• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملاشیرین ټولو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د کارکوونکو «سیرت او صورت پر سنتو» برابر کړي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۸:۵۶ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو والي ملاشیرین د یادې ډلې په اداري مجلس کې د ادارو له مسوولینو غوښتي، چې د ټولو کارکوونکو «سیرت او صورت پر سنتو» برابر کړي. هغه ټینګار کړی، چې په کمېټو او کمېسیونونو کې دې د باور وړ کسانو ته ځای ورکړل شي.

طالب والي ملاشیرین د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) له خپلو دولتي مامورینو او مسوولینو سره په ناسته کې ټینګار کړی، چې رسمیاتو ته مه ګورئ او د خلکو خدمت وکړئ.

تېره اونۍ د کندهار یوشمېر ښاریانو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته شکایت کړی و، چې د طالبانو په ادارو کې یې کارونه په ځنډ ترسره کېږي او ان په ځینو ادارو کې د ستونزو د حل لپاره ورځې انتظار کوي.

اوس د طالبانو والي له خپلو مامورینو غوښتنه کړې: «تاسو ټولو ته نن ورځ الله‌ د خدمت کولو ډېر ښه فرصت درکړی؛ نو کوښښ وکړئ، چې د دغه ځورېدلي ولس خدمت په ښه توګه ترسره کړئ».

ملاشیرین په دغه ناسته کې ټینګار کړی، چې د ادارو د مهمو چارو لپاره په کمېټو او کمېسیونونو کې د باور وړ کسانو ته ځای ورکړي. نوموړي همداراز د ادارو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپلو ادارو اړوند د ټولو کارکوونکو «سیرت او صورت پر نبوي سنتو» برابر کړي.

د هغه په خبره، د اوسني وضعیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړل شوې او «موږ د خلګو سره د شریعت د تطبیق ژمنه کړې ده». کندهار ښاریانو په وار، وار غوښتنه کړې، چې طالبان دې په ادارو کې د خلکو د ستونزو د حل لپاره لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۵

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان د جګړو هېر شوي قربانیان؛ معلول شوي ماشومان لاهم د جګړې بیه پرې کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۱۹ GMT+۱
100%

د «سکای نیوز» په یوه راپور کې په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو هغه قربانیان ښودل شوي، چې د جګړو له پای ته رسېدو وروسته هم د خپلو ټپونو، د عزیزانو له لاسه ورکولو او د ناچاوده توکو له ګواښ سره ژوند کوي.

