د ترکیې او قطر د پلاوو سفر؛ سراج وايي طالبان د ټيټيپي د مشرانو د اېستلو غوښتنه نشي منلی
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر احمد ضیا سراج وايي، ترکیه او قطر هڅه کوي طالبان وهڅوي چې د تحریک طالبان پاکستان له ملاتړه لاس واخلي او د دې ډلې مشران له افغانستان څخه وباسي، خو د ده په وینا، طالبان د اسلاماباد دغه غوښتنې نهشي منلی.
احمد ضیا سراج د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه ادعا کړې، چې طالبان نه اراده لري او نه هم د دې توان لري چې د پاکستان دغه غوښتنې عملي کړي.
هغه د طالبانو او تحریک طالبان پاکستان د اړیکو په اړه ویلي: «طالب او ټيټيپي په اصل کې دوه جسدونه او یوه ساه دي چې پېچلې مذهبي، اقتصادي، قومي او فرهنګي اړیکې لري او ممکنه نهده، چې د پاکستان شرطونه ومني».
د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت دغه پخواني مشر ویلي، پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې هڅه کړې، چې له موجودو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خو د ده په وینا، دغو هڅو مطلوبه پایله نهده ورکړې.
سراج د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د کمولو لپاره د ترکیې او قطر اوسنیو هڅو او همداراز کابل او کندهار ته د یادو هېوادونو د پلاوو سفرونو ته په اشارې سره ویلي، چې د طالبانو او د هغوی د پلویانو له خوا د دې سفر په اړه د «لویوالي او خوشبینۍ» پر خلاف، د ده په باور د دغو هڅو پایلې به په نږدې راتلونکې کې د طالبانو او د هغوی د ملاتړو لپاره د خوښې وړ نهوي.
د یادونې وړ ده، چې د ترکیې د ملي استخباراتو رييس ابراهیم کالن او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي پرون کابل او کندهار ته سفرونه وکړل او د ترکیې د ملي استخباراتو رییس ابراهیم کالن کابل ته او کندهار ته له سفر وروسته د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته تللی او د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر او د ایاېسای له رییس عاصم ملک او نورو چارواکو سره یې لیدلي دي.
په دغو لیدنو کې د افغانستان-پاکستان او یمن-سعودي عربستان په محورونو کې د رامنځته شویو کړکېچونو د حل او د ډیپلوماټیکو اړیکو د لارو پرانېستې ساتلو پر ارزښت ټینګار شوی دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.
ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.
د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.
هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.
دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.
د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.
د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.
دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.
یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.
د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.
د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.
بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سونتوکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سونتوکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.
ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي
په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.
ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هممهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
یاد سازمان دا «پنځه کاله د هیلو او خوبونو د لهمنځه تلو» او پنځه کاله د بېعدالتۍ دوره بللې ده. د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره، لا هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوې دي.