شمالي وزیرستان کې وسلهوالو نښتو ځایي اوسېدونکي له خپلو سیمو بېځایه کړي

د شمالي وزیرستان په زرکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. د نښتو له امله ډیری کورونه ویجاړ شوي او ځایي اوسېدونکي اړ شوي ترڅو خپلې سیمې پرېږدي.

د شمالي وزیرستان په زرکي سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي. د نښتو له امله ډیری کورونه ویجاړ شوي او ځایي اوسېدونکي اړ شوي ترڅو خپلې سیمې پرېږدي.
د زرکي سیمې ځايي اوسېدونکي محب الله وزیر افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې له تېرو څو ورځې راهیسې په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسلهوالو ترمنځ سخته ډزې او نښتې روانې دي.
د هغه په وینا، د نښتو له امله د سیمې عادي ژوند ګډوډ شوی او ښځې، ماشومان او سپین ږیري د خوندي سیمو پر لور کډه شوي دي.
محب الله وزیر وايي، د نښتو پر مهال ډیری کورونه زیانمن شوي او ګڼې کورنۍ اړ شوې چې خپل کورونه، سامان او د کار وسایل پرېږدي.
هغه زیاتوي چې بېځایه شوې کورنۍ د اوسېدو ځای، خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته بېړنۍ اړتیا لري.
دوی وایي چې له نامعلوم ځای څخه هاوان مرمۍ توغول کېږي او د دوی پر کورونو لګېږي. د هاوان مرمیو د لګېدو له امله د دوی کورونو ته درانه زیانونه اوښتي او د سیمې خلک له سختې وېرې او اندېښنې سره مخ دي.
د سیمې اوسېدونکو د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره سمدستي اقدامات وکړي او زیانمنو کورنیو ته د خوړو، خېمو، درملو او نورو لومړنیو اړتیاوو اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی همداراز غوښتنه کړې چې د زیانمنو کورونو د مالکانو تاوانونه جبران او د حالاتو له ښه کېدو وروسته د بېځایه شویو کورنیو د خوندي ستنېدو لپاره زمینه برابره شي.
زیانمنو کورنیو ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او نورو بشري مرستندویه ادارو هم د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.
د نښتو او اوښتو زیانونو په اړه تر اوسه په خپلواکه توګه تایید ترلاسه شوی نه دی.

د سویلي وزیرستان په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د تړل کېدو ګواښونو او پر ځینو ښوونیزو مرکزونو د بریدونو له امله د زرګونو نجونو د زدهکړو بهیر اغېزمن شوی. چارواکي وايي، که دا خراب امنیتي وضعیت همداسې دوام وکړي نو د ۱۰ زرو څخه د ډېرو زدهکوونکو پر زدهکړو به اغېز وکړي.
د رسمي شمېرو له مخې په سویلي وزیرستان لوېر کې ۱۸۴ دولتي او له ۱۸ ډېر خصوصي د نجونو ښوونځي شته چې زرګونه زدهکوونکې پکې زدهکړې کوي.
د سویلي وزیرستان لوېر مرستیال کمېشنر مسرت زمان افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته تایید کړې چې د ولسوالۍ په ځینو سیمو کې ناپېژاندو وسله والو د نجونو ښوونځیو ګواښونه کړي دي.
د نوموړي په وینا، په اغېزمنو ښوونځیو کې لومړني، منځني او لېسې شاملې دي. هغه وویل چې د وضعیت د ارزولو او ښوونځیو ته د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره له اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي.
مسرت زمان زیاته کړه چې د امنیتي وضعیت د ارزونې لپاره د ولسوالۍ د استخباراتي او امنیتي کمېټې غونډه هم رابلل شوې ده. په دې غونډه کې به د ښوونځیو پر امنیت د زدهکړو د بیا پیل او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د اقداماتو په اړه بحث وشي.
د سویلي وزیرستان پولیسو مرستیال مشر نادر وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د برمل، واڼا او توی خولې په ځینو سیمو کې د نجونو ښوونځیو ته د ګواښونو ورکړل شوي دي.
