• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

د سېنټکام ویاند: په ایران کې ټاکل شويو ټولو پوځي موخو ته رسېدلي یو

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویاند ټیم هاوکینز وايي، امریکايي پوځ په ایران کې خپلو ټولو ټاکل شويو پوځي موخو ته رسېدلی دی.

هاوکینز د چهارشنبې په ورځ، د وږي په ۲۵مه، له الجزیرې ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې امریکا د ایران د توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیاوې او د دغو وسلو د تولید ظرفیت په پام وړ کچه کمزوری کړی او د ایران سمندري ځواک یې «عملاً له منځه وړی» دی.
د سېنټکام ویاند زیاته کړه چې د بېړیو تګ راتګ لا هم د هرمز په تنګي کې دوام لري او د ده په وینا، ایران پر دې اوبیزې لارې کنټرول نه لري.
هغه وویل: «موږ له څو میاشتو راهیسې د سوداګریزو بېړیو، چې توکي او خام تېل لېږدوي، د تېرېدو په اسانتیا کې مرسته کوو.» د هاوکینز په وینا، امریکا د مې له لومړیو راهیسې د هرمز له تنګي څخه نړیوالو بازارونو ته د څه باندې ۹۰۰ میلیونه بېرله خام تېلو په لېږد کې مرسته کړې ده.
هاوکینز وویل، امریکايي ځواکونو له ۱۰۰ څخه ډېرې هغه بېړۍ هم اړې کړې دي چې د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله، څو خپل مسیر بدل کړي. هغه دغه محاصره «په بشپړه توګه ټینګه او ډېره اغېزمنه» وبلله.
د هرمز په تنګي کې د ماینونو اېښودلو په اړه د سېنټکام ویاند وویل، امریکايي ځواکونو څو اوونۍ مخکې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شویو او د بېړیو د تګ راتګ له اصلي مسیرونو څخه د ماینونو پاکول بشپړ کړي او دغه مسیرونه لا هم پاک دي.
هاوکینز وویل: «تنګی پرانیستی دی، دغه مسیرونه هم پرانیستي دي او له همدې امله سوداګریزې بېړۍ لا هم ترې تېرېږي».
نوموړي په مرکه کې ادعا وکړه چې امریکايي پوځ «ملکي وګړي نه په نښه کوي» او د امریکا د بریدونو هدفونه پوځي تاسیسات، په ځانګړي ډول له سپاه پاسداران سره تړلي هدفونه، وو.
هغه د الجزیرې د خپرونې چلوونکي د هغې پوښتنې په ځواب کې چې په ایران کې د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه یې وکړه، وویل: «موږ هېڅکله په خپلو عملیاتو کې ملکي وګړي نه دي په نښه کړي».
ویاند همداراز وویل چې د نښتو پر مهال پر امریکايي اډو او تاسیساتو اوښتي زیانونه د امریکا د عملیاتو د دوام مخه نه ده نیولې.
هاوکینز د مرکې په پای کې د یمن د ساحلي سیمو په اوږدو کې د حوثیانو د پرمختګ په اړه وویل چې امریکا وضعیت له نږدې څاري. د هغه په وینا، امریکايي پوځي سلاکاران په سیمه کې حضور لري او له سعودي عربستان سره د معلوماتو د شریکولو او پلان جوړونې په برخه کې همکاري کوي.

ډېر لیدل شوي

پنځه کاله پټ ښوونځي
۱
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۴
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟

•
•
•

نور خبرونه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲۵ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۳۷ GMT+۱
100%

د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه څه و چې کالن او الکبیشي یې اړل کړل چې کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره وګوري.

دوی د طالبانو د ریاست‌الوزرا له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني، د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره کتلي دي.

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کندهار ته هم تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی په کندهار کې له ملا شیرین او د هبت‌الله اخوندزاده له نږدې کړۍ سره هم لیدلي دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې دغو چارواکو له هبت‌الله اخوندزاده سره په خپله هم لیدلي که نه. تر دې مخکې د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی لوړپوړی چارواکی و چې له هبت‌الله اخوندزاده سره یې لیدنه کړې وه.

د ترکیې او قطر د چارواکو دغه سفر په داسې حساسې او کړکېچنې دوره کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې، د امریکا او ایران ترمنځ شخړه، له سعودي عربستان سره د حوثیانو نښته او د طالبانو او پاکستان د اړیکو لا پېچلې کېدل د دې سفر له مهمو بحثونو څخه کېدای شي.

