• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر پاکستان اته بې‌پیلوټه الوتکې توغولې دي

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۲ GMT+۱

د پاکستان امنیتي سرچینو افغنستان انټرنشنل ته ویلي، چې له افغانستان نه پر دغه هېواد لږترلږه اته بې‌پیلوټه الوتکې توغول شوې دي. د دوی په وینا، دغه الوتکې کوهات ښار او تورخم ته څېرمه سیمو کې نسکورې شوې دي.

د سرچینو په وینا، له دې ډلې څلور یې تورخم ته په نږدې سیمو کې او پاتې نورې کوهاټ ته نږدې نسکورې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي وو. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و، چې په دغه بریدونو کې درې ملکي وګړي وژل شوي دي. هغه خبرداری ورکړی و، چې د دغه بریدونو ځواب به په مناسب وخت کې ورکړل شي.

ډېر لیدل شوي

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي
۱

افغان ښځینه فعالانې: د ښځو د حقونو په اړه د اندېښنو څرګندولو پر ځای دې عملي اقدام وشي

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

هېلن مکنټي: د افغان ښځو د حقونو په اړه د خبرو وخت تېر شوی اوس عملي اقدام پکار دی

۴

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې

۵

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

•
•
•

نور خبرونه

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۶:۰۳ GMT+۱
100%

لووي انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، له هېواده بهر د طالبانو مخالفو ډلو د افغانستان د راتلونکي لپاره ګڼې طرحې، نقشې او اعلامیې وړاندې کړې؛ خو لا داسې باوري او عملي پلان نه لیدل کېږي چې وښيي د طالبانو تر واکمنۍ وروسته به افغانستان څنګه اداره کېږي.

راپور کاږي، د طالبانو د مخالفو ډلو ترمنځ له ډیموکراتیک او غیرمتمرکز نظام څخه نیولې تر مشروطه پاچاهۍ پورې بېلابېلې طرحې وړاندې شوې دي. د راپور لیکوال وایي، په ویانا کې یې په یوه غونډه کې نږدې ۹۰ کسان لیدلي چې د شاوخوا ۷۰ جلاوطنه ډلو استازیتوب یې کاوه.
د هغه په وینا، ګڼې دغه ډلې د یووالي او ټول‌ګډونه نظام خبرې کوي؛ خو یوشمېر یې لاهم د قومي کرښو پر بنسټ فعالیت کوي. راپور ادعا کوي، چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د دوی حکومت له ستونزو سره مخ دی، ولسي مشروعیت یې کم دی، د مشرانو ترمنځ یې اختلافات شته او د حکومتولۍ په برخه کې یې کړنې ان هغه هېوادونه ناراضه کړي چې ورسره نږدې اړیکې لري.
خو راپور زیاتوي، د طالبانو د دغه کمزوریو ترڅنګ یوه مهمه تشه د داسې باوري سیاسي مخالف ځواک نشتوالی دی چې د افغانستان دننه او بهر باور ترلاسه او د سیاسي بدلون لپاره عملي لار وړاندې کړي.
په کابل کې د یوې ۳۶ کلنې افغان پرمختیايي موسسې مشر احمد عابد همایون د مخالفو ډلو ځینې طرحې د واقعي سیاسي نقشې پر ځای له مرستندویه ادارو څخه د بودجې ترلاسه کولو پروژو ته ورته بللې دي.
د راپور له مخې، د کمبرېج بهیر د پخواني جمهوریت سیاست‌وال، پوهان، ښځې، ډیپلوماتان، پوځیان او خبریالان راټول کړي او د یوه «هر اړخیز ګډ پلان» پر جوړولو کار کوي. دغه طرحه پر ملي حاکمیت، د اساسي قانون مشروعیت، برابرۍ، ټول‌ګډونه حکومتولۍ، بشري حقونو او ثبات ټینګار کوي او جوړوونکي یې دا یوه داسې طرحه بولي چې د ګډونوالو له زیاتېدو سره به بدلون مومي.
راپور د افغانستان د ازادۍ جبهې طرحه هم یاده کړې ده. دغه وسله‌واله ډله د پخواني لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په مشرۍ فعالیت کوي. د جبهې په طرحه کې د طالبانو د وسله‌والې ډلې د نسکورولو او پر ځای یې د غیرمتمرکز ډیموکراتیک نظام د جوړولو غوښتنه شوې ده.
دغه طرحه د وګړو پر برابرۍ، د ښځو پر حقونو، خپلواک قضایي نظام او ازادو ټاکنو ټینګار کوي؛ خو دا نه روښانوي چې طالبان به په عملي ډول څنګه لرې او د واک د لېږد بهیر به څنګه اداره شي.
راپور کاږي، د طالبانو د مخالفه جلاوطنه ډلو، وسله‌والو ډلو، مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د سازمانونو له منځه تر هغه چې یو باوري بدیل راونه وځي، د طالبانو کمزوري کېدل په یوازې ځان د هغوی د واکمنۍ د پای ته رسېدو معنا نه‌لري.
احمد عابد همایون وایي، له ۱۹۸۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې «۱۱ د نظام بدلونونه» شمېرلي، باور لري چې ستونزه یوازې د حکومت د بڼې په بدلولو نه حل کېږي. د هغه په وینا، د افغانستان د بنسټونو کمزوري، قومي او قبیلوي ستونزې او سخت‌دریځي یوازې په پیسو یا د حکومت د جوړښت په ظاهري بدلون نه‌شي حل کېدای.
هغه ویلي، هر باوري بدلون باید د افغانستان له دننه راووځي او د هېواد له تاریخي او ټولنیزو ـ سیاسي واقعیتونو سره برابر وي.

