ځايي بڼوال عمران کاکړ وايي، افغان کارګرانو د لسیزو په اوږدو کې د باغونو د ساتنې او کرنیزو چارو ځانګړې تجربه ترلاسه کړې وه، خو د هغوی له وتلو وروسته د کارګرانو د کمښت، ژبې د ستونزې او د لګښتونو د لوړېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاتوي ، افغان کارګرانو له څو لسیزو راهیسې د سیمې په باغونو کې کار کاوه او د بڼوالۍ د بېلابېلو چارو عملي مهارتونه یې درلودل.
د دوی په وینا، د افغان کارګرانو ځانګړتیا دا وه چې یو ځل به ورته د یوه کار لارښوونه وشوه، وروسته به یې د ټول کال په اوږدو کې هماغه کارونه له تکراري لارښوونو پرته ترسره کول.
د کاکړ په وینا، په قلعه عبدالله کې د رومي بانجانو، زردالو او بېلابېلو سبزیو په کرنه کې د افغان کارګرانو تجربه د باغونو د تولید لپاره مهمه وه، خو د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د دغو محصولاتو کرنه په ځینو باغونو کې کمه شوې او یا هم په بشپړه توګه درېدلې ده.
عبدالناصر چې د باغوانانو قراردادي دی وايي، د افغان کارګرانو پر ځای له سند ایالت څخه راغلي کارګرو ګومارنه شوي، خو د دوی ترمنځ د ژبې او کاري تجربې ستونزې شته.
هغه وايي، افغان کارګرانو به په یوه خبره د کار طریقه درک کوله، خو نوي کارګرانو ته باید یو کار څو ځله تشریح شي او بیا هم ځینې وخت د غوښتل شوي کار پر ځای بل کار ترسره کوي.
د نوموړي په وینا، پخوا به یو افغان کارګر هغه کار په یوازې ځان ترسره کاوه چې اوس ورته څو کارګرانو ته اړتیا لیدل کېږي، ځکه نوي کارګر د باغدارۍ له چارو سره د افغان کارګرانو په کچه بلدتیا نه لري.
عبدالناصر زیاتوي، د کارګرانو د بدلون له امله د باغونو پر تولید سربېره د کار لګښتونه هم لوړ شوي دي.
د هغه په وینا، پخوا چې د یوه کارګر میاشتنی معاش شاوخوا لس زره کلدارې و، اوس د ورته کار لپاره تر دې درې برابره زیات لګښت ورکول کېږي.
هغه وايي، د کارګرانو د ژبې نه پوهېدل هم لویه ستونزه ده او د کار په جریان کې باید ورته د ورځې څو ځله لارښوونې تکرار شي.
د ده په وینا، له سند څخه راغلي ډېری کارګر د اردو ژبې له بشپړ درک سره ستونزه لري او له همدې امله د کار د سم ترسره کولو په برخه کې وخت او لګښت دواړه زیاتېږي.
نوموړی زیاتوي چې د کارګرانو د بدلون له امله د کرنیزو محصولاتو د بستهبندۍ او نورو چارو لګښتونه هم لوړ شوي دي.
د هغه په وینا، پخوا به د باغونو په دننه کې ډېری اړوندې چارې او بستهبندي ترسره کېده، خو اوس ځینې چمتو توکي له بهر څخه راوړل کېږي.
هغه وايي، پخوا به د هرې پنځه یا شپږ سوه کریټونو لپاره شاوخوا پنځه یا شپږ سوه کلدارې لګښت راتلو، خو اوس دغه لګښت په ځینو مواردو کې له زر تر یوولسو سوو کلدارو پورې رسېدلی دی.
بل لور ته له سند څخه راغلي کارګر منظور احمد وايي، دوی هم د اقتصادي ستونزو له امله بلوچستان ته راغلي او هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لپاره د کار او عاید زمینه برابره کړي.
دوی وايي، په سند کې د کار فرصتونه کم دي او له همدې امله د موسمي کارونو لپاره بلوچستان ته راځي.
ځايي بڼوال وايي، که څه هم د نوي کارګرانو او ځمکوالو ترمنځ د ژبې ستونزه د وخت په تېرېدو تر یوه حده حل کېدای شي، خو هغه کاري تجربه چې افغان کارګرانو د څو لسیزو په اوږدو کې ترلاسه کړې وه، په څو میاشتو کې نه شي رامنځته کېدای.
د دوی په وینا، د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د قلعه عبدالله د باغونو په ډېرو برخو کې د تجربه لرونکو کارګرانو تشه رامنځته شوې او د سیمې بڼوال لا هم د دې تشې له اقتصادي اغېزو سره مخ دي.
ځمکوال وايي، د باغونو د تولید د دوام لپاره یوازې د کارګرانو موجودیت بسنه نه کوي، بلکې د کرنیزو چارو تجربه او د کار د طریقو پېژندنه هم مهمه ده.