• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا د کرېکټ ۷ پخوانیو لوبډلمشرانو د عمران خان د روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۳:۰۲ GMT+۱

د اسټرالیا اوو پخوانیو کرېکټ لوبډلمشرانو د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د کرېکټ لوبډلې د پخواني لوبډلمشر عمران خان د بند او روغتیا په اړه اندېښنه ښودلې او د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ته یې لیک استولی دی.

ایلن بارډر، ګریګ چیپل، ایین چیپل، بیلنډا کلارک، کیم هیوز، مارک ټیلر او سټیو وا ویلي چې دوی دا لیک د سیاسي څېرو په توګه نه، بلکې د یوه پخواني کرکټر د بند پر مهال د هغه د چلند په اړه د اندېښنې له امله استولی دی.
د کرک انفو د راپور له مخې دغو پخوانیو اسټرالیایي لوبډلمشرانو ویلي چې دوی د عمران خان پر ضد د روانو قانوني او سیاسي قضیو په اړه کوم دریځ نه لري او دا د پاکستان کورنی موضوع ده.
دوی د اسټرالیا له بهرنیو چارو وزیرې غوښتي چې د عمران خان روغتیا، طبي درملنې او له کورنۍ سره د لیدنو موضوع ته پام وکړي.
په لیک کې ویل شوي چې د دوی اندېښنه په بند کې د هر انسان له چلند سره تړاو لري او د سیاسي نظرونو له توپیر پرته له بندیانو سره مناسب چلند د بشري همدردۍ یوه اساسي موضوع ده.
دا غوښتنه داسې مهال شوې چې د یو شمېر پخوانیو نړیوالو کرکټرانو له لوري هم د عمران خان د روغتیا او په بند کې د هغه د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې شوې دي.
د اګست په میاشت کې ۲۲ پخوانیو نړیوالو کرېکټ لوبډلمشرانو له پاکستاني لومړي وزیر شهباز شریف څخه هم غوښتي وو چې عمران خان ته دې غوره طبي اسانتیاوې برابرې او د پاکستان د سترې محکمې د لارښوونو عملي کېدل دې یقیني شي.
په دغو غوښتنو کې د عمران خان د خپلو ډاکټرانو په ګډون د خپلواک طبي معاینې ترسره کول له کورنۍ سره د اوونیزو لیدنو بېرته پیلول او د طبي پلاوي د سپارښتنو له مخې د هغه ژر تر ژره درملنه شامل وو.
د اسټرالیا اوسني کپتان پټ کمنز هم د عمران خان لپاره د مناسبو طبي اسانتیاوو د برابرولو د غوښتنو ملاتړ کړی دی.
د لیک له مخې ګریګ چیپل تېره میاشت د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ څخه د دې موضوع په اړه د لیدنې غوښتنه کړې وه خو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړل شوی.
۷۳ کلن عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې د بېلابېلو قضیو له امله په بند کې دی.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

•
•
•

نور خبرونه

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۳۰ GMT+۱
100%

پاکستان کې افغان طبي محصلین وايي، د ثبت او اسنادو د ستونزې له امله یې د زده‌کړو د دوام په اړه اندېښنې زیاتې شوي او چارواکو ځینو ته سپارښتنه کړې چې خپلې ستونزې له رسنیو سره شریکې نه کړي. بل لورته محکمې د یو شمېر محصلینو د زده‌کړو د دوام لپاره لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړی دی.

د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې یو شمېر افغان طبي محصلین، چې ځینې یې د زده‌کړو وروستیو کلونو ته رسېدلي، وايي د ثبت او اسنادو د لانجې له امله یې د څو کلونو زده‌کړې له ګواښ سره مخ دي.

دوی وايي، پاکستان ته یې د تحصیلي بورسونو له لارې د راتلو لپاره ازموینې ورکړې، پوهنتونونو کې شامل شوي او تر وروستیو کلونو پورې یې زده‌کړې په عادي ډول کړې دي، خو اوس د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له لوري د ثبت موضوع راپورته شوې او د دوی د زده‌کړو د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

100%

په لاهور کې یوې افغان محصلې، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نوم نه دی ښودل شوی، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل چې دوی ته د خپلو ستونزو د رسنیو سره د نه شریکولو په اړه هم پیغامونه ورکړل شوي دي.

