خو د پاکستان پوځ په خپله اعلامیه کې د هوکړه لیک یادونه نه ده کړې.
دغه هوکړه په داسې مهال شوې چې د واشنګټن او اسلاماباد اړیکې له څو کلونو ترینګلتیا وروسته د نږدې کېدو په حال کې دي.
د پاورس بنسټګر او اجرایه رییس انډریو فاکس ویلي چې د پاکستان خصوصي دفاعي صنعت لا هم د ودې په حال کې دی، خو بشپړ پرمختللی نه دی او له همدې امله د امریکا شرکتونو ته د چټک فعالیت زمینه شته.
د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن او د قطر د امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیشي په یوه ناڅاپي سفر کابل ته تللي او د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي دي. هغه څه و چې کالن او الکبیشي یې اړل کړل چې کابل ته سفر وکړي او له طالب چارواکو سره وګوري.
دوی د طالبانو د ریاستالوزرا له مرستیال عبدالغني برادر، د کورنیو چارو له وزیر سراجالدین حقاني، د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او د دفاع له وزیر یعقوب مجاهد سره کتلي دي.
د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي کندهار ته هم تللي دي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دوی په کندهار کې له ملا شیرین او د هبتالله اخوندزاده له نږدې کړۍ سره هم لیدلي دي.
تر اوسه روښانه نه ده چې دغو چارواکو له هبتالله اخوندزاده سره په خپله هم لیدلي که نه. تر دې مخکې د قطر لومړی وزیر یوازینی بهرنی لوړپوړی چارواکی و چې له هبتالله اخوندزاده سره یې لیدنه کړې وه.
د ترکیې او قطر د چارواکو دغه سفر په داسې حساسې او کړکېچنې دوره کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو اندېښنې، د امریکا او ایران ترمنځ شخړه، له سعودي عربستان سره د حوثیانو نښته او د طالبانو او پاکستان د اړیکو لا پېچلې کېدل د دې سفر له مهمو بحثونو څخه کېدای شي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه
ترکیه او قطر چې له لوېدیځ سره نږدې اړیکې لري، کابل ته د خپل سفر له لارې طالبانو ته یو پیغام لېږدوي.
په دې وروستیو کې، د سپټمبر د یوولسمې د خونړیو بریدونو د کلیزې پر مهال، د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن په یوه پیغام کې یو ځل بیا لوېدیځ او امریکا ګواښلي دي.
شونې ده ترکیه له طالبانو وغواړي چې د تحریک طالبان پاکستان، یا ټيټيپي، له ملاتړ څخه لاس واخلي او د پاکستان اندېښنو ته پام وکړي.
ترکیه د پاکستان سیمهییزه ستراتېژیکه ملګرې ده او تر یوه حده کولای شي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو په برخه کې د منځګړي رول ولوبوي.
ترکیې په دې وروستیو کې له پاکستان او سعودي عربستان سره یو ګډ تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې یې پر یوه هېواد برید پر نورو هېوادونو د برید په توګه ګڼل کېږي.
په همدې مهال، راپورونه ښيي چې د ترکیې پلاوی له کابل وروسته اسلاماباد ته هم تللی دی.
د حرمینو شریفینو دفاع
د ترکیې او قطر لوړپوړي امنیتي چارواکي په داسې وخت کې کابل ته سفر کوي چې د مسلمانانو قبله او سپېڅلي ځایونه، یعنې «حرمین شریفین»، د حوثي یاغیانو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي.
څارونکي په دې اړه نږدې یوه خوله دي چې په سعودي عربستان کې رامنځته شوی وضعیت او د ایران په ملاتړ د حوثیانو له خوا پر مکې د بریدونو هڅې ښايي کابل ته د دغو چارواکو د سفر د اجنډا یوه مهمه برخه وي.
د بېلګې په توګه، حزب اسلامي په اذربایجان او ارمنستان کې د جګړې پر مهال د اذربایجان د مسلمانانو د ملاتړ لپاره سلګونه کسان استولي وو.
خو په دې برخه کې یوه مهمه ستونزه هم شته او هغه د پاکستان دریځ دی.
پاکستان نه غواړي چې طالبان په داسې جګړه کې برخه واخلي، ځکه د طالبانو هر ډول پوځي ګډون به له سعودي عربستان او د سیمې له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکې لا ښې کړي.
د راپور له مخې، پاکستان له داسې حالت سره موافق نه دی.
د افغانستان یوه پخواني لوړپوړي چارواکي ویلي چې طالبان د ځواکونو د استولو توان لري، خو پاکستان نه غواړي چې دا کار ترسره شي.
د هغه په وینا، د طالبانو هر ډول پوځي مرسته به د دغه ډلې او سعودي عربستان اړیکې نږدې کړي.