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۵:۰۸ GMT+۱
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د سپټمبر ۲۳مه هرکال په نړۍ کې د پښتنو د کلتور د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي او په دې مناسبت د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې پښتانه بېلابېلې کلتوري او علمي غونډې جوړوي.

دغه ورځ له ۲۰۱۵کال راهیسې نمانځل کېږي. په دې اړه د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ایالتي مشر نصرالله خان زیري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، د پښتون کلتور نړۍواله ورځ هر کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو د تاریخ، دودونو او کلتوري ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره نمانځل کېږي.
زیری وايي، د پښتون کلتور ورځې د نمانځلو وړاندیز ده په ۲۰۱۵کال کې په کوټه کې د پښتو په نړۍوال ادبي او علمي کانفرانس کې د عثمان خان کاکړ په لارښوونه وکړ. د نوموړي په وینا، په دغه کانفرانس کې چې د پښتونخوا، افغانستان، پاکستان او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه علما، لیکوالان، شاعران او پوهان راټول شوي وو پرېکړه وشوه چې د سپټمبر ۲۳مه دې د پښتون کلتور نړۍواله ورځ وټاکل شي.
هغه وايي، د سپټمبر ۲۳مه ځکه غوره شوې چې د ورځې او شپې د برابرۍ له امله د برابرو حقونو سمبول ګڼل کېږي؛ هغه که د ښځو او نارینه‌و ترمنځ د حقونو برابري وي او که له نورو قومونو سره د مساوي حقونو موضوع.
زیری وايي، له ۲۰۱۵کال راهیسې دغه ورځ هر کال په پښتونخوا، افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. د نوموړي په وینا، د یادې ورځې یو مهم هدف دا دی چې نوی نسل له خپل کلتور سره نږدې پاتې شي، ځکه د وخت په تېرېدو ځوانان د خپلو دودونو او تاریخي ارزښتونو په اړه له پخوا کم معلومات لري.
هغه د پښتنو د جرګې، مېلمه پالنې، ودونو، دودونو، جامو، تاریخي ځایونو او نورو ټولنیزو ارزښتونو یادونه وکړه او ویې ویل، چې دغه ټول د پښتني کلتور مهمې برخې دي. زیري وايي، د پښتون کلتور په ورځ علمي سیمینارونه، مشاعرې، نندارتونونه او د کلتور په اړه نور پروګرامونه جوړېږي او علما او پوهان د پښتنو د کلتور او تاریخ په اړه خپلې مقالې او ویناوې وړاندې کوي.
زیري ټینګار کوي، چې په اوسني وخت کې د پښتون کلتور ورځې نمانځل لا ډېر اهمیت لري؛ ځکه نړۍ د مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر او چټک ټېکنالوژیک پرمختګ پر لور روانه ده.
د نوموړي په وینا، د ټېکنالوژۍ له پرمختګ سره، سره هر قوم خپل تاریخ، کلتور، تمدن او ځانګړي ټولنیز ارزښتونه لري او د کلتور د ورځې لمانځل دا پیغام ورکوي چې پښتانه هم بډایه تاریخي او کلتوري میراث لري.
هغه وايي، پښتانه باید خپل کلتوري ارزښتونه ژوندي وساتي او نړۍ ته یې ور وپېژني.
