوهنتونونو کې شامل شوي، د زده‌کړو بشپړولو اجازه ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د ښځینه محصلانو وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی. هغه وايي، ښځینه محصلانې به د بېرته ستنېدو په صورت کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو بندیزونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې شي.

هغه ویلي، ټول افغان محصلان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي او یوشمېر هغه کسانو چې ویزې یې پای ته رسېدلې؛ د ویزو د غځولو لپاره غوښتنلیکونه هم سپارلي دي.

مومند زیاته کړې، چې افغان محصلان د وړتیا پربنسټ په پاکستان کې منل شوي؛ ځینې د پاکستان په بورسیو، ځینې د افغانانو لپاره ځانګړو شوو څوکیو او یوشمېر نور د افغانانو لپاره د پاکستان د تخنیکي مرستو د پروګرام له لارې په ښوونیزو مرکزونو کې ثبت شوي دي.

بلخوا د کېنګ اډوارډ میډیکل پوهنتون یوې محصلې نجما بي‌بي ویلي، که څه هم د لاهور عالي محکمې د پاکستان طبي شورا د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې پرېکړې په لنډمهالي ډول ځنډولې دي؛ خو دغه پرېکړې د محصلانو ستونزه په بشپړه توګه نه‌ده حل کړې.

یوې بلې افغانې محصلې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز ته په کتو افغانستان ته ستنېدل به د ښځینه طبي محصلانو راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړي.

هغې ویلي، دوه کاله وړاندې د پاکستان د علامه اقبال بورسیې له لارې پاکستان ته تللې وه؛ څو طبي زده‌کړې بشپړې او په راتلونکي کې په افغانستان کې ښځو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

وړاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان طبي شورا د افغان محصلانو د بېرته ستنېدو پرېکړه کړې وه. یادې پرېکړې په پراخه کچه غبرګونونه راوپارول.

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.

اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه‌وي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نه‌کوي.

هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوه‌لارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.

اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نه‌شي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه‌کوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.

هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.

اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نه‌دي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۲۲ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، په دولتي روغتیايي بنسټونو کې یې د نږدې پنځو زرو کسانو د ګومارنې بهیر پیل کړی دی. لا روښانه نه ده چې ښځې به د دغو نږدې پنځو زرو ټولو بستونو لپاره د نوماندۍ حق ولري او که یوازې به د دې بستونو یوې برخې ته غوښتنلیک ورکولی شي.

یاد وزارت وايي، د دې اقدام موخه د روغتیايي خدمتونو ښه کول او په افغانستان کې د روغتیايي او درملیزو بنسټونو د ظرفیت پیاوړتیا ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالولي صدیقي د شنبې په ورځ د دغو بستونو د اعلانولو د بهیر د پیل پر مهال وویل چې د «مسلکي او وړ» کسانو ګومارنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دغه استخدامي بهیر کې له دویمې تر شپږمې رتبې پورې بستونه شامل دي او اړین کسان به د ازادې سیالۍ له لارې وګومارل شي.
دغو بستونو کې د روغتیا، تخنیک او ادارې بېلابېلې برخې شاملې دي چې متخصصین او ډاکټران، د لابراتوار کارکوونکي، د ایکسرې او بېهوښۍ تخنیکران، فیزیوتراپیستان، د ارتوپیدۍ تخنیکي کارکوونکي، سرپرستان او اداري او خدماتي کارکوونکي پکې شامل دي.
دغه وزارت وايي، په ولایتونو کې ۱۲۰۰ اداري بستونه او د روغتیايي معلوماتو د مدیریت سیستم اړوند بستونه په ولسوالیو کې، او شاوخوا ۱۸۰۰ مسلکي بستونه د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو کې د ازادې سیالۍ لپاره اعلان شوي دي.
همداراز ټاکل شوې چې د روان کال په اوږدو کې د جمهوریت روغتون شاوخوا ۱۸۰۰ نوي او خالي بستونه هم اعلان او د ازادې سیالۍ له لارې ډک شي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، د غوښتونکو ټاکنه به د هغوی د تخصص، وړتیا، تحصیلي اسنادو او د هر بست لپاره د ټاکل شویو شرایطو پر بنسټ ترسره کېږي.
د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ونډه روښانه نه ده
د افغانستان روغتیايي نظام په داسې حال کې د نږدې پنځو زرو کسانو د ګومارنې بهیر پیلوي چې دغه نظام له مسلکي کاري ځواک، په ځانګړي ډول له ډاکټرانو، قابلو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت له ستونزې سره مخ دی.
د عامې روغتیا وزارت د دغو بستونو د ترکیب، په استخدامي بهیر کې د ښځو د ونډې او ښځو ته د ځانګړو شویو کاري فرصتونو په اړه جزیات نه دي خپاره کړي.
همداراز لا روښانه نه ده چې ښځې به د دغو نږدې پنځو زرو ټولو بستونو لپاره د نوماندۍ حق ولري او که یوازې د بستونو یوې برخې ته به غوښتنلیک ورکولی شي.
د طالبانو له لوري د ښځو پر زده‌کړو، کار او تګ راتګ لګېدلو محدودیتونو هم د روغتیا په برخه کې د ښځینه کارکوونکو کمښت زیات کړی دی. کارپوهان او نړیوال بنسټونه وايي، دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی ستونزمنوي.
د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په چنګاښ کې ویلي وو چې د مالي سرچینو د کمښت له امله په افغانستان کې د ۱۵۰ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو فعالیت درول شوی دی.
د دغو مرکزونو تړل کېدو د میلیونونو کسانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود کړی او د افغانستان پر روغتیايي نظام یې لا زیات فشار راوستی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په غبرګون کې ویلي وو، که نړیوال بنسټونه د دغو مرکزونو د فعالیت لګښتونه برابر نه کړي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د روغتیايي برخې د بودجې په زیاتولو سره د دغې کمښت یوه برخه جبران کړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت تر اوسه د نږدې پنځو زرو بستونو د استخدام بشپړ مهالوېش او د نوم‌لیکنې دقیق شرایط نه دي خپاره کړي.
دغه وزارت د روان کال په زمري کې هم د روغتیايي برخې د پراختیا لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړې وه او ادعا یې کړې وه چې دغه پلان به د مور او ماشوم د پاملرنې په ګډون د روغتیايي خدمتونو له ښه کېدو سره مرسته وکړي.