ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې: په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران په ملاتړ کېږي

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي کیټ فاستر وايي، په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بریتانیا استازي کیټ فاستر وايي، په یمن کې د کړکېچ زیاتوالی د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ترسره کېږي.
فاستر زیاته کړې: «نړیواله ټولنه باید یو روښانه پیغام ولري او هغه د حوثیانو د اقداماتو پای ته رسول دي؛ د بابالمندب په څېر مهمه سوداګریزه لار له ګواښ سره نه شي مخ کېدای».
د بریتانیا استازي د حوثیانو د اقداماتو د پای ته رسولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د مهمې لارې امنیت باید له ګواښ سره مخ نه شي.

والسټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لوړپوړو سلاکارانو په خصوصي غونډو کې د ۲۰۲۹کال تر جنورۍ پورې د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه د «ایران د جګړې» د دوام احتمال ارزولی دی. دغه ارزونه د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه د ټرمپ له علني ژمنو سره په ټکر کې ده.
د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي وېنس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او یوشمېر نورو لوړپوړو چارواکو د سپینې ماڼۍ په غونډو کې ټرمپ ته ویلي، چې د ایران حکومت ښايي د امریکا د سمندري محاصرې او نورو پوځي فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.
امریکايي چارواکو والسټریټ ژورنال ته ویلي، چې دغه وضعیت ښايي جګړه د ټرمپ د ولسمشرۍ دورې تر پایه او ان د نوي ولسمشر تر لوړې وروسته هم وغځوي. دغه پټې ارزونې داسې مهال شوې، چې ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۸مه) ویلي و چې جګړه به د نومبر له منځنیو ټاکنو وروسته «سملاسي» پای ته ورسېږي؛ ځکه د ایران حکومت «نور د دوام توان نهلري».
ټرمپ په وار، وار ټینګار کړی، چې د ایران ځواکونه مات شوي او د دغه هېواد حکومت به ډېر ژر تسلیم شي؛ خو د امریکا ولسمشر ته نږدې کسان وايي چې ټرمپ په خصوصي خبرو کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتونکی دی، خو له بلې خوا د ایران د اوږدمهاله اقتصادي محاصرې ملاتړ کوي.
د ایران له حکومت سره جګړه اوس اوومې میاشتې ته غځېدلې او د دغه راپور له مخې تر دې دمه په جګړه کې ۱۸ امریکايي سرتېري وژل شوي دي.
امریکا د اوږدمهالې محاصرې لپاره چمتووالی نیسي
د ټرمپ حکومت په خپله نوې ستراتیژۍ کې هڅه کوي، له سمندري محاصرې او سختو بندیزونو سره ایران دې ته اړ باسي چې خپل اټومي پروګرام لهمنځه یوسي. د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت دغه ستراتیژي پراخو پوځي عملیاتو ته د ورتګ بدیل بللی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا وېلز ویلي، چې ټرمپ د ایران د حکومت پوځي وړتیاوې لهمنځه وړې او د «نړۍ په تاریخ کې تر ټولو پیاوړې سمندري محاصرې» او پراخو بندیزونو له لارې به د دغه هېواد پاتې اقتصاد هم فلج کړي.
د امریکايي ځواکونو حضور تر ۲۰۲۷کال پورې وغځول شو
والسټریټ ژورنال تر دې مخکې راپور ورکړی و، چې د امریکا د جګړې وزیر پیت هېګسېت په منځني ختیځ کې د مېشتو یوشمېر امریکايي ځواکونو ماموریت تر ۲۰۲۷کال پورې غځولی دی.
پنتاګون هم پلان لري، چې د هوايي دفاعي ځواکونو د ځینو واحدونو ماموریت پرته له دې چې د پای لپاره یې مشخصه نېټه وټاکل شي وغځوي. دغه واحدونه د فارس خلیج په بېلابېلو سیمو کې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره ځای پر ځای شوي دي.
په ټولییز ډول شاوخوا ۵۰زره امریکايي سرتېري په سیمه کې مېشت دي.
د قطر لومړی وزیر د پنجشنبې په ورځ تهران ته تللی او هڅه کوي د شپږ مياشتنۍ جګړې وروسته درېدلی ډيپلوماټيک بهیر بیا فعاله کړي. دا سفر په داسې وخت کې شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن اوس مهال له ایران سره خبرې نه کوي.
د روټیرز د خبر له مخي، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ نه غواړو له هغوی سره خبرې وکړو. موږ د لیدنې یا بل هر ډول ملاقات په لټه کې نه یو.»
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې سپینې ماڼۍ وویل، د تهران پر وړاندې د امریکا اقتصادي فشارونو کمپاین به تر هغه دوام ولري څو ایران په جدي او ماناداره توګه خبرو ته چمتو شي.