نوموړې وویل: «موږ ته میسجونه راغلي چې موږ باید له رسنیو سره خپل موضوعات شریک نکړو.»

هغې وویل، د لاهور د محکمې له حکم وروسته د دوی په اړه «یو څه غلط فهمي» رامنځته شوې، ځکه د هغې په وینا، د محصلینو اصلي ستونزه لا نه ده حل شوې او یوازې یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی دی.

نوموړې وویل، دوی ته ویل شوي چې د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت شوي نه دي، خو د هغې په باور دا موضوع د پاکستان د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ ستونزه ده.

نوموړې وایي: «دوی په ځای د دې چې خپل منځ کې سره همغږي شي، موږ ته یې سرخوږی جوړ کړی. د پاکستان حکومت دې له موږ سره د نورو بهرنیو زده‌کوونکو غوندې برخورد وکړي.»

هغې وویل، افغان محصلین د پاکستان بورسونو ته له غوښتنلیک او ازموینې وروسته دغه هېواد ته راغلي دي.

یاده محصله زیاتوي: «موږ د پاکستان بورسونو ته اپلای کړې، امتحان مو ورکړی، دوی راوستي یو؛ نو څنګه ممکنه ده چې د درس په منځ کې، یا په وروستیو کې چې زده‌کوونکي فارغېږي، موږ د دې ډول ستونزو سره مخ شو؟»

د زده‌کړو د درېدلو او له پاکستان څخه د وتلو ګواښ

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زده‌کړې او خواري له منځه ولاړه شي.

100%

د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.

نوموړې وايي، د دوی زده‌کړې د پای پړاو ته رسېدلې او په همدې وخت کې د دې ډول پرېکړې مطرح کېدل د افغان نجونو لپاره په ځانګړي ډول خواشینوونکي دي.

نوموړې وایي: «زموږ زده‌کړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»

د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بې‌ګټې شي.

فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز دی او که زموږ زده‌کړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»

100%

د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زده‌کړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.

نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»

هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.

نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»

نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.

یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زده‌کړو بوختې دي.

په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زده‌کړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.

رسنیو د سپټمبر په ۹مه راپور ورکړی چې یوازې په لاهور کې په دوو طبي پوهنتونونو کې ۴۳ افغان محصلینو ته د وتلو لارښوونه شوې وه چې ۲۶ یې ښځې وې.

د دغه راپور له مخې، په کینګ اډوارډ طبي پوهنتون کې ۲۲ افغان محصلین وو چې پنځه یې ښځې وې، او په فاطمه جناح طبي پوهنتون کې ۲۱ افغان ښځینه محصلینو ته د وتلو د چارو د بشپړولو لارښوونه شوې وه.

د بشري حقونو د څار سازمان بیا ویلي چې کینګ اډوارډ پوهنتون ۲۰ افغان طبي محصلین د وتلو لپاره بللي وو چې څلور یې ښځې وې. دا شمېر د پاکستان د ټولو افغان طبي محصلینو عمومي شمېر نه، بلکې د یوه مشخص پوهنتون د یوې قضیې اړوند دی.

د محکمو لنډمهاله حکمونه د افغان محصلینو د زده‌کړو دوام تضمینوي

د لاهور او سند محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې تر راتلونکو اورېدنو پورې ځنډوي.

د افغان محصلینو د حقوقي هڅو په پایله کې، لاهور او سند عالي محکمو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د اړوندو لارښوونو د عملي کېدو په اړه موقتي حکمونه صادر کړي دي.

د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د ۲۰۲۶ کال د جولای ۳۱مې او سپټمبر لومړۍ نېټې لارښوونې تر راتلونکې اورېدنې پورې ځنډولې دي.

د محکمې له حکم سره سم، په عریضه کې شامل افغان محصلین کولای شي خپلو ټولګیو ته حاضر شي، خپلې طبي زده‌کړې او علمي فعالیتونو ته دوام ورکړي او په لیلیو کې پاتې شي.

د سپټمبر په ۱۰مه د ۱۴ افغان طبي محصلینو له خوا، چې اته یې ښځې وې، لاهور عالي محکمې ته هم عریضه وړاندې شوې وه.

په سند کې بیا د سپټمبر په ۱۴مه د افغان طبي محصلینو په تړاو د دوو جلا عریضو اورېدنه شوې ده.