کلتور د یوه قوم د هویت پېژندنه ده
د پښتو ژبې شاعر او لیکوال محمود ایاز افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې کلتور یوازې دودونه او جامې نه‌دي؛ بلکې د یوه قوم د پېژندنې او هویت پراخ تصور دی، چې ژبه، ادب، شاعري، فلسفه، ښکلا، تاریخي روایتونه او ټولنیز ارزښتونه په‌کې شامل دي.
ایاز وايي، ټولنه او کلتور جامد نه‌دي بلکې د وخت له بدلون سره تل بدلېږي. د هغه په وینا، لکه څنګه چې ټولنه پرمختګ کوي، ژبه، ادب او کلتور هم نوي عناصر خپلوي.
د نوموړي په وینا، له نورو ژبو او ټولنو څخه ګڼې کلېمې او دودونه پښتو ژبې او پښتني ټولنې ته راغلي او د وخت په تېرېدو د خلکو د ژوند برخه ګرځېدلي دي. هغه وايي، کلتور هم له یوې سیمې او ټولنې څخه بلې ته د سفر پر مهال نوي عناصر اخلي.
محمود ایاز ټینګار کوي، چې ادب او کلتور له یو بل سره نږدې اړیکه لري. د هغه په خبره، متلونه، د مشرانو ویناوې، شعرونه او ادبي اثار د پښتنې ټولنې د ژوند د اصولو او ارزښتونو مهمه برخه جوړوي.
هغه د خوشال خان خټک د شعرونو بېلګه هم وړاندې کوي او وايي، چې د پښتنو د کلتوري ارزښتونو، مېلمه پالنې، پښتونولۍ، ورورولۍ او نورو دودونو انعکاس په پښتو ادب کې له پخوا څخه لیدل کېږي.
د ایاز په وینا، لیکوالان، شاعران او پوهان د خپلې ټولنې د ژبې، ادب، تاریخ او کلتور په ساتلو او بډایه کولو کې مهم رول لري او د نړۍ په کتابتونونو کې د قومونو د تاریخ او کلتور په اړه زرګونه اثار د همدې هڅو پایله ده.
نوموړی وايي، په پښتني ټولنه کې ځینې دودونه چې پخوا د خلکو د ورځني ژوند مهمه برخه وو، اوس د وخت له بدلون سره کمزوري شوي دي. هغه د ګاونډیانو ترمنځ د مرستې، مېلمه پالنې او د ټولنې د ګډ ژوند دودونه د پخواني پښتني کلتور بېلګې بولي.
هغه زیاتوي، چې د ټېکنالوژۍ او عصري ژوند له پراختیا سره د خلکو د ژوند بڼه هم بدله شوې ده. د هغه په خبره، پخوا به په یوه کلي کې یو موټر یا راډیو د خلکو لپاره د حیرانتیا وړ وه؛ خو اوس موبایل، موټر او نور عصري وسایل د ډېرو کورنیو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.
محمود ایاز وايي، ماشومان هم د وخت له بدلون سره د پخوا په څېر لوبې او د ژوند طریقې نه لري؛ خو دغه بدلون د ټولنې او کلتور طبیعي بهیر دی. هغه ټینګار کوي، چې د کلتور بدلون باید د خپل هویت د له‌منځه تلو په معنا ونه ګڼل شي؛ بلکې نوی نسل کولی شي د عصري ژوند وسایل او پرمختګونه خپل کړي او په ورته وخت کې خپل تاریخي او کلتوري ارزښتونه هم وساتي.
ایاز وايي، کورنۍ د نوي نسل د کلتوري روزنې مهم ځای دی او مشران باید ماشومانو ته د کتاب لوستلو، زده‌کړې او له خپل تاریخ او کلتور سره د تړاو عملي بېلګې وړاندې کړي. د هغه په وینا، د کلتور د ژوندي ساتلو لپاره یوازې خبرې بسنه نه‌کوي؛ بلکې باید په ورځني ژوند کې د خپلې ژبې، ادب، تاریخ او ټولنیزو ارزښتونو درناوی او پالنه وشي.

