طالبانو له تانزانیا غوښتي چې په کابل کې خپله ډیپلوماټيکه استازولي پرانیزي

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د تانزانیا له سفیر حبیبو اویسي محمد سره په کتنه کې په داوړو هېوادونو کې د یو بل د ډيپلوماټيکو استازولیو د پرانېستنې غوښتنه کړې.

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د تانزانیا له سفیر حبیبو اویسي محمد سره په کتنه کې په داوړو هېوادونو کې د یو بل د ډيپلوماټيکو استازولیو د پرانېستنې غوښتنه کړې.
په قطر کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه هېواد کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د تانزانیا له سفیر حبیبو اویسي محمد سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو په افغانستان او تانزانیا کې د ډيپلوماټیکو استازولیو د پرانېستې په تړاو هم بحث کړی دی، خو په تړاو یې نور جزییات نهدي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په څه باندې ۵ کلنې واکمنۍ کې په ټوله نړۍ کې یوازې روسیې په رسمیت پېژندلي او د اسلامي او ګاونډیو هېوادونو په ګډون بل هېڅ هېواد په رسمیت نهدي پېژندلي.

د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشر سره په انلاین غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ د اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړلې پاتې کېدو او پر افغان بازارونو د دغه وضعیت د اغېزو په اړه پوښتنې مطرح کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چهارشنبې ورځې په ناوخته (د وږي ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د سېشنبې په ماښام (د وږي ۲۴مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رييس، مرستیالانو او د مدیره پلاوي له غړو سره په انلاین ډول وکتل.
په دې انلاین کتنه د افغانستان د خصوصي سکټور د وضعیت، د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو او ننګونو، بانکي او مالي ستونزو، سیمهییزو تحولاتو، ترانزیټي لارو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې شوې دي.
د افغانستان لپاره د بریتانیې ځانګړي استازي د افغانستان د سوداګرۍ اوسني وضعیت او له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د تړل پاتې کېدو، سیمهییزو تحولاتو، جګړو او همداراز بانکي او ترانزیټي ستونزو له امله پر افغان بازارونو د دغو وضعیتونو د اغېزو په اړه خپلې پوښتنې او اندېښنې مطرح کړې.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سید کریم هاشمي د یادو پوښتنو په ځواب کې وویل، چې د افغانستان خصوصي سکټور سره له دې، چې له سختو شرایطو او پرلهپسې سیمهییزو بحرانونو سره مخ دی د هڅو، نوښتونو او اغېزناک مدیریت له لارې توانېدلی، چې د هېواد د سوداګرۍ بهیر او د بازارونو اساسي اړتیاوو د تأمین لړۍ جاري وساتي.
نوموړي زیاته کړه: «د محدودیتونو له رامنځته کېدو او د ځینو سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته خصوصي سکټور له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ نوي تدابېر نیولي او د اکمالاتي ځنځیر د بې نظمۍ د مخنیوي لپاره یې بدیلې لارې او سرچینې فعالې کړې دي».
نوموړي زیاته کړه، چې افغان سوداګرو د درملو، اړینو توکو او د هېواد د نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له هند څخه د چابهار بندر او همدارنګه د بندرعباس له لارې خپل واردات پراخ کړل، خو په ایران کې د جګړې او ناامنۍ له رامنځته کېدو او دغو لارو ته د ګواښونو له زیاتېدو سره خصوصي سکټور بیا د منځنۍ اسیا د هېوادونو لکه ازبکستان، قرغېزستان، تاجکستان، قزاقستان او د چین له لارې یې بدیلې لارې لا ډېرې وکارولې.
هغه د نفتي موادو له اړخه ننګونو ته هم په اشارې سره وویل، چې د روسیې او اوکراین د جګړې او د نفتي ساحو او چاڼخونو د زیانمنېدو له امله د سیمې د انرژۍ بازار له ستونزو او فشارونو سره مخ شوی او زیاته یې کړه: «د سیمهییزو او نړیوالو کړکېچونو پر مهال د بیو لوړېدل ممکن رامنځته شي، خو اساسي موضوع دا ده، چې افغانستان د پټرول، ډیزل او ګازو له جدي کمښت او د عرضې له بشپړ بندښت سره نهدی مخ شوی».