100%

لومړۍ عریضه وکیل جبران ناصر د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د درېیو افغان محصلینو په استازیتوب وړاندې کړې وه. محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا اړوندې خبرتیاوې د دغو محصلینو په اړه تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډولې دي.

دویمه عریضه وکیل افتخار احمد شاه د ۲۹ کسانو په استازیتوب وړاندې کړې وه چې د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو د طب او غاښونو پوهنځیو او د جناح سند طبي پوهنتون محصلین هم پکې شامل دي.

د دغو محصلینو په قضیه کې هم دپاکستان طبي او غاښونو شورااړوندې خبرتیاوې تر سپټمبر ۲۹مې پورې ځنډول شوې دي.

د وکیل جبران ناصر په وینا، چې په ایکس یې خپره کړې، د محکمې حکم هغه لارښوونې هم تر بلې پرېکړې پورې ځنډوي چې له مخې یې باید د هغو افغان محصلینو نوم‌لیکنه لغوه شوې وای چې د تحصیلي بورسونو له لارې پاکستان ته بلل شوي او اوس د ډاو پوهنتون د روغتیايي علومو په برخه کې د طب د وروستي کال زده‌کړې کوي.

د افغان محصلینو لپاره د حقوقي مبارزې پراخېدو غوښتنه

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي زکیم خان وزیر ویلي چې د پي‌ټي‌اېم اسلام‌اباد وکیلانو د افغان طبي محصلینو پر وړاندې دپاکستان طبي او غاښونو شوراد پرېکړې پر ضد د لاهور عالي محکمې د راولپنډۍ څانګې ته عریضه وړاندې کړې ده.

100%

هغه ویلي، د اسلام‌اباد د فدرال طبي کالج د افغان محصلینو لپاره به هم ورته عریضه ثبت شي.

وزیر په خپله څرګندونه کې ویلي: «زده‌کړه حق دی. عدالت حق دی. د افغان محصلینو راتلونکی باید د تبعیض قرباني نه شي.»

دپاکستان طبي شورا او اسلام‌اباد متضاد دریځونه د ثبت لانجه لا پېچلې کوي

د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وايي چې پر افغان محصلینو یې د تابعیت پر بنسټ عمومي بندیز نه دی لګولی او موضوع د ثبت او اسنادو له شرایطو سره تړاو لري.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، شورا ویلي چې له څه باندې ۲۰۰ افغان طبي محصلینو څخه د ۲۲ کسانو ثبت تایید شوی او د ۱۷۶ نورو د اسنادو د تایید بهیر روان دی.

محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زده‌کړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زده‌کړو بې‌برخې نه شي.

د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زده‌کړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: قانوني اسناد لرونکي افغان محصلین پاتې کېدای شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په خپله لومړۍ اوونیزه خبري غونډه کې وویل چې هغه افغان محصلین چې قانوني اسناد لري، کولای شي په پاکستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

100%

نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.

سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»

د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زده‌کړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.

په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زده‌کړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.

که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۳ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي د افغانستان او عراق په اړه د امریکا او اروپا پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې لوېدیځ هېوادونو د خپلو ملي ګټو له امله په افغانستان او عراق کې د جګړو پرمهال د مېلیونونه انسانانو وژلو ته زمینه برابره کړه.

اڅکزي د سردار عطاءالله خان مېنګل د تلین په مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، نړۍوال قدرتونه هغه مهال د بشري حقونو خبرې کوي چې د دوی ملي ګټې له ګواښ سره مخ نه‌وي؛ خو د خپلو ګټو له امله د نورو هېوادونو خلکو ته د درنو بشري زیانونو پروا نه‌کوي.

هغه د پاکستان د اوسني وضعیت په اړه خبرداری ورکړ، چې دغه هېواد د «ماتېدو او جوړېدو» پر دوه‌لارې ولاړ دی او که سیاسي مشرتابه له عقل او سیاسي تدبیر کار وانخلي؛ د هېواد د ماتېدو ګواښ زیاتېدای شي.

