پر قاچاقي لارو تګ؛ ایران ته پر لاره افغانه مور او څلور لوڼې یې د تندې له امله مړې شوې

د ازادي راډیو انګلیسي څانګې راپور ورکړی، چې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال یوه افغانه مور او د هغې څلور لوڼې د سختې تندې له امله مړې شوې دي.

د ازادي راډیو انګلیسي څانګې راپور ورکړی، چې ایران ته پر قاچاقي لارو د تګ پرمهال یوه افغانه مور او د هغې څلور لوڼې د سختې تندې له امله مړې شوې دي.
د یادې کورنۍ خپلوان نظام همتخېل ویلي، کله چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت په مک سوخته کلي کې د افغان کډوالو د مړینې خبر ورکړل شو؛ هغه سیمې ته ورغی او د خپلې ناسکه مور او د هغې د څلورو لوڼو جسدونه یې وموندل.
همتخېل ویلي: «دوی د تندې له امله مړه شوي. ما په خپله د هغوی جسدونه را واېستل». د راپور له مخې، یادې نجونې د شپږو تر ۱۵ کلونو عمرونه لرل او له خپلې مور سره ایران ته روانې وې؛ څو له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
همتخېل ویلي، کورنۍ یې د ښه ژوند په هیله ایران ته تللې وه؛ خو ډېری غړي یې تېرکال بېرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغه ویلي، په افغانستان کې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله یې کورنۍ اړ شوه چې یو وار بیا ایران ته د تګ هڅه وکړي.
د راپور له مخې، له دوی سره یو خپلوان هم په دغه سفر کې و. هغه ویلي، ښځو او نجونو ایران ته د اوښتو پرمهال اوبه نه لرلې. د هغه د خپلوانو په وینا، نوموړی په سخت وضعیت کې و؛ خو د سیمې خلکو د ایران سراوان ښار ته انتقال کړ او اوس یې روغتیايي وضعیت ښه شوی دی.
د ایران د بشري حقونو یوې ادارې هم ادعا کړې، چې د سپټمبر په نیمايي کې ۱۷ افغانان د ایران له لارې د سفر پرمهال د سختې تندې له امله مړه شوي دي. د طالبانو یوې ډیپلوماتیکې سرچینې هم ازادي راډیو ته منلې، چې د سپټمبر په ۱۱مه یوه مور او د هغې څلور لوڼې د سختې تندې له امله مړې شوې دي؛ خو د ۱۷ افغانانو د مړینې ادعا یې رد کړې ده.
د راپور له مخې، له کلونو راهیسې مېلیونونه افغانان د جګړو، بېوزلۍ او ناامنۍ له امله ایران ته کډه کېږي او له ۲۰۲۱کال راهیسې سلګونه زره نور افغانان هم دغه هېواد ته تللي دي.
راپور کاږي، ډېری بېاسناده افغانان د قاچاق کوونکو په مرسته ایران ته اوړي او د دښتو او غرنیو سیمو له سختو لارو تېرېږي چې هلته د خوړو او اوبو کمښت د مرګونو پېښو لامل کېږي.
راپور د جولای میاشتې یوې بلې پېښې ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان په سویل لوېدیځ کې ایران ته د اوښتو پرمهال د ۱۴ افغان کډوالو جسدونه موندل شوي وو.
د کډوالو د حقونو فعال صفتالله زاهدي ویلي، ډېری افغانان له اقتصادي ستونزو د خلاصون او د کار موندلو په هیله د دغه ډول خطرناکو سفرونو ګواښ مني. هغه ویلي: «دوی د خپل راتلونکي په اړه فکر کوي او باور لري که ایران ته ورسېږي، لږ تر لږه به کار پیدا کړي او د خپلې کورنۍ د ژوند د ښه کولو لپاره به عاید ترلاسه کړي».

امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» په یوه راپور کې ویلي، ايران کې د جګړې خطر، د بېساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. راپور کاږي، دغه کړکېچ افغان کډوال بېرته بېکارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي.
امريکايي رسنۍ «میډیا لاين» د شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) په يوه تحليلي راپور کې پر افغان کډوالو د ايران د بحران اغېزې او بېرته افغانستان ته د هغوی د جبري ستنېدو پایلې ارزولې دي.