نوموړي وویل چې تر اوسه د هېڅ کومې ډلې له خوا په رسمي ډول نه لیکلی او نه ویډیويي بیان خپور شوی او مسؤلیت په رسمي ډول چا نه دی منلی او د هېڅ ښوونځي ادارې هم رسمي شکایت نه دی ثبت کړی.
بلخوا، د واڼا په ځینو سیمو کې د شپې له خوا ښوونیزو مرکزونو ته د چاودېدونکو توکو له لارې د زیان رسولو پېښې هم ثبت شوې دي. په اغېزمنو ښوونځیو کې د اعظم ورسک دولتي لېسه او د جنان کوټ دولتي د نجونو لېسه هم شامل دي.
د جنان کوټ د نجونو لېسې زدهکوونکې اقصی وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د وروستۍ چاودنې له امله د ښوونځي ودانۍ زیانمنه شوې او د څه باندې ۴۰۰ زدهکوونکو پر زدهکړو یې اغېز کړی دی.
اقصی وزیر چې د لسم ټولګي ازموینه یې ورکړې غواړي خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي خو په سیمه کې د نجونو لپاره د لوړو زدهکړو فرصتونه محدود دي او امنیتي وضعیت د زدهکوونکو او د هغوی د کورنیو لپاره جدي اندېښنه ده.
نوموړې وايي; که په سیمه کې ښوونیز مرکزونه فعال نه شي زدهکوونکې به اړې شي چې د زدهکړو د دوام لپاره ډیره اسماعیل خان او نورو ښارونو ته ولاړې شي.
د زدهکوونکې اقصی وزیر پلار عظمت الله وزیر افغانستان انټرنیشنل - پښتو ته ویلي چې د خپلو لوڼو د زدهکړو ترڅنګ د هغوی امنیت هم د کورنیو لپاره تر ټولو لویه اندېښنه ده.
هغه وویل، کورنۍ غواړي لوڼې یې زدهکړې وکړي او د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه وکړي خو که ښوونځي تړلي وي او امنیتي وضعیت ښه نه شي نو د ماشومانو هره ورځ ښوونځي ته لېږل به د مور او پلار لپاره ستونزمن شي.
عظمت الله وزیر زیاته کړه چې د سیمې عادي کورنیو ته په لرې پرتو ښارونو کې د خپلو لوڼو د زدهکړو زمینه برابرول اسانه نه دي ځکه د استوګنې، سفر او نورو لګښتونو توان نه لري.
نوموړي وویل؛ د ښوونځي تړل کېدل یوازې د یوې ودانۍ تړل کېدل نه دي بلکې د یوې ټول نسل د زدهکړو او راتلونکي د اغېزمنېدو معنا لري.
ځايي ټولنیز فعالان وايي چې په سویلي وزیرستان کې د نجونو زدهکړې له وړاندې هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د ښوونځیو کموالی، د ښوونکو نشتوالی، اوږده واټنونه، امنیتي اندېښنې او د لوړو زدهکړو د مرکزونو محدود شمېر هغه ستونزې دي چې د نجونو د زدهکړو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د روښانه راتلونکي په نوم خیریه بنسټ مشره ګل نساء وزیرې غوښتنه کړې چې زیانمن شوي د نجونو ښوونځي دې ژر بېرته ورغول شي او د زدهکوونکو د زدهکړو لړۍ دې په هېڅ صورت ونه درول شي.
نوموړې وايي چې حکومت باید یوازې د ښوونځیو د ودانیو پر بیارغونه بسنه ونه کړي بلکې د نجونو لپاره د خوندي ښوونیز چاپېریال د ښوونکو د شتون او دوامدارې څارنې لپاره هم عملي پلان جوړ کړي.
د هغې په وینا؛ که اوسنی وضعیت دوام وکړي تر ټولو ډېر زیان به هغو نجونو ته ورسېږي چې له وړاندې د زدهکړو له محدودو فرصتونو سره مخ دي.
ګل نساء وزیره وايي چې په ځانګړې توګه د لېسې او لسم ټولګي په کچه د زدهکړو اغېزمنېدل به د نجونو لوړو زدهکړو ته لاسرسی نور هم محدود کړي.