راپور د هلمند د بیارغونې مرکز کې د جګړې د قربانیانو وضعیت انځوروي، چې په‌کې پخواني طالب جنګیالي، ملکي وګړي او ماشومان د مصنوعي غړو او نورو درملنو لپاره په اونۍ کې په ټولیز ډول شاوخوا ۹۰۰ کسان مراجعه کوي.
د راپور له مخې، عبدالرحمان یوازې پنځه کلن و چې د اوسپنې راټولولو پرمهال پر ماین وخوت او دواړه پښې یې له لاسه ورکړې. اوس چې نږدې ۱۱ کلن شوی، د مصنوعي پښو په مرسته ګرځي او له ورزش سره یې ځانګړې مینه پیدا کړې ده.
راپور کاږي، لاهم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ځمګې د جګړو پر ناچاوده توکو ککړې دي او د دغه توکو ګڼ قربانیان ماشومان دي. د مرستو د کمښت له امله د ماین پاکۍ ګڼې پروژې هم په ټپه درېدلې دي.
په راپور کې ویل شوي، افغانستان د ناچاوده توکو له امله د نړۍ له هغه هېوادونو دی چې د ملکي تلفاتو کچه په‌کې لوړه ده. د مصنوعي غړو د جوړولو په کارخونه کې هم د جګړې د قربانیانو لپاره د درملنې او مصنوعي غړو جوړولو چارې روانې دي.
راپور د هلمند د سنګین ولسوالۍ د جګړو یادونه هم کوي؛ هغه سیمه چې په‌کې برتانوي او امریکايي ځواکونو، افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو او ملکي وګړو درانه تلفات ورکړي دي.
د سیمې یو اوسېدونکی قدرت‌الله وايي، هغه ۱۶ کلن و چې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې یې پلار او تره ووژل شول. نوموړي ادعا کړې، چې هغوی د یوه ټپي ګاونډي د مرستې لپاره ورغلي وو او وسله‌وال نه وو.
قدرت‌الله وايي، له پېښې وروسته یې کشر ورور له طالبانو سره یوځای شو او په جګړه کې ووژل شو. نوموړي د جګړې د قربانیانو لپاره د عدالت غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې د خپلو عزیزانو وژل به هېڅکله هېر نه‌کړي.
په راپور کې د یوې بلې کورنۍ د ۱۱ کلنې نجلۍ د وژل کېدو کیسه هم راغلې ده. د هغې مور وايي، لور یې هغه مهال د بهرنیو ځواکونو د یوې اډې له سیمې څخه د تېښتې پر مهال په ډزو ووژل شوه.
راپور همداراز د میدان وردګ ولایت د طالبانو د سیمه‌ییزو چارواکو څرګندونې راخیستې دي. د طالبانو یو چارواکي پر رسنیو غږ کړی، چې د افغانستان د وضعیت رښتینی راپور وړاندې کړي او د طالبانو او ښځو په اړه د نورو هېوادونو ادعاوې ناسمې دي.
د راپور په یوې برخه کې هغه د خبریالې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د برتانوي او امریکايي ځواکونو د وژلو له امله پښېمانه نه‌دی او ادعا یې کړې چې د ناټو ځواکونو د عملیاتو له امله ګڼ ملکي وګړي وژل شوي وو.
راپور د جګړې د هوايي بریدونو له قربانیانو څخه د اسدالله کیسه هم رااخلي. هغه ۱۵ کلن و، چې د ډرون په برید کې یې کور په نښه شو، ۱۳ کلن ورور یې ووژل شو او خپله اسدالله سخت ټپي شو او یوه پښه یې له لاسه ورکړه.
نوموړی وايي، شاوخوا ۴۵ ورځې یې په هلمند کې د برتانوي ځواکونو په کمپ باستین روغتون کې درملنه وشوه او سرتېرو ورته ویلي وو چې کور یې په تېروتنه په نښه شوی دی. اسدالله وايي، یوازې بښنه د ده د ژوند د بېرته جوړېدو لپاره بسنه نه‌کوي؛ ځکه هغه خپله پښه، رواني ارام او د ژوند ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.
سره له دې، راپور د افغانستان د ځوانانو د هڅو او بریاوو بېلګې هم وړاندې کوي. عبدالله منصور چې د افغانستان د ناستې باسکټبال لوبغاړو له ډلې دی، په اته کلنۍ کې د ماین له چاودنې وروسته یې خپله پښه له لاسه ورکړې وه. هغه وايي، په لومړیو کې یې هیله له لاسه ورکړې وه؛ خو اوس د ورزش له لارې نورو معلولو ماشومانو ته الهام ورکوي.
راپور زیاتوي، ځوان لوبغاړي غواړي ښځینه معلولې ورزشکارې هم په سیالیو کې برخه واخلي؛ خو د طالبانو د اوسنیو محدودیتونو له مخې ښځې له ورزش او لوړو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي.

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۱۹ GMT+۱
100%

د «پي‌بي‌اېس نیوز» په ځانګړي راپور کې د افغانستان د شل کلنې جګړې درېیو بېلابېلو اړخونو «پخواني افغان کومانډو، د امریکا پخواني سرتېري او یو پخواني طالب جنګیالي» سره مرکې شوې دي.