اڅکزي وویل، پاکستان د خپل تاریخ په یوه حساس پړاو کې دی او سیاسي ګوندونه باید خپله ګډه سیاسي پوهه وکاروي او داسې لاره غوره کړي چې هېواد د جوړېدو او پرمختګ پر لور ولاړ شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې باید د اساسي قانون واکمني ټینګه شي، پوځ باید له سیاست څخه ووځي او پارلمان باید د واک اصلي سرچینه وي. هغه وویل، پښتانه، بلوڅان، سندیان او پنجابيان باید د خپلو سیمو د طبیعي سرچینو او شتمنیو د حقونو خاوندان وبلل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو وپوښتل، که جنرالان د خپلو سیاسي او قانوني ستونزو د حل لپاره له پارلمانه کار اخلي؛ نو سیاسي ګوندونه ولې په پارلمان کې داسې پرېکړه نه‌شي کولای چې په هېواد کې به اساسي قانون حاکم وي او پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه‌کوي.
اڅکزي پر ښوونیزو ادارو د سیاسي فعالیتونو د محدودېدو په اړه هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې له یوې خوا په پوهنتونونو کې د محصلینو پر ټولنو او سیاسي فعالیتونو بندیزونه لګېږي؛ خو له بلې خوا پوځي مرکزونه پوهنتونونو ته محصلین وربولي او د سیاست په اړه ورته ویناوې کوي.

هغه د سند په اړه وویل، چې په کراچۍ او د سند په نورو برخو کې مېشت پښتانه د دغه ایالت د اقتصاد او پرمختګ برخه دي او د کراچۍ په جوړولو کې یې ونډه اخیستې ده. اڅکزي له سند ایالتي حکومت وغوښتل، چې له پښتنو سره له فشار او زنداني کولو ډډه وکړي او د هغوی سیاسي او مدني حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي د سویلي پښتونخوا ایالت د جوړېدو په اړه وویل، که دغه موضوع د بلوچستان د وېشلو لپاره د کومې دسیسې په توګه مطرح کېږي پښتانه یې نه غواړي؛ خو په هر ډول حل کې باید د بلوڅانو حقونه هم خوندي وي.

اڅکزي وویل، د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ باید د برابرۍ او متقابل درناوي اصل مراعات شي. هغه د پښتنو د سیاسي وضعیت په اړه وویل، چې پښتانه «مړه نه‌دي؛ بلکې ویده دي» او که د پښتنو، بلوڅانو او سندیانو مشران ګډ غږ پورته کړي، نو پښتانه به بېرته سیاسي فعالیت ته راوګرځي.

د لاهور عالي محکمې له حکم سره سره د افغان طبي محصلینو ستونزه لا نه ده حل شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۸ GMT+۱
100%

د پاکستان لاهور ایالت عالي محکمې د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام په اړه لنډمهاله حکم کړی، خو محصلین وايي لا هم بشپړ ډاډ نه لري او ځینې یې له لیلیو هم ایستل شوي دي.

د افغان طبي محصلینو مدافع وکیل جنید جبار خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، نږدې سل افغان محصلینو له نوموړي سره د خپلې ستونزې د حل لپاره اړیکه نیولې وه. د هغه په وینا، دغو محصلینو په قانوني ډول د پاکستان په طبي پوهنتونونو کې د طب پنځه کلنې زده‌کړې پیل کړې او ډېرو یې څو کاله زده‌کړې بشپړې کړې دي.

جبار خان وايي، د قضیې په لومړي پړاو کې یې د لاهور د بېلابېلو طبي پوهنتونونو د ۳۰ افغان محصلینو په استازیتوب لاهور عالي محکمې ته عریضه وړاندې کړه. په دغو محصلینو کې د کینګ اېډوارډ طبي پوهنتون، فاطمه جناح طبي پوهنتون، سیمز، امیرالدین طبي کالج او شیخ زاید طبي کالج محصلین شامل دي.

هغه وايي، د پاکستان اساسي قانون یوازې د دغه هېواد اتباعو ته بنسټیز حقوق نه ورکوي، بلکې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې له ځینو بنسټیزو حقونو برخمن دي.

د نوموړي په وینا، یاد افغان محصلین په قانوني لارو پاکستان ته تللي، په طبي پوهنتونونو کې یې داخله اخیستې او ډېرو یې معتبرې ویزې لرلې. هغه وویل، د ځینو محصلینو زده‌کړې تر څلورم او پنځم کال پورې رسېدلې وې، خو ناڅاپه ورته وویل شول چې زده‌کړې یې درول کېږي او باید له پاکستانه ووځي.

