د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له خلکو غوښتي، که دوی یا د کورنۍ کوم غړی یې د شکرې، لوړ فشار، زړه ناروغۍ، سرطان او نورو مزمنو ناروغیو له امله تر درملنې لاندې وي، د خپلې روغتیايي پاملرنې په بهیر کې دې فعاله ونډه واخلي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د «ناروغ د خوندیتوب نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې له مزمنې ناروغۍ سره ژوند کول ډېری وخت، د ټول عمر لپاره پاملرنې او له روغتیايي خدمتونو سره دوامداره اړیکې ته اړتیا لري.
دې ادارې له ناروغانو غوښتي، چې د خپلې ناروغۍ په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي، د درملنې پر پلان ځان پوه کړي، د خپلو درملو په اړه دقیق معلومات ولري او د طبي معایناتو پایلې تعقیب کړي.
دې ادارې ویلي: «پوښتنې وکړئ، د درملنې پر پلان پوه شئ، د خپلو درملو په اړه دقیق معلومات ولرئ او د معایناتو پایلې تعقیب کړئ».
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې همداراز ټینګار کړی، چې ناروغان باید خپلې روغتیايي دوسیې او معلومات تازه وساتي، د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو سپارښتنې تعقیب کړي او د هرې اندېښنې په صورت کې له هغوی سره خبرې وکړي.
د دې ادارې په وینا، د ناروغانو او د هغوی د کورنیو فعال ګډون د روغتیايي پاملرنې د لا خوندي کولو لپاره مهم دی.
د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون- اسلام کلا پوله د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیټ له مهمو دروازو څخه ده، خو د دې پولې په اوږدو کې زرګونه موټرو د چارو د زر نه ترسره کېدو له امله ولاړ وي.
ځینې موټرچلوونکي له څو اونیو تر ۴۰ ورځو پورې د پولې په شاوخوا کې بند پاتې دي. د اوږده انتظار تر څنګ، د استوګنې، تشناب، حمام، خوراک، روغتیا، امنیت، مخابراتي اړیکو او د موټرو د ساتنې اسانتیاوې هم کمې دي.
د دې وضعیت تر ټولو دروند بار هغه افغان موټرچلوونکي په اوږو وړي، چې له افغانستان څخه د ایران له لارې د ترانزیټ په موخه سفر کوي او د ویزې، اقامې او د سفر د ستونزو له امله ښايي په پوله کې د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.
په دوغارون کې یوه افغان موټرچلوونکي ایرنا اژانس ته ویلي چې ۱۳ورځې مخکې یې ویزه پای ته رسېدلې، خو لا هم د تېرېدو لپاره نوبت نه دی ورکړل شوې. نوموړي ویلي چې نه پوهېږي څنګه له پولې واوړي او افغانستان ته ستون شي.
هغه ویلي چې په پارکینګ کې نه حمام شته، نه مناسب تشناب، نه د استراحت ځای او نه داسې اسانتیاوې چې یو موټرچلوونکی څو ورځې یا څو اونۍ په انساني شرایطو کې پکې پاتې شي.
دغه افغان موټرچلوونکی وايي چې له افغانستان نه د سفر له پیل څخه تر دې وخته یې شاوخوا ۱۵۰میلیونه تومان او ۳۰۰ امریکايي ډالر لګښت کړی.
د هغه په وینا، د پولې چارواکو ورته ویلي، چې ویزه دې تمدید کړي او بیا دې راشي، خو اصلي ستونزه دا ده چې تر هغه وړاندې باید د موټر او بار د تېرېدو پروسه هم بشپړه شي.
د راپور له مخې، تر دې مخکې به ځینې نوبتونه په ډېر لنډ وخت کې صادرېدل، خو د وروستیو دوو میاشتو په ترڅ کې د انتظار موده زیاته شوې ده. یو شمېر موټرچلوونکي وايي چې یوازې د سفر د کوډ د ناوخته لېږل کېدو له امله یې خپل نوبت له لاسه ورکړی او بیا یې باید له سره انتظار ایستلی وای.
دغه وضعیت د افغان موټرچلوونکو لپاره لا پېچلی دی، ځکه که د انتظار پر مهال یې ویزه یا د پاتې کېدو قانوني موده پای ته ورسېږي، موټرچلوونکی له یوې خوا پر سرحد د تېرېدو لپاره انتظار باسي او له بلې خوا د قانوني اسنادو د تمدید ستونزه وي.
یو بل افغان موټرچلوونکي، چې شاوخوا ۴۰ ورځې یې انتظار کړی، ویلي چې لا هم نه پوهېږي د دې ځنډ مسوول څوک دي.
د یوه موټرچلوونکي په وینا، د موبایل شبکې د کمزورتیا له امله کورنۍ یې څو ځله زنګ وهي او نه پوهېږي چې هغه چېرته دی.د اوږده انتظار له امله موټر د موټرچلوونکي د خوب، خوراک او استراحت یوازینی ځای ګرځي.
د یخچالي موټر د یوه چلوونکي په وینا، د درملیزو بوټو بار یې لېږداوه، خو د اوږده انتظار له امله یې د بار د خرابېدو اندېښنه لرله.
بل لوري ته، د چرګوړو لېږدوونکو هم ویلي، چې د انتظار له امله یې چرګوړي تلف شوي او زیانمن شوي دي.
د راپور له مخې، د ډیزلو بیه او د اضافي سونتوکو د مدیریت لپاره موجود مقررات د موټرچلوونکو لپاره یو بل سرخوږ دی. ځینې موټرچلوونکي له ټاکل شوې اندازې څخه د ډېرو ډیزلو له امله له دوو انتخابونو سره مخ کېږي، چې یا باید د اضافي سونتوکو بیه ورکړي او یا یې په سیمه کې خالي کړي. له همدې امله د موټرو اضافي ډیزل په ځمکه تویېږي چې د اورلګېدنې خطر هم ورسره مل دی.
ایراني سرحدي چارواکي د ستونزو پړه پر یوه او بل اچوي
په دوغارون کې د ایراني چارواکو د څرګندونو له مخې، شاوخوا ۱۶ادارې فعالیت کوي.
ددې سیمې مسولان وايي، چې د موټرو د نوبت او تګ راتګ اصلي واک لا هم له ګمرک سره دی، خو ګمرک وايي چې ستونزه د یوې ادارې مسوولیت نه دی او نوبت د ورځني ظرفیت له مخې ورکول کېږي.
د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز د پنځمې کلیزې سره هممهاله د ګډ غږ په پورته کولو سره د عمومي پیوستون او له نړۍوالې ټولنې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده؛ تر څو پر طالبانو فشار راوړي، چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي.
یاد سازمان دا «پنځه کاله د هیلو او خوبونو د لهمنځه تلو» او پنځه کاله د بېعدالتۍ دوره بللې ده. د بښنې نړۍوال سازمان په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی، چې له پنځو کلونو تېرېدو سره، لا هم مېلیونونه افغان نجونې ښوونځیو ته له تګ محرومې شوې دي.