روان کال؛ څه باندې ۶۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي
د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، د روان کال له پیل راهیسې تراوسه ۹۲زره او ۳۳۱ کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۲زره او ۲۶۵ کسانو ته رسېږي؛ په جبري توګه له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د هغه په وینا، له دې سره د روان کال له پیل راهیسې د راستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۱۷زره او ۲۴۴ کسانو ته رسېږي. د نوموړي په وینا، ۱۳۴زره او ۹۷۹ نور کسان له کورنیو پرته افغانستان ته ستانه شوي دي. فطرت وایي، له دې سره د روان کال له پیل راهیسې د راستنو شویو افغان کډوالو ټولټال شمېر ۶۱۷زره او ۲۴۴ کسانو ته رسېږي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۱۰زره او ۶۱۳ کورنۍ له ایران او ۸۱زره او ۷۱۸ له پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم ۶۷۱ افغانان له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي. له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پر دوام، د دغه هېواد طبي شورا (د وږي ۱۰مه) په یوه خبرتیا کې له افغان طبي محصلانو غوښتي وو چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
تازه د پېښور له نارټوېسټ روغتون څخه هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د ویزو د نه لرلو له امله په دغه روغتون کې د څه باندې ۲۰ ډاکټرانو او روغتیاپالو دندې ځنډول شوې دي.
طالبان د دغه کډوالو د ستنېدو شمېرې داسې مهال خپروي، چې افغانستان لا له وړاندې له یوه ژور بشري ناورین سره مخ دی او د کډوالو د بېرته ستنېدو له امله د دغه وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
د طالبانو د کډوالو چارو کمېسیون تر دې مخکې ویلي و، چې د یادې ډلې له واکمنۍ راهیسې شاوخوا اته مېلیونه افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
اقتصادي شنونکی فرید فرهنګ د افغانستان د تېلو پر بازار د نړۍوالو بدلونونو اغېز تر یوه بریده د وارداتو د لارو او سیمهییزو ستونزو له امله ګڼي. نوموړی وایي، افغانستان مخکې له ترکمنستان نه په پراخه کچه تېل پېرل؛ خو په سیمه کې روانو ترینګلتیاوو د تېلو پر لېږد اغېز کړی دی. د هغه په وینا، له عراق نه د اربیل او سلیمانیه له لارې د تېلو د لېږد ستونزې هم پر لګښتونو اغېز کوي.
فرهنګ وایي، د افغانستان بازار ته ډېری وخت د ټیټ کیفیت تېل واردېږي او له همدې امله د هرمز تنګي وضعیت پر افغانستان مستقیم اغېز نهشي لرلی؛ خو د منځني ختیځ روانه جګړه او له ترکمنستان او عراق نه د تېلو د لېږد ستونزې د بیو د لوړېدو له لاملونو بلل کېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی، د تېلو د بیو دوامداره لوړوالی ښايي د ترانسپورټ ترڅنګ د ګڼو نورو توکو او خدمتونو پر بیو هم اغېز وکړي. بلخوا د شنونکو په وینا، د نړۍوالو بیو او سیمهییزو ترینګلتیاوو د دوام په صورت کې ښايي په افغانستان کې د تېلو بیې لا هم لوړې شي.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې افغان زده کړیالان اندېښه لري چې افغانستان ته په ستنېدو به یې د کلونو زدهکړې او خواري له منځه ولاړه شي.
د سند په ډاو پوهنتون یوې افغان محصلې، چې د امنیتي دلایلو له امله یې مستعار نوم «ډاکټره فاطمه» ښودل شوی، وویل چې تر اوسه له لیلیې نه دي ایستل شوي، خو ورته سپارښتنه شوې چې یا ځانونه د پاکستان له طبي او غاښونو شورا سره ثبت کړي او یا له پاکستانه ووځي.
نوموړې وایي: «زموږ زدهکړې نورې اخیر دي او په دې وخت کې داسې پرېکړه له افغان نجونو سره ناانصافي ده.»
د هغې په وینا، که افغان محصلین افغانستان ته ستانه شي، د کلونو هڅې به یې بېګټې شي.
فاطمه زیاتوي: «زموږ خواري افغانستان ته په ګرځېدو له منځه ځي. په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز دی او که زموږ زدهکړې بشپړې نه شي، نو ټوله خواري مو له منځه ځي.»
