د ترکیې د استخباراتو رییس له طالبانو سره تر لیدنې وروسته پاکستان ته تللی

د ترکیې د ملي استخباراتو رییس ابراهیم کالن د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته تللی او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د ای اېس ای له رییس عاصم ملک سره یې لیدلي دي.

د ترکیې د ملي استخباراتو رییس ابراهیم کالن د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته تللی او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د ای اېس ای له رییس عاصم ملک سره یې لیدلي دي.
کالن په اسلاماباد کې له عاصم منیر او عاصم ملک سره د لیدنو ترڅنګ، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم کتلي دي.
د ترکي رسنیو د رپوټونو له مخې، په دغو لیدنو کې د ترکیې او پاکستان د دوهاړخیزو اړیکو اوسنی وضعیت، د راتلونکو همکاریو امکانات او سیمهییز او نړیوال تحولات ارزول شوي دي.
په دغو لیدنو کې د افغانستان-پاکستان او یمن-سعودي عربستان په محورونو کې د رامنځته شویو کړکېچونو د حل او د ډیپلوماټیکو اړیکو د لارو پرانېستې ساتلو پر ارزښت ټینګار شوی دی.
تر اوسه روښانه نه ده، چې د ترکیې د استخباراتو رییس له پاکستاني چارواکو سره د طالبانو او پاکستان پر ترینګلتیاوو خبرې کړې دي او که نه، خو سرچینو تېره ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو او د ترکیې د استخباراتو د رییس ترمنځ په خبرو کې د طالبانو او پاکستان پر اړیکو، سوداګریزو لارو او پاکستاني وسله والو هم خبرې شوې دي.
ترکیې ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د اواري لپاره به خپلې هڅې روانې ساتي.

د ایران په دوغارون پوله کې زرګونه باروړونکي موټر افغانستان ته د اوښتلو په تمه ولاړ دي. افغان موټرچلوونکي وايي، د اوږده انتظار ترڅنګ د پارکینګ لوړو بیو، د ویزې ستونزو، د تشناب او حمام نشتوالي، د سونتوکو محدودیتونو او امنیتي خطرونو یې ژوند او اقتصادي وضعیت سخت اغېزمن کړی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.
ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.
د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.
د هغه په وینا، هره ورځ د موټر د پارکینګ لپاره شاوخوا ۵۵۰ زره ایراني تومان ورکوي او د شپې د پاتې کېدو او خوراک لپاره هم اضافي لګښتونه پرې کوي.
هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.
دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.
د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.
د نوبت ځنډنی سیستم
د دوغارون د ستونزو یوه مهمه برخه د موټرو د تېرېدو د نوبت سیستم دی.
د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.
دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.
یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.
د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.
د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.
بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سونتوکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سونتوکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.
ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي
په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.
ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.
د تایباد ولسوال د ستونزې یوه مهمه برخه د دوغارون سیمې او حکومتي ادارو ترمنځ د مسوولیت په وېش کې ابهام بولي، خو د دې ټولو ادارو د کمکاریو له امله تر ټولو ډېر زیان هغه څوک ویني چې موټر ته ناست دي.
د دوغارون د ترمینل د مسوول په وینا، شاوخوا ۶۱۷۹ باروړونکي وسایط په دوو ترمینلونو کې درېدلي او یوازې د دوغارون په دوو پارکینګونو کې شاوخوا ۲۸۰۰ موټر ولاړ دي.
د طالبانو د امارتي شرکتونو یوه پلاوي په دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی او ددغه هېواد له چارواکو سره یې د تېلو د قراردادونو او شته ستونزو د اواري په اړه خبرې کړې دي، خو ددغو خبرو اترو جزئیات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.
د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان لهخوا د «بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلالاباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بېځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بېاسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بېځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.
له پاکستان نه افغانستان ته یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه نشتوالی، بېکاري او اقتصادي ستونزې هغوی اړ اېستي چې خپل د کور سامان وپلوري او بېرته پر قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.
محمد رفیق چې له پاکستان نه کندوز ته ستون شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې ویلي، چې ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېریو ته لاهم د اوسېدو مناسب ځایونه نهدي برابر شوي.
هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. د سرپناه وضعیت تر ټولو بد دی. ډېرو راستنېدونکو ته تراوسه د اوسېدو ځایونه نهدي ورکړل شوي او که چا ته ځای ورکول کېږي هم، له ښارونو ډېر لرې وي چې خلک پهکې د کار فرصت نهلري».
رفیق زیاته کړه، بېکاري او فقر د دې لامل شوی چې یوشمېر کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ اېستل شوي. د نوموړي په وینا: «ګڼ خلک اوس د کور توکي پلوري؛ څو پاکستان ته د تګ لګښت برابر کړي».
د رفیق ورور شاهولي بیا وايي، په ځانګړي ډول کندوز ته ستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې یوشمېر یې بېرته پاکستان ته ستنېږي. نوموړي وویل، هغه کسان چې خپل د کور توکي پلوري، اړ کېږي چې خپل توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.
د هغه په وینا، د پنځو کورنیو د کور وسایل یوازې په ۶۰زره افغانیو پلورل شوي دي. شاهولي زیاته کړه: «په دغه وسایلو کې د دوو هغو کورنیو د ودونو سامان هم شامل وو، چې څه موده مخکې یې ودونه کړي وو».
هغه وویل، د ژمي له رانږدې کېدو سره ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي. نوموړي وویل: «کندوز ډېرې سړې سیمې لري او په خېمو کې ژوند کول اسانه نهدي. دا هم یو له هغو لاملونو دی، چې خلک بېرته تګ ته اړ شوي دي».
د نوموړي په وینا، دیورنډ کرښې ته د رسېدو او د قاچاقي تګ راتګ لګښت هم لوړ دی. هغه ادعا وکړه: «پر ډیورنډ کرښه له هر کډوال تر ۲۵زره تر ۴۰زره افغانیو پورې قاچاق کوونکي اخلي».
شاهولي وایي، یوازې د هغه په پېژندنه کې نږدې سل کورنۍ بېرته پاکستان ته تللې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري په مشرۍ د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا ننوتلو موضوع هم ارزول شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه به د هغو افغان وګړو په اړه لارښوونې وغوښتل شي چې تر ستنېدو وروسته بېرته پاکستان ته داخل شوي یا یې د بیا ننوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د ورته قضیو په اړه د پاکستان د قانون او حکومتي تګلارې له مخې اقدام کېږي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه هېواد د کاناډا، جرمني او هالنډ په ګډون له خپلو نړۍوالو شریکانو سره یوځای د طالبانو د ځواب ویلو لپاره حقوقي اقدامات څاري؛ څو طالبان د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون د پراخو سرغړونو په تړاو حساب ورکونې ته اړ باسي.
د دغه وزارت یوه ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د دوامداره او سیستماتیکې ځپنې د یوه کمپاین په پلي کولو سره هڅه کوي ښځې په بشپړه توګه له ټولنې څنډې ته کړي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د طالبانو دغه اقدامات په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ښکاره سپکاوی ښيي. د اسټرالیا د حکومت د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه څلورو هېوادونو د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون ۲۹مې مادې پر بنسټ د شخړو د حل مېکانیزم فعال کړی او د طالبانو له ادارې یې غوښتي چې په صادقانه خبرو اترو کې برخه واخلي.
اسټرالیايي چارواکو ویلي، که څه هم دغه بهیر وخت ونیسي؛ خو کانبرا د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ په برخه کې پر خپله ژمنه ولاړه ده. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کنوانسیون له مخې د دغه حقوقي اقدام څار، په هېڅ ډول د کانبرا هغه دریځ نه بدلوي چې د طالبانو اداره نامشروع بولي.
د اسټرالیا حکومت یو وار بیا ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان د خلکو د مشروع استازي په توګه په رسمیت نه پېژني او د دې اراده نهلري چې د یادې ډلې ډیپلوماتان، افتخاري کونسلان یا هر ډول استازي ومني.
