د طالبانو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست یو مکتوب افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، چې د مولوي هبت الله له لوري د امربالمعروف قانون له سرغړونکو دولتي کارکوونکو سره د سخت چلند سپارښتنه شوې ده. د سرغړونکو لپاره د معاش کمول، د رتبې ټیټول او له دندې ګوښه هم شامل دي.
د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست له لوري د وږي پر ۳۱ د ننګرهار پوهنتون ته د لېږل شوې مکتوب یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ده. په مکتوب کې د مولوي هبت الله له لوري پر دولتي کارکوونکو نوي محدودیتونه لګول شوي دي.
د دغه ریاست په مکتوب کې راغلي چې د طالبانو د مشر مولوي هبتالله اخوندزاده د حکم له مخې به هغه کارکوونکي مجازات شي چې ږیرې یې د شریعت مطابق نه وي او د لمانځه پر مهال لنګۍ نه تړي.
په دغه مکتوب کې چې د ننګرهار پوهنتون لومړۍ نظارتي کمېټې د امر مولوي سجاوند صافي لخوا لاسلیک شوی، راغلي چې د هر هغه کارکوونکي صورت او سیرت چې له شریعت سره خلاف وي، د دندې د تعلیق، له کاره د ایستلو، د معاش د بندېدو او د بست د تنزیل په څېر مجازاتو سره به مخ شي.
په مکتوب کې ټینګار شوی چې د ټولو کارکوونکو ږیرې او د سر ویښتان باید د شریعت مطابق وي او د چا ږیره چې تر قبضې کمه وي نو سزا به ورکړل شي.
همدارنګه په مکتوب کې امر شوی چې د جماعت په لمانځه کې ګډون جبري دی او هر څوک چې له لمانځه څخه سرغړونه کوي، په نښه شوي تعزیرات به ورباندې پلي کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې ۲ مېلیونه، ۷۲۵زره او ۳۲۲ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۲۷۴زره او ۹۸۲ کسان په جبري توګه اېستل شوي او یوازې په ۲۰۲۶کال کې ۷۹۳زره او ۳۸۵ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، یاد افغانان د تورخم، غلامخان، چمن، بادیني او بهرامچې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي. د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې ۶زره او ۱۷۴ افغانان ستانه شوي، چې له دې ډلې ۱۱۹۷ کسان جبري اېستل شوي دي. د بېرته ستنېدونکو د اسنادو وضعیت
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې د ټولو بېرته ستنېدونکو په ډله کې بېاسناده افغانان، د افغان تابعیت (اېسيسي) کارټ لرونکي او د (پي او ار) کارټ لرونکي شامل دي.
د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر تر ۱۹مې پورې له بېرته ستنېدونکو څخه ۱ مېلیون، ۵۳۹زره او ۶۶۰ کسان بېاسناده، ۱۷۲زره او ۵۷۴ کسان د (اېسيسي) کارټ لرونکي او ۷۳۸زره او ۱۰۶ کسان د (پي او ار) کارت لرونکي وو.
د راپور د نیولو او توقیف برخې له مخې، د ۲۰۲۶کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر سپټمبر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او توقیف ۸۲زره او ۴۵ پېښې ثبت شوې دي. تر ټولو ډېرې نیونې په بلوچستان کې شوې، چې شمېر یې ۴۶زره او ۷۷ ته رسېږي او تر ټولو کمې په ګلګت بلتستان کې دي چې شمېر یې دوو کسانو ته رسېږي. په خیبر پښتونخوا کې ۱۶زره او ۸۳، سند کې ۸زره او ۴۹۴، پنجاب کې ۶زره او ۷۸۹ او اسلاماباد کې ۴زره او ۹۵۲ پېښې ثبت شوې دي.
د ملګرو ملتونو د دغه دوو ادارو په وینا، د سپټمبر له ۱۳مې تر ۱۹مې پورې د افغانانو د نیولو او زنداني کېدو شمېر د تېرې اوونۍ پرتله ۹۲ سلنه زیات شوی او له ثبت شویو نیونو څخه تر ۹۹ سلنې ډېر کسان بېاسناده افغانان او د (اېسيسي) کارت لرونکي وو.
د راپور له مخې، ۹۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ۲۰۲۵کال د اپرېل له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶کال د سپټمبر ۱۹مې پورې د نیول کېدو وېره د بېاسناده افغانانو او (اېسيسي) کارټ لرونکو د پاکستان د پرېښودو تر ټولو مهم لامل یاد کړی دی. د (پي او ار) کارټ لرونکو په منځ کې بیا ۶۸ سلنه کسانو د پاکستان پرېښودو لامل ځورونې، نیونې او یا د جبري اېستلو وېره یاده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د اړوندو دغه دوو ادارو په وینا، پاکستان په ۲۰۲۵کال کې د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو څو پرېکړې وکړې. په جنورۍ کې یې له افغانانو وغوښتل، چې له اسلاماباد او راولپنډۍ ووځي، په اپرېل کې د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان دویم پړاو عملي شو چې (اېسيسي) کارټ لرونکي او بېاسناده افغانان یې هم په نښه کړل او په جولای کې د (پي او ار) کارټ لرونکو د بېرته ستنولو پرېکړه وشوه.
د ملا صاحب سرای د کندهار ښار او ارغنداب ولسوالۍ ترمنځ پروت دی. د سیمې د امنیتي وضعیت له امله عامو خلکو او عادي طالب جنګیالیو ته د دې مرکز پر لور تګ محدود بلل کېږي او د سیمې شاوخوا امنیتي تدابیر سخت دي.
