العربیه راپور ورکړی چې قاضي امیر علي د ۱۴۰۵ کال د وږي په څلورمه د امریکا د حکومت په ګټه پرېکړه وکړه او د نبيزاده غوښتنه یې رد کړه. د محکمې دغه پرېکړه د وږي په ۲۸مه خپره شوه.
محکمې ویلي، نبيزاده نه دی توانېدلی ثابته کړي چې د امریکا د خزانې وزارت لهخوا پر هغه د بندیز لګولو او د بندیزونو له نوملړه د نوم د اېستلو غوښتنې ردول، خپلسري یا له قانون سره په ټکر کې و.
قاضي د دې قضیې د ارزولو پر مهال اداري اسناد او هغه محرم معلومات هم کتلي چې د امریکا حکومت په پټه محکمې ته سپارلي و.
د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې نبيزاده تر بندیزونو لاندې راوست. واشنګټن هغه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک په مالي او مادي ملاتړ تورن کړی دی.
د اسنادو له مخې، نبيزاده د ایران د تېلو په پلور او لېږد، له قدس ځواک سره د تړلو کسانو لپاره د عوایدو په راټولولو او سپاه پاسداران ته د پیسو په لېږدولو کې لاس درلود.
د امریکا د خزانې وزارت هغه د یوې داسې شبکې غړی هم بللی چې د ایران د تېلو په پلور، د بندیزونو په ماتولو او د قدس ځواک او د لبنان حزبالله ته د مالي سرچینو په برابرولو کې فعالیت کوي.
په بلخ کې زېږېدلي نبيزاده د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې د امریکا له خزانې وزارت څخه وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او نوم یې د بندیزونو له نوملړه وباسي. دغه غوښتنه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې رد شوه. د خزانې وزارت وویل، شته معلومات پر هغه د بندیزونو دوام توجیه کوي.
نبيزاده وروسته د امریکا په فدرالي محکمه کې د دغه هېواد پر حکومت دعوه وکړه. هغه هم د بندیز اصلي پرېکړه او هم د خزانې وزارت لهخوا د نوم د اېستلو د غوښتنې ردول وننګول.
له دې قضیې سره هممهاله، د اسراییل ۱۴م چینل د امنیتي سرچینو او اسنادو په حواله د نبيزاده او د قدس ځواک د قوماندان اسماعیل قااني ترمنځ د مالي او سوداګریزو اړیکو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
دغه چینل ادعا کړې چې قااني د کمالالدین او ذکیې نبيزاده په مرسته د سپاه پاسداران شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره شتمني له ایران څخه اېستلې ده. په راپور کې ادعا شوې چې ذکیې نبيزاده له ایران څخه روسیې ته د پیسو په لېږدولو کې هم لاس درلود.
۱۴م چینل دا ادعا هم کړې چې د سپاه پاسداران د استخباراتي ساتنې ادارې مشر مجید خادمي له قااني پوښتنې کړې او ایران ته یې د نبيزاده او د هغه د مېرمنې د لېږدولو غوښتنه کړې ده.
د اسراییل دغې شبکې په یوه بل راپور کې ادعا کړې چې ایران او طالبانو یوه پټه «مالي او پوځي شبکه» جوړه کړې ده. د راپور له مخې، ایراني چارواکو غوښتل چې د افغانستان له لارې د بېړني وتلو لپاره خوندي لار جوړه او د طالبانو پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.
۱۴م چینل ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي ډیپلومات محمدابراهیم طاهریانفرد او کمالالدین نبيزاده د دغو فعالیتونو مدیریت پر غاړه درلود.
طاهریان د حسن روحاني د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی و. هغه د افغان سیاستوالو ترمنځ د ایران له پېژندل شویو ډیپلوماتانو ګڼل کېږي.
د ۱۴م چینل په راپور کې د یادو شویو استخباراتي سرچینو په وینا، طاهریان او نبيزاده د جنورۍ په لومړیو کې، په ایران کې د اعتراضونو له پراخېدو سره هممهاله، په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره پټې لیدنې کړې وې.
خو دغه ادعاوې د امریکا د فدرالي محکمې په پرېکړه کې نه دي یادې شوې. د محکمې پرېکړه د ایران د تېلو په پلور او لېږد او د قدس ځواک په ګټه د عوایدو په انتقال کې نبيزاده ته پر منسوب رول متمرکزه ده.
په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د نبيزاده سفرونه او د طالبانو له چارواکو سره د هغه لیدنې د یو شمېر سیاستوالو او د طالبانو د مخالفانو له نیوکو سره مخ شوې دي. افغان رسنیو هم د هغه د مالي فعالیتونو او اړوندو قضیو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
نبيزاده مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې له قدس ځواک سره د اړیکو په اړه د امریکا تورونه رد کړي و. هغه ویلي و چې واشنګټن پر روسیې د فشارونو په لړ کې پر نوموړي بندیز لګولی دی.
د نبيزاده د غوښتنې په رد کېدو سره به د هغه نوم د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې پاتې وي. په دغه نوملړ کې د نوم شاملېدل د امریکا تر واک لاندې د اړوندو کسانو او ادارو د شتمنیو د کنګلېدو لامل کېږي. امریکايي وګړي او شرکتونه هم ورسره له راکړې ورکړې منع کېږي.