• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کراچۍ ښار په سرجاني ښارګوټي کې یوه مور او درې ماشومان یې په مرموز ډول وژل شوي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د کراچۍ ښار پولیس وايي چې د دغه ښار د سرجاني ښارګوټي په یوه کور کې یوه مور او درې ماشومان یې مرموز ډول وژل شوي دي. پولیسو د پېښې په تړاو د مهوش په نوم د وژل شوې ښځې خاوند «دانش» نیولی او د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د کراچۍ ښار د پولیسو په وینا، مهوش او ماشومان یې د لرګي یا کوم بل سختې الې په ګوزارونو وژل شوي دي. د وژل شویو ماشومانو عمرونه ۶ کاله، ۵ کاله او ۱۸ میاشتې ښودل شوي دي. ټپي ۱۸ میاشتنۍ اشمیرې د درملنې پر مهال په روغتون کې ساه ورکړې دی.
پولیس وايي چې دانش له بهر څخه کور ته زنګ وهلی خو ځواب یې نه و ترلاسه کړی. هغه وروسته د کیلي په وسیله کور ته ننوتلی او د خپلې مېرمنې او ماشومانو مړي یې موندلي دي.
پولیس وايي، د وژنې وسیله له کوره نه ده موندل شوې او د سیمې د امنیتي کامرو ویډیوګانې څېړي.
د مهوش کورنۍ وايي، له چا سره یې دښمني نه لرله او د مېړه او مېرمنې ترمنځ هم د شخړې کومه سابقه نه وه.
پولیس وايي چې د پېښې د اصلي لامل او عامل معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

•
•
•

نور خبرونه

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.

اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه‌وي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نه‌کوي.

هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوه‌لارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.

اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نه‌شي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه‌کوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.

هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.

اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نه‌دي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.

د لاهور عالي محکمې له حکم سره سره د افغان طبي محصلینو ستونزه لا نه ده حل شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.

د افغان طبي محصلینو مدافع وکیل جنید جبار خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، نږدې سل افغان محصلینو له نوموړي سره د خپلې ستونزې د حل لپاره اړیکه نیولې وه. د هغه په وینا، دغو محصلینو په قانوني ډول د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې د طب پنځه کلنې زده‌کړې پیل کړې او ډېرو یې څو کاله زده‌کړې بشپړې کړې دي.

جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.

هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.

د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زده‌کړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زده‌کړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.

جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»

نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.

د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زده‌کړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زده‌کړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.

هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.

جبار خان زیاتوي چې د محکمې له لنډمهاله حکم وروسته یو شمېر افغان محصلین بېرته خپلو تعلیمي ادارو ته ستانه شوي، خو هغه ادعا ردوي چې ګواکې یوازې د هغو افغان محصلینو د ایستلو موضوع مطرح ده چې ویزې یې پای ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په عمومي ډول پر افغان طبي محصلینو اغېز کوي، «که ویزې یې معتبرې وي او که نه».

محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري

په لاهور کې افغان طبي محصل دلاور خان وايي، سره له دې چې محکمې د دوی په ګټه لنډمهاله حکم صادر کړی، خو محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري.

دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تر هغه به محصلین ډاډه نه شي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا رسمي لیک صادر نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، پوهنتونونه د زده‌کړو د دوام لپاره رسمي مکتوب غواړي.

هغه وايي، افغان محصلین له لیلیو ایستل شوي او ځینې یې اوس په لاهور او ځینې نور په پېښور کې دي.

دلاور خان زیاتوي چې تر اوسه یو شمېر محصلینو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او د دوی اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

هغه وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي او د روان وضعیت له امله مو هیلې کمې شوې دي.»

د کراچۍ د طالبانو قونسلګري: د حل لپاره همکاري کوو

په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسلګرۍ ویلي چې سرپرست جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري د هغو افغان طبي محصلینو له یو شمېر سره لیدلي چې د عملي زده‌کړو په پړاو کې د کراچۍ په دولتي روغتونونو کې بوخت دي.