د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه

ترکیه او قطر چې له لوېدیځ سره نږدې اړیکې لري، کابل ته د خپل سفر له لارې طالبانو ته یو پیغام لېږدوي.

په دې وروستیو کې، د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو د کلیزې پر مهال، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه پیغام کې یو ځل بیا لوېدیځ او امریکا ګواښلي دي.

څارونکي د حمزه بن لادن د ویډیو د جامو او شالید ته په کتو باور لري چې ښايي هغه په افغانستان کې وي.

د څارونکو په باور، دا موضوع، په ځانګړي ډول د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې پر مهال، د امریکا او لوېدیځ لپاره یو جدي او بېړنی ګواښ ګڼل کېږي.

امریکا د القاعدې له فعالیتونو اندېښنه لري. دغه هېواد د القاعدې له امله شاوخوا شل کاله په افغانستان کې جګړه وکړه او که القاعده بیا په امریکا کې کوم برید ترسره کړي، ښايي د دغه هېواد د مشرانو لپاره درنې پایلې ولري.

له همدې امله، ترکیه چې د ناټو غړې ده او په افغانستان او د خپلې سیمې په ګاونډ، په ځانګړي ډول سوریه او عراق کې، د القاعدې او داعش د فعالیتونو په اړه اندېښمنه ده، د طالبانو د روښانه کولو لپاره کابل ته تللې ده.

د دې سفر یوه موخه ښايي دا وي چې طالبان اجازه ورنه کړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د روزنې او د امریکا، د هغه د سیمه‌ییزو متحدانو او لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې د سپټمبر د یوولسمې په څېر د بریدونو د تنظیم پر مرکز بدل شي.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازي مایک والتز د چهارشنبې په ورځ د دې شورا په غونډه کې طالبان پر دې تورن کړل چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي.

هغه وویل، هغه څه چې په افغانستان کې رامنځته کېږي، یوازې د دغه هېواد تر پولو نه محدودېږي.

له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو موضوع یو ځل بیا د ملګرو ملتونو او امنیت شورا د غونډو اجنډا ته ګرځېدلې ده.

د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د کلیزې په مناسبت د امنیت شورا په غونډه کې ډېرو هېوادونو له افغانستانه د ترهګرۍ د بیا راټوکېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ترکیه غواړي معلومه کړي چې په افغانستان کې کومې ډلې حضور لري او له طالبانو سره یې اړیکې او تړاوونه څه ډول دي.

که څه هم طالبان تر اوسه له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه نه دي څرګندې کړې او د دغو ډلو له ملاتړ څخه یې هم لاس نه دی اخیستی.

نیمګړې منځګړتوب

ترکیې او قطر دواړو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې دي.

خو دغه هڅې بریالۍ نه شوې، ځکه طالبانو او پاکستان په خپلو دریځونو کې پام وړ نرمښت رانه ووست.

دواړو لورو له دوحې، استانبول، ریاض او ارومچي کې له څو پړاوونو خبرو او سلا مشورو وروسته هم کومې پایلې ته ونه رسېدل.

اټکل کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو د بېرته رغولو موضوع به هم د دې سفر یوه برخه وي.

خو تر اوسه داسې نښې نه لیدل کېږي چې د دواړو لورو د اړیکو د ښه کېدو په اړه دې پراخ خوشبیني موجوده وي.

پاکستان له طالبانو سره له پخواني نږدې چلنده واټن اخیستی او اوس د دې ډلې د مخالفانو کوربه دی.

اسلام‌اباد ان د زده‌کړیالانو په ګډون د هغو افغانانو د ایستلو لړۍ هم روانه کړې چې قانوني اسناد لري او د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې او نورې اړیکې په عملي توګه له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.

په مقابل کې طالبان له هند سره نږدې شوي دي او داسې ښکاري چې د طالبانو او اسلام‌اباد اړیکې به په اسانۍ بېرته پخواني حالت ته ستنې نه شي.

سره له دې، منځګړي هېوادونه لا هم هڅه کوي چې د خبرو لړۍ روانه وساتي او دواړه لوري بېرته د خبرو مېز ته کېنوي.

د پاکستان یوه پېژندل شوي سیاستوال مشاهد حسین ویلي چې ترکیه، چې د پاکستان دوست او د افغانستان لپاره یو نږدې هېواد بلل کېږي، کولای شي له چین سره یوځای د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د پُل په جوړولو کې مهم رول ولوبوي.