په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اندېښنو له امله په بېلابېلو ولسوالیو کې کابو هره اونۍ ګرځبندیز لګېږي چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند او په ځانګړي ډول د ښوونځیو د زدهکوونکو او ښوونکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی. سیمهییز قومي مشران وايي، چې د ناامنیو سزا باید ماشومانو ته ورنهکړل شي.
په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي اندېښنو له امله په وزیرستان، خیبر، مومند، باجوړ او نورو قبایلي سیمو کې وخت ناوخت ګرځبندیز لګېږي. د ګرځبندیز له امله نه یوازې د عامو خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کېږي بلکې ښوونځیو ته د زدهکوونکو او ښوونکو تګ راتګ هم محدودېږي.
د خیبر ولسوالۍ د یوه ښوونځي مدیر فاروق شاه افغانستان انټرنشنل- پښتو وویل، چې د ګرځبندیز له امله زدهکوونکي او ښوونکي نهشي کولای په عادي ډول ښوونځيو ته تګ راتګ وکړي او له دې سره د ماشومانو د زدهکړو مهم وخت ضایع کېږي.
هغه وايي: «زما په ښوونځي کې شاوخوا زر ماشومان زده کړې کوي، خو د ګرځبندیز له امله د هغوی تعلیمي بهیر په مستقیم ډول اغېزمن شوی دی».
فاروق شاه له حکومت او سیمهییزې ادارې غواړي، چې د ګرځبندیز پر مهال دې ښوونځیو ته د تلونکو زدهکوونکو او ښوونکو لپاره ځانګړې اجازه ورکړل شي، څو د ماشومانو زدهکړې په بشپړه توګه ونهدرېږي.
هغه وړاندیز کوي، چې زدهکوونکو ته دې د ښوونځي په یونیفورم او بکس سره د تګ راتګ اجازه ورکړل شي او د امنیتي پوستو لپاره دې د زدهکوونکو او ښوونکو د پېژندلو روښانه تګلاره جوړه شي.
د نوموړي په وینا، د دولتي او خصوصي ښوونځیو ښوونکو ته باید ځانګړې پېژندپاڼې ورکړل شي، څو هغوی یې په امنیتي پوستو کې له ښودلو وروسته ښوونځیو ته د تګ اجازه ترلاسه کړي.
هغه وايي: «د ماشومانو پر راتلونکي رحم وکړئ او له زده کړو یې مه محروموئ».
نوموړی زیاتوي، چې په قبایلي سیمو کې لا له وړاندې د ناامنیو له امله کاروبار او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی او که د ماشومانو زدهکړې هم په پرلهپسې ډول وځنډېږي، نو د هغوی راتلونکی به هم له جدي ستونزو سره مخ شي.
فاروق شاه وايي: «امنیت مهم دی، خو د ماشومانو د تعلیمي راتلونکې ساتنه هم باید د امنیتي اقداماتو ترڅنګ د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي».
هغه ټینګار کوي، چې د قبایلي سیمو ماشومان باید د اوسنیو امنیتي حالاتو له امله له زدهکړو بې برخې نهشي.
نوموړي وویل، چې د ماشومانو زدهکړې او راتلونکی د ټولنې لپاره مهم دی او په اوسنیو حالاتو کې د ښوونځیو د زده کړو روان ساتل د حکومت او ټولنې ګډ مسوولیت دی.
سیمهییز قومي مشر ملک شېر زمان افغانستان انټرنشنل- پښتو وویل، چې د وسلهوالو ډلو فعالیتونو او پرلهپسې ناامنیو تر ټولو ډېر عام خلک اغېزمن کړي او د ماشومانو پر زدهکړو یې هم مستقیم منفي اغېز کړی دی.
هغه وايي، چې په خیبر کې پرلهپسې ګرځبندیز او نامعلوم وضعیت د ماشومانو لپاره ښوونځي ته تګ هم په یوه ستونزمن او خطرناک کار بدل کړی دی.