ملا صاحب سرای د افغانستان د وروستیو څو لسیزو د جګړو د تاریخ له مهمو ځایونو ګڼل کېږي.
د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په وروستیو کلونو کې دغه سیمه د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر استوګنځي و او وروسته د «ملا صاحب سرای» په نوم مشهوره شوه.
له ۲۰۰۱ کال وروسته امریکايي ځواکونو پر دغه سرای «کمپ ګیکو» نوم کېښود. وروسته یې رسمي نوم فایربېس ماهولیک شو. دا نوم د امریکايي پوځ د یوه وژل شوي سرتېري ماسټر سارجنټ توماس ماهولیک په نامه نومول شوی و. له دغه کمپ نه په کندهار، هلمند او ارزګان ولایتونو کې د صفر درې قطعې د عملیاتو ملاتړ کېده.
پخوانیو چارواکو او د دغې قطعې ځینو غړو په تېرو کلونو کې ویلي وو چې په دغه مرکز کې د امریکايي ځواکونو استخباراتي حضور هم و.
د پخوانۍ ۰۳ قطعې ځینې افسران وايي، په دغه مرکز کې پټ او خوندي تاسیسات موجود وو او ځانګړو ځواکونو له همدې ځایه د پوځي عملیاتو او روزنې لپاره کار اخیست.
د جمهوري نظام پر مهال د سیمې امنیت دومره سخت و چې د پخوانیو حکومتي سرچینو په وینا، د مرکز په شاوخوا کې له عکس اخیستلو او ویډیو جوړولو څخه هم مخنیوی کېده.
له ۰۳ قطعې تر «عمري قطعې»
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د دغه مرکز کنټرول طالبانو ته په لاس ورغی.
اوس دغه ځای د طالبانو د یوې ځانګړې او مجهزې قطعې له فعالیتونو سره تړلی بلل کیږي. سرچینې وايي، دغه ځواک چې د «عمري قطعې» په نوم هم یادېږي، زرګونه غړي لري او د هبتالله د ساتنې ترڅنګ د ځانګړو پوځي عملیاتو لپاره هم کارول کېږي.
د ملا صاحب سرای تاریخ د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ، د امریکا له شل کلنې جګړې او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره تړلی دی.
د دې ځای په اړه د طالبانو ځینې سرچینې ادعا کوي چې د اسامه بن لادن د پخواني حضور له وختونو راهیسې یو لاوډسپیکر هم پکې ساتل شوی چې نوموړي پرې طالب جنګیالیو ته وینا کړې وه.
پر کندهار د پاکستان د هوايي ځواک سیوری
د پنجشنبې سهار برید په داسې وخت کې وشو چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې یو ځل بیا د هوايي بریدونو او متقابلو تورونو له امله ترینګلې شوې دي. داسې اټکل کېده، چې ښايي طالبان د ترکیې او قطر د پلاویو تر سفر وروسته د تلې پر لومړۍ نېټه په کندهار کې د هبت الله په مشرۍ ناسته وکړي، خو ظاهرا په ښار کې داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوې. کندهار ته یوازې د طالبانو د دریو جګپوړو چارواکو ملا غني برادر، ملا خیرالله خیرخواه او د طالبانو د بلخ والي د سفر خبر ورکړل شوی دی.
پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو کې پر لسو هدفونو د بریدونو خبره تایید کړې او ویلي یې دي چې د بېپیلوټه الوتکو د توغولو او ساتلو اړوند ځایونه یې په نښه کړي دي. اسلاماباد د دغو عملیاتو په اړه د ټولو هدفونو دقیق موقعیتونه نه دي اعلان کړي.
پاکستان ددې بریدونو لپاره دلیل دا راوړی، چې طالبانو په تورخم او کوهاټ کې د اتو بې پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی او ټولې غورځول شوې دي، خو د طالبانو دفاع وزارت او اړوندو رسنیو دغه ادعا رد کړې ده او د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان پوځي کړیو دغه ادعا د خپلو بریدونو د توجیه کولو لپاره کارولې ده.
په کندهار کې د پنجشنبې د سهار برید له دې پلوه مهم دی، چې د طالبانو د مشر د واک اصلي مرکز ته نږدې شوی دی.
دا لومړی ځل هم نه دی چې دغه ځانګړی مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو هدف ګرځي. د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې هم د هبتالله له ځانګړو ځواکونو سره تړلې د کندهار یوه اډه د پاکستان د هوايي برید هدف وګرځېده. د هغه برید د تلفاتو په اړه هم کره او خپلواک معلومات محدود وو.
په کندهار کې د ملا صاحب سرای پر شاوخوا برید یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کړې چې د پاکستان هوايي عملیات په افغانستان کې تر کومه حده د طالبانو او ټي ټي پي پوځي جوړښتونه زیانمنولی شي او د دغو عملیاتو اصلي هدفونه څومره له ملکي سیمو جلا دي.
د پنجشنبې د برید په اړه تر اوسه د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د احتمالي مرګژوبلې په اړه هم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي. سیمهییزې سرچینې وايي، طالبان خپل ټپیان پوځي روغتونونو ته انتقالوي او د پوځي تلفاتو په اړه له رسنیو سره معلومات نه شریکوي.
پاکستاني چارواکوهم تر دې دمه د ټي ټي پي د مشرانو د وژل کېدو په تړاو داسې شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي، چې ثابته کړي، په دغو بریدونو کې د افغان یا پاکستاني طالبانو مشران په نښه شوي. په ډېری بریدونو کې ملکي کسان په نښه شوي او د یوناما رپوټونه هم دا تاییدوي.