هغه د پاکستان او طالبانو هغو خبرو ته په اشارې سره چې د اپرېل په میاشت کې په ارومچي او استانبول کې ترسره شوې وې، ویلي چې اوس د کړکېچ د کمولو وخت دی.

شونې ده ترکیه له طالبانو وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټي‌ټي‌پي، له ملاتړ څخه لاس واخلي او د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.

ترکیه د پاکستان سیمه‌ییزه ستراتېژیکه ملګرې ده او تر یوه حده کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.

ترکیې په دې وروستیو کې له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ګډ تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر نورو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.

په همدې مهال، راپورونه ښيي چې د ترکیې پلاوی له کابل وروسته اسلام‌اباد ته هم تللی دی.

د حرمینو شریفینو دفاع

د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې د مسلمانانو قبله او سپېڅلي ځایونه، یعنې «حرمین شریفین»، د حوثي یاغیانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

څارونکي په دې اړه نږدې یوه خوله دي چې په سعودي عربستان کې رامنځته شوی وضعیت او د ایران په ملاتړ د حوثیانو له خوا پر مکې د بریدونو هڅې ښايي کابل ته د دغو چارواکو د سفر د اجنډا یوه مهمه برخه وي.

که د حوثیانو بې‌هدفه بریدونه دوام وکړي، سعودي عربستان ښايي اړ شي چې د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي هېوادونو مرسته وغواړي.

د اسلامي هېوادونو له نظره د حرمین شریفینو ساتنه یوه سپېڅلې دیني او اسلامي دنده ګڼل کېږي.

په دې برخه کې د طالبانو رول هم د پام وړ بلل کېږي.

طالبان له حوثیانو سره د ورته ځانګړنو لرونکی یو ځواک بلل شوی دی.

تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به سعودي عربستان ته د مرستې لپاره ځواکونه ولېږي که نه.

خو افغان جهادي خوځښتونه نورو هېوادونو ته د ځواکونو د استولو مخینه لري.

د بېلګې په توګه، حزب اسلامي په اذربایجان او ارمنستان کې د جګړې پر مهال د اذربایجان د مسلمانانو د ملاتړ لپاره سلګونه کسان استولي وو.

خو په دې برخه کې یوه مهمه ستونزه هم شته او هغه د پاکستان دریځ دی.

پاکستان نه غواړي چې طالبان په داسې جګړه کې برخه واخلي، ځکه د طالبانو هر ډول پوځي ګډون به له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې لا ښې کړي.

د راپور له مخې، پاکستان له داسې حالت سره موافق نه دی.

د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د ځواکونو د استولو توان لري، خو پاکستان نه غواړي چې دا کار ترسره شي.

د هغه په وینا، د طالبانو هر ډول پوځي مرسته به د دغه ډلې او سعودي عربستان اړیکې نږدې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې که سعودي عربستان د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د اسلامي نړۍ د مرستې غوښتنه وکړي، طالبان به د مرستې لپاره چمتو وي.

100%

د کابل هوايي ډګر د کنټرول موضوع

یوه سرچینه وايي، ښايي د ترکیې او قطر د چارواکو د سفر په اجنډا کې د کابل هوايي ډګر موضوع هم شامله وي.

د کابل هوايي ډګر اوس د متحده عربي اماراتو تر کنټرول لاندې دی.

قطر او ترکیه له ډېرې مودې راهیسې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت لېوالتیا لري، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي شوي نه دي.

له همدې امله، اټکل کېږي چې د کابل هوايي ډګر د کنټرول او مدیریت موضوع به هم د دغو چارواکو د سفر له مهمو بحثونو څخه وي.

له بلې خوا، ترکیه د طالبانو د مخالفو څېرو د ځینو مشرانو کوربه هم ده.

ښايي طالبان له ترکیې وغواړي چې د دوی د مخالفینو د فعالیتونو مخه ونیسي.

خو د راپور له مخې، د ترکیې او قطر د لوړپوړو امنیتي چارواکو سفر مهم بلل کېږي او اوس به د دې سفر د پایلو په اړه انتظار کېږي.