د خبرپاڼې لهمخې، بریتانوي لوري د سیمهییزو ستونزو د پراخوالي په پام کې نیولو سره د دغو ننګونو د مدیریت او په افغانستان کې د توکو د اکمالاتو بهیر په تړاو له خپلې څارنې خبر ورکړ.
دغې خونې د یادې غونډې په پای کې د بریتانیې سوداګریزو خونو، سوداګرو، پانګوالو او شرکتونو ته بلنه ورکړه، چې د امام ابوحنیفه رح په ملي او نړیوال نندارتون کې، چې ټاکل شوې د تلې په ۱۵مه په کابل کې پيل شي ګډون وکړي او له نږدې د افغانستان له تولیداتو، ظرفیتونو او سوداګریزو او د پانګونې فرصتونو سره بلد شي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو او ان د یو بل پر پلازمینو له بریدونو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او طالبانو په یوه بېساري ګام کې له پاکستان سره هر ډول سوداګري هم درولې ده.
په امريکا کې يوې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه)، افغان وګړی محمد شريفالله ته د داعـ. ـش خراسان ډلې سره د همکارۍ په تور د شلو کلونو بند سزا واوروله. په دغه بريد کې، چې د ۱۴۰۰ لمريز کال د وږي په څلورمه ترسره شوی و، ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امريکايي عسکر وژل شوي وو.
دا بريد په افغانستان کې د جمهوري نظام تر ړنګېدو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د ايستلو د بهير پر مهال او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو څو ورځې وړاندې شوی و.
د اسوشيټېډ خبري اژانس پرېس د راپور له مخې، قاضي انتوني ترنګا د چهارشنبې په ورځ د ويرجينيا ايالت د الکساندريا په فدرالي محکمه کې شريفالله ته تر ټولو لوړه ممکنه سزا وټاکله.
د منصفه پلاوي د روان کال په اپرېل مياشت کې هغه د داعش خراسان ډلې د مادي ملاتړ په جرم ګناهکار بللی و. خو د منصفه پلاوي غړي دې پایلې ته ونه رسېدل چې آيا د هغه همکاري د کابل هوايي ډګر په بريد کې د قربانيانو د مرګ سبب شوې وه که نه.
که دا موضوع ثابته شوې وای، شريفالله ښايي د عمر بند سزا ترلاسه کړې وای. څارنوالانو وويل چې نوموړي له بريد مخکې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر ته د تلونکو لارو پېژندنه د داعش خراسان ډلې لپاره کړې وه.
هغه په محکمه کې شاهدي ورنه کړه او د حکم له اورولو مخکې يې هم له خبرو کولو ډډه وکړه. قاضي ترنګا هغه «ژمن ترهګر» وباله او ويې ويل چې په چلند کې يې د پښېمانۍ هېڅ نښه نه ليدل کېږي.
په بريد کې د وژل شويو امريکايي سرتېرو ځينو مور او پلار هم په محکمه کې خبرې وکړې. هغوی د خپلو اولادونو يادونه وکړه او ويې ويل چې دې بريد د دوی د کورنيو پر ژوند ژور اغېز کړی دی.
څارنوالانو د شلو کلونو بند غوښتنه کړې وه، خو مدافع وکيلانو د اوولسو کلونو سزا غوښتې وه. هغوی وويل چې شريفالله هېڅکله د داعش خراسان ډلې له مشرانو څخه نه و او د کابل هوايي ډګر په بريد کې د مستقيم رول له امله هم نه دی محکوم شوی.