جبار خان د دې پرېکړې په اړه وویل: «که د کوم ځانګړي محصل پر وړاندې امنیتي یا قانوني ستونزه وي، باید د هغه قضیه په جلا ډول وڅېړل شي.»

نوموړي وویل، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا وکیل په محکمه کې ادعا کړې وه چې د ځینو افغان محصلینو ویزې نشته او امنیتي ستونزې هم شته؛ خو د ده په وینا، محکمې له دغو دلایلو وروسته د شورا استدلال ونه مانه او د محصلینو په ګټه یې لنډمهاله حکم صادر کړ.

د جبار خان په وینا، محکمې امر کړی چې د افغان محصلینو زده‌کړې باید ونه درول شي، له لیلیو دې ونه ایستل شي تر څو وکولای شي چې خپلو زده‌کړو ته له خنډ پرته دوام ورکړي.

هغه وايي، د محکمې له حکم مخکې د ځینو افغان محصلینو لیلیې تړل شوي، خونې یې لاک شوي او ځینو ته د پولیسو له لوري د ځورونې ګواښونه هم شوي وو.

جبار خان زیاتوي چې د محکمې له لنډمهاله حکم وروسته یو شمېر افغان محصلین بېرته خپلو تعلیمي ادارو ته ستانه شوي، خو هغه ادعا ردوي چې ګواکې یوازې د هغو افغان محصلینو د ایستلو موضوع مطرح ده چې ویزې یې پای ته رسېدلې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا پرېکړه په عمومي ډول پر افغان طبي محصلینو اغېز کوي، «که ویزې یې معتبرې وي او که نه».

محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري

په لاهور کې افغان طبي محصل دلاور خان وايي، سره له دې چې محکمې د دوی په ګټه لنډمهاله حکم صادر کړی، خو محصلین لا هم بشپړ ډاډ نه لري.

دلاور خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، تر هغه به محصلین ډاډه نه شي چې د پاکستان طبي او غاښونو شورا رسمي لیک صادر نه کړي، ځکه د نوموړي په وینا، پوهنتونونه د زده‌کړو د دوام لپاره رسمي مکتوب غواړي.

هغه وايي، افغان محصلین له لیلیو ایستل شوي او ځینې یې اوس په لاهور او ځینې نور په پېښور کې دي.

دلاور خان زیاتوي چې تر اوسه یو شمېر محصلینو ته په خپلو پوهنتونونو کې د زده‌کړو اجازه هم نه ده ورکړل شوې او د دوی اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.

هغه وویل: «موږ لا هم نه پوهېږو چې پاکستان له افغانستانه څه غواړي او د روان وضعیت له امله مو هیلې کمې شوې دي.»

د کراچۍ د طالبانو قونسلګري: د حل لپاره همکاري کوو

په همدې حال کې، په کراچۍ کې د طالبانو جنرال قونسلګرۍ ویلي چې سرپرست جنرال قونسل مولوي سید عبدالجبار تخاري د هغو افغان طبي محصلینو له یو شمېر سره لیدلي چې د عملي زده‌کړو په پړاو کې د کراچۍ په دولتي روغتونونو کې بوخت دي.

د قونسلګرۍ په وینا، افغان محصلینو له تخاري سره په پاکستان کې د افغان محصلینو د ایستلو د وروستي ضرب‌الاجل په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

قونسلګرۍ ویلي، تخاري محصلینو ته ډاډ ورکړی چې جنرال قونسلګري به د ستونزې د حل لپاره د قانوني لارو په موندلو کې له هر ډول همکارۍ ډډه ونه کړي.

افغان طبي محصلین وايي، د محکمې له لنډمهاله حکم سره سره لا هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د رسمي اقدام په تمه دي او غواړي د خپلو زده‌کړو د بشپړولو لپاره روښانه او عملي تضمین ترلاسه کړي.

په بلوچستان کې دوو وسله‌والو پېښو اته کسان وژلي

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۲۸ GMT+۱
100%

د پاکستان د بلوچستان په خضدار او ګوادر ولسوالیو کې په دوو جلا وسله‌والو پېښو کې اته کسان وژل شوي. په خضدار کې د واده پر مراسمو د ډزو له امله څلور کسان وژل شوي، او په ګوادر کې وسله‌والو د ملي لوژستیکي ادارې څلور کارکوونکي وژلي دي.

