• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان ایواک مشر:د کډوالو خوندي انتقال لپاره ځانګړې شوې بودجه د شړلو پر عملیاتو لګول کېږي

۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ وږی ۱۴۰۵ - ۲۱ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د افغان ایواک مشر شان وانډیور ادعا کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه اداره چې د کډوالو د بیا مېشتولو مسولیت لري، د کانګرس له خوا د خلکو د خوندي انتقال لپاره ځانګړې شوې ۴۱۰ میلیونه ډالره بودجه د شړلو په عملیاتو کې لګوي.

وانډیور د واشنګټن پوسټ یوې څېړنې ته په اشاره په ایکس کې لیکلي چې دې ورځپاڼې د څو میاشتو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه څانګه له نږدې څېړلې چې د کډوالو د بیا مېشتولو مسولیت لري.

نوموړي ویلي، د دغې څېړنې موندنې ښيي چې «دا د ۴۱۰ میلیونه ډالرو د شړلو عملیات دي»؛ هغه عملیات چې د ده په وینا، د کانګرس له خوا د خلکو د خوندي ځایونو ته د انتقال لپاره ځانګړې شوې پیسې پرې لګول کېږي.

د افغانانو لپاره ددغه همکار بنسټ مشر شان له خپلو پلویانو غوښتي چې د واشنګټن پوسټ راپور او د ده له خوا خپره شوې اړونده موضوع په بشپړه توګه ولولي.

هغه په خپل پوسټ کې د افغان ایواک هشتګ هم کارولی او د افغانانو د ایستلو او بیا مېشتولو موضوع یې مطرح کړې ده.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

•
•
•

نور خبرونه

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۲:۵۷ GMT+۱
100%

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» په یوه راپور کې ویلي، ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. راپور کاږي، دغه کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي.

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي.

د دې راپور له‌مخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بې‌ساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه پوره کول دي. د روان کال تر يادې نېټې پورې له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه په ټوليزه توګه څه باندې ۱،۱۸ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

له بارانه تېښته، تر ناوې لاندې شپه

د هرات د اسلام‌کلا په سرحدي بندر کې يوه طالب چارواکي ويلي، اوس‌مهال هره ورځ له ۲۰ تر ۴۰ افغان کورنۍ (چې ښځې او نجونې هم په‌کې شاملې دي) د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.

د میډیا لاين په راپور کې راغلي، په ايران کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوي او د خوراکي توکو انفلاسيون ۱۳۰ سلنې ته نږدې شوی، چې دې کار د افغان کارګرانو ژوند زښت سخت کړی دی. د کډوالۍ د نړيوال سازمان سروې ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو افغانانو منځنی عاید د پخوا پرتله درېيمه برخه کم شوی او يوازې ۲۹ سلنه راستانه شوي کډوال یو څه سپما لري.

په کابل کې مېشت خبريال علي لطيفي میډیا لاين ته ويلي، دا پرېکړه يوازې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې نه‌ده، بلکې په ایران کې پر استوګنيزو ودانيو بریدونه، د امنیت نشتوالی او د فابريکو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې افغان کورنۍ بېرته ستنېدو ته اړ باسي.

د کارګرانو زیاتوالی او د کار نشتوالی

دا نوي ارقام د راستنېدو د هغې لویې لړۍ دوام دی، چې تر دې وړاندې پیل شوې وه. ملګرو ملتونو د تېرې مې مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې نږدې ۵،۹ ميليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په دوو کلونو کې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو بنسټونو اټکل کړی، چې د روان کال د اپرېل او ډسمبر مياشتو ترمنځ به ۲،۷ ميليونه نور افغانان هم له دغو دوو هېوادونو بېرته راستانه شي.

علي لطيفي زیاتوي، د هرات په چوکونو کې د ورځنيو کارګرانو شاوخوا نیمایي برخه هغه کسان دي، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستانه شوي. دغه کسان په ودانیزو چارو، ترکارۍ او فابريکو برخو کې کاري تجربې لري، خو په افغانستان کې ورته په دې برخو کې فرصتونه محدود دي.

ښځې بیا هم تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې

د «سامويل هال» څېړنيز مرکز مشر څېړونکی سټيفاني بېراټ خبرداری ورکوي، چې د «داوطلبانه» کلمې په کارولو کې باید احتیاط وشي، ځکه د کور کرايې نشتوالی، د معاشونو نه‌ورکړه او د ډېپورټ وېره ايران‌مېشتي افغان کډوال مجبوروي چې بېرته ستانه شي.