د هغه وکيلانو وويل چې د امريکا حکومت شريفالله دې هېواد ته په دې ګومان راوستی و چې ګواکې د ابي ګېټ په بريد کې يې لاس درلود، خو دا ادعا يې په محکمه کې ثابته نه کړه. په مقابل کې څارنوالانو وويل چې شريفالله له تنکۍ ځوانۍ راهيسې له داعش خراسان ډلې سره بيعت کړی و او له امريکايانو سره د هغه کرکه د تاوتريخوالي د کړنو انګېزه وه.
د څارنوالانو په وينا، نوموړي يوه خبريال ته ويلي وو چې غواړي د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له يوولسمې وروسته پر افغانستان د امريکا د بريد له امله امريکايان «ونيسي او ووژني».
څارنوالانو همدارنګه شريفالله په لسګونو نورو بريدونو کې هم په لاس لرلو تورن کړی، چې له هغو څخه يو هم د ۲۰۲۴ کال د مارچ په مياشت کې مسکو ته نږدې د کروکوس کنسرټ تالار بريد و. په هغه بريد کې شاوخوا ۱۴۰ کسان وژل شوي وو.
مدافع وکيلانو وويل چې د اېفبيای د پلټنو پر مهال د شريفالله له خپلو څرګندونو پرته، داسې بل ثبوت نه دی وړاندې شوی چې هغه د کابل هوايي ډګر له بريد سره وتړي. د هغوی په وينا، ښايي شريفالله په پاکستان کې د بند پر مهال د شکنجې له وېرې داسې خبرې کړې وي چې ګومان يې کاوه امريکايي پلټونکي يې اورېدل غواړي.
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ څېړنو ښودلې ده چې د داعش ډلې غړي عبدالرحمان لوګري د ابي ګېټ ځانمرګی بريد ترسره کړی و. هغه د کابل له سقوط مخکې د افغانستان په يوه زندان کې ساتل کېده، خو کله چې طالبانو زندان ونيو، ازاد شو.
د اېفبيای د اسنادو له مخې، شريفالله ويلي وو چې لوګری يې د زندان له وخته پېژانده او پوهېده چې هغه له داعش ډلې سره اړيکې لري.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی وايي، طالبان مسوولیت لري چې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د پلانولو او ترسره کولو لپاره د افغان خاورې د کارېدو مخه ونیسي. نوموړي زیاته کړه، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.
په ملګر ملتونو کې د ایران استازي وویل چې داعش خراسان او نورې افراطي ډلې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، لا هم د ایران او د دغه هېواد د ګاونډیانو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
د هغه په وینا، د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه پراخې او دوامدارې سیمه ییزې همکارۍ ته اړتیا لري.
د ایران استازي زیاته کړه چې نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه هم باید د طالبانو له ادارې سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره مرسته وکړي.
د ایران استازي په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په ډېرو برخو کې د وسله والو نښتو او تاوتریخوالي کمېدل د طالبانو یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ویې ویل چې د امنیتي وضعیت ښه والی باید وساتل شي.
د ایران استازي همداراز د کوکنارو د کښت د پام وړ کمېدل یوه داسې لاسته راوړنه وبلله چې نړیوالې مثبتې پایلې لري، خو ویې ویل چې دې چارې پر کلیوالو سیمو سخت اقتصادي فشار راوستی دی.
هغه د بدیلو معیشتونو، کلیوالي پراختیا او بازارونو ته د بزګرانو د لاسرسي په برخو کې د دوامدارې پانګونې غوښتنه وکړه، څو د نشه یي توکو د کښت د کمېدو بهیر دوام ومومي.
د ایران استازي د افغانستان بشري او اقتصادي وضعیت لا هم د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې د بهرنیو مرستو کمېدل، مالي او بانکي محدودیتونه، کمه پانګونه او د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل پر اقتصاد او عامه خدمتونو لا ډېر فشار واردوي.
هغه ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید د اړتیا پر بنسټ او له سیاسي ملاحظاتو پرته افغانستان ته ورکړل شي.
د ایران استازي زیاته کړه چې هېواد یې د لسیزو بندیزونو او اقتصادي فشارونو، او هغه څه سره سره چې نوموړي د «امریکا تېری کوونکي اقدام او سمندري محاصرې» په توګه یاد کړل، د افغانستان د میلیونونو وګړو کوربه پاتې شوی او هغوی ته یې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو او کار زمینه برابره کړې ده.