څېړنیز راپور؛ په افغانستان کې د اوبو کیفیت د کبانو د روزنې پر وده او تولید مستقیم اغېز لري

۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

«بایو انجینیر» وېب‌پاڼې په یوه څېړنیز راپور کې ویلي، د کابل د قرغې د کبانو په فارم کې شوې لومړنۍ منظمه څېړنه ښيي چې د اوبو کیمیاوي کیفیت د «رېنبو ټراوټ» کبانو پر روغتیا او وده مستقیم اغېز لري.

راپور کاږي، د قرغې په فارم کې د کبانو تولید روان دی؛ خو په پسرلي کې د اوبو د اکسیجن کچه په خطرناکه کچه ټیټېږي او په هغه حوضونو کې چې کبان ساتل کېږي، امونیا او ځینې اوسپنیز توکي زیاتېږي.
د راپور له مخې، د افغانستان د کبانو د روزنې برخه د څو لسیزو جګړو سربېره په تدریجي ډول پراخه شوې ده. د هېواد د کبانو تولید په ۱۹۸۰کال کې یوازې ۸۷۰ ټنه و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې ۱۱زره او ۱۰۷ ټنو ته رسېدلی و.
سره له دې په افغانستان کې د هر وګړي د کب کلنی مصرف څه باندې دوه کیلوګرامه دی، چې د نړۍ په کچه له ټیټو کچو بلل شوې ده.
دغه څېړنه د کابل پوهنتون د څېړونکو له‌خوا د مالیزیا د پوترا پوهنتون د یوه څېړونکي په همکارۍ شوې ده. څېړونکو د اپرېل له میاشتې تر ډسمبر پورې هره میاشت دوه ځایونه ارزولي دي؛ لومړی د قرغې له زېرمتونه فارم ته راتلونکې اوبه او دویم هغه حوض چې کبان په‌کې روزل کېږي.
څېړونکو د اوبو تودوخه، منحل اکسیجن، تیزابي او القلي کچه، په اوبو کې حل شوي توکي، امونیا، نایټرایټ، نایټرېټ، فاسفېټ، سلفېټ، اوسپنه او زېنک ارزولي دي. موندنې ښيي، چې د کبانو د روزنې حوض اوبه د فارم د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۳،۰۲ درجې سانتي‌ګراده سړې وې. په جون میاشت کې دغه توپیر ۵،۸ درجو ته رسېدلی و.
خو د کبانو په حوض کې د امونیا اندازه په منځنۍ توګه ۱۱۰،۸ سلنه زیاته وه او په جون میاشت کې دغه زیاتوالی ۲۷۵ سلنې ته رسېدلی و. همداراز، په حوض کې د زېنک اندازه په منځنۍ توګه ۳۸،۴ سلنه او د اوسپنې اندازه ۳۱،۲ سلنه لوړه شوې وه. برعکس، د فاسفېټ اندازه ۶۱،۵ سلنه کمه شوې وه.
د څېړنې له مخې، د اوبو د اکسیجن کمښت د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو مهمه ستونزه وه.