د لویو پوځي عملیاتو بهیر له څو اوونیو راهیسې درول شوی، خو د پراخې سولې د هوکړې یا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په برخه کې، چې د سمندري لېږد یوه مهمه لار ده ډېر لږ پرمختګ شوی دی.
ټرمپ چې په نومبر میاشت کې د کانګرس د ټاکنو له رانږدې کېدو سره په کور دننه د انرژۍ د لوړو بیو له امله تر سیاسي فشار لاندې دی، پرېکړه کړې چې پر اقتصادي بندیزونو تمرکز وکړي. خو د دغو بندیزونو جدي او پراخ پلي کول به اړ کړي چې د ایران د سوداګریزو شریکانو چین او هند پر وړاندې هم اقدامات وکړي.
رویټرز د قطر بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په تهران کې د قطر لومړي وزیر شيخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د پنجشنبې په ورځ د ايران له لوړپوړي مذاکراتي پلاوي محمد باقر قاليباف سره په خبرو کې د ډېپلوماسۍ بيا پيل غوښتنه وکړه.
په خبر کې ویل شوي، ايران په بدل کې له سيمه ييزو ګاونډيانو وغوښتل چې امريکا ته اجازه ور نه کړي د هغوی له خاورې څخه د ايران پر ضد پوځي يا اقتصادي بريدونه ترسره کړي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې د ايران د ملي امنيت عالي شورا منشي محسن رضايي د قطر لومړي وزیر ته ویلي، که واشنګټن د ايران پر وړاندې بې ځایه اقدام وکړي، تهران به د امريکا پوځي او اقتصادي ګټو ته ضربه ورسوي.
رضايي ويلي امریکا بايد پر ایران د بندیزونو پای ته رسول، تاوان ورکول او پر بندرونو د محاصرې پای ته رسولو په برخه کې ګام واخلي او د ایران دغه شرطونه پوره کړي.
رضايي وويل: «موږ پر امریکا باور نه لرو؛ هغه څو څو ځله له ډېپلوماسۍ او خبرو سره خيانت کړی دی.»
د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين لېوېټ د پنجشنبې په ورځ وويل چې ټرمپ د ايران په برخه کې «ټولې لارې لا هم پر مېز» ساتي.
هغې زياته کړه: «اوس مهال هېڅ خبرې نه دي روانې، او دا به همداسې دوام وکړي تر هغه چې ولسمشر احساس کړي کېدای شي هغوی په معنا لرونکي ډول مېز ته راشي. موږ لا تر اوسه دا نه دي ليدلي.»
د ایران د پارلمان غړي علیرضا زندیان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ وروستیو ګواښونو او د اقتصادي فشارونو نوي پړاو ته په اشارې سره ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا د دغو فشارونو د اغېزو په کمولو کې خورا مؤثره ثابتېدلی شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امریکا اوسني فشارونه تر ډېره پر رواني جګړې تمرکز لري او د کورني اقتصاد د پیاوړتیا او سیمهییزې سوداګرۍ له لارې د ماتې سره مخ کېدلی شي.
د بیجار د خلکو استازي علیرضا زندیان له «ایراف» خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې بندیزونه کومه نوې موضوع نه ده او خلک له کلونو راهیسې له دغه وضعیت سره بلد دي. هغه زیاته کړه چې د دغو فشارونو د شنډولو لپاره باید دروناټکله اقتصاد پیاوړی شي، د ریل پټلۍ شبکه پراخه شي، خصوصي سکتور او د سوداګرۍ خونې فعالې شي او د افغانستان په څېر د ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.
زندیان په خپلو خبرو کې د چین هېواد دریځ ته هم اشاره وکړه چې د اسلامي جمهوریت پر وړاندې د امریکا یو اړخیز بندیزونه په رسمیت نه پېژني او دا یې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې یو مهم فرصت وباله. نوموړي د بهرنیو چارو له وزارت او د سوداګرۍ له خونې وغوښتل چې په افغانستان کې خپل اقتصادي مصلحتین او دفترونه فعال کړي، د ګمرکي تعرفو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د چابهار، قشم، بانه او مریوان په څېر له ازادو سیمو څخه د سوداګرۍ د رونق لپاره کار واخلي.