د هغه په وینا، ماشومان کله ناکله څو څو ورځې ښوونځیو ته نهشي تللی چې له امله یې د هغوی په زدهکړو کې لویه تشه رامنځته کېږي او تعلیمي راتلونکی یې له خطر سره مخ کېږي.
نوموړي پر حکومت سختې نیوکې وکړې او څرګنده یې کړه، که دولت خپلو خلکو ته امنیت او ماشومانو ته د زده کړو زمینه نه شي برابرولی، نو خلک به د خپل راتلونکي په اړه له کومه ډاډ ترلاسه کړي؟
ملک شیر زمان وايي، چې د حکومت مسوولیت یوازې د اعلانونو تر کچې محدود نهدی بلکې باید داسې خوندي چاپېریال رامنځته کړي چې ماشومان وکولای شي له وېرې پرته ښوونځیو ته لاړ شي.
هغه ټینګار کوي، چې د خیبر ماشومانو ته باید د ناامنیو، ګرځبندیز او اداري کمزوریو له امله سزا ورنهکړل شي او د وسلهوالو د فعالیتونو بار باید پر ماشومانو ونه اچول شي.
د نوموړي په وینا، حکومت باید د دایمي سولې، د خلکو د خوندیتوب او د ښوونځیو د فعالیتونو د دوام لپاره عملي ګامونه واخلي؛ ځکه که اوسنی وضعیت دوام وکړي د قبایلي سیمو د یوه بشپړ نسل د زده کړو او راتلونکي د زیانمنېدو وېره شته.
د یادونې وړ ده، چې په خيبرپښتونخوا کې د بېلابېلو لاملونو لهمخې، شاوخوا ۴،۹ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته نهځي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې مېشت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان پښتانه وايي، په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د یادو ایالتونو پښتانه هم نیول کېږي. په دوی کې د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او د کډوالو لپاره په جوړ شوي کمپ کې ده.
په کراچۍ کې د افغان کډوالو د نیولو پر مهال د بي بي ګل په نوم د پاخه عمر يوه مېرمن هم نیول شوې او دا مهال د نیول شویو کډوالو لپاره په جوړ شوي هغه کمپ کې ده چې له دغه ځایه بیا کډوال افغانستان ته لېږدول کېږي.
د نیول شوې مېرمنې زوی عبدالغفور افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د کوېټې د ګوالمنډۍ اوسېدونکي دي او له ډېرې مودې راهیسې په کراچۍ کې مېشت دي.
د خپلې مور د نیولو په اړه یې وویل: «مور مې فقیر کالونۍ ته یوې کوژدې ته ورغلې وه، هلته د شپې رېنجرو (نیمهپوځي ځواک) چاپه وهلې وه، زما مور یې هم له نورو خلکو سره نیولې ده».
هغه زیاته کړه، چې مور یې د سپټمبر په لومړۍ نېټه نیول شوې، لومړی د پولیسو حوزې او بیا د کډوالو لپاره جوړ شوي کمپ ته لېږدول شوې او اوس هم هلته ده.
هغه وویل، چې دوی ټول د پاکستان پېژندپاڼې لري، خو بیا هم نیول کېږي.
هغه زیاته کړه، «زه زارۍ ورته کوم چې مور مې پرېږدي، خو ځکه مې نه مني چې زه پښتون یم، د دې هېواد اوسېدونکی یم. زه، زما پلار، مور او زما نیکه د دې هېواد دي».
عبدالغفور وویل، چې ټول اسناد لري، خو له دې سره سره نیول کېږي او اوس نه پوهېږي چې چېرته ولاړ شي.
هغه زیاته کړه، چې اوس یې د خپلې مور لپاره محکمې ته عریضه کړې او وکیل یې نیولی، څو د عدالت له لارې یې مور له کمپ څخه خوشې شي.
د نیول شویو پاکستانیانو خپلوان وايي، دوی د خپلو کورنیو د غړو د خوشې کولو لپاره له یوه اوده بهیر څخه تېرېږي، په دفترونو کې ګرځي، وکیلان نیسي او تر محکمو پورې رسېږي.
د بي بي ګل وکیل محمد ظاهر افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې یاده مېرمن د شک پر بنسټ له افغان کډوالو سره یو ځای نیول شوې او ده یې ټول پاکستاني اسناد محکمې ته وړاندې کړي دي.