د پښتونخوا د خیبر د غاښونو طب پوهنځي یوه افغان محصله، چې د زدهکړو په وروستیو کلونو کې ده، هم د امنیتي دلایلو له امله له نوم ښودلو پرته وايي، د ثبت موضوع باید د محصلینو پر ځای د پوهنتونونو او اړوندو ادارو مسولیت وای.
نوموړې وویل: «د پاکستان حکومت افغان محصلینو ته بهانه جوړه کړې. دوی وایي چې د پاکستان له طبي شورا سره باید موږ راجسټر شو. دا کار اصلاً زموږ نه دی، دا د پوهنتون او د یاد وزارت دی.»
هغې وویل، که محصلین د ثبت لپاره شورا ته مراجعه هم وکړي، د ویزې ستونزه ورسره مخ ده.
نوموړې وایي: «فرض کړه موږ د پاکستان طبي شورا ته د ثبت لپاره لاړو؛ اول خو پاکستان افغانانو ته ویزه نه ورکوي. که موږ ورته ووایو چې غواړو راجسټر شو، نو دوی به معتبره ویزه غواړي، له کومه یې کړو؟»
نوموړې وايي، د لاهور د محکمې حکم د خیبر پښتونخوا د محصلینو وضعیت نه دی روښانه کړی او دوی لا هم د نامعلوم برخلیک په حالت کې دي.
یاده زدکړیاله وایي: «موږ تر اوسه په ځوړند حالت کې یو او هره شېبه زموږ د ویستلو پرېکړه کېدای شي. د افغان محصلینو غم باید وخوړل شي.»
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په پنجاب کې شاوخوا ۵۰ افغان نجونې، په سند کې شاوخوا ۴۰ او په خیبر پښتونخوا کې هم یو شمېر افغان نجونې په طبي او نورو زدهکړو بوختې دي.
په طبي برخه کې ۱۴ افغان محصلینو خپلې زدهکړې بشپړې کړي، اته نور تمه ده راتلونکی کال فارغ شي، او د نورو ۱۷۶ محصلینو د ثبت او اسنادو د ارزونې بهیر روان بلل شوی دی.
محصلین بیا وايي، د ثبت ستونزه د پوهنتونونو او اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوع ده او دوی باید د خپلو زدهکړو په وروستیو کلونو کې د داسې اداري ستونزې له امله له زدهکړو بېبرخې نه شي.
د پاکستاني چارواکو او رسنیو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۷ زره افغان محصلین په پاکستان کې په پوهنتونونو او مسلکي کالجونو کې زدهکړې کوي، خو د ښځینه محصلینو د دقیق شمېر په اړه تازه رسمي احصایه نه ده خپره شوې.
نوموړي وویل، تر اوسه داسې پرېکړه نه ده شوې چې ټول افغان محصلین دې بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.
سجاد حیدر خان وویل: «هغه افغان محصلین چې قانوني ویزې لري، کولای شي په پاکستان کې پاتې شي.»
د بهرنیو چارو وزارت دا دریځ دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت له موضوع سره په داسې حال کې مطرح کېږي چې یو شمېر افغان طبي محصلین وايي، دوی د زدهکړو په منځ یا د فراغت په درشل کې له داسې ستونزې سره مخ شوي چې د دوی د راتلونکي په اړه یې جدي اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې توګه د افغان طبي محصلینو د قضیې اصلي اختلاف د درېیو موضوعاتو پر محور راڅرخي: دپاکستان طبي او غاښونو شوراد ثبت او اسنادو غوښتنې، د محصلینو د زدهکړو د دوام حق او د پاکستان د حکومت د قانوني ویزو لرونکو افغان محصلینو په اړه رسمي دریځ.
که څه هم لاهور او سند عالي محکمو تر اوسه د اړوندو محصلینو لپاره موقتي حقوقي خوندیتوب برابر کړی، خو د محصلینو په وینا د دوی اساسي ستونزه لا نه ده حل شوې او د قضیې وروستۍ پرېکړې ته سترګې په لار دي.