هغه وویل، چې ایران له افغانستان سره د سوداګرۍ، ټرانزیټ، انرژۍ، رېل پټلۍ او کرنې په برخو کې اقتصادي همکارۍ ته دوام ورکړی دی. د هغه په وینا، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پراختیا او افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول سیمه ییزو او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی زیاتوي.
د ایران استازي په پای کې وویل، چې د ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل دوام اړین دی.
د هغه په وینا، اصولي او عملي تعامل کولی شي د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي ټولنو د حقونو، په ښه کېدو کې مرسته وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له سيبياېس سره په مرکه کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او ویې ویل، چې د ملکي وګړو په نښه کولو په اړه د دوی دریځ له تېر وخت راهیسې یو شان پاتې شوی. نوموړي له امریکا سره د اړیکو د ټینګښت غوښتنه کړې.
بلخي د دوحې هوکړې ته په اشارې ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په ځانګړي ډول د امریکا پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي. هغه همداراز د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو غوښتنه کړې ده.
د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوه، طالبانو پهکې ژمنه کړې وه چې دوی به د افغانستان له خاورې د امریکا او د دغه هېواد د متحدینو پرضد د «ترهګرو» ډلو د بریدونو مخه نیسي.
له دغه ژمنو سره د ملګرو ملتونو په راپورونو کې په وار، وار د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر ډلو د حضور خبر ورکړل شوی دی. د افغانستان بانک کنګل شوې شتمنۍ چې شاوخوا اووه مېلیارده ډالر اټکل کېږي، لاهم د کابل او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه ده.
بلخي: موږ له خپل تمې زیات او د ولس له تمې کم کار کړی دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د طالبانو ادارې له خپلو لومړنیو تمو څخه زیات کار کړی؛ خو منلې یې ده چې د افغانستان د عامو خلکو تمې یې نهدي پوره کړې.
بلخي وايي، پراخې اقتصادي ستونزې او نړۍواله انزوا د ټولنې د غوښتنې او تمې نه پوره کېدو اصلي لاملونه دي. نوموړي د افغانستان اقتصادي وضعیت او بېکارۍ ته په اشارې ویلي، چې د لویو قدرتونو له لوري رامنځته شوې ستونزې او انزوا د خلکو د غوښتنو د بشپړېدو پر وړاندې خنډونه دي.
هغه په ورته وخت کې په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو د حکومت له مهمو ټکو څخه د صادراتو زیاتوالی، د کارخونو فعالول او د کورني امنیت ساتل یاد کړي دي. دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه له روسیې پرته هېڅ هېواد دغه ډله په رسمیت نهده پېژندلې.
د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه
عبدالقهار بلخي د یادې مرکې په بله برخه کې د نجونو د زدهکړو محدودیتونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې حکومتونه خپل مقررات د خپلو لومړیتوبونو او ملي ګټو پر بنسټ تنظیموي.
هغه په لنډمهالي ډول د نجونو د زدهکړو ځنډول هم د همدغه لومړیتوبونو په چوکاټ کې بللي او ټینګار یې کړی، چې عمومي زدهکړې په بشپړه توګه نهدي منع شوې؛ بلکې د کورنۍ زدهکړې، دیني مدرسو او انلاین زدهکړو په څېر لاهم دوام لري.
د طالبانو ادارې په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی. دغه محدودیتونو په نړۍواله کچه پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولي او افغانستان یې په نړۍ کې یوازینی هېواد ګرځولی، چې نجونې پهکې له منځنیو او لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار، وار ویلي، چې دغه تګلاره د نجونو له بنسټیزو حقونو ښکاره سرغړونه ده.
په بلوچستان کې د افغان محصلانو مدافع وکیل سید نذیر اغا وايي، د بلوچستان سترې محکمې د هغه افغان محصلانو غوښتنه رد کړې چې غوښتل یې په پاکستان کې خپلو طبي زدهکړو ته دوام ورکړي.