په اپرېل میاشت کې په دواړو څارل شویو ځایونو کې په هر لیټر اوبو کې د اکسیجن کچه د ۳،۲۴ او ۳،۳۰ ملي ګرامو ترمنځ وه، په داسې حال کې چې د ټراوټ کبانو د روزنې لپاره لږ تر لږه د شپږ ملي ګرامه اکسیجنو سپارښتنه کېږي.
د څېړنې په ټوله موده کې د کبانو په حوض کې د منحل اکسیجن اندازه د ورننوتونکو اوبو پرتله په منځنۍ توګه ۱۵،۱ سلنه کمه وه. څېړونکو ویلي، د اکسیجن دغه کمښت د کبانو وده او د ناروغیو پر وړاندې د هغوی مقاومت زیانمنولی شي.
سره له دې، څېړل شویو کبانو د پام وړ وده کړې ده. د ۶۰ کبانو د څېړنې پایلې ښيي، چې د هغوی منځنی وزن په اپرېل کې ۷۰،۳۱ ګرامه و؛ خو په ډسمبر کې ۲۱۲،۴۵ ګرامو ته ورسېده، چې ۲۰۲،۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د کبانو د بدن اوږدوالی هم په همدې موده کې ۴۴،۱ سلنه زیات شوی دی. راپور زیاتوي، د کبانو تر ټولو ښه وده د کال په وروستیو میاشتو کې وه چې د تودوخې شرایط مناسب وو.
څېړونکو منلې، چې څېړنه یوازې په یوه فارم کې شوې، د کال ټولې ۱۲ میاشتې یې نه‌دي پوښلې او د کبانو د خوراک اندازه، په حوضونو کې د کبانو شمېر، د رسوباتو کیمیاوي حالت او د مېکروبونو جوړښت په مستقیم ډول نه‌دي ارزول شوي.
د څېړنې له مخې، اپرېل او مئ د ټراوټ کبانو لپاره تر ټولو خطرناکې میاشتې وې ځکه د تودوخې له لوړېدو سره د اکسیجن کمښت ستونزه هم وه. په مني او د ژمي په لومړیو کې بیا اوبه سړې شوې؛ خو خوراکي توکي په‌کې زیات شول.
څېړونکو د اکسیجن د کمښت د مخنیوي لپاره د اوبو د هوا ورکولو سیستم پیاوړتیا، د ښځلو د اېستلو، د کبانو د شمېر د کره مدیریت، د اوبو د کیفیت د پرله‌پسې څار او د کبانو د مقاومت لپاره د مناسبو خوراکي توکو د کارولو سپارښتنه کړې ده.
راپور کاږي، د افغانستان لپاره چې د کبانو روزنه په‌کې د خوړو خوندیتوب او اقتصادي ودې د یوې برخې په توګه په پراخېدو ده، دغه څېړنه د لومړي ځل لپاره د سیمه‌ییزو شرایطو پر بنسټ د اوبو د کیفیت او د کبانو د ودې ترمنځ کمیتي معلومات وړاندې کوي.
څېړونکي وايي، د قرغې په فارم کې د ټراوټ کبانو دوامداره تولید د اوبو د کیفیت فعال او پرله‌پسې مدیریت ته اړتیا لري.