د قونسلګرۍ په وینا، افغان محصلینو له تخاري سره په پاکستان کې د افغان محصلینو د ایستلو د وروستي ضرب‌الاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.

افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.

په بلوچستان کې دوو وسله‌والو پېښو اته کسان وژلي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

د پاکستان د بلوچستان په خضدار او ګوادر ولسوالیو کې په دوو جلا وسله‌والو پېښو کې اته کسان وژل شوي. په خضدار کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي، او په ګوادر کې وسله‌والو د ملي لوژستیکي ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي.

د خضدار ولسوالۍ د وډه سیمې اوسېدونکي وايي، د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې د واده د مراسمو پر مهال ډزې شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او د اووه کلن شهزیب په ګډون څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل په خپله ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې پېښه د یار محمد سونارو په کلي کې شوې ده. نوموړي ویلي، په سیمه کې د واده لپاره چمتووالی نیول کېده، خو د پېښې له امله هغه کور د ماتم پر کور بدل شوی دی.

د پېښې د قربانیانو خپلوانو او ځايي اوسېدونکو د اعتراض په توګه د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې او د پېښې د پلټنې او د مسولینو د محاسبې غوښتنه یې کړې ده.

تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دغې پېښې د څرنګوالي او د سردار اختر مېنګل د ادعاوو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

بل لور ته، د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د پاکستان ـ ایران پولې ته څېرمه په یوه وسله‌وال برید کې د ملي لوجیسټيک ادارې څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د جمعې په ورځ د جیوني تحصیل څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې، د «۲۵۰» په نوم سرحدي سیمې ته څېرمه شوې ده. پولیس وايي، نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر یوه پک‌اپ موټر ډزې وکړې چې له امله یې په موټر کې سپاره څلور واړه کسان ووژل شول.

پولیس زیاتوي چې بریدګرو وروسته موټر هم سوځولی او له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د ملي لوجیستیک ادارې کارکوونکي وو او له هغوی سره موجودې نغدې پیسې هم د بریدګرو له لوري وړل شوې دي.

پولیسو د وژل شویو کسانو په توګه د پنجاب د لیه ولسوالۍ ۲۴ کلن غلام مصطفیٰ، د شیخوپورې ولسوالۍ ۳۴ کلن صنم مسیح، د کوټې د نوا کلي ۳۶ کلن کنول شهزاد او د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د تخت نصرتي سیمې ۲۶ کلن دانش اقبال پېژندلي دي.

د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو جسدونه د ګوادر جي‌ډي‌اې روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې له ځایه یوه موټرسایکل هم ترلاسه شوی چې ښايي د بریدګرو له ډلې پاتې شوی وي.

پولیس وايي، د برید په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

په ګوادر او شاوخوا سیمو کې په تېرو کلونو کې د غیرمحلي کارکوونکو، مزدورانو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ورته بریدونو ګڼې پېښې شوې دي چې په ځینو مواردو کې یې بلوڅ وسله‌والو ډلو مسولیت منلی دی.

بلوچستان کې د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د قلعه عبدالله بڼوالي له ستونزو سره مخ شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ په باغونو کې د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د بڼوالۍ پر چارو د ماهرو افغان کارګرانو د کمښت اغېز زیات شوی او باغداران د حاصلاتو د راټولولو او نورو موسمي کارونو پر مهال له کاري ځواک د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

ځايي بڼوال عمران کاکړ وايي، افغان کارګرانو د لسیزو په اوږدو کې د باغونو د ساتنې او کرنیزو چارو ځانګړې تجربه ترلاسه کړې وه، خو د هغوی له وتلو وروسته د کارګرانو د کمښت، ژبې د ستونزې او د لګښتونو د لوړېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي ، افغان کارګرانو له څو لسیزو راهیسې د سیمې په باغونو کې کار کاوه او د بڼوالۍ د بېلابېلو چارو عملي مهارتونه یې درلودل.

د دوی په وینا، د افغان کارګرانو ځانګړتیا دا وه چې یو ځل به ورته د یوه کار لارښوونه وشوه، وروسته به یې د ټول کال په اوږدو کې هماغه کارونه له تکراري لارښوونو پرته ترسره کول.