نوموړي وویل،چې د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۷۰ داسې پاکستانیان چې اسناد لري، په کمپ کې دي او ډېر یې له دوو تر دریو اونیو پورې کېږي چې همدلته دي.
هغه زیاته کړه، په کراچۍ کې ډېری د بلوچستان پښتانه نیول کېږي ځکه دده په وینا، د دوی جامې او لهجه د کندهار خلکو ته ورته دي.
افغانستان انټرنشنل پښتو ته د افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ او اړوندو ادارو یو تن مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ډېرو کسانو جعلي پېژندپاڼې جوړې کړې دي او هر څوک چې د شک پر بنسټ ونیول شي، د پاکستان د ملي احصایې او ثبت ادارې (نادرا) او اړوندو سیمهییزو چارواکو له لارې یې اسناد تاییدېږي او بیا خوشې کېدای شي.
الجزیره ټلوېزیوني شبکه وایي، د پاکستان د بلوچستان ایالت په پښتونمېشتو سیمو کې د وسلهوالو بریدونو کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده. تر څو میاشتو وړاندې پورې دغه سیمې د بلوچستان په نورو برخو کې له وسلوالو ډلو سره له نښتو او بریدونو څخه تر ډېره خوندي پاتې وې.
خو اوس په دغو سیمو کې د پاکستاني طالبانو تحریک او بلوڅو وسلوالو د فعالیتونو له زیاتېدو سره په دې ایالت کې د ناامنۍ د لا نوو سیمو ته د غځېدو اندېښنې هم ډېرې شوې دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، د بلوچستان په ۱۱ پښتونمېشتو ولسوالیو کې د ۱۴۰۴ کال له مرغومي څخه د ۱۴۰۵ کال تر غويي پورې د وسلوالو ډلو له خوا هېڅ برید نه و ثبت شوی. خو د ۱۴۰۵ کال له غبرګولي راهیسې په دغو سیمو کې لږ تر لږه ۱۳ بریدونه شوي دي.
د وږي په لسمه، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د پشین ولسوالۍ په زیارت کراس سیمه کې یې پر یوه ګمرکي مرکز د پاکستاني طالبانو تحریک پورې اړوندو کسانو برید شنډ کړی دی. په دې نښته کې څو بریدګر او شپږ امنیتي سرتېري او د ګمرک کارکوونکي وژل شوي دي.
د وږي په دولسمه، وسلوالو کسانو د زیارت ولسوالۍ څخه د نیمهپوځي ځواکونو د یوه کاروان د ستنېدو پر مهال کمین ورته نیولی و. یوه پولیس افسر چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، الجزیرې ته وویل چې په دغه برید کې له ۱۲ څخه ډېر نیمهپوځي سرتېري وژل شوي دي.
یوه بلوڅه وسلواله ډله د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته، خو د پاکستان پوځ په رسمي توګه د وژل شویو کسانو دغه شمېر نه دی تایید کړی.
یوه ورځ وروسته، د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل چې د کوټې په لمنو کې د شبان په سیمه کې د شپنیو عملیاتو پر مهال یې ۲۶ وسلوال وژلي دي.
په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو زیاتوالی
د پاکستاني طالبانو تحریک په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان په شمالي سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي. شنونکي وايي چې دغه ډله له ۱۳۹۸ کال راهیسې هڅه کوي چې په بلوچستان کې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
د پاکستاني طالبانو تحریک مشر نور ولي محسود تر دې مخکې د بلوڅو له وسلوالو ډلو سره د ائتلاف د امکان په اړه هم خبرې کړې وې.
د «ان-۵۰» لویه لار دغه سیمې د کوټې له لارې د خیبر پښتونخوا له جنوبي وزیرستان سره نښلوي. جنوبي وزیرستان د پاکستاني طالبانو د تحریک له مهمو فعالیتي مرکزونو څخه دی او همدا سیمه د دې ډلې د رامنځته کېدو له سیمو څخه هم ګڼل کېږي.
