خبرپاڼه زیاتوي، محمد قاسم راسخ د پنجشېر د ولایت په مقام کې له سیمهییزو مسوولینو او د محاکمو له منسوبینو سره په کتنه کې وویل، چې محکمې په نظام کې د ملا د تیر حیثیت لري او باید خپلې چارې د نافذه اصولو او لایحو له مخې له نورو ادارو سره په ښه همغږۍ کې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، چې د هر مسوول لپاره لازمه ده، چې د خپلو ماتحت کسانو کړنې وخت پر وخت تعقیب کړي او دوی هم د همدې وجیبې د ترسره کولو لپاره دغه سفر کړی دی.
د طالبانو دغه قضايي چارواکي د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د خپلې ډلې د فعالیتونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دوی د نظام په راتګ سره هېواد له هر ډول «شر او فساد» څخه خالي شوی دی.
په پاکستان کې د طب پوهنځیو افغان محصلینو د ویزو او په دغه هېواد کې د زدهکړو د دوام موضوع وروسته له هغې جنجالي شوه، چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا یو شمېر افغان محصلینو ته د تحصیلي ویزو له پایته رسېدو وروسته د بېرته ستنېدو لارښوونه وکړه.
د محصلینو د وکیلانو په وینا، یو شمېر هغه افغانان چې له وړاندې په پاکستان کې د طب په پوهنځیو کې شامل شوي او د زدهکړو مهم پړاوونه یې بشپړ کړي، له دې پرېکړې سره له خپلو زدهکړو د پاتې کېدو له خطر سره مخ شول.
د لاهور عالي محکمې تر دې مخکې د افغان طبي محصلینو د عریضو له څېړلو وروسته د هغوی د جبري اېستلو د اقدام د ځنډولو امر کړی وو او محصلینو ته یې اجازه ورکړې وه، چې تر راتلونکې پرېکړې پورې خپلې زدهکړې او ازموینو ته دوام ورکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو، چې هغه افغان محصلین چې په معتبره تعلیمي دوره کې شامل وي او معتبره ویزه ولري کولای شي په پاکستان کې پاتې شي او خپلې زدهکړې بشپړې کړي.
د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.
ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.
د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.
هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.
دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.
د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.
د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.
دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.
یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.
د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.
د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.
بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سونتوکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سونتوکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.
ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي
په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.
ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.