د دې راپور لهمخې، په ايران کې د جګړې خطر، د بېساري اقتصادي فشارونو زیاتوالی او د ژوند د لګښتونو لوړېدل د دې لامل شوي، چې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالی کمېشنرۍ (UNHCR) او د کډوالۍ د نړيوال سازمان (IOM) د نويو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د اګسټ تر ۲۹مې پورې لږ تر لږه ۴۸۴ زره او ۸۰۰ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
که څه هم په دې لړ کې د ۴۰۴ زره او ۴۰۰ کسانو راستنېدل په جبري توګه ثبت شوي، خو په خپله خوښه د ستنېدو يوه نوې څپه هم پیل شوې ده. د دې نوي تمایل اصلي لامل په ايران کې د ژوند د لوړو لګښتونو نه پوره کول دي. د روان کال تر يادې نېټې پورې له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه په ټوليزه توګه څه باندې ۱،۱۸ ميليونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
له بارانه تېښته، تر ناوې لاندې شپه
د هرات د اسلامکلا په سرحدي بندر کې يوه طالب چارواکي ويلي، اوسمهال هره ورځ له ۲۰ تر ۴۰ افغان کورنۍ (چې ښځې او نجونې هم پهکې شاملې دي) د اقتصادي ستونزو له امله په خپله خوښه هېواد ته راستنېږي.
د میډیا لاين په راپور کې راغلي، په ايران کې د مصرفي توکو بيې د تېر کال پرتله نږدې ۹۰ سلنه لوړې شوي او د خوراکي توکو انفلاسيون ۱۳۰ سلنې ته نږدې شوی، چې دې کار د افغان کارګرانو ژوند زښت سخت کړی دی. د کډوالۍ د نړيوال سازمان سروې ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو افغانانو منځنی عاید د پخوا پرتله درېيمه برخه کم شوی او يوازې ۲۹ سلنه راستانه شوي کډوال یو څه سپما لري.
په کابل کې مېشت خبريال علي لطيفي میډیا لاين ته ويلي، دا پرېکړه يوازې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې نهده، بلکې په ایران کې پر استوګنيزو ودانيو بریدونه، د امنیت نشتوالی او د فابريکو تړل کېدل هغه لاملونه دي چې افغان کورنۍ بېرته ستنېدو ته اړ باسي.
د کارګرانو زیاتوالی او د کار نشتوالی
دا نوي ارقام د راستنېدو د هغې لویې لړۍ دوام دی، چې تر دې وړاندې پیل شوې وه. ملګرو ملتونو د تېرې مې مياشتې په راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهيسې نږدې ۵،۹ ميليونه افغانان له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي، چې له امله یې په دوو کلونو کې د افغانستان نفوس له ۱۰ تر ۱۲ سلنې زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو بنسټونو اټکل کړی، چې د روان کال د اپرېل او ډسمبر مياشتو ترمنځ به ۲،۷ ميليونه نور افغانان هم له دغو دوو هېوادونو بېرته راستانه شي.
علي لطيفي زیاتوي، د هرات په چوکونو کې د ورځنيو کارګرانو شاوخوا نیمایي برخه هغه کسان دي، چې په دې وروستيو کې له ايران څخه راستانه شوي. دغه کسان په ودانیزو چارو، ترکارۍ او فابريکو برخو کې کاري تجربې لري، خو په افغانستان کې ورته په دې برخو کې فرصتونه محدود دي.
ښځې بیا هم تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې
د «سامويل هال» څېړنيز مرکز مشر څېړونکی سټيفاني بېراټ خبرداری ورکوي، چې د «داوطلبانه» کلمې په کارولو کې باید احتیاط وشي، ځکه د کور کرايې نشتوالی، د معاشونو نهورکړه او د ډېپورټ وېره ايرانمېشتي افغان کډوال مجبوروي چې بېرته ستانه شي.
د میډیا لاين په راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې لپاره د دغه مرکز نوې څېړنه یادېږي. دا څېړنه ښيي، چې له ايران څخه د راستنو شویو ۵۸۲ ښځو له ډلې، ۷۷ سلنه هغو چې په ايران کې یې کار کاوه، په افغانستان کې بېکاره دي او يوازې ۱۷ سلنه یې پر کارونو بوختې دي. د دې ترڅنګ، د هغو کورنيو ۴۷ سلنه چې له ايران څخه یې د پيسو لېږل (حوالې) بندې شوې، هېڅ بديل عايد نهلري او ۹۷ سلنه یې تر پورونو لاندې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم تایید کړې، چې ۹۲ سلنه راستنې شوې کورنۍ په مياشت کې تر ۱۴۷ ډالرو کم عايد لري او ۹۰ سلنه کسانو ويلي، چې له راستنېدو وروسته یې پورونه نور هم زیات شوي دي.