دوی که څه هم د جګړې په بېلابېلو لیکو کې وو؛ خو د جګړې له پای ته رسېدو کلونه وروسته لاهم د هغې له اغېزو، قربانیو او پایلو سره مخ دي.
محمد چې د امنیتي دلایلو له امله یې نوم بدل شوی، د افغانستان د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی دی. نوموړی وايي، له امریکایي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه د طالبانو او داعش پر ضد عملیات کړي وو؛ خو تر ۲۰۲۱کال وروسته پټ ژوند ته اړ شوی دی.
هغه وايي: «په څو کلنې جګړه کې مو خپل ملګري له لاسه ورکړل، هر څه مو له لاسه ورکړل. هغه څه چې مو د دغه هېواد لپاره وکړل، اوس یې درد د ټول عمر لپاره راسره پاتې دی. داسې ښکاري چې هر څه بې‌ګټې وو».
د نوموړي په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه د خپلې پخوانۍ دندې له امله د څار او نیولو له وېرې پټ ژوند کوي او په دوامداره توګه له یوه ځایه بل ځای ته لېږدېږي. محمد وايي: «اوسنی ژوند مو یوازې انتظار دی؛ هغه انتظار چې کله به مو پیدا کړي او ژوند به مو پای ته ورسېږي».
بلخوا براین ریپي چې د امریکا د پوځ پخوانی ډاکټر دی او د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې وايي، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو د هغه نسل د پوځیانو ژوند بدل کړ.
هغه وايي، کله چې افغانستان ته ولاړ، ورو ورو یې په ذهن کې دا پوښتنه پیدا شوه چې د دوی د جګړې موخه څه وه او د هغو افغانانو او طالبانو اړیکه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو سره څه وه چې دوی ورسره جګړه کوله.
ریپي د خپلو وژل شویو ملګرو یادونه کوي او وايي، لا هم د جګړې خاطرې ورسره ژوندۍ دي. هغه وايي: «ډېر کسان چې زما په عمر وو او دلته یې جګړه کړې وه، اوس افغانستان ته ګوري او ویني چې طالبان واکمن دي. دا احساس پیدا کېږي، چې موږ خپل کلونه قربانۍ او ژوند د داسې څه لپاره مصرف کړل چې پایله یې هېڅ نه وه».
په راپور کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مهاجر فراهي خبرې هم را اخیستل شوې دي. هغه چې د شل کلنې جګړې پرمهال د طالبانو په لیکو کې جنګېده، وايي د طالبانو واک ته رسېدل د اوږدې مبارزې پایله ده.
فراهي ویلي: «کله چې امریکا جګړه پیل کړه، تر ټولو بده ورځ وه؛ خو تر شلو کلونو جګړې وروسته مو هېواد ازاد کړ او دا زموږ د قربانیو حاصل دی». هغه له امریکا غوښتي، چې پر افغانستان بندیزونه لرې کړي او له طالبانو سره عادي سیاسي او اقتصادي اړیکې پیل کړي.
راپور کاږي، د جګړې له پای ته رسېدو پنځه کاله وروسته هم د جګړې د دواړه خواوو ډېری غړي د خپلو قربانیو او د هغې جګړې د پایلو په اړه پوښتنې لري. راپور کې راغلي، چې افغانستان د سپټمبر یوولسمې بریدونو وروسته په بشپړه توګه بدل شو؛ خو شل کاله وروسته طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او د جګړې له پای څخه د کلونو په تېرېدو سره لاهم ګڼ افغانان او پخواني بهرني سرتېري له دې پوښتنې سره مخ دي: «دا هر څه د څه لپاره وو؟»

د خوړو نړۍوال پروګرام: اقتصادي وده د افغانانو د ژوند د ښه‌والي لپاره بسنه نه‌کوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۱
100%

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپل تازه راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصاد لاهم د کورنۍ تقاضا، کرنې، صنعت او د راستنېدونکو کډوالو په مرسته محدوده وده کوي؛ خو دغه وده په هغه اندازه چټکه نه‌ده، چې د نفوس له زیاتوالي سره برابره شي او د خلکو پر ژوند د پام وړ مثبت اغېز وکړي.