کندهار کې د درملو ټولنې پخواني مسوولان وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده. د کندهار، روزګان او زابل ولسوالیو یوشمېر ناروغان وايي، روغتیايي مرکز ته له رسېدو وروسته یې هم د درملنې ستونزه نه ختمېږي؛ ځکه ډېری وخت د عادي درملو په ګډون «کینول، سرنج او نور طبي توکي» په روغتیايي مرکزونو کې نه پیدا کېږي او ناروغان اړ کېږي چې له بازاره یې په خپل شخصي لګښت وپېري.
د کندهار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته ځو؛ خو هلته چې درمل نه وي، بیا مو بازار ته پسې استوي، د یوې کینول او عادي درملو لپاره هم باید له خپل جېب څخه پیسې ورکړو؛ که څوک پیسې ونه لري، ناروغ یې همداسې پاتې کېږي، په دولتي مرکزونو کې یې هم د درملو د نشتوالي له امله درملنه نهکېږي».
کندهار کې د درملو د ټولنې پخواني مسوولین وایي، که څه هم دامهال پر قاچاقي لارو له پاکستان نه د درملو راوړل تر پخوا زیات شوي؛ خو بیا هم په بازار کې د درملو بیه لوړه ده او په ګڼو دولتي روغتیايي مرکزونو کې درمل هیڅ ناروغ ته نه ورکول کېږي.
روغتیايي سرچینې وایي، د موسسو د ملاتړ او تمویل له کمښت سره په ګڼو سیمو کې روغتیايي خدمات هم محدود شوي او د ولسوالیو ناروغان تر ډېره د کندهار ښار او نورو لویو مرکزونو ته مراجعه کوي.
په روزګان کې بیا د لرو پرتو سیمو خلک وايي، د درملو له کمښت سره د خرابو لارو او د ټرانسپورټ لوړ لګښت ستونزه لا جدي شوې ده. د دوی په وینا، له یوې خوا ناوړه اقتصادي وضعیت او بل خوا پر خرابو لارو تر کندهار یا بل ځایه پورې تګ ناروغان نور هم له سختو ستونزو سره مخ کوي.
د روزګان د چورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی امیر محمد وايي: «زموږ په ولسوالۍ کې اکثره وخت درمل نه وي، پخوا به یې ناروغ ته یو دوې ګولۍ ورکولې؛ خو اوس هغه لا نهشته. ناروغ باید ترینکوټ ته یا کندهار ته یوسو. لاره خرابه ده، موټر په سختۍ پیدا کېږي او کرایه یې هم لوړه ده، په شخصي روغتون کې د درملنې توان نهلرو، په هغه جنګونو کې لا داسې حالت نهو راباندې راغلی».
د کندهار ترڅنګ هلمند او زابل هم د پراخو غرنیو سیمو، خرابو لارو او لرو پرتو ولسوالیو له امله له ورته ستونزې سره مخ دي. په دې سیمو کې د درملو کمښت یوازې د یوه ناروغ د درملنې ستونزه نهده؛ بلکې د ماشومانو، امېندواره ښځو او بېړنیو ناروغانو ژوند هم اغېزمنوي.
د دغه سیمو اوسېدونکي وایي، کله چې په ولسوالۍ یا لرو پرتو سیمو کې درمل نهوي، ناروغ لومړی د موټر کرایه برابروي، بیا ښار ته سفر کوي او وروسته د شخصي روغتون، درملو او لابراتوار لګښتونه ورکوي چې دغه لګښت دوه سلنه خلک هم نهشي برابرولای.
په سویلي ولایتونو کې د درملو او روغتیايي خدمتونو کمښت هغه مهال لا جدي شو، چې د روغتیا په برخه کې د یوشمېر نړۍوالو او مرستندویه موسسو فعالیتونه کم یا محدود شول.
د تمویل کمښت د طالبانو لهخوا پر بشري او روغتیايي فعالیتونو لګېدلي محدودیتونه، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کاري چاپېریال تنګول او نور اداري او عملیاتي خنډونه هغه لاملونه بلل کېږي چې د روغتیايي پروګرامونو پر دوام یې اغېز کړی دی.
له دې سره په ځینو ولسوالیو کې د درملو، طبي وسایلو او نورو لومړنیو روغتیايي خدمتونو کمښت زیات شوی او هغه کورنۍ چې د شخصي درملنې توان نهلري، له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.