د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي څو د دوی استول شوي دیپلوماتان ومني. د جرمني د اېن ډي ار تلویزیون د څېړنو له مخې، طالبان د فشار لپاره کونسلي خدمتونه، په ځانګړي ډول د پاسپورټونو د صادرولو موضوع کاروي.
په برلین کې د افغانستان سفارت، چې اوس د طالبانو په واک کې دی، هره ورځ لسګونه افغان مراجعین لري چې د پاسپورټونو، د میراث اسنادو، زېږون سندونو او نورو کونسلي خدماتو لپاره ورځي، خو د اېن ډي ارد راپور له مخې، څو اونۍ مخکې د جرمني له ګاونډیو هېوادونو څخه د ورتلونکو افغانانو لپاره دغه خدمات درول شوي دي.
د راپور له مخې، کابل سفارت ته لارښوونه کړې، چې له جرمني بهر اروپامیشتو افغانانو ته دې نور په برلین کې اسناد نه ور کوي.
د افغانستان پخواني دیپلومات او د طالبانو مخالف حمید کبیري اېن ډي ار ته ویلي چې طالبان له دې لارې پر افغانانو فشار راوړي او همداراز غواړي پر اروپايي حکومتونو فشار واچوي چې د طالبانو دیپلوماتان ومني.
داېن ډي ارد راپور له مخې، د طالبانو هدف دا دی چې د جرمني په څېر په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د دې ډلې استول شوي ډیپلوماتان ومنل شي.
په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د هغو دیپلوماتانو تر کنټرول لاندې دي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې ټاکل شوي وو. دغه ډیپلوماتان د طالبانو مخالف دي.
په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیفالله سالارزي ویلي چې پاسپورټونه او کونسلي اسناد د افغانانو لپاره ضروري دي او دغو خدمتونو ته د لاسرسي محدودول به په اروپا کې د مېشتو افغانانو ستونزې لا زیاتې کړي.
طالبانو تېر کال جرمني ته دوه دیپلوماتان واستول. د طالبانو استازو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن کې جنرال کونسلګري کې پام وړ واکونه ترلاسه کړل.
د این ډي ار د راپور له مخې، د طالبانو د استازو د منلو په اړه د جرمني تجربه اوس نورو اروپايي هېوادونو ته هم څرګنده ده.
داېن ډي ار په وینا، طالبانو د روان کال په جون کې په بروکسل کې له اروپايي هېوادونو سره په خبرو کې هم د کونسلي برخې د کارکوونکو د منلو موضوع مطرح کړې وه. په دغو خبرو کې د افغانانو د بېرته ستنولو او افغانستان ته د اخراج بهیر د چټکتیا په اړه بحث شوی و.
د طالبانو غوښتنه دا وه چې هر هغه اروپايي هېواد چې غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له کابل سره هوکړه وکړي، باید د طالبانو یو یا څو کونسلي کارکوونکي هم ومني.
د اېن ډي ار د راپور له مخې، له جرمني پرته تر اوسه کوم بل اروپايي هېواد له طالبانو سره ورته هوکړې ته نه دی رسېدلی.
طالبانو د پاسپورټونو د خدمتونو د محدودولو په اړه داېن ډي ار پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د طالبانو یوه درې کسیز پلاوي چې د اګست په پای کې جرمني ته تللی و، د افغان کونسلګریو د عوایدو د کارونې چارې څارلې دي او په برلین او مونشن کې یې د ودانیو له داخل نه د افغانستان ملي بیرغونه لرې کړي دي.