د راپور له مخې، بې‌وزلي، د عاید محدود فرصتونه، د لومړنیو خدماتو کمښت او د خوړو ناامني لاهم د افغان کورنیو د اقتصادي مقاومت وړتیا کمزورې کړې ده. راپور کاږي، افغانستان لاهم د خوراکي او غیرخوراکي توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی او همدې چارې د هېواد بازارونه د سیمه‌ییزو سوداګریزو ستونزو او نړۍوالو بیو بدلونونو پر وړاندې زیانمن کړي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶کال په جولای کې د انفلاسیون کچه ۷.۵ سلنې ته رسېدلې وه او د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه هم اووه سلنه ثبت شوې ده. راپور ښيي، چې د روغتیا، استوګنې او ترانسپورټ لګښتونه د تېرکال پرتله د پام وړ لوړ شوي او دغه چاره د خلکو پر ورځني ژوند فشار زیاتوي.
د معلوماتو له مخې، د ډیزلو بیه په اګست میاشت کې ۳.۳ سلنه لوړه شوې او د تېرکال پرتله ۱۵ سلنه زیاته ده. همداراز د کیمیاوي سرو بیې هم د پام وړ لوړې پاتې دي، د یوریا سرې بیه د تېرکال پرتله ۳۵ سلنه او د ډي اې پي سرې بیه ۱۵ سلنه لوړه شوې ده.
راپور زیاتوي، د خوراکي توکو په بازارونو کې د وريجو، غوړیو او غنمو بیې لاهم د تېرکال پرتله لوړې دي. د معلوماتو له مخې، د شوله‌یي وریجو بیه ۳۲ سلنه، د پلوي وریجو بیه ۲۵ سلنه، د غوړیو بیه ۱۱ سلنه او د غنمو بیه ۱۴ سلنه لوړه شوې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام د کار بازار وضعیت هم اندېښمن بللی دی. د راپور له مخې، یو عادي مزدور په اوونۍ کې په اوسط ډول یوازې دوه ورځې کار مومي او لاس‌باړه یې ۳۰۸ افغانۍ ده.
راپور زیاتوي، چې د دغه عوایدو پر بنسټ یوه مزدوره کورنۍ یوازې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوراکي کڅوړې نیمایي لګښت پوره کولی شي. د معلوماتو له مخې، په نورستان کې د یو مزدور میاشتنی عاید یوازې د خوړو د کڅوړې ۱۷ سلنې لګښت پوره کولو توان لري؛ په داسې حال کې چې په بغلان کې دغه کچه ۹۴ سلنې ته رسېږي.
راپور ښيي، چې د خوړو نړۍوال پروګرام د مرستې کڅوړې منځنۍ بیه په اګست میاشت کې ۵زره او ۴۱۰ افغانیو ته رسېدلې چې د تېر کال پرتله درې سلنه لوړوالی ښیي.
د خوړو نړۍوال پروګرام د ارزونې له مخې، که څه هم افغانۍ په وروستیو میاشتو کې د ډالرو پر وړاندې پیاوړې شوې او د تبادلې منځنۍ کچه د یو ډالر په بدل کې ۶۵.۴ افغانۍ ثبت شوې؛ خو د ترانسپورټ لوړ لګښتونه، سوداګریزې ستونزې او نړۍوالې لوړې بیې د دغه مثبت اغېز لویه برخه له‌منځه وړي.
راپور خبرداری ورکوي، د کم کاري فرصتونه، د خوړو لوړې بیې، د کرنې د تولید لګښتونو زیاتوالی او دوامداره بې‌وزلي لاهم د مېلیونونه افغانانو د خوړو خوندیتوب او معیشت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.

افغان محصلان: په پوهنتونونو کې تر منلو وروسته هم ترکیه تحصیلي ویزې نه‌راکوي

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۳ GMT+۱
100%

یوشمېر افغان محصلان وايي، سره له دې چې د ترکیې له پوهنتونونو یې منل لیکونه ترلاسه کړي او اړین پړاوونه یې بشپړ کړي؛ خو په کابل کې د ترکیې سفارت د دوی د تحصیلي ویزو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره د پوهنتون د منلو اسناد او د ویزې ردېدو فورمې شریکې کړې دي. دوی وايي، د پوهنتونونو د منلو، د اسنادو برابرولو او د ویزې غوښتنلیک لپاره یې د وخت ضایع کېدو ترڅنګ ډېرې پیسې لګولې دي؛ خو اوس د زده‌کړو فرصت د لاسه ورکولو له ګواښ سره مخ دي.