محمد حنیف اتمر: افغانستان باید بیا د جګړو او نیابتي سیالیو په ډګر بدل نه شي

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان باید یو ځل بیا د جګړې، وینې تویېدو او د قدرتونو د نیابتي سیالیو پر ډګر بدل نه شي.

اتمر د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بې‌ثباتي او تاوتریخوالی به هېڅکله یوازې د دغه هېواد تر پولو محدود پاتې نه شي.
هغه ویلي چې د جګړو او پوځي بریدونو دوام د افغانستان او پاکستان ترمنځ بحران لا پېچلی کوي او د اختلافاتو د سیاسي حل هڅې له ستونزو سره مخ کوي.
اتمر ټینګار کړی چې په هر ډول پوځي اقدام کې باید د افغانستان ملي حاکمیت، نړیوال قوانین او د ملکي وګړو ژوند رعایت شي.
د اتمر دا څرګندونې داسې مهال دي چې پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي. پاکستان ویلي چې په دغو بریدونو کې یې په افغانستان کې مېشت پاکستاني وسله‌وال هدف ګرځولي دي.
ښاغلي اتمر په خپله بیانیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د خبرو د بیا پیل لپاره د ترکیې او قطر له وروستیو هڅو هرکلی کړی دی.
په وروستیو ورځو کې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي کابل ته تللي او له طالب چارواکو سره یې د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو او د خبرو د بیا پیل په اړه بحثونه کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې له پاکستان سره اړیکې له هغو موضوعاتو څخه وې چې د ترکیې له پلاوي سره په لیدنه کې پرې خبرې شوې دي.
کالین له کابل وروسته اسلام‌اباد ته هم تللی او له پاکستاني چارواکو سره یې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د کمولو پر لارو خبرې کړې دي.
اتمر ویلي چې ترکیه او قطر په اوسنیو شرایطو کې کولای شي د کړکېچ په کمولو او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د خبرو لپاره د زمینه برابرولو په برخه کې رول ولوبوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي چې د طالبانو اداره هم مسوولیت لري چې د ملي پخلاینې لپاره زمینه برابره کړي، د خلکو مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي.
هغه ټینګار کړی چې د افغانستان د سیمه‌ییزو قدرتونو د سیالیو او نیابتي جګړو په ډګر د بدلېدو مخنیوی یوازې د پوځي اقداماتو له لارې نه شي کېدای، بلکې سیاسي حل او د ښکېلو لورو مستقیمو خبرو ته اړتیا لري.
اتمر ویلي چې د تاوتریخوالي او پوځي بریدونو دوام کولای شي د کړکېچ د کمولو سیمه‌ییزې هڅې کمزورې او د افغانستان او سیمې پر ثبات منفي اغېز وکړي.
هغه له سیمه‌ییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان او پاکستان د بحران لپاره د یوه سیاسي او دوامدار حل د موندلو په برخه کې هڅې وکړي.
اتمر په پای کې ویلي: «هغه څه چې د عقلانیت، خبرو او تدبیر له لارې حل کېدای شي، باید د تاوتریخوالي او وینې تویولو لارو ته ونه سپارل شي».

د امریکا فدرالي محکمې د کمال نبي‌زاده د بندیزونو د لغوه کولو غوښتنه رد کړه

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶، ۱۸:۵۱ GMT+۱
100%

د امریکا فدرالي محکمې د افغان سوداګر کمال‌الدین نبي‌زاده هغه غوښتنه رد کړه چې نوم یې د دغه هېواد د خزانې وزارت د بندیزونو له نوملړه وایستل شي. محکمې ویلي، د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول اداره د نبي‌زاده نوم د بندیزونو په نوملړ کې د شاملولو لپاره لازم اسناد او دلایل لري.

العربیه راپور ورکړی چې قاضي امیر علي د ۱۴۰۵ کال د وږي په څلورمه د امریکا د حکومت په ګټه پرېکړه وکړه او د نبي‌زاده غوښتنه یې رد کړه. د محکمې دغه پرېکړه د وږي په ۲۸مه خپره شوه.

محکمې ویلي، نبي‌زاده نه دی توانېدلی ثابته کړي چې د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا پر هغه د بندیز لګولو او د بندیزونو له نوملړه د نوم د اېستلو غوښتنې ردول، خپل‌سري یا له قانون سره په ټکر کې و.

قاضي د دې قضیې د ارزولو پر مهال اداري اسناد او هغه محرم معلومات هم کتلي چې د امریکا حکومت په پټه محکمې ته سپارلي و.

د امریکا د خزانې وزارت د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې نبي‌زاده تر بندیزونو لاندې راوست. واشنګټن هغه د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک په مالي او مادي ملاتړ تورن کړی دی.

د اسنادو له مخې، نبي‌زاده د ایران د تېلو په پلور او لېږد، له قدس ځواک سره د تړلو کسانو لپاره د عوایدو په راټولولو او سپاه پاسداران ته د پیسو په لېږدولو کې لاس درلود.

د امریکا د خزانې وزارت هغه د یوې داسې شبکې غړی هم بللی چې د ایران د تېلو په پلور، د بندیزونو په ماتولو او د قدس ځواک او د لبنان حزب‌الله ته د مالي سرچینو په برابرولو کې فعالیت کوي.