د جګړې شالید او اقتصادي پرځېدنه
د دغو اقتصادي او ټولنيزو فشارونو رېښه په ايران کې له روانې جګړې او بېساري انفلاسیون سره نېغ په نېغه اړیکه لري. د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه په تهران کې د امريکا او اسراییل په ګډو هوایي بریدونو کې د علي خامنهيي له وژل کېدو وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت او د بهرنيو ځواکونو ترمنځ مستقیم پوځي ټکر پیل شو چې په ايران کې یې امنیتي او اقتصادي وضعیت ګډوډ کړ.
د ايران د احصايې مرکز د روان کال په چنګاښ مياشت کې کلنی انفلاسیون ۶۶ سلنه او د ګام پرګام انفلاسیون کچه ۸۷،۹ سلنه اعلان کړه. دا اقتصادي بحران، د تېلو د ونډې کمښت او د ډالر د بيې بېسارې لوړېدل د دې لامل شوي چې سلګونه زره افغان کډوال د امنیت او روزګار په لټه کې بېرته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته راستانه شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د بېځایه کېدو د څارنې د تازه راپور له مخې، د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۱۲مې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د ۱۰۲ زره او ۹۰۳ تګ راتګ ثبتېدو په مقابل کې، له افغانستانه د وتلو ۴۱ زره او ۹۵۸ تګ راتګ ثبت شوی دی.
د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته ۶۸ زره او ۲۱۳ او له پاکستان څخه ۳۴ زره او ۶۹۰ تګ راتګ ثبت شوی دی. بل لور ته، له افغانستان څخه ایران ته ۳۰ زره او ۱۵۳ او پاکستان ته ۱۱ زره او ۸۰۵ تګ راتګونه شوي دي.
د سازمان سروې ښيي چې له ایران څخه افغانستان ته د راتلونکو ۶۱ سلنه د کورنۍ د لیدلو لپاره راغلي وو، ۱۸ سلنه یې ایستل شوي وو، نهه سلنه له لنډ سفر وروسته بېرته ستانه شوي، اووه سلنه له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره راغلي او درې سلنه د ناامنۍ یا له ایرانه د وتلو د فشار له امله افغانستان ته راغلي دي.
له پاکستانه د راتلونکو کسانو په منځ کې بیا ۵۴ سلنه ویلي چې په افغانستان کې د ژوند لګښتونه کم دي. ۳۰ سلنه د ناامنۍ یا له پاکستانه د وتلو د فشار، ۱۷ سلنه د خپلو کورنیو د لیدلو، ۱۱ سلنه له لنډ سفر وروسته د بېرته ستنېدو او ۱۱ سلنه له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان راپور ټینګار کوي چې دغه شمېرې د جلا جلا کسانو شمېر نه ښيي، بلکې پر ټاکلو سرحدي دروازو د تګ راتګ ټول ثبت شوي حرکتونه دي.
په دې شمېرو کې راستنېدونکي، ایستل شوي کسان، محصلان، د کورنیو لیدو ته تلونکي او هغه کسان هم شامل دي چې په دورهیي ډول له پولې اوړي.
په راپور کې راغلي چې دغه څارنه د ایران او پاکستان پر پولو په څلورو مهمو او دوو نورو سرحدي لارو کې ترسره شوې ده.
د معلوماتو د راټولولو موخه د خلکو د تګ راتګ، د سفر د لاملونو او راتلونکو پلانونو په اړه د بشري ادارو لپاره د معلوماتو برابرول دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د ترکیې څخه د راستنېدونکو افغانانو شمېرې هم خپرې کړې دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال په اګست کې یو زر او ۳۵۹ کسان له ترکیې افغانستان ته رسېدلي دي.
د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ د ۲۰۲۶ کال تر اګست پورې له ترکیې د راغلو کسانو مجموعي شمېر ۵۲ زره او ۳۰۹ ته رسېدلی دی.
د ترکیې په برخه کې د سازمان معلومات ښيي چې ۶۶ سلنه کسانو د اقتصادي فرصتونو د نشتوالي، ۱۴ سلنه د ناامنۍ او ۱۰ سلنه اروپا ته د تګ په موخه افغانستان پرېښی و.
د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د دې راپور معلومات یوازې په څارل شویو سرحدي نقطو کې ثبت شوي حرکتونه ښيي او باید د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د ټولو کډوالیزو خوځښتونو د بشپړ انځور په توګه ونه ګڼل شي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د بېسرپرسته ښځو او ماشومانو بېرته ستنول ودروي او د هر افغان له اېستنې مخکې، په انفرادي ډول د هغه د ځورونې، شکنجې او نورو جدي بشري حقونو د نقض خطرونه وڅېړي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د وږي ۲۷مه) له پاکستان څخه د افغانانو پر «جبري ستنولو» د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې اسلاماباد باید له خطر سره د مخامخ افغانانو د پېژندنې لپاره یو روښانه او د لاسرسي وړ بهیر رامنځته کړي.