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱
100%

په برېتانیا کې ۱۸ کلن افغان پناه‌غوښتونکي سلیمان تاجزي په لندن کې د ۲۶ کلن فرمان‌الله شېرزاد پر وژنې اعتراف کړی دی. د لندن د متروپولیتن پولیسو ویلي، تاج‌زي د جمعې په ورځ په اولډ بېلي محکمې کې د قتل تور منلی دی.

تاج‌زی چې د لیډز په ښار کې اوسېده، د چړې د ناقانونه لېږدولو جرم هم منلی دی. ټاکل شوې ده، چې محکمه (د وږي په ۲۷مه) د هغه د مجازاتو حکم صادر کړي.

د محکمې د راپور له مخې، سلیمان تاج‌زي تر وژنې وړاندې د قرباني د اوسېدو او کار ځای په اړه معلومات راټول کړي وو. هغه د تېرکال (د کب ۲۷مه) په لیډز کې د چړې تر اخیستو وروسته لندن ته ولاړ او د وېسټ مینسټر په سیمه کې د شېرزاد د کور مخې ته د هغه د بېرته راتګ په تمه و. کله چې شېرزاد ورسېد تاج‌زي پرې برید وکړ.

شېرزاد د چړې د څو ګوزارونو له امله د وېسټ مینسټر کلیسا ته څېرمه ووژل شو. تاج‌زی دوه ورځې وروسته په لیډز کې د خپل تره په کور کې ونیول شو. پولیسو د دغه کور د پلټنې پرمهال د هغه یوشمېر وسایل، چې په‌کې په وینو ککړ ورزشي بوټان هم شامل وو ضبط کړل.

د دواړو ترمنځ شخړه د قرباني او د تاج‌زي د تره زوی د مېرمنې ترمنځ له عاطفي اړیکې سره تړاو درلود. شېرزاد دغه اړیکه تایید کړې وه او ویلي یې و، چې له یادې ښځې سره مینه لري.

د تاج‌زي د تره زوی او د هغه مېرمن د تېرکال په سپټمبر کې د لیډز پولیسو ته له شېرزاد څخه شکایت کړی و او د هغه عکس او یوشمېر پیغامونه یې پولیسو ته ښودلي وو؛ خو یادې ښځې له پولیسو سره د خصوصي خبرو پرمهال پیغامونه حذف کړل، له رسمي بیان سره یې له لاسلیک کولو ډډه وکړه.

د اکتوبر په درېیمه پولیسو په لیډز ښار کې د یادې جوړې کور ته ولاړل او شېرزاد یې داسې وموند چې پر ځمکه ناست و، لاسونه یې په ټوکر تړل شوي وو او بوټان ترې لرې وو.

شېرزاد هغه مهال د څار او د جنسي جرم د ترسره کولو په نیت د ناقانونه ننوتلو په شک ونیول شو. هغه پولیسو ته ویلي و، له یادې ښځې سره یې عاطفي اړیکه لرله او وروسته له هغه چې ښځې د «سنېپ‌چېټ» له لارې د لیدو بلنه ورکړې وه لیډز ته تللی و.

د شېرزاد له خوشې کېدو وروسته، د تاج‌زي د تره زوی او مېرمن یې څو ځله بیا له پولیسو سره اړیکه ونیوله؛ خو وروسته ورته وویل شول چې د شېرزاد پر وړاندې به نور اقدام ونه شي.

د لندن د متروپولیتن پولیسو مشر پلټونکي او د دغه قضیې د څېړنو مسوول وین جولي د تاج‌زي له اعتراف وروسته وویل: «دا یوه ډېره دردوونکې قضیه ده، چې په‌کې یو ځوان د یوه تاوتریخوالي ډک، بې‌رحمانه او بې‌معنا اقدام له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ».

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۹ GMT+۱
100%

د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان په سوېل ختیځ قزاقستان کې پوځي تمرینات پیل کړی چې اصلي تمرکز یې له افغانستان څخه د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د احتمالي وسله‌والو ډلو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې پر تمرین دی.