د وړاندې شویو اسنادو له مخې، دغه محصلانو د ترکیې د یدي‌تپه پوهنتون، خلیج پوهنتون او کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون څخه منل لیکونه ترلاسه کړي دي. په یوه لیک کې چې د خصوصي یدی‌تپه پوهنتون اړوند دی، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ ښوونیز کال لپاره د سوداګرۍ مدیریت په څانګه کې د یوه افغان محصل منل تایید کړي او ورته ۵۰ سلنه بورس هم په پام کې نیول شوی دی.

د خلیج پوهنتون له‌خوا یو بل محصل ته ورکړل شوی منل لیک ښيي، چې نوموړی د استانبول په دغه پوهنتون کې د انجینرۍ پوهنځي د انګلیسي ژبې سافټویر انجینرۍ څانګې ته په رسمي ډول منل شوی دی. په یوه بل لیک کې د کیلیس ۷ ارالیک پوهنتون هم د یوه محصل لپاره د لېسانس په کچه د الهیات په څانګه کې د نوم‌لیکنې لپاره منل لیک لېږلی دی.

د دغه لیکونو نېټې ښيي، چې ځینو محصلانو د ۲۰۲۶کال په جون او جولای میاشتو کې د پوهنتونونو د منلو اسناد ترلاسه کړي دي. د دوی د ویزو د رد اسناد بیا شاوخوا له یوې میاشتې تر ۴۰ ورځو وروسته صادر شوي دي.

د ترکیې پوهنتونونو له‌خوا منل، د ویزې صادرېدو معنا نه‌لري. غوښتونکي له منل کېدو وروسته باید د ویزې اړوند نور پړاوونه هم بشپړ کړي، چې په ترکیه کې د اوسېدو پرمهال د مالي توان ثابتول او د جرمي سابقې نه‌لرل هم په‌کې شامل دي.

دغه ځوانان وايي، تمه یې لرله چې د پوهنتون د منل لیک او د اړینو اسنادو له بشپړولو وروسته به یې غوښتنلیکونه په پوره روڼتیا وڅېړل شي. د ویزې په هغه ردپاڼو کې چې دغه ځوانانو له افغانستان انټرنشنل سره شریکې کړې، د غوښتنلیک د ردولو کوم روښانه لامل نه‌دی ذکر شوی. په سند کې یوازې لیکل شوي: «د غوښتونکي د ویزې غوښتنلیک له مناسبې ارزونې وروسته د نه منلو وړ تشخیص شوی او د ویزې لپاره ورکړل شوی فیس هم بېرته نه ورکول کېږي».

لږترلږه پنځه هغه ځوانان چې د ویزې غوښتنلیکونه یې رد شوي، د ردېدو لامل په اړه د وضاحت غوښتنه کوي. دوی وايي، غوښتونکی باید پوه شي چې د هغه په غوښتنلیک کې ستونزه د اسنادو له کومې برخې یا شرایطو سره تړاو لري.

یو بل هغه ځوان چې د ویزې غوښتنلیک یې رد شوی، له ترکیې سفارت څخه یې د خپلې دوسیې د بیا ارزونې غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي، مسوول چارواکي باید دغه موضوع وڅېړي او که د غوښتونکو اسناد بشپړ وي؛ نو وړو کسانو ته دې ویزې صادرې شي.