په بلخ کې زېږېدلي نبي‌زاده د ۲۰۲۲ کال په اکټوبر کې د امریکا له خزانې وزارت څخه وغوښتل چې پر خپلې پرېکړې بیاکتنه وکړي او نوم یې د بندیزونو له نوملړه وباسي. دغه غوښتنه د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې رد شوه. د خزانې وزارت وویل، شته معلومات پر هغه د بندیزونو دوام توجیه کوي.

نبي‌زاده وروسته د امریکا په فدرالي محکمه کې د دغه هېواد پر حکومت دعوه وکړه. هغه هم د بندیز اصلي پرېکړه او هم د خزانې وزارت له‌خوا د نوم د اېستلو د غوښتنې ردول وننګول.

له دې قضیې سره هم‌مهاله، د اسراییل ۱۴م چینل د امنیتي سرچینو او اسنادو په حواله د نبي‌زاده او د قدس ځواک د قوماندان اسماعیل قااني ترمنځ د مالي او سوداګریزو اړیکو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

دغه چینل ادعا کړې چې قااني د کمال‌الدین او ذکیې نبي‌زاده په مرسته د سپاه پاسداران شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره شتمني له ایران څخه اېستلې ده. په راپور کې ادعا شوې چې ذکیې نبي‌زاده له ایران څخه روسیې ته د پیسو په لېږدولو کې هم لاس درلود.

۱۴م چینل دا ادعا هم کړې چې د سپاه پاسداران د استخباراتي ساتنې ادارې مشر مجید خادمي له قااني پوښتنې کړې او ایران ته یې د نبي‌زاده او د هغه د مېرمنې د لېږدولو غوښتنه کړې ده.

د اسراییل دغې شبکې په یوه بل راپور کې ادعا کړې چې ایران او طالبانو یوه پټه «مالي او پوځي شبکه» جوړه کړې ده. د راپور له مخې، ایراني چارواکو غوښتل چې د افغانستان له لارې د بېړني وتلو لپاره خوندي لار جوړه او د طالبانو پوځي ملاتړ ترلاسه کړي.

۱۴م چینل ویلي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړي ډیپلومات محمدابراهیم طاهریان‌فرد او کمال‌الدین نبي‌زاده د دغو فعالیتونو مدیریت پر غاړه درلود.

طاهریان د حسن روحاني د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی و. هغه د افغان سیاستوالو ترمنځ د ایران له پېژندل شویو ډیپلوماتانو ګڼل کېږي.

د ۱۴م چینل په راپور کې د یادو شویو استخباراتي سرچینو په وینا، طاهریان او نبي‌زاده د جنورۍ په لومړیو کې، په ایران کې د اعتراضونو له پراخېدو سره هم‌مهاله، په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره پټې لیدنې کړې وې.

خو دغه ادعاوې د امریکا د فدرالي محکمې په پرېکړه کې نه دي یادې شوې. د محکمې پرېکړه د ایران د تېلو په پلور او لېږد او د قدس ځواک په ګټه د عوایدو په انتقال کې نبي‌زاده ته پر منسوب رول متمرکزه ده.

په وروستیو میاشتو کې افغانستان ته د نبي‌زاده سفرونه او د طالبانو له چارواکو سره د هغه لیدنې د یو شمېر سیاستوالو او د طالبانو د مخالفانو له نیوکو سره مخ شوې دي. افغان رسنیو هم د هغه د مالي فعالیتونو او اړوندو قضیو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

نبي‌زاده مخکې له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې له قدس ځواک سره د اړیکو په اړه د امریکا تورونه رد کړي و. هغه ویلي و چې واشنګټن پر روسیې د فشارونو په لړ کې پر نوموړي بندیز لګولی دی.

د نبي‌زاده د غوښتنې په رد کېدو سره به د هغه نوم د امریکا د بندیزونو په نوملړ کې پاتې وي. په دغه نوملړ کې د نوم شاملېدل د امریکا تر واک لاندې د اړوندو کسانو او ادارو د شتمنیو د کنګلېدو لامل کېږي. امریکايي وګړي او شرکتونه هم ورسره له راکړې ورکړې منع کېږي.