د ایران د مجلس دغه غړي د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ د برخو پرانیستلو ته په اشارې سره وویل چې د ریل شبکې پراختیا د ایران په اووم پرمختیایي پلان کې یو اساسي هدف دی. هغه څرګنده کړه چې ایران د خپل ځانګړي جیوپولیټیک موقعیت له امله د ختیځ او لوېدیځ د نښلوونکي پُل حیثیت لري او کولی شي د منځنۍ اسیا هېوادونه ازادو اوبو او نړیوالو بازارونو ته وصل کړي، چې په دې لړ کې له افغانستان سره د ریل پټلۍ نښلول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
د تایید شویو سرچینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د هرمز تنګی د جګړې او پوځي کړکېچ له امله تړل شوی او د سپاه پاسداران سمندري ځواک وایي هر ډول تګ راتګ باید د دوی په همغږۍ ترسره شي، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د ایران د بندرونو سمندري محاصره جاري ساتلې ده.
په داسې وضعیت کې چې د قطر د مایع ګاز صادرات تر ۸۸ سلنې پورې کم شوي او د هرمز تنګي د بندېدو له امله په سیمه کې د تېلو او انرژۍ د لېږد بدیلې لارې لکه د عراق-جیهان نللیکه او نورې شبکې تر کار لاندې دي، د اسلامي جمهوریت چارواکي هڅه کوي چې له افغانستان سره د ځمکنیو او ریل پټلیو له لارې د بندیزونو او سمندري محاصرې اغېزې تر یوې کچې راکمې کړي.
هممهاله واشنګټن د ایران پر یو شمېر پانګهوالو او مالي شرکتونو هم سخت اقتصادي بندیزونه وضعه کړې دي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي د سیمې او شاوخوا هېوادونو ته خبرداری ورکړی، چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نهشي، ګنې بیا د دښمن په څېر ورسره چلند کوي. امریکا تېره اونۍ د ایران پر وړاندې د «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۸مه) اعلان وکړ، چې متحده ایالات د ایران پر وړاندې «تر ټولو درانه اقتصادي عملیات» پیلوي.
هغه دا اقدام «اقتصادي جګړه او بې سارې انزوا» وبلله او ادعا یې وکړه، چې د ایران پوځي وړتیا، د ملي پیسو ارزښت او نظامي تاسیسات یې سخت کمزوري شوي دي.
ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ، هر هغه هېواد چې د مالي موسسو، شرکتونو، هوایي ډګرونو یا دولتي ادارو له لارې د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو د مخنیوي لارې چارې برابرې کړي، له «خورا درنو اقتصادي پایلو» سره به مخ شي. هغه ټینګار وکړ، چې د تېلو قاچاق، د نغدو پیسو لېږد، صرافۍ، د بېړیو ثبتول او د پوښښي شرکتونو چارې باید سمدستي ودرول شي.
د ایران د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي د شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) وویل: «د سیمې او شاوخوا ټولو هېوادونو ته وایو چې له امریکا سره په اقتصادي جګړه کې شریک نهشي، ګنې موږ به هغوی دښمن وګڼو. موږ د جګړې د پراخولو په لټه کې نه یو، خو که د ایران شاوخوا هېوادونه له امریکایانو سره په اقتصادي جګړه کې همکاري وکړي، موږ به د هغوی ګټې په نښه کړو».
مُحسن رضایي په یوه ټلویزیوني خپرونه کې څرګنده کړه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې باید اصلاحات رامنځته شي او زیاته یې کړه: «زموږ په دفاعي ستراتیژیو کې تکامل رامنځته شوی او د جګړې له وخت راهیسې موږ په مسلسل ډول د دفاعي- سیاسي تکامل په حال کې یو او د امریکا له څو ځله مذاکراتو او د ژمنو له تر پښو لاندې کولو وروسته، باید له نړۍ سره د اسلامي جمهوریت په ډیپلوماټیک چلند کې اصلاحات رامنځته شي».
رضایي په ډاګه کړه: «نننی ایران، له جګړې مخکې ایران نهدی؛ دا خبره د پرېمانه ادعاوو لرونکې امریکا په اړه هم سمه خېژي او د ځوانانو په ذهن کې د امریکا د سوله غوښتونکي او سینګار شوي انځور بڼه بدله شوې ده».
رضایي همدارنګه وویل: «د تېر یوه کال ټولې تجربې به خامخا په راتلونکې جګړه کې وکاروو او په ډاډ سره به راتلونکې جګړه له درېیمې جګړې څخه متمایزه او توپیر ولري».
د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضایي په یاده ټلویزیوني خپرونه کې د مجتبی خامنهيي په اړه وویل، سره له دې چې هغه له ستر غم سره مخ دی او خپله کورنۍ یې له لاسه ورکړې، خو په خورا ځواکمنۍ سره یې هېواد اداره کړ او د جګړې پر وړاندې یې ترې دفاع وکړه.
رضایي زیاته کړه، چې مجتبی خامنهيي په «مېړانه» د ډیپلوماسۍ او جګړې په ډګر کې حاضر شو او سرلوړی ترې بهر راووت.