دوی خبرداری ورکړ، چې له داسې یوه میکانیزم پرته، زیانمنونکي کسان ښايي د نیول کېدو، بندي کېدو یا اخراج له وېرې د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره له مراجعې ډډه وکړي.
کارپوهانو همدا راز د افغان محصلینو د اېستنې په تړاو د پاکستاني چارواکو د وروستۍ پرېکړې په تړاو هم اندېښنه ښودلې ده.
د دوی په وینا، دا پرېکړه لږ تر لږه ۱۰۰ افغان محصلین چې له ۲۰ تر ۴۰ پورې یې نجونې دي اغېزمنوي.
دوی وویل، چې د افغان نجونو محصلینو لپاره دا ګام د ډاکټرانو او د غاښونو د ډاکټرانو په توګه د دوی د جوړېدو د هیلو د له منځه وړلو په معنا کېدای شي، ځکه طالبانو په افغانستان کې د ښځو لوړې زده کړې او طبي زده کړې منع کړې دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو ته د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د چنګاښ له ۱۹مې د وږي تر ۵مې پورې شاوخوا ۱۲۷ زره او ۳۴۴ افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته اېستل شوي چې لږ تر لږه ۱۴ زره او ۱۸۶ تنه یې په جبري ډول ستانه کړای شوي دي.
په بېرته ستنېدونکو کې شاوخوا ۳۸ زره او ۳۸۸ تنه یې ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو وویل، چې په پاکستان کې یې د بېلابېلو افغان ډلو په ګډون د ښځو او نجونو د بشري حقونو د مدافعانو، خبریالانو، پخوانیو قاضیانو او څارنوالانو، امنیتي ځواکونو او د پخواني حکومت د چارواکو، د قومي او مذهبي ډلو د غړو او د جنسي لږکیو د کسانو له خوا د مرستې غوښتنې ترلاسه کړې دي.
دوی همدارنګه افغانستان ته د بېسرپرسته افغان ماشومانو د بېرته ستنولو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې هېواد کې د دغو ماشومانو د منلو، ملاتړ او پاملرنې لپاره مناسب میکانیزمونه نشته.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د شاوخوا ۱۶ زره زیانمنونکو افغانانو د پېژندنې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له معلوماتو هرکلی وکړ، خو د دغو کسانو د پېژندنې د معیارونو او بهیر په اړه یې د نورو جزییاتو غوښتنه وکړه.
دوی ټینګار وکړ، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید د نیول کېدو یا اېستلو له وېرې پرته د ملاتړ غوښتنه وشي او د اړتیا په صورت کې له لنډمهالي ملاتړ او خوندي اقامت څخه برخمن شي.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې د افغانانو د هر ډول ویزو د تمدید بهیر درولی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، په پراخه کچه له پاکستان نه افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدنه د دغه هېواد پر روان کړکېچن بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.
د یادې کمېشنرۍ په تازه راپور کې راغلي، د پاکستان لهخوا د «بېاسناده افغان کډوالو د اېستلو» پلان له اعلان نږدې درې کاله وروسته هم د یادې پالیسۍ اغېزې دوام لري او یوازې په ۲۰۲۵کال کې یو مېلیون افغانان یا اېستل شوي او یا هم په سختو شرایطو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، دغه لړۍ په ۲۰۲۶کال کې هم روانه ده او د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه ۷۰۵زره او ۴۰۰ افغانان له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، دغه ستنېدنې داسې مهال کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي او دغه وضعیت د بشري حقونو ستونزې لا ژورې کړې دي.
راپور یادونه کوي، د تورخم دروازه چې له پاکستان نه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو شاوخوا ۸۰ سلنه افغانانو د تګ اصلي لاره وه، د مارچ په ۳۱مه د بېرته ستنېدونکو لپاره پرانېستل شوه.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټینګار کړی، دا مهمه ده چې د افغانانو ستنېدنه خوندي، په خپله خوښه او د انساني کرامت له اصولو سره سم ترسره شي او بېرته ستنېدونکو او کوربه ټولنو ته لازمې مرستې دوام ومومي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې تراوسه تر ۷۹۴زرو ډېرو هغو افغانانو ته نغدي مرستې ورکړل شوې چې له پاکستان نه ستانه شوي دي. یاده کمېشنري وایي، له دې ډلې شاوخوا ۴۷۸زره کسان یوازې په ۲۰۲۵کال کې او تر ۱۹۸زرو ډېر کسان په ۲۰۲۶کال کې د کابل، کندهار او جلالاباد له لارې له مرستو برخمن شوي دي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو کړکېچونو یادونه کوي او وایي، چې په ۲۰۲۶کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونو د ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د بېځایه کېدو پېښې هم رامنځته کړې دي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ په وینا، په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې د بېاسناده افغانانو پر وړاندې نیونې، چاپې، اېستل او توقیفونه زیات شوي دي. راپور زیاتوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مارچ په لومړۍ نېټه یو وار بیا ټینګار وکړ چې د «ناقانونه بهرنیانو» پر ضد به عملیات دوام ولري.