سید نذیر اغا افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پاکستان حکومت د افغان محصلانو د زدهکړو درولو په تړاو د ۲۰۲۶کال د جولای پر ۲۳مه او د سپټمبر پر لومړۍ نېټه دوه خبرتیاوې خپرې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په دغه خبرتیاوو کې افغان محصلانو ته ویل شوي چې په پاکستان کې خپلې زدهکړې پای ته ورسوي او خپل هېواد ته ستانه شي. هغه وویل، د همدې پرېکړې پر وړاندې یې د بلوچستان سترې محکمې ته د طب ۲۱ افغان محصلانو په استازیتوب عریضه کړې وه چې پهکې ۱۰ تنه د لوړو زدهکړو او تخصص محصلان او ۱۱ نور د طب په بېلابېلو کلونو کې پر زدهکړو بوخت وو.
نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته د پاکستان د اساسي قانون د څلورمې مادې په ګډون بېلابېل حقوقي دلایل وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې په پاکستان کې مېشت بهرني وګړي هم د قانون له مخې د زدهکړو، روغتیا او نورو بنسټیزو حقونو له خوندیتوب څخه برخمن دي.
خو د وکیل په وینا، د بلوچستان سترې محکمې د دوی عریضه رد کړه. نوموړي وویل، محکمې په خپله پرېکړه کې ټینګار کړی چې افغان محصلان باید د ویزې او پاسپورټ له قانوني شرایطو سره سم په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
سید نذیر اغا وايي، دوی محکمې ته څرګنده کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکوترینګلتیا له امله افغان محصلانو ته د ویزو ورکړه له جدي ستونزو سره مخ ده او د ویزې شرط د دوی د زدهکړو د دوام پر وړاندې خنډ جوړوي.
هغه زیاته کړه، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د دوام په تړاو د پاکستان په نورو محکمو کې هم ورته قضیې مطرح شوې او د ځینو محصلانو په اړه لنډمهاله حقوقي خوندیتوب ورکړل شوی دی.
د نوموړي په وینا، د بلوچستان سترې محکمې په ۲۰۲۵کال کې هم د افغان محصلانو په یوه قضیه کې د زدهکړو د دوام اجازه ورکړې وه؛ خو پر دې شرط چې محصلان معتبرې ویزې ولري.
هغه وویل، دوی به د بلوچستان سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې پر وړاندې په اسلاماباد کې اړوندې محکمې ته د عریضې لپاره مراجعه وکړي.
د افغان طبي محصلانو اندېښنې
په کوټه کې د بلوچستان د طبي پوهنځیو یوشمېر افغان محصلان وايي، تراوسه ورته د پاکستان لهخوا د اېستلو په اړه رسمي لارښوونه نهده شوې؛ خو د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د وروستیو خبرتیاوو له امله د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.
د کویټې په بولان طبي پوهنځي کې افغان محصل ډاکټر عمران خان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تر اوسه دوی ته له پوهنځي څخه د پاکستان پرېښودو په اړه کوم رسمي مکتوب نهدی رسېدلی.
هغه وویل، محصلانو د ویزو د غځولو لپاره د «بونافایډ» سند غوښتنه کړې وه؛ خو د پوهنځي د محصلانو چارو برخې ورته ویلي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا خبرتیا ورغلې او د یادې موضوع په اړه یې د بلوچستان د روغتیا له اړوندې ادارې څخه د لارښوونې غوښتنه کړې ده.
د عمران خان په وینا، پوهنځي ورته ویلي چې کله د روغتیا له اړوندې ادارې څخه ځواب ترلاسه شي، د افغان محصلانو په اړه به پرېکړه وکړي.
هغه وايي، په کوټه کې تراوسه د پنجاب په څېر هغه اقدامات نهدي شوي چې افغان محصلان له لیلیو یا پوهنتونونو څخه اېستل شوي وي؛ خو د طبي شورا د دوو خبرتیاوو له امله محصلان اندېښمن دي چې ښايي ورته اقدام په بلوچستان کې هم وشي.