د «منځنۍ اسیا ټایمز» د راپور له مخې، د دغه سازمان پوځي تمرین د وږي په ۲۱مه پیل شوی او د وږي تر ۲۸مې پورې به د قزاقستان د ژیتیسو ولایت په کوکتال سیمه کې دوام وکړي.
د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د چټک غبرګون ځواکونه په غرنیو او دښتنو سیمو کې د سرحدي سیمو پر لور د وسله‌والو ډلو د احتمالي نفوذ د مخنیوي تمرینونه ترسره کوي.
دغه پوځي تمرین په داسې حال کې ترسره کېږي چې روسیې او تاجکستان یو ځل بیا په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روسیې دفاع وزیر اندري بلوسوف د وږي په ۱۷مه ویلي وو چې هېواد یې د تاجکستان او افغانستان د پولې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي.
تاجکستان تر دې وړاندې، د تېر کال په وروستیو کې له افغانستان څخه د څو بریدونو وروسته، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان له غړو غوښتي وو چې د دغه هېواد د پولې د خوندي کولو لپاره لا ډېرې مرستې وکړي. د ۱۴۰۴ کال د لړم او لیندۍ په بریدونو کې پنځه چینايي وګړي او دوه تاجک سرحدي ساتونکي وژل شوي وو.
په همدې تړاو، د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعت‌بیک مصدقوف د وږي په ۶مه ویلي وو چې د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د تجهیزاتو او وسلو لومړۍ جوپه به د روان کال په مني کې دغه هېواد ته ولېږل شي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان له روسیې، بلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان څخه جوړ پوځي او امنیتي ایتلاف دی. تاجکستان د دغه سازمان یوازینی غړی دی چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د منځنۍ اسیا هېوادونو له دې ډلې سره خپلې اړیکې او خبرې زیاتې کړې دي، خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیتونه، په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګه، لا هم د دغه سازمان د غړو لپاره یوه ګډه امنیتي اندېښنه بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، په افغانستان کې د شاوخوا ۲۰ وسله‌والو ډلو اړوند له ۱۵ تر ۲۰ زرو پورې وسله‌وال فعالیت لري. روسیه بیا د دغو وسله‌والو شمېر تر ۲۳ زرو پورې اټکلوي.
د «منځنۍ اسیا ټایمز» په وینا، طالبانو د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره یو له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېدل، خو اوس د ډله ییز امنیت تړون سازمان دغه پوځي تمرین په مستقیم ډول د طالبانو پر وړاندې نه دی متوجه. روسیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی او تاجکستان هم په تدریجي ډول له دې ډلې سره د اړیکو لارې جوړې کړې دي.
د دغه سازمان د غړو امنیتي تمرکز اوس تر ډېره پر داعش خراسان په څېر ډلو دی. داعش خراسان د ۱۴۰۳ کال د وري په ۳مه د مسکو ښار ته څېرمه د کروکوس په تالار کې د برید مسوولیت ومانه؛ په دغه برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.
د وسله‌والو ډلو احتمالي نفوذ، د نشه‌يي توکو قاچاق او د افغانستان پر پوله ناامني لا هم د ډله ییز امنیت تړون سازمان له مهمو امنیتي اندېښنو څخه بلل کېږي.

سي‌اې‌ای: د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو یاد لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ د ماموریت برخه ده

۲۳ وږی ۱۴۰۵ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي استخباراتو اداره (سي‌اې‌ای) وايي، د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۵ کاله وروسته هم د دغې پېښې یاد د ترهګرۍ پر وړاندې د امریکا د مبارزې او د هېواد د امنیت ساتنې د ماموریت مهمه برخه ده.

سي‌اې‌ای د سپټمبر ۱۱مې د بریدونو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت په یوه خپاره کړي مطلب کې ویلي، د دغې ادارې کارکوونکي له ۲۰۰۱ کال راهیسې هر کال د سپټمبر په ۱۱مه د سهار په ۸:۴۶ بجو، چې لومړۍ الوتکه په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له شمالي برج سره ولګېده، د یوې دقیقې چوپتیا مراسم ترسره کوي.

د سي‌اې‌ای په وینا، دغه مراسم یوازې د هغو بې‌ګناه کسانو د درناوي لپاره نه دي چې په بریدونو کې ووژل شول، بلکې د هغو کسانو یاد هم پکې کېږي چې وروسته د نړۍ په کچه د ترهګرو شبکو د له منځه وړلو په هڅو کې وژل شوي دي، چې د ادارې د کارکوونکو، ملګرو او د هغوی د کورنیو غړي هم پکې شامل دي.

د بریدونو یادونه په موزیم کې

سي اې ای ویلي، د دغې ادارې په موزیم کې د سپټمبر ۱۱مې بریدونو او د دغو بریدونو پر وړاندې د ادارې د غبرګون اړوند یو ځانګړی نندارتون جوړ شوی چې پکې د پېښې له ځایونو څخه پاتې شوي تاریخي توکي او د ادارې د کارکوونکو شخصي کیسې نندارې ته وړاندې کېږي.

