په پاکستان کې د اسلامي جمعیت د زدهکړیالانو ټولنې مشر صاحبزاده وسیم حیدر د سېشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د اسلاماباد په عالي محکمه کې ویلي، هیلهمن دی چې د محکمې تر اورېدنې وروسته به د افغان محصلانو راتلونکی خوندي شي او د پاکستان د طبي شورا پر ناعادلانه پرېکړې به له سره غور وشي.
هغه وويل، چې په پاکستان کې د اسلامي جمعیت د زدهکړیالانو ټولنې د افغان محصلانو په ملاتړ خپل غږ پورته کړ او د هېواد په کچه د طبي او غاښونو په کالجونو کې د پيوستون لپاره لاريونونه ترسره شوي دي. هغه وويل، چې په دغه سخت وخت کې دوی د افغان محصلانو ترڅنګ ولاړ دي او تر پایه به د دوی بشپړ ملاتړ وکړي.
ورته مهال په پېښور کې هم ځایي محصلانو هم په پوهنتونونو کې د افغان محصلانو په ملاتړ لاريون وکړ او د حکومت له پرېکړې سره یې د مخالفت په څرګندولو غوښتنه کړې، چې افغان محصلانو ته دې د خپلو زدهکړو بشپړولو اجازه ورکړي.
سربېره پر دې د پاکستان نږدې ټولو کوچنيو او لويو سياسي ګوندونو د پاکستان طبي شورا پر پرېکړې نيوکه کړې او دا يې د زدهکړو ضد پرېکړه بللې. ګڼ سياستوال په دې نظر وو، چې له طالبانو سره اختلاف په خپل ځای دی؛ خو له محصلانو یې غچ اخيستل جواز نهلري.
د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان طبي شورا د پنجاب په طبي کالجونو او پوهنتونونو کې افغان محصلانو ته امر کړی و چې په ۲۴ ساعتونو کې خپل کالجونه او لیلیې پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
خو وروسته افغان محصلانو د لاهور په عالي محکمه کې دغه پرېکړه وننګوله، چې محکمې په لنډمهالي ډول دغه پرېکړه وځنډوله. له پرېکړې وروسته د پاکستان په نورو برخو کې هم افغان محصلانو محکمو ته مراجعه وکړه. د سند عالي محکمې هم د افغان محصلانو د اېستلو پرېکړه په لنډمهالي ډول وځنډوله؛ خو د بلوچستان عالي محکمې د افغان محصلانو د زدهکړو د دوام غوښتنه رد کړه.
د هغې په وینا، هغه طالبان چې د سفر د اسنادو په لوستلو نه پوهېدل، ورته یې وویل چې باید په یوازې ځان سفر ونه کړي او د هر ولایت د تېرېدو لپاره جلا اجازهلیک ته اړتیا لري. نوموړې زیاته کړې چې طالبانو یې له پاسپورټ او ویزې تر کتنې وروسته ورته ویلي چې د ښځو یوازې سفر کول د مقرراتو خلاف دي او باید ونیول شي.
ارونیمای ویلي: «له هغوی مې وغوښتل چې له افغانستانه مې وباسي، خو ویل یې چې ما قوانین مات کړي او زه به ونیوله شم. زما جرم څه و؟ دا چې د یوې ښځې په توګه په هغه هېواد کې یوازې سفر کوم چې ښځو ته په یوازې ځان د سفر اجازه پهکې نه ورکول کېږي».
هغې زیاته کړې: «څو ساعته په ډېر کړکېچن حالت کې وم او داسې احساس مې کاوه چې ښایي خپل ژوند له لاسه ورکړم. زه په بشپړه توګه وېرېدلې وم».
دې هندۍ سیلانۍ ویلي چې په جلالاباد کې هم د طالبانو سیمهییزو چارواکو د دې لپاره د سفر اجازه نه ده ورکړې، ځکه ښځه ده. د نوموړې په وینا، د سفر د اجازې ترلاسه کولو لپاره باید له هغې سره یو نارینه یا لارښود مل وي.