رویدار حسین وایي، وروسته یې د ډزو غږ واورېد او زیاته یې کړه:«مېرمنې مې پر ما غږ وکړ چې زوی یې را وویشت. ما غوښتل له خونې ووځم، خو لوڼو مې اجازه رانکړه چې له بهر ووځم، ویل یې چې تا به هم وولي».
رویدار حسین ادعا کوي چې کور یې خوندي و او تمه یې نه لرله چې غله به یې کور ته ننوځي، خو د نوموړي په وینا، کور ته ورغلي کسان د پولیسو په یونیفورم کې وو.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زدهکړې او خواري له منځه ولاړه شي.
د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.
نوموړې وایي: «زموږ زدهکړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»
د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بېګټې شي.
فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز دی او که زموږ زدهکړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»
د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زدهکړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.
نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»
هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.
نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»
نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.
یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زدهکړو بوختې دي.
په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.
محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زدهکړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زدهکړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زدهکړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زدهکړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.
که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.
هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوهلارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.
اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.
اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نهشي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نهکوي. اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.
هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.
نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.
اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نهدي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.
د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زدهکړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.
جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.
هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.
د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زدهکړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زدهکړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.
جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»
نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.
د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زدهکړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زدهکړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.
هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.
قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.
افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زدهکړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.