د خضدار ولسوالۍ د وډه سیمې اوسېدونکي وايي، د پنجشنبې په شپه شاوخوا لس بجې د واده د مراسمو پر مهال ډزې شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او د اووه کلن شهزیب په ګډون څو نور کسان ټپیان شوي دي.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر جان مېنګل په خپله ایکس پاڼه کې ادعا کړې چې پېښه د یار محمد سونارو په کلي کې شوې ده. نوموړي ویلي، په سیمه کې د واده لپاره چمتووالی نیول کېده، خو د پېښې له امله هغه کور د ماتم پر کور بدل شوی دی.

د پېښې د قربانیانو خپلوانو او ځايي اوسېدونکو د اعتراض په توګه د کوټې ـ کراچۍ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې او د پېښې د پلټنې او د مسولینو د محاسبې غوښتنه یې کړې ده.

تر اوسه د پاکستان امنیتي ادارو د دغې پېښې د څرنګوالي او د سردار اختر مېنګل د ادعاوو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

بل لور ته، د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د پاکستان ـ ایران پولې ته څېرمه په یوه وسله‌وال برید کې د ملي لوجیسټيک ادارې څلور کارکوونکي وژل شوي دي.

د پولیسو په وینا، پېښه د جمعې په ورځ د جیوني تحصیل څخه شاوخوا ۶۰ کیلومتره لرې، د «۲۵۰» په نوم سرحدي سیمې ته څېرمه شوې ده. پولیس وايي، نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پر یوه پک‌اپ موټر ډزې وکړې چې له امله یې په موټر کې سپاره څلور واړه کسان ووژل شول.

پولیس زیاتوي چې بریدګرو وروسته موټر هم سوځولی او له سیمې تښتېدلي دي. د پولیسو په وینا، وژل شوي کسان د ملي لوجیستیک ادارې کارکوونکي وو او له هغوی سره موجودې نغدې پیسې هم د بریدګرو له لوري وړل شوې دي.

پولیسو د وژل شویو کسانو په توګه د پنجاب د لیه ولسوالۍ ۲۴ کلن غلام مصطفیٰ، د شیخوپورې ولسوالۍ ۳۴ کلن صنم مسیح، د کوټې د نوا کلي ۳۶ کلن کنول شهزاد او د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ د تخت نصرتي سیمې ۲۶ کلن دانش اقبال پېژندلي دي.

د پولیسو په وینا، د وژل شویو کسانو جسدونه د ګوادر جي‌ډي‌اې روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې له ځایه یوه موټرسایکل هم ترلاسه شوی چې ښايي د بریدګرو له ډلې پاتې شوی وي.

پولیس وايي، د برید په اړه پلټنې روانې دي او تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

په ګوادر او شاوخوا سیمو کې په تېرو کلونو کې د غیرمحلي کارکوونکو، مزدورانو او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ورته بریدونو ګڼې پېښې شوې دي چې په ځینو مواردو کې یې بلوڅ وسله‌والو ډلو مسولیت منلی دی.

بلوچستان کې د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د قلعه عبدالله بڼوالي له ستونزو سره مخ شوې

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۳۵ GMT+۱
100%

د پاکستان د بلوچستان ایالت د قلعه عبدالله ولسوالۍ په باغونو کې د افغان کډوالو له ستنېدو وروسته د بڼوالۍ پر چارو د ماهرو افغان کارګرانو د کمښت اغېز زیات شوی او باغداران د حاصلاتو د راټولولو او نورو موسمي کارونو پر مهال له کاري ځواک د کمښت له ستونزې سره مخ دي.

ځايي بڼوال عمران کاکړ وايي، افغان کارګرانو د لسیزو په اوږدو کې د باغونو د ساتنې او کرنیزو چارو ځانګړې تجربه ترلاسه کړې وه، خو د هغوی له وتلو وروسته د کارګرانو د کمښت، ژبې د ستونزې او د لګښتونو د لوړېدو له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغه زیاتوي ، افغان کارګرانو له څو لسیزو راهیسې د سیمې په باغونو کې کار کاوه او د بڼوالۍ د بېلابېلو چارو عملي مهارتونه یې درلودل.