د کاکړ په وینا، په قلعه عبدالله کې د رومي بانجانو، زردالو او بېلابېلو سبزیو په کرنه کې د افغان کارګرانو تجربه د باغونو د تولید لپاره مهمه وه، خو د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د دغو محصولاتو کرنه په ځینو باغونو کې کمه شوې او یا هم په بشپړه توګه درېدلې ده.

عبدالناصر چې د باغوانانو قراردادي دی وايي، د افغان کارګرانو پر ځای له سند ایالت څخه راغلي کارګرو ګومارنه شوي، خو د دوی ترمنځ د ژبې او کاري تجربې ستونزې شته.

هغه وايي، افغان کارګرانو به په یوه خبره د کار طریقه درک کوله، خو نوي کارګرانو ته باید یو کار څو ځله تشریح شي او بیا هم ځینې وخت د غوښتل شوي کار پر ځای بل کار ترسره کوي.

د نوموړي په وینا، پخوا به یو افغان کارګر هغه کار په یوازې ځان ترسره کاوه چې اوس ورته څو کارګرانو ته اړتیا لیدل کېږي، ځکه نوي کارګر د باغدارۍ له چارو سره د افغان کارګرانو په کچه بلدتیا نه لري.

عبدالناصر زیاتوي، د کارګرانو د بدلون له امله د باغونو پر تولید سربېره د کار لګښتونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پخوا چې د یوه کارګر میاشتنی معاش شاوخوا لس زره کلدارې و، اوس د ورته کار لپاره تر دې درې برابره زیات لګښت ورکول کېږي.

هغه وايي، د کارګرانو د ژبې نه پوهېدل هم لویه ستونزه ده او د کار په جریان کې باید ورته د ورځې څو ځله لارښوونې تکرار شي.

د ده په وینا، له سند څخه راغلي ډېری کارګر د اردو ژبې له بشپړ درک سره ستونزه لري او له همدې امله د کار د سم ترسره کولو په برخه کې وخت او لګښت دواړه زیاتېږي.

نوموړی زیاتوي چې د کارګرانو د بدلون له امله د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ او نورو چارو لګښتونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پخوا به د باغونو په دننه کې ډېری اړوندې چارې او بسته‌بندي ترسره کېده، خو اوس ځینې چمتو توکي له بهر څخه راوړل کېږي.

هغه وايي، پخوا به د هرې پنځه یا شپږ سوه کریټونو لپاره شاوخوا پنځه یا شپږ سوه کلدارې لګښت راتلو، خو اوس دغه لګښت په ځینو مواردو کې له زر تر یوولسو سوو کلدارو پورې رسېدلی دی.

بل لور ته له سند څخه راغلي کارګر منظور احمد وايي، دوی هم د اقتصادي ستونزو له امله بلوچستان ته راغلي او هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لپاره د کار او عاید زمینه برابره کړي.

دوی وايي، په سند کې د کار فرصتونه کم دي او له همدې امله د موسمي کارونو لپاره بلوچستان ته راځي.

ځايي بڼوال وايي، که څه هم د نوي کارګرانو او ځمکوالو ترمنځ د ژبې ستونزه د وخت په تېرېدو تر یوه حده حل کېدای شي، خو هغه کاري تجربه چې افغان کارګرانو د څو لسیزو په اوږدو کې ترلاسه کړې وه، په څو میاشتو کې نه شي رامنځته کېدای.

د دوی په وینا، د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د قلعه عبدالله د باغونو په ډېرو برخو کې د تجربه لرونکو کارګرانو تشه رامنځته شوې او د سیمې بڼوال لا هم د دې تشې له اقتصادي اغېزو سره مخ دي.

ځمکوال وايي، د باغونو د تولید د دوام لپاره یوازې د کارګرانو موجودیت بسنه نه کوي، بلکې د کرنیزو چارو تجربه او د کار د طریقو پېژندنه هم مهمه ده.