په دغو توکو کې د نړیوال سوداګریز مرکز له کنډوالو څخه راایستل شوی امریکايي بیرغ، د پنټاګون د ودانۍ د کانکریټ یوه ټوټه، د الوتنې ۹۳ له کنډوالو څخه ترلاسه شوې د جم بکس او د سپټمبر ۱۱مې پر مهال د سي‌اې‌اې د امنیتي ځواکونو د خدمت نښان شامل دي.

اداره وايي، له نندارې سره د خپرو شویو شخصي کیسو له ډلې یوه د داسې یوه کارکوونکي ده چې مور یې د بریدونو پر ورځ په نړیوال سوداګریز مرکز کې کار کاوه. نوموړي ویلي چې د مور له ژوندي پاتې کېدو سره سره، کورنۍ یې دوه خپلوان له لاسه ورکړل او هماغه پېښه د دې لامل شوه چې وروسته د سي‌اې‌اې له ترهګرۍ ضد برخې سره یوځای شي.

د سي‌اې‌ای یوه بل کارکوونکي، چې د برید پر مهال په منهاټن کې د حقوقو محصل و، د هغې ورځې د ویجاړیو په اړه ویلي چې «هغه ورځ موږ د تل لپاره بدل کړو، خو موږ پرېنښودل چې زموږ راتلونکی هم وټاکي.»

له ۹/۱۱څخه تر بن‌لادن او الظواهري پورې

د سي‌اې‌ای په نندارتون کې د پاکستان په ایبټ‌اباد کې د هغه ودانۍ نمونه هم شامله ده چې د اسامه بن‌لادن د موندلو او پر هغه د ۲۰۱۱ کال د عملیاتو په پلانولو کې کارول شوې وه.

د ادارې یوه کارکوونکي ویلي، د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو یوه اونۍ مخکې یې له خپل پنځه کلن زوی سره د نیویارک له امپایر سټېټ ودانۍ څخه د ښار منظره لیدلې وه، خو له بریدونو وروسته یې خپل زوی ته ویلي وو چې د هغو کسانو د موندلو لپاره به کار وکړي چې دوه برجونه یې راوغورځول.

سي‌اې‌ای همداراز د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري د خوندي کور نمونه هم نندارې ته وړاندې کړې ده. اداره وايي، د ۲۰۲۲ کال د امریکا د دقیق هوايي عملیاتو تر مخه د الظواهري د موقعیت د روښانه کولو لپاره یې له ملي جغرافیایي استخباراتي ادارې سره یوځای دغه نمونه جوړه کړې وه.

د سي‌اې‌ای په وینا، د سپټمبر ۱۱مې پېښې د ادارې د ګڼو کارکوونکو پر شخصي ژوند او مسلکي لارو هم ژور اغېز کړی او د هغوی له ډلې یو شمېر کسان وايي، همدغه بریدونه یې د استخباراتي او ترهګرۍ ضد خدمتونو د غوره کولو لامل شوي دي.

سي‌اې‌ای ټینګار کړی چې د سپټمبر ۱۱مې یاد د امریکا د خلکو لپاره د یوه بدل شوي تاریخي پړاو نښه ده او د دغې ادارې لپاره د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د هېواد د ساتنې «جدي او نه بدلېدونکي ماموریت» یادونه کوي.

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب اوس‌مهال د متحده عربي امارات د فضايي ټکنالوژۍ د یوې سترې پروژې مدیریت مخې ته وړي. پر دغې پروژې یو میلیارد ډالر پانګونه کېږي او ټاکل شوې چې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې او فضا ته واستوي.

محب د «مارلان سپېس» او «اوربټ ورکس» شرکتونو اجراییه مشر دی. دواړه شرکتونه په متحده عربي امارات کې مېشت دي او د فضايي ټکنالوژۍ، د سپوږمکیو د جوړولو او د هغو د کارونې په برخو کې فعالیت کوي.

«مارلان سپېس» او «لافت اوربیټل» شرکتونه د هغه ګډ کنسرسیوم مشري کوي چې د «الټایر – راتلونکی نسل» پروګرام د جوړولو لپاره یو میلیارد ډالره پانګونه کوي. ټاکل شوې، چې د دې پروژې په لومړي پړاو کې ۵۰ سپوږمکۍ جوړې شي او دا سپوږمکۍ به په ابوظبي کې تولید شي.