په دې برخه کې تر دې وړاندې هوکړه شوې وه، چې په کانبرا کې د افغانستان سفارت په اسټرالیا کې خپل فعالیتونه دروي. اسټرالیايي چارواکي وايي، دغه قانوني نوښت د افغان ښځو د ژوند له تجربو څخه سرچینه اخلي او اسټرالیا ژمنه ده، چې د دغه بهیر پرمهال له افغان ښځو او د مدني ټولنو له سازمانونو سره معناداره تعامل ولري.
ټاکل شوې، چې اسټرالیا د روان کال په تلې میاشت کې له مدني ټولنې سره کورنۍ مشورې ترسره کړي؛ څو د دغه نوښت جزییات لا وڅېړي. دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو تل د ښځو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکه کړې ده.
په همدې تړاو د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) او د بښنې نړۍوال سازمان یو وار بیا له طالبانو غوښتي، چې د نجونو پر زدهکړو ټول محدودیتونه لغوه کړي او ښځو او نجونو ته اجازه ورکړي چې ژر تر ژره ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.
د بښنې نړۍوال سازمان هم له نړۍوالې ټولنې د بېړني او همغږي اقدام غوښتنه کړې؛ څو پر طالبانو فشار راوړل شي او د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هممهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
یاد سازمان دا «پنځه کاله د هیلو او خوبونو د لهمنځه تلو» او پنځه کاله د بېعدالتۍ دوره بللې ده. د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره، لا هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان د یوې ۱۷ کلنې افغان زدهکوونکې په حواله لیکلي: «زه ښوونځي ته د بېرته ستنېدو لپاره ډېره خوشحاله وم؛ خو هغوی اجازه رانه کړه چې ټولګي ته ننوځو. په کور ناستې یو، دغه ژوند به موږ څه کړو؟»
خو د بشري حقونو یاد سازمان ویلي، چې ډېری افغان ښځې او نجونې د اعتراضونو په تنظیمولو، په پټو انلاین ښوونځیو کې د زدهکړو له دوام او یا له هېواده بهر په کډوالۍ کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
د بښنې نړۍوال سازمان له عامه افکارو او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه سازمان له انلاین عریضې سره په یوځای کېدو، په دغه کمپاین کې مطرح شوې غوښتنې وڅاري.
دغه سازمان له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د ګډو او پرېکنده اقداماتو له لارې د حساب ورکونې یو پیاوړی مېکانیزم رامنځته کړي؛ څو طالبان د بشري حقونو د سرغړونو په تړاو حساب ورکولو ته اړ شي.
دغه سازمان د بشري حقونو د فعالې ترینا ودود په حواله لیکلي: «د حیرانتیا وړ ده، چې نړۍواله ټولنه لاهم له طالبانو تمه لري چې د بشري حقونو درناوی وکړي». دغه بنسټ ټینګار کړی، چې باید له ټولو شته فشارونو کار واخیستل شي؛ څو طالبان د ښځو او نجونو د حقونو درناوي ته اړ کړل شي، جنسیتي ځورونې او ځپنې پای ته ورسول شي او ښځو او نجونو ته په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې د ګډون زمینه برابره شي.
دغه سازمان همداراز د بدني سزاوو د درولو او د یوه خپلواک قضايي نظام د رامنځته کولو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کړې ده. دغه انلاین عریضه چې د «چوپتیا ماته کړئ: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدئ» تر شعار لاندې څاري، د ۲۰۲۴کال د نومبر میاشتي د بښنې نړۍوال سازمان د کمپاین دوام دی.
د بښنې نړۍوال سازمان د نړۍوالې ټولنې پر غیرفعال چلند په نیوکې سره ټینګار کړی، چې یوازې اعلامیې او توندې څرګندونې به د ځپنې مخه ونه نیسي؛ بلکې «پرېکنده اقدام» کولای شي د ځپنې دغه لړۍ ته د پای ټکی کېږدي.
دغه د بشري حقونو سازمان له نړۍوالې ټولنې هم غوښتي، چې د بدني سزاوو د مخنیوي او په افغانستان کې د یوه خپلواک او بېپرې قضايي نظام د رامنځته کولو لپاره عملي اقدامات وکړي.