اوس بلوچستان د ناامنۍ له پلوه تر خیبر پښتونخوا هم مخکې شوی دی. د پاکستان د جګړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، د روان لمریز کال په ډېرو میاشتو کې په بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې تر خیبر پښتونخوا ډېرې وې او دغه ایالت د پاکستان تر ټولو له تاوتریخوالي ډک ایالت ګرځېدلی دی.
د سرطان په میاشت کې په بلوچستان کې ۲۵ بریدونه ثبت شوي چې ۱۰۲ کسان یې وژلي دي.
دغه بنسټ په شمالي بلوچستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د فعالیتونو زیاتوالی د امنیتي وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه بللی دی.
د پاکستان پوځ هم په بلوچستان کې خپل عملیات زیات کړي دي. دغه پوځ د وږي په دیارلسمه وویل چې د مستونګ، سیبي، کوټې او کلات په ولسوالیو کې یې د ترسره شویو عملیاتو پر مهال د پاکستاني طالبانو د تحریک او بلوڅو وسلوالو ډلو ۴۸ غړي وژلي دي.
په پښتونمېشتو سیمو کې د بریدونو زیاتېدو دا احتمال هم راپورته کړی چې ښايي د پاکستاني طالبانو تحریک او د بلوچستان د آزادۍ پوځ ترمنځ همغږي موجوده وي.
سیاسي شنونکي رفیعالله کاکړ الجزیرې ته ویلي چې د بلوچستان د آزادۍ پوځ له خپلو دودیزو سیمو څخه بهر د فعالیتونو پراخول ښيي چې د دغهې ډلې د فعالیت ساحه پراخېږي او له دې سره دا پوښتنې هم راپورته کېږي چې ایا د دواړو ډلو ترمنځ «همغږي یا لنډمهاله ګډه همکاري» شته که نه.
خو ځینې شنونکي د دواړو ډلو ترمنځ د مستقیمې همکارۍ په اړه شک لري.
په کوټه کې امنیتي شنونکي رحیم نصار ویلي چې د دواړو ډلو ترمنځ ژورې ایډیالوژیکې اختلافونه شته او ښايي هره ډله په بېلابېلو سیمو کې له شته فرصتونو څخه په خپلواکه توګه ګټه واخلي.
د ناامنۍ پایلې یوازې د امنیتي ځواکونو تر مرګژوبلې محدودې نه دي پاتې شوې، بلکې د بلوچستان مهمې سوداګریزې او ترانسپورټي لارې یې هم ګډې وډې کړې دي.
د بلوچستان د باروړونکو موټرو د خاوندانو د ټولنې مسؤولانو ویلي چې «ان-۴۰» او «ان-۲۵» لویې لارې، چې تفتان له کوټې او کوټه له کراچۍ سره نښلوي، په تېرو څلورو میاشتو کې نږدې په بشپړه توګه د تګ راتګ لپاره له کاره لوېدلې دي.
د هغوی په وینا، له ۱۰۰ څخه ډېر باروړونکي موټر سوځول شوي او دوه موټرچلوونکي وژل شوي دي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر هم ویلي چې د دې خونې شاوخوا ۹۰ سلنه سوداګریز فعالیتونه درېدلي دي.
د بلوچستان د پښتونمېشتو سیمو ارزښت
د بلوچستان پښتونمېشتې سیمې له افغانستان سره ګډه پوله لري او له همدې سیمو څخه د بلوچستان، خیبر پښتونخوا، ایران او کراچۍ ترمنځ مهمې تګ راتګ لارې هم تېرېږي.
په دغو سیمو کې د ناامنۍ پراخېدل کولای شي پر پوله د خلکو پر تګ راتګ او د سیمې پر سوداګرۍ اغېز وکړي.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې پر افغان طالبانو فشار زیات کړی او څو ځله یې ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي په افغانستان کې پټنځایونه لري.
افغان طالبان دا ادعا ردوي.
په همدې وخت کې د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله د پاکستاني طالبانو له تحریک سره تړلې نښتې هم زیاتې شوې دي.