محب د دې پروژې د اعلان په مراسمو کې ویلي، چې کله یې د الټایر د جوړولو کار پیل کړ، نو پر داسې راتلونکي یې حساب کړی وو، چې «ځیرکتیا» به د ځمکې مدار ته ولېږدول شي او متحده عربي امارات به له هغو هېوادونو څخه وي چې دغه ټکنالوژي جوړوي.

هغه ویلي، چې ۵۰ سپوږمکۍ به د بېلابېلو وړتیاوو په لرلو سره د یوې ګډې شبکې په توګه فعالیت وکړي او ښايي دا پروژه د نړۍ له تر ټولو پرمختللو سپوږمکۍ لرونکو شبکو څخه یوه شي.

محب زیاته کړې، چې موخه یې یوازې په دې صنعت کې ګډون نه‌دی، بلکې غواړي په دې برخه کې مشري هم وکړي.

نوموړي الټایر او «الټایر – راتلونکی نسل» د هغو هڅو یوه برخه بللې چې موخه یې په ابوظبي کې د سپوږمکیو د جوړولو وړتیا په یوه «ملي توان» بدلول دي.

100%

د هغه په وینا، دا پروژه کولای شي متحده عربي امارات له یوه هېواد څخه چې د سپوږمکۍ خدمتونو پېرونکی دی، په داسې هېواد بدل کړي چې دغه خدمتونه نورو ته وړاندې کړي. په ورته وخت کې به د دې صنعت اړوند د انجنیرۍ وړتیاوې، فکري شتمني او د توکو او خدمتونو رسولو لړۍ هم د هېواد دننه وساتل شي.

هغه شرکت چې محب یې مشري کوي، «اوربټ ورکس»، په ابوظبي کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه برخمنې سپوږمکۍ طرحه کوي، جوړوي او د کار لپاره یې چمتو کوي.

دغه شرکت وايي، موخه یې دا ده، چې د سوداګریزو، ملکي او امنیتي موخو لپاره په هېواد کې دننه د فضايي چارو بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د اعلان شوې طرحې له مخې، د «الټایر – راتلونکي نسل» سپوږمکۍ به په رادار، رڼیزو حسکوونکو او نورو وسایلو سمبالې وي.

د معلوماتو یوه برخه به د ځمکې پر لور د خامو انځورونو له لېږلو مخکې په خپله سپوږمکۍ کې وڅېړل شي.

د دې سپوږمکیو شبکې لپاره اعلان شوې دندې په سمندر کې څارنه، د ځنګلي اورونو پېژندنه، د پېښو پر وړاندې چټک غبرګون او د بندرونو او مهمو بنسټونو څارنه ده.

«لافت اوربیټل» هم ویلي، چې د دغې سپوږمکېږي شبکې د ټکنالوژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټري پروګرامونو او د عملیاتو په برخو کې به له «اوربټ ورکس» سره ګډ کار وکړي.

ټاکل شوې چې په ابوظبي کې جوړې شوې لومړنۍ سپوږمکۍ په راتلونکو اونیو کې فضا ته ولېږل شي.

«اوربټ ورکس» ویلي، چې د الټایر دنده د متحده عربي اماراتو د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي په خپل هېواد کې د سپوږمکیو د طرحې، جوړولو او کارولو بشپړ فضايي صنعت رامنځته کړي.

حمدالله محب د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د افغانستان د جمهوري نظام له ړنګېدو مخکې د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وو.

هغه له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په متحده عربي امارات کې د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې سوداګریزو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د افغانستان رسنیو په ۲۰۲۴ کال کې هم په متحده عربي امارات کې د محب له لوري د «مارلان سپېس» شرکت له جوړېدو خبر ورکړی وو.

د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې محب، چې هغه مهال د «اوربټ ورکس» اجراییوي مشر وو له ابوظبي پراختیايي صندوق سره د سپوږمکیو په برخه کې یوه هوکړه هم لاسلیک کړې وه.

نوې پروژه د افغانستان په حکومت کې د محب د دندې له پای ته رسېدو وروسته د هغه له مهمو سوداګریزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي.

دا پروژه ښيي چې د نوموړي مسلکي فعالیتونه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له سیاست او امنیتي چارو څخه د فضايي ټکنالوژۍ او د مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې پانګونې او سوداګرۍ ته اوښتي دي.

100%