ډاکټر عمران خان وویل، ځکه چې په بلوچستان کې طبي پوهنځي هم د پاکستان د طبي او غاښونو شورا تر څار لاندې دي؛ افغان محصلانو له مخکې د احتمالي ستونزې د مخنیوي لپاره موضوع محکمې ته وړاندې کړې وه.
د نوموړي په وینا، د دوی غوښتنه دا وه چې د طبي او غاښونو شورا د پرېکړې له عملي کېدو مخکې محصلانو ته حقوقي خوندیتوب ورکړل شي؛ خو د دوی غوښتنه ونه منل شوه.
عمران خان وايي، له دې سره، سره دوی لا هم هیله لري چې په لاهور او سند کې روانې قضیې به د افغان طبي محصلانو وضعیت روښانه کړي.
هغه زیاته کړه، ټاکل شوې چې په لاهور سترې محکمې کې د روانې جمعې په ورځ او په سند کې هم د سپټمبر پر ۲۹مه د وروستۍ پرېکړې په اړه د عریضو اورېدنه وشي. د هغه په وینا، که د پاکستان کومه ستره محکمه د طبي شورا خبرتیا وځنډوي یا یې ودروي؛ نو ښایي د یادې پرېکړې اغېز پر ټولو افغان طبي محصلانو پرېوځي.
ډاکټر عمران خان وویل، افغان محصلان اوس هڅه کوي مثبت فکر وساتي او هیله لري چې د محکمې پرېکړه به د دوی د زدهکړو د بشپړولو لارې ونه تړي.
له افغان محصلانو سره د پیوستون اعلان
بل لور ته، د پښتونخوا د محصلانو ټولنې مرکزي مشر سیفالله کاکړ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د بلوچستان سترې محکمې د افغان محصلانو په اړه پرېکړه غندي.
نوموړي وویل، د پاکستان حکومت او د بلوچستان سترې محکمې هغه پرېکړه په کلکو ټکو غندي چې له مخې یې په پاکستان کې د طب او غاښونو په برخه کې د افغان محصلانو اساسي عریضه رد شوې ده.
سیفالله کاکړ یاده پرېکړه ناسمه، ظالمانه او غیرانساني وبلله او ویې ویل، چې دغه پرېکړه د نړۍوال قانون، د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې او د زدهکړې له حق سره په ټکر کې ده.
هغه زیاته کړه، هغه افغان محصلان چې کلونه یې په پاکستان کې زدهکړې کړې، فیسونه یې ورکړي او د ډاکټرۍ په څېر مسلک ته د چمتو کېدو لپاره یې وخت او پیسې لګولې؛ په نیمایي کې له زدهکړو اېستل د ظلم تر ټولو لوړه کچه ده.
کاکړ وویل، دغه پرېکړه د انساني ارزښتونو ضد ده او زیاته یې کړه که څه هم محکمې ویلي چې له افغان محصلانو سره باید د انساني کرامت له مخې چلند وشي؛ خو د هغوی د زدهکړو او راتلونکي لهمنځه وړل له دغه اصل سره په ټکر کې ده.
نوموړي د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو اصولو او د بشري حقونو نړۍوالو معیارونو ته په اشارې وویل، چې هېڅ دولت باید د زدهکړې حق د سیاسي تګلارو قرباني نه کړي. سیفالله کاکړ د پاکستان له حکومته غوښتي، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا لارښوونې بېرته واخلي او افغان محصلانو ته اجازه ورکړي چې خپلې زدهکړې او عملي دوره بشپړه کړي.
هغه د طالبانو له سفارت او نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو هم غوښتي، چې د افغان طبي محصلانو د ستونزې په اړه خپل غږ پورته کړي. کاکړ له ټولو ډیموکراتو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې د افغان محصلانو د زدهکړو د حق د ملاتړ لپاره غږ پورته کړي.