د راپور له مخې، د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار، پکتیا او خوست کې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د امنیتي پېښو، ډزو او پوځي فعالیتونو راپورونه هم ثبت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، په افغانستان کې د بېځایه شویو کسانو ۷۴ سلنه ښځې او ماشومان دي.
راپور ښيي، چې د بېځایه کېدو له اغېزو سره مخ ښځو تر ټولو مهمې اړتیاوې سرپناه، د خوړو خوندیتوب او روغتیايي خدمتونه دي. د یادې کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، ۷۱ سلنه ښځو سرپناه، ۵۲ سلنه د خوړو خوندیتوب او ۴۴ سلنه روغتیايي خدمتونه خپلې لومړنۍ اړتیاوې بللې دي.
له پاکستان نه افغانستان ته یوشمېر ستانه شوي افغان کډوال وايي، د سرپناه نشتوالی، بېکاري او اقتصادي ستونزې هغوی اړ اېستي چې خپل د کور سامان وپلوري او بېرته پر قاچاقي لارو پاکستان ته ولاړ شي.
محمد رفیق چې له پاکستان نه کندوز ته ستون شوی افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې ویلي، چې ستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي او ډېریو ته لاهم د اوسېدو مناسب ځایونه نهدي برابر شوي.
هغه وویل: «دلته ستونزې ډېرې دي. د سرپناه وضعیت تر ټولو بد دی. ډېرو راستنېدونکو ته تراوسه د اوسېدو ځایونه نهدي ورکړل شوي او که چا ته ځای ورکول کېږي هم، له ښارونو ډېر لرې وي چې خلک پهکې د کار فرصت نهلري».
رفیق زیاته کړه، بېکاري او فقر د دې لامل شوی چې یوشمېر کډوال یو ځل بیا کډوالۍ ته اړ اېستل شوي. د نوموړي په وینا: «ګڼ خلک اوس د کور توکي پلوري؛ څو پاکستان ته د تګ لګښت برابر کړي».
د رفیق ورور شاهولي بیا وايي، په ځانګړي ډول کندوز ته ستانه شوي کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او همدا لامل دی چې یوشمېر یې بېرته پاکستان ته ستنېږي. نوموړي وویل، هغه کسان چې خپل د کور توکي پلوري، اړ کېږي چې خپل توکي په ډېره ټیټه بیه وپلوري.
د هغه په وینا، د پنځو کورنیو د کور وسایل یوازې په ۶۰زره افغانیو پلورل شوي دي. شاهولي زیاته کړه: «په دغه وسایلو کې د دوو هغو کورنیو د ودونو سامان هم شامل وو، چې څه موده مخکې یې ودونه کړي وو».
هغه وویل، د ژمي له رانږدې کېدو سره ستونزې نورې هم ډېرې شوې دي. نوموړي وویل: «کندوز ډېرې سړې سیمې لري او په خېمو کې ژوند کول اسانه نهدي. دا هم یو له هغو لاملونو دی، چې خلک بېرته تګ ته اړ شوي دي».
د نوموړي په وینا، دیورنډ کرښې ته د رسېدو او د قاچاقي تګ راتګ لګښت هم لوړ دی. هغه ادعا وکړه: «پر ډیورنډ کرښه له هر کډوال تر ۲۵زره تر ۴۰زره افغانیو پورې قاچاق کوونکي اخلي».
شاهولي وایي، یوازې د هغه په پېژندنه کې نږدې سل کورنۍ بېرته پاکستان ته تللې دي.
بل لور ته د بلوچستان د کوټې ډویژن کمېشنر ذېشان لاشاري په مشرۍ د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځې په یوه غونډه کې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او بیا ننوتلو موضوع هم ارزول شوې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت څخه به د هغو افغان وګړو په اړه لارښوونې وغوښتل شي چې تر ستنېدو وروسته بېرته پاکستان ته داخل شوي یا یې د بیا ننوتلو راپورونه ورکړل شوي دي.
د غونډې د پرېکړې له مخې، له دې وروسته به د ورته قضیو په اړه د پاکستان د قانون او حکومتي تګلارې له مخې اقدام کېږي.