دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د چین د دولتي شورا د ۱۹ مادې لرونکې ۸۴۱م فرمان د سپټمبر له ۱۵مې نافذ شوی او چارواکو ته یې د هغو کسانو د سفر د مخنیوي پراخ واک ورکړی چې د ملي امنیت یا نورو نامعلومو خطرونو په تړاو یې سفر ستونزمن وګڼل شي.
د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې مرستیالې مایا وانګ ویلي: «د چین حکومت خپل قوانین سختوي، څو په خپل سر پرېکړه وکړي چې څوک له چین څخه وتلی شي او څوک نه؛ دا د یوه هېواد د پرېښودو نړیوال خوندي شوی حق نقضوي».
هغې زیاته کړې، چې چینايي چارواکو په دې وروستیو کلونو کې د بشري حقونو د مدافعانو او قومي لږکیو پر نړیوالو سفرونو محدودیتونه او څارنه زیاته کړې، خو په وینا یې: «ټول خلک، په دې کې بهرني وګړي هم شامل دي، باید د چین د پرېښودو د خپل توان په اړه اندېښمن وي».
د راپور له مخې، نوې مقرره د کډوالۍ چارواکو ته اجازه ورکوي چې د سفر د اسنادو د غوښتنې پر مهال، «د اړتیا په صورت کې» اتباع له «لوړ خطر» هېوادونو یا سیمو ته له سفر کولو څخه منع یا یې وهڅوي.
خو د بشري حقونو څار سازمان وايي، په مقرره کې نهده روښانه شوې چې «لوړ خطر» څه ته ویل کېږي او یا په کومو شرایطو کې د یوه کس له سفره د راګرځولو اقدام «اړین» ګڼل کېږي.
دغه مقرره له چین څخه د وتلو غوښتونکو څخه دا هم غواړي چې د سفر دلیلونه یې «رښتیني او قانوني» وي، خو د سازمان په وینا، د «قانوني» سفر د موخې لپاره یې مشخص معیارونه او د اړینو اسنادو څرنګوالی نهدی روښانه کړی.
د بشري حقونو څار سازمان وايي، د نوې مقررې له مخې بهرني وګړي هم له چین څخه د وتلو له بندیز سره مخ کېدای شي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د چین د «مقابلهيي اقداماتو»، «نامعتمد بنسټونو» یا «ناوړه بنسټونو» په نوملړونو کې شامل شي.
دغه سازمان وايي، چینايي چارواکو په تېرو کلونو کې د ځینو بهرنیو وګړو د وتلو مخه هم نیولې ده. د سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې له چین څخه د یوه امریکايي دولتي کارکوونکي او د وېلز فارګو بانک د یوه اجراییوي چارواکي له وتلو مخنیوی شوی وو، سره له دې چې پر هغوی د جرم تور نهوو لګېدلی.
مایا وانګ خبرداری ورکړی، چې دا ډول محدودیتونه ښايي د بیان او علمي ازادۍ پر فضا هم اغېز وکړي.
هغې ویلي: «د چین د وتلو محدودیتونه به د بیان او علمي ازادۍ فضا نوره هم محدوده کړي او چینايي او بهرني وګړي به د دې وېرو له امله لا ډېر ځانسانسورۍ ته اړ کړي چې ښايي له هېواده د وتلو مخه یې ونیول شي».
د بشري حقونو د څار سازمان له نورو حکومتونو هم غوښتي چې د چین پر حکومت فشار راوړي څو د دوی په وینا، دغه «ناوړه» مقررات لغوه کړي او له هغو خپلو اتباعو ملاتړ وکړي چې د وتلو له بندیزونو سره مخ کېږي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې، «هر څوک حق لري چې د خپل هېواد په ګډون هر هېواد پرېږدي». خو په نړیوالو بشري حقونو کې د دغه حق لپاره ځینې محدودیتونه د ملي امنیت، عامه نظم، عامې روغتیا، اخلاقو او د نورو د حقونو د ساتنې په موخه، د اړتیا او تناسب له اصولو سره سم، منل شوي دي.