د میډیا لاين په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې لپاره د دغه مرکز نوې څېړنه یادېږي. دا څېړنه ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو ۵۸۲ ښځو له ډلې، ۷۷ سلنه هغو چې په ايران کې یې کار کاوه، په افغانستان کې بې‌کاره دي او يوازې ۱۷ سلنه یې پر کارونو بوختې دي. د دې ترڅنګ، د هغو کورنيو ۴۷ سلنه چې له ايران څخه یې د پيسو لېږل (حوالې) بندې شوې، هېڅ بديل عايد نه‌لري او ۹۷ سلنه یې تر پورونو لاندې دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې، چې ۹۲ سلنه راستنې شوې کورنۍ په مياشت کې تر ۱۴۷ ډالرو کم عايد لري او ۹۰ سلنه کسانو ويلي، چې له راستنېدو وروسته یې پورونه نور هم زیات شوي دي.

د جګړې شالید او اقتصادي پرځېدنه

د دغو اقتصادي او ټولنيزو فشارونو رېښه په ايران کې له روانې جګړې او بې‌ساري انفلاسیون سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امريکا او اسراییل په ګډو هوایي بریدونو کې د علي خامنه‌‌يي له وژل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت او د بهرنيو ځواکونو ترمنځ مستقیم پوځي ټکر پیل شو چې په ايران کې یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړ.

د ايران د احصايې مرکز د روان کال په چنګاښ مياشت کې کلنی انفلاسیون ۶۶ سلنه او د ګام پرګام انفلاسیون کچه ۸۷،۹ سلنه اعلان کړه. دا اقتصادي بحران، د تېلو د ونډې کمښت او د ډالر د بيې بې‌سارې لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال د امنیت او روزګار په لټه کې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستانه شي.

په دوو اوونیو کې افغانستان ته له ایران او پاکستان نه د ۱۰۲ زره ډېر تګ راتګ ثبت شوی

۲۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۴:۴۱ GMT+۱
100%

د کډوالۍ نړیوال سازمان د بې‌ځایه کېدو د څارنې د تازه راپور له مخې، د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۱۲مې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۰۲ زره او ۹۰۳ تګ راتګ ثبتېدو په مقابل کې، له افغانستانه د وتلو ۴۱ زره او ۹۵۸ تګ راتګ ثبت شوی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ۶۸ زره او ۲۱۳ او له پاکستان څخه ۳۴ زره او ۶۹۰ تګ راتګ ثبت شوی دی. بل لور ته، له افغانستان څخه ایران ته ۳۰ زره او ۱۵۳ او پاکستان ته ۱۱ زره او ۸۰۵ تګ راتګونه شوي دي.

د سازمان سروې ښيي چې له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ۶۱ سلنه د کورنۍ د لیدلو لپاره راغلي وو، ۱۸ سلنه یې ایستل شوي وو، نهه سلنه له لنډ سفر وروسته بېرته ستانه شوي، اووه سلنه له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره راغلي او درې سلنه د ناامنۍ یا له ایرانه د وتلو د فشار له امله افغانستان ته راغلي دي.

له پاکستانه د راتلونکو کسانو په منځ کې بیا ۵۴ سلنه ویلي چې په افغانستان کې د ژوند لګښتونه کم دي. ۳۰ سلنه د ناامنۍ یا له پاکستانه د وتلو د فشار، ۱۷ سلنه د خپلو کورنیو د لیدلو، ۱۱ سلنه له لنډ سفر وروسته د بېرته ستنېدو او ۱۱ سلنه له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې د جلا جلا کسانو شمېر نه ښيي، بلکې پر ټاکلو سرحدي دروازو د تګ راتګ ټول ثبت شوي حرکتونه دي.

په دې شمېرو کې راستنېدونکي، ایستل شوي کسان، محصلان، د کورنیو لیدو ته تلونکي او هغه کسان هم شامل دي چې په دوره‌یي ډول له پولې اوړي.

په راپور کې راغلي چې دغه څارنه د ایران او پاکستان پر پولو په څلورو مهمو او دوو نورو سرحدي لارو کې ترسره شوې ده.

د معلوماتو د راټولولو موخه د خلکو د تګ راتګ، د سفر د لاملونو او راتلونکو پلانونو په اړه د بشري ادارو لپاره د معلوماتو برابرول دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د ترکیې څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېرې هم خپرې کړې دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یو زر او ۳۵۹ کسان له ترکیې افغانستان ته رسېدلي دي.

د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې له ترکیې د راغلو کسانو مجموعي شمېر ۵۲ زره او ۳۰۹ ته رسېدلی دی.

د ترکیې په برخه کې د سازمان معلومات ښيي چې ۶۶ سلنه کسانو د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، ۱۴ سلنه د ناامنۍ او ۱۰ سلنه اروپا ته د تګ په موخه افغانستان پرېښی و.

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دې راپور معلومات یوازې په څارل شویو سرحدي نقطو کې ثبت شوي حرکتونه ښيي او باید د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د ټولو کډوالیزو خوځښتونو د بشپړ انځور په توګه ونه ګڼل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۲۷ وږی ۱۴۰۵ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د بې‌سرپرسته ښځو او ماشومانو بېرته ستنول ودروي او د هر افغان له اېستنې مخکې، په انفرادي ډول د هغه د ځورونې، شکنجې او نورو جدي بشري حقونو د نقض خطرونه وڅېړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلام‌اباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي.

دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي.

کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.

د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي.

دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د چنګاښ له ۱۹مې د وږي تر ۵مې پورې شاوخوا ۱۲۷ زره او ۳۴۴ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اېستل شوي چې لږ تر لږه ۱۴ زره او ۱۸۶ تنه یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.

په بېرته ستنېدونکو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۳۸۸ تنه یې ښځې او ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې په پاکستان کې یې د بېلابېلو افغان ډلو په ګډون د ښځو او نجونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو، د قومي او مذهبي ډلو د غړو او د جنسي لږکیو د کسانو له خوا د مرستې غوښتنې ترلاسه کړې دي.

دوی همدارنګه افغانستان ته د بې‌سرپرسته افغان ماشومانو د بېرته ستنولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د دغو ماشومانو د منلو، ملاتړ او پاملرنې لپاره مناسب میکانیزمونه نشته.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د شاوخوا ۱۶ زره زیانمنونکو افغانانو د پېژندنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له معلوماتو هرکلی وکړ، خو د دغو کسانو د پېژندنې د معیارونو او بهیر په اړه یې د نورو جزییاتو غوښتنه وکړه.

دوی ټینګار وکړ، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید د نیول کېدو یا اېستلو له وېرې پرته د ملاتړ غوښتنه وشي او د اړتیا په صورت کې له لنډمهالي ملاتړ او خوندي اقامت څخه برخمن شي.

د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی دی.

ملګري ملتونه: له پاکستان نه د افغان کډوالو ستنېدنه د افغانستان پر بشري وضعیت فشار زیاتوي

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۱۸ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.

د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان له‌خوا د «بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلال‌اباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بې‌ځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بې‌اسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.

ستانه شوي افغان کډوال: د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله بېرته پاکستان ته پر قاچاقي لارو اوړو

۲۶ وږی ۱۴۰۵ - ۱۷ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۰:۰۰ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

له پاکستان نه افغانستان ته یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه نشتوالی، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې هغوی اړ اېستي چې خپل د کور سامان وپلوري او بېرته پر قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.

محمد رفیق چې له پاکستان نه کندوز ته ستون شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې ویلي، چې ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېریو ته لاهم د اوسېدو مناسب ځایونه نه‌دي برابر شوي.
هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. د سرپناه وضعیت تر ټولو بد دی. ډېرو راستنېدونکو ته تراوسه د اوسېدو ځایونه نه‌دي ورکړل شوي او که چا ته ځای ورکول کېږي هم، له ښارونو ډېر لرې وي چې خلک په‌کې د کار فرصت نه‌لري».
رفیق زیاته کړه، بې‌کاري او فقر د دې لامل شوی چې یوشمېر کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ اېستل شوي. د نوموړي په وینا: «ګڼ خلک اوس د کور توکي پلوري؛ څو پاکستان ته د تګ لګښت برابر کړي».
د رفیق ورور شاه‌ولي بیا وايي، په ځانګړي ډول کندوز ته ستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې یوشمېر یې بېرته پاکستان ته ستنېږي. نوموړي وویل، هغه کسان چې خپل د کور توکي پلوري، اړ کېږي چې خپل توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.
د هغه په وینا، د پنځو کورنیو د کور وسایل یوازې په ۶۰زره افغانیو پلورل شوي دي. شاه‌ولي زیاته کړه: «په دغه وسایلو کې د دوو هغو کورنیو د ودونو سامان هم شامل وو، چې څه موده مخکې یې ودونه کړي وو».
هغه وویل، د ژمي له رانږدې کېدو سره ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي. نوموړي وویل: «کندوز ډېرې سړې سیمې لري او په خېمو کې ژوند کول اسانه نه‌دي. دا هم یو له هغو لاملونو دی، چې خلک بېرته تګ ته اړ شوي دي».
د نوموړي په وینا، دیورنډ کرښې ته د رسېدو او د قاچاقي تګ راتګ لګښت هم لوړ دی. هغه ادعا وکړه: «پر ډیورنډ کرښه له هر کډوال تر ۲۵زره تر ۴۰زره افغانیو پورې قاچاق کوونکي اخلي».
شاه‌ولي وایي، یوازې د هغه په پېژندنه کې نږدې سل کورنۍ بېرته پاکستان ته تللې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري په مشرۍ د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا ننوتلو موضوع هم ارزول شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه به د هغو افغان وګړو په اړه لارښوونې وغوښتل شي چې تر ستنېدو وروسته بېرته پاکستان ته داخل شوي یا یې د بیا ننوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د ورته قضیو په اړه د پاکستان د قانون او حکومتي تګلارې له مخې اقدام کېږي.