د دوی په وینا، د افغان کارګرانو ځانګړتیا دا وه چې یو ځل به ورته د یوه کار لارښوونه وشوه، وروسته به یې د ټول کال په اوږدو کې هماغه کارونه له تکراري لارښوونو پرته ترسره کول.

د کاکړ په وینا، په قلعه عبدالله کې د رومي بانجانو، زردالو او بېلابېلو سبزیو په کرنه کې د افغان کارګرانو تجربه د باغونو د تولید لپاره مهمه وه، خو د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د دغو محصولاتو کرنه په ځینو باغونو کې کمه شوې او یا هم په بشپړه توګه درېدلې ده.

عبدالناصر چې د باغوانانو قراردادي دی وايي، د افغان کارګرانو پر ځای له سند ایالت څخه راغلي کارګرو ګومارنه شوي، خو د دوی ترمنځ د ژبې او کاري تجربې ستونزې شته.

هغه وايي، افغان کارګرانو به په یوه خبره د کار طریقه درک کوله، خو نوي کارګرانو ته باید یو کار څو ځله تشریح شي او بیا هم ځینې وخت د غوښتل شوي کار پر ځای بل کار ترسره کوي.

د نوموړي په وینا، پخوا به یو افغان کارګر هغه کار په یوازې ځان ترسره کاوه چې اوس ورته څو کارګرانو ته اړتیا لیدل کېږي، ځکه نوي کارګر د باغدارۍ له چارو سره د افغان کارګرانو په کچه بلدتیا نه لري.

عبدالناصر زیاتوي، د کارګرانو د بدلون له امله د باغونو پر تولید سربېره د کار لګښتونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پخوا چې د یوه کارګر میاشتنی معاش شاوخوا لس زره کلدارې و، اوس د ورته کار لپاره تر دې درې برابره زیات لګښت ورکول کېږي.

هغه وايي، د کارګرانو د ژبې نه پوهېدل هم لویه ستونزه ده او د کار په جریان کې باید ورته د ورځې څو ځله لارښوونې تکرار شي.

د ده په وینا، له سند څخه راغلي ډېری کارګر د اردو ژبې له بشپړ درک سره ستونزه لري او له همدې امله د کار د سم ترسره کولو په برخه کې وخت او لګښت دواړه زیاتېږي.

نوموړی زیاتوي چې د کارګرانو د بدلون له امله د کرنیزو محصولاتو د بسته‌بندۍ او نورو چارو لګښتونه هم لوړ شوي دي.

د هغه په وینا، پخوا به د باغونو په دننه کې ډېری اړوندې چارې او بسته‌بندي ترسره کېده، خو اوس ځینې چمتو توکي له بهر څخه راوړل کېږي.

هغه وايي، پخوا به د هرې پنځه یا شپږ سوه کریټونو لپاره شاوخوا پنځه یا شپږ سوه کلدارې لګښت راتلو، خو اوس دغه لګښت په ځینو مواردو کې له زر تر یوولسو سوو کلدارو پورې رسېدلی دی.

بل لور ته له سند څخه راغلي کارګر منظور احمد وايي، دوی هم د اقتصادي ستونزو له امله بلوچستان ته راغلي او هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لپاره د کار او عاید زمینه برابره کړي.

دوی وايي، په سند کې د کار فرصتونه کم دي او له همدې امله د موسمي کارونو لپاره بلوچستان ته راځي.

ځايي بڼوال وايي، که څه هم د نوي کارګرانو او ځمکوالو ترمنځ د ژبې ستونزه د وخت په تېرېدو تر یوه حده حل کېدای شي، خو هغه کاري تجربه چې افغان کارګرانو د څو لسیزو په اوږدو کې ترلاسه کړې وه، په څو میاشتو کې نه شي رامنځته کېدای.

د دوی په وینا، د افغان کارګرانو له وتلو وروسته د قلعه عبدالله د باغونو په ډېرو برخو کې د تجربه لرونکو کارګرانو تشه رامنځته شوې او د سیمې بڼوال لا هم د دې تشې له اقتصادي اغېزو سره مخ دي.

ځمکوال وايي، د باغونو د تولید د دوام لپاره یوازې د کارګرانو موجودیت بسنه نه کوي، بلکې د کرنیزو چارو تجربه او د کار د طریقو پېژندنه هم مهمه ده.