د ملي امنیت شورا منشي زیاته کړه: «هغه پرېکړه چې رهبرۍ د تجربه لرونکو قوماندانانو د راتګ په اړه وکړه، په دې معنا ده، چې موږ به خامخا په راتلونکې جګړه کې دا تجربې وکاروو».
رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه لارې چارې څېړلي، چې پر ایران د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره یې کارولی شي. دا موضوع وروسته له هغې لا ډېره مهمه شوې، چې واشنګټن پر تهران د تر ټولو سخت او بې ساري «اقتصادي عملیاتو» له پیلولو خبر ورکړی دی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، واشنګټن به ډېر ژر د تهران پر وړاندې داسې اقدامات وکړي، چې د ده په وینا، «تر دې وړاندې نهوي لیدل شوي».
له دې سر ه سم، د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا منشي مُحسن رضايي ګواښ کړی، که اقتصادي جګړه روانه وي، تهران چمتو دی په سیمه کې د امریکا د تېلو او اقتصادي شرکتونو ګټې په نښه کړي او د هر هغه هېواد ګټې به هم په نښه کړي چې په دغو بندیزونو کې ونډه واخلي.
د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د حکومت له مهمو غوراویو څخه یو دا دی چې د چین هغه خپلواک نفتچاڼي په نښه کړي چې په «ټيپاټ» یا «چاینایي چاینې» مشهور دي. دغه نفتچاڼي د چین د ټول نفتچاڼۍ ظرفیت شاوخوا یوه پر څلورمه برخه جوړوي.
چین د ایران د صادراتي تېلو له ۸۰ سلنې څخه ډېره برخه اخلي او د چین خپلواک نفتچاڼي د دې سوداګرۍ ډېره برخه جذبوي. له همدې امله، دغه نفتچاڼي د امریکا د ثانوي بندیزونو له ګواښ سره مخ کېدای شي. خو شنونکي وايي، دغه نفتچاڼي د امریکا له مالي نظام سره د محدودو اړیکو له امله تر یوه بریده د بندیزونو پر وړاندې خوندي دي.
پر چینايي بانکونو بندیزونه او ورسره تړلې ستونزې
د واشنګټن بل غوراوی پر سترو چینايي بانکونو د ثانوي بندیزونو لګول دي. د امریکا د خزانې وزارت تر دې مخکې د چین دوو سترو بانکونو ته خبرداری ورکړی وو، که د دوی له مالي نظامونو څخه د ایران شتمنۍ ولېږدول شي، دغه بانکونه به له بندیزونو سره مخ شي.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې پر دغو بانکونو بندیز به پر نورو سترو مالي بنسټونو هم د پام وړ مخنیوی کوونکی اغېز ولري. خو په ورته وخت کې، دا کار ښايي د بیجینګ غبرګون هم راوپاروي او لویدیځ ته د اړینو مهمو کانونو او منرالونو صادرات له ستونزو سره مخ کړي.
د ګاونډیو هېوادونو په همکارۍ د ځمکنۍ کلابندۍ سناریو
یو شمېر امریکايي او اسراییلي چارواکو د ایران د ځمکنۍ کلابندۍ مفکوره هم مطرح کړې ده. د دې طرحې پلي کول به د ایران د ګاونډیو هېوادونو، لکه عراق، ترکیې، پاکستان، افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان او ارمنستان همکارۍ ته اړتیا ولري.
ټرمپ ښايي پر پاکستان او ترکیې خپل نفوذي فشارونه د دې موخې لپاره وکاروي. پاکستان د ۱۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اسعارو د تبادلې د کرښې غوښتنه لري، په داسې حال کې چې ترکیه غواړي د اېف-۳۵ جنګي الوتکو پروګرام ته بېرته وګرځي.
خو شنونکي باور لري، چې د ایران ځمکنۍ کلابندي به ډېر ستونزمن کار وي او د دې طرحې عملي کول به له ګڼو خنډونو سره مخ شي.
د هرمز تنګي تړل کېدل
د راپور له مخې، د هرمز تنګی اوس مهال تړلی دی او د امریکا پوځ د ایران د بندرونو د سمندري کلابندۍ هڅه کوي. دغه اقدام د ایران د تېلو صادرات په عملي توګه له جدي خنډ سره مخ کړي دي.
ایران ویلي، د دې مهمې سمندري لارې د دایمي بېرته پرانېستلو شرط د تېلو پر صادراتو د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول دي.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی به «ډېر ژر» بېرته پرانیستل شي او همداراز یې په دوو څرګندونو کې هرمز تنګی د امریکا سیمه بللې ده.