په کابل کې د ایران سفارت او د سوداګرۍ خونې مشر د سرطان ناروغانو د ملاتړ پر همکارۍ غږېدلي
په کابل کې د ایران سفارت وايي، د دغه هېواد د سفارت سرپرست او د طالبانو تر چتر لاندې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر په لیدنه کې د سرطان ناروغانو د ملاتړ لپاره د خیریه موسسو او مرسته کوونکو د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
د ایران سفارت پر ایکس خواله رسنۍ کې ویلي، د سفارت سرپرست علي باقري بیکدلي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو بدلونونه هم وڅېړل.
د سفارت په وینا، دواړو لورو د سرطان ناروغانو ته د مرستې رسولو په برخه کې د خیریه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې، خو د دې همکاریو د څرنګوالي او راتلونکو اقداماتو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د سرطان ناروغان له اوږدې مودې راهیسې د درملنې، درملو او تخصصي روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د کابل ملي سرطان تشخیص او درملنې روغتون ظرفیت محدود دی، د درملو کمښت شته او د ناروغانو شمېر د موجودو امکاناتو له ظرفیت څخه لوړ دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ د لارو تړل کېدو هم د هغو ناروغانو ستونزې زیاتې کړې چې د درملنې لپاره پاکستان ته ځي.
د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي.
ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځي و او وروسته د «ملا صاحب سرای» په نوم مشهوره شوه.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته یې رسمي نوم فایربېس ماهولیک شو. دا نوم د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري ماسټر سارجنټ توماس ماهولیک په نامه نومول شوی و. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.
پخوانیو چارواکو او د دغې قطعې ځینو غړو په تېرو کلونو کې ویلي وو چې په دغه مرکز کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي حضور هم و.
د پخوانۍ ۰۳ قطعې ځینې افسران وايي، په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود وو او ځانګړو ځواکونو له همدې ځایه د پوځي عملیاتو او روزنې لپاره کار اخیست.
د جمهوري نظام پر مهال د سیمې امنیت دومره سخت و چې د پخوانیو حکومتي سرچینو په وینا، د مرکز په شاوخوا کې له عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو څخه هم مخنیوی کېده.
له ۰۳ قطعې تر «عمري قطعې»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه مرکز کنټرول طالبانو ته په لاس ورغی.
اوس دغه ځای د طالبانو د یوې ځانګړې او مجهزې قطعې له فعالیتونو سره تړلی بلل کیږي. سرچینې وايي، دغه ځواک چې د «عمري قطعې» په نوم هم یادېږي، زرګونه غړي لري او د هبتالله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.
د ملا صاحب سرای تاریخ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د امریکا له شل کلنې جګړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړلی دی.
د دې ځای په اړه د طالبانو ځینې سرچینې ادعا کوي چې د اسامه بن لادن د پخواني حضور له وختونو راهیسې یو لاوډسپیکر هم پکې ساتل شوی چې نوموړي پرې طالب جنګیالیو ته وینا کړې وه.
پر کندهار د پاکستان د هوايي ځواک سیوری
د پنجشنبې سهار برید په داسې وخت کې وشو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د هوايي بریدونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. داسې اټکل کېده، چې ښايي طالبان د ترکیې او قطر د پلاویو تر سفر وروسته د تلې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د هبت الله په مشرۍ ناسته وکړي، خو ظاهرا په ښار کې داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې. کندهار ته یوازې د طالبانو د دریو جګپوړو چارواکو ملا غني برادر، ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو د بلخ والي د سفر خبر ورکړل شوی دی.
پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر لسو هدفونو د بریدونو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د بېپیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو اړوند ځایونه یې په نښه کړي دي. اسلاماباد د دغو عملیاتو په اړه د ټولو هدفونو دقیق موقعیتونه نه دي اعلان کړي.
پاکستان ددې بریدونو لپاره دلیل دا راوړی، چې طالبانو په تورخم او کوهاټ کې د اتو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی او ټولې غورځول شوې دي، خو د طالبانو دفاع وزارت او اړوندو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان پوځي کړیو دغه ادعا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده.
په کندهار کې د پنجشنبې د سهار برید له دې پلوه مهم دی، چې د طالبانو د مشر د واک اصلي مرکز ته نږدې شوی دی.
دا لومړی ځل هم نه دی چې دغه ځانګړی مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځي. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم د هبتالله له ځانګړو ځواکونو سره تړلې د کندهار یوه اډه د پاکستان د هوايي برید هدف وګرځېده. د هغه برید د تلفاتو په اړه هم کره او خپلواک معلومات محدود وو.
په کندهار کې د ملا صاحب سرای پر شاوخوا برید یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان هوايي عملیات په افغانستان کې تر کومه حده د طالبانو او ټي ټي پي پوځي جوړښتونه زیانمنولی شي او د دغو عملیاتو اصلي هدفونه څومره له ملکي سیمو جلا دي.
د پنجشنبې د برید په اړه تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. سیمهییزې سرچینې وايي، طالبان خپل ټپیان پوځي روغتونونو ته انتقالوي او د پوځي تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.
پاکستاني چارواکوهم تر دې دمه د ټي ټي پي د مشرانو د وژل کېدو په تړاو داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې ثابته کړي، په دغو بریدونو کې د افغان یا پاکستاني طالبانو مشران په نښه شوي. په ډېری بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي او د یوناما رپوټونه هم دا تاییدوي.