په لاهور کې د طب محصلانو د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی

۲۰ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
100%

د لاهور د کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون محصلانو له دغه پوهنتونه د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړې پرضد اعتراض کړی. د پاکستان د جماعت اسلامي د محصلانو څانګې ویلي، ګڼ شمېر محصلان په پوهنتون کې راټول شوي وو او د «افغان محصلانو جبري اېستل» یې غندلي دي.

د محصلانو ادارې ویلي، چې له اغېزمنو افغان محصلانو ملاتړ کوي او د هغوی د زده‌کړو د دوام له حق څخه د دفاع لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون له هغه لومړنیو بنسټونو څخه دی، چې د پاکستان د طبي شورا حکم یې عملي کړ او له افغان محصلانو یې غوښتي چې له پوهنتونه د وتلو اړوند اداري چارې بشپړې کړي.
د راپورونو له مخې، په دغه پوهنتون کې شاوخوا ۲۰ تر ۲۲ افغان محصلان د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شوي چې د ځینو فراغت ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.

دغه اعتراضونه داسې مهال کېږي، چې د پاکستان طبي شورا وايي د افغان محصلانو د وضعیت ارزونه د هغوی د تابعیت له امله نه‌ده؛ بلکې د نوم‌لیکنې، اسنادو او د کډوالۍ له وضعیت سره تړاو لري.

د پاکستان حکومت دغه پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي و، هغه افغان محصلان چې معتبره ویزې او قانوني اسناد لري کولای شي په دغه هېواد کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړي په خپله خبري غونډه کې زیاته کړه، چې تراوسه افغانستان ته د ټولو افغان محصلانو د ستنولو په اړه پرېکړه نه‌ده شوې.

د پاکستان طبي شورا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په دغه هېواد کې تر ۲۰۰ ډېر افغان محصلان د طب په څانګو کې زده‌کړې کوي؛ خو اوس‌مهال یوازې ۲۲ کسان له دغه شورا سره ثبت دي.
د یادې شورا په وینا، له دغه ۲۲ محصلانو له ډلې ۱۴ یې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې او اته نور به راتلونکی کال فارغ شي. د نورو ۱۷۶ افغان محصلانو د وضعیت د ارزونې بهیر لاهم روان دی او وروستی شمېر به د دغه بهیر تر بشپړېدو وروسته څرګند شي.

د پاکستان طبي شورا ټینګار کړی، چې په پاکستان کې د طب د زده‌کړو لپاره د تابعیت پر بنسټ کوم بندیز نه‌شته. د یادې شورا په وینا، بهرني محصلان په هغه پوهنتونونو کې زده‌کړې کولی شي چې د یادې شورا له‌خوا تایید شوي وي؛ خو باید قانوني اسناد ولري.

خو شورا زیاته کړې، هغه محصلان چې له یادې شورا سره ثبت نه‌دي او لازم جوازونه نه‌لري؛ د پاکستان د طبي زده‌کړو په نظام کې د قانوني او ثبت شویو بهرنیو محصلانو په توګه نه‌شي پېژندل کېدای.

دغه شورا همداراز ویلي، چې یوازې د طب سند لرل دا معنا نه‌لري، چې یو کس په پاکستان کې د استوګنې، دندې یا طبابت حق لري. د شورا په وینا، هغه فارغ‌التحصیلان چې غواړي په دغه هېواد کې کار وکړي باید د مسلکي جواز ترلاسه کولو او ثبت اړوند شرایط هم بشپړ کړي.

د یادې ادارې په وینا، له اغېزمنو محصلانو سره به په «درناوي» چلند وشي او د اداري چارو د بشپړولو او افغانستان ته د بېرته ستنېدو په برخه کې به ورسره همکاري وشي.

په همدې حال کې یوشمېر افغان محصلانو د لاهور عالي محکمې ته مراجعه کړې او د پاکستان د طبي شورا حکمونه یې ننګولي او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په کېنګ اډوارډ طبي پوهنتون کې دغه اعتراض داسې مهال شوی، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر افغان محصلانو فشارونه زیات کړي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو او اېستلو بهیر یې چټک کړی دی.