افغانستان انټرنشنل د دغه محصلانو د ویزې غوښتنلیکونو د ردېدو او د تحصیلي ویزو د ارزونې بهیر په اړه د ترکیې سفارت د نظر ترلاسه کولو لپاره په کابل کې له دغه سفارت سره اړیکه نیولې؛ خو د دغه خبر تر خپرېدو پورې یې کوم ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

یوه هندۍ سېلانۍ چې په افغانستان کې له محرم پرته ګرځېدو کې له ستونزو سره مخ ده

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۰:۰۰ GMT+۱
100%

هندۍ سیلانۍ آرونیمای ای‌پي وایي، په بامیانو کې طالبانو هغه مهال ودروله چې یوازې یې سفر کاوه او هېڅ نارینه ملګری ورسره نه و. نوموړې زیاتوي، طالبانو ورته ویلي چې د مقرراتو د ماتولو له امله باید ونیول شي. هغه وایي،‌ کابل کې له هند سفارت سره یې تر اړیکې وروسته ستونزه هواره شوه.

ارونیمای ای‌پي په ټولنیزو شبکو کې له هند سفارت څخه غوښتي وو چې د هغې د مرستې لپاره لاس په کار شي. نوموړې د سې‌شنبې په ورځ ولیکل: «زه په خوندي ځای کې یم».

ارونیمای ای‌پي شاوخوا شپږ کاله کېږي چې په یوازې ځان بېلابېلو هېوادونو ته سفر کوي. هغه په انسټاګرام کې شاوخوا ۱.۲میلیونه او په یوټیوب کې له ۷۳۰ زرو ډېر کسان تعقیبوي.

د انډین اکسپرېس ورځپاڼې د راپور له مخې، دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې تېره میاشت افغانستان ته تللې او د وږي میاشتې له پنځمې نېټې راهیسې په یوازې ځان د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفر کوي.

د نوموړې په وینا، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د هغې شتون، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د ښځو د لږ حضور له امله، د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

آرونیمای وایي، د دوشنبې په ماښام په یوه باروړونکي موټر کې بامیانو ته ورسېده. کله چې له موټر څخه ښکته شوه، د طالبانو یو شمېر ځواکونه ورغلي او د سفر اسناد یې ترې غوښتي دي.

د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازه‌لیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.

ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه په‌کې نه ورکول کېږي».

هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».

دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلال‌اباد کې هم د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.

ارونیمای غواړي افغانستان پرېږدي او ازبکستان ته ولاړه شي، خو وایي چې په لاره کې د طالبانو له امنیتي پوستو څخه د تېرېدو په اړه اندېښنه لري.

طالبانو له واک ته د بېرته رسېدو راهیسې د ښځو پر تګ راتګ او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون پراخ محدودیتونه لګولي دي. افغانې ښځې د ښارونو او ولایتونو ترمنځ د سفر لپاره د محرم له لرلو سره مخ دي او په یوازې ځان د ښځو د سفر د مخنیوي په اړه د بېلابېلو پېښو راپورونه هم خپاره شوي دي.

د دې هندۍ سیلانۍ موضوع په داسې مهال راپورته شوې چې په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر بهرني اغېزناکه کسان او ویډیو جوړوونکي افغانستان ته، چې د طالبانو تر واک لاندې دی، سفرونه کړي دي.

طالبانو هڅه کړې چې د بهرنیو اغېزناکو کسانو له حضور څخه په استفادې، د افغانستان یو دوستانه او عادي انځور وړاندې کړي.

په داسې حال کې چې یو شمېر خبریالان او د بشري حقونو څارونکي افغانستان ته د ننوتلو او په دغه هېواد کې د فعالیت پر مهال له محدودیتونو یا د ننوتلو له بندیز سره مخ شوي، د ټولنیزو شبکو ځینې ډېر لیدونکي لرونکي څېرې د طالبانو په اجازه افغانستان ته ننوځي او د بازارونو، سیاحتي سیمو او له طالب چارواکو سره د لیدنو کتنو ویډیوګانې خپروي.

په افغانستان کې د لوېدیځو هېوادونو ښځینه اغېزناکو کسانو په ازاد ډول سفرونه کړي، له ځايي خلکو سره یې نڅا کړې او یا یې له طالب ځواکونو سره انځورونه او ویډیوګانې اخیستې دي.

.