د پاکستان پوځ د وږي په دولسمه وویل چې د دغه تحریک ۱۵ غړي یې هغه مهال وژلي چې غوښتل یې له افغانستان څخه شمالي وزیرستان ته واوړي.
د بلوچستان د پښتونمېشتو سیمو په نوو وسلوالو ډلو د فعالیت پر یوه مرکز بدلېدل ښيي چې د ناامنۍ لمن له خیبر پښتونخوا څخه د بلوچستان نورو برخو ته هم د پراخېدو په حال کې ده.
دغه وضعیت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو او سوداګریزو لارو امنیتي ارزښت هم لا زیات کړی دی.
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، ترهګري یوازې د یوه ایالت ستونزه نه ده، بلکې د ده په وینا د دولتي تګلارو پایله ده چې بیه یې له څو لسیزو راهیسې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک پرې کوي.
ایمل ولي خان په یوه بیان کې ویلي، په پنجاب کې د امنیت پر شتون هېڅ نیوکه نه لري خو د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خلک هم باید په هغه اندازه خوندي وي څومره چې د پنجاب او اسلام اباد اوسېدونکي دي.
هغه وویل، د ترهګرۍ پر وړاندې د دولت او واکمنې طبقې په چلند کې د ده اعتراض د هغه څه پر وړاندې دی چې دی یې دوهګونی چلند بولي. د نوموړي په وینا، هغه تګلارې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان یې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ کړي د سیمو له خلکو سره له مشورې پرته جوړې شوې دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر پوښتنه کړې چې د ترهګرو د روزنې مرکزونه د کومو تګلارو په پایله کې جوړ شول او ترهګرې ډلې چا رامنځته، پیاوړې او روزلې او د خپلو ګټو لپاره یې ترې کار اخیستی دی.
هغه دا هم پوښتنه کړې چې په پاکستان کې د روانې ترهګرۍ ملاتړ چا او د کومو موخو لپاره یې کړی دی.
ایمل ولي خان وویل کله چې په تېرو وختونو کې دغه ډول تګلارې جوړېدې د عوامي نېشنل ګوند مشرانو د دغو سیاستونو له احتمالي پایلو خبرداری ورکړی و.
د هغه په وینا، باچا خان او ولي خان هغه مهال خبرداری ورکړی و چې که په افغانستان کې د روانې جګړې اور له پاکستان څخه تود وساتل شي نو یوه ورځ به یې لمبې د پاکستان تر کورونو هم ورسېږي.
نوموړي وویل، د دغو خبرداریو پر ځای چې جدي پام ورته وشي د عوامي نېشنل ګوند مشران له بېلابېلو تورونو او نومونو سره مخ شول.
ایمل ولي خان ادعا کړې چې کله عوامي نېشنل ګوند د ترهګرۍ پر وړاندې په میدان کې و او د ځانمرګو بریدونو له ګواښ سره مخ و هغه مهال اوسنی وزیراعظم شهباز شریف د پنجاب وزیراعلی و او د نوموړي په وینا له ترهګرو غوښتل شوي وو چې په پنجاب کې بریدونه ونه کړي.
هغه وویل، که نن پنجاب هم د ترهګرۍ له ګرمۍ سره مخ دی نو د خیبر پښتونخوا له خلکو دې وپوښتل شي چې دوی له څو نسلونو راهیسې له دې بحران سره مخ دي.
د عوامي نېشنل ګوند مشر تور ولګاوه چې دولت له تېرو تجربو څخه زده کړه نه ده کړې او نن هم خیبر پښتونخوا د اسلام اباد د ګټو لپاره قرباني کېږي.
هغه وویل، مخکې له دې چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان ملامت کړل شي باید د هغو تګلارو حساب ورکړل شي چې له امله یې ټوله سیمه له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخ شوې ده.
ایمل ولي خان غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ او تېرو دولتي تګلارو په اړه د ټولو اړوندو کسانو بې له توپیره حساب واخیستل شي که هغوی له سیاست، عدلیې، پوځي ادارو یا رسنیو سره تړاو ولري. ټول اړوند کسان باید د تاریخ محکمې ته وړاندې شي او د دوی اصلي رول دې د خلکو